• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

بلوچستان کې ځايي ادارو افغان کډوالو ته د کورونو او هټیو په کرایه ورکولو بندیز ولګاوه

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۰۴:۳۱ GMT+۱

د بلوچستان ځايي ادارو عامو خلکو ته امر کړی، چې د خپلو کرایه‌دارانو هویت وڅېړي، څو ډاډ ترلاسه شي چې هغوی افغان کډوال نه دي.

د بلوچستان ایالت د کلا عبدالله، لورالايي او چاغۍ ولسوالیو مرستیال کمشنرانو جلا - جلا خبرپاڼو کې خلکو ته ویلي، چې خپل کورونه او هټۍ افغان کډوالو ته په کرایه ورنه‌کړي او له هغوی سره له هر ډول همکارۍ ډډه وکړي.
د خبرپاڼو له‌مخې، د دې امر سرغړونه قانوني جرم ګڼل شوی او له سرغړوونکو سره به قانوني چلند وشي.
په یادو خبرپاڼو کې ویل شوي، چې د پاکستان او بلوچستان امنیتي وضعیت ته په کتو هغه افغان کډوال چې قانوني اسناد نه‌لري، غېرقانوني ګڼل شوي او د اېستلو پرېکړه یې شوې ده.
د بلوچستان ځايي ادارو همداراز ویلي، هر هغه پاکستانی وګړی چې د غېرقانوني افغان کډوالو په اړه معلومات لري، باید سمدستي یې د پېژندنې لپاره د ولسوالیو چارواکو ته وسپاري او د دغو معلوماتو ورکوونکي ته به انعام ورکړل شي او هویت به یې هم پټ وساتل شي.
په خبرپاڼو کې خبرداری ورکړل شوی، که د پلټنو پر مهال کوم غېرقانوني افغان کډوال ونیول شي، نو د اړوند کور او هټۍ د مالک پر وړاندې به سخت قانوني چلند وشي.
د یادونې وړ ده، چې تېره ورځ د بلوچستان ایالت د کورنیو چارو سکرټر حمزه شفقات په یوه خبري ناسته کې وویل، تر اوسه یې ۹ لکه او ۶۹ زره افغان کډوال له دغه ایالت څخه اېستلي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې په جلاوطنۍ کې د افغانستان د خلکو شورا ویلي چې په پاکستان کې افغان کډوال له «غېرانساني» چلند سره مخ دي او د نړۍوالې ټولنې چوپتیا یې «له ظلم سره هملاسي» بللې ده.
د دغه شورا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې افغان کډوال په پاکستان کې له خپلو بنسټیزو بشري حقونو لکه امنیت او د خوښې له حق څخه بې‌برخې دي او یوازې د کډوالۍ له امله له سخت او نامناسب چلند سره مخامخ کېږي.
له طالبانو سره د پاکستان د کړکېچونو له زیاتېدو وروسته، دغه هېواد د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ په بې‌ساري ډول چټکه کړې او ورته مهال یې په بېلابېلو ښارونو کې لسګونه نور افغانان هم نیولي دي.

ترویج لرونکی

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو
۱

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۲

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۳

افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

۵

جماعت الاحرار ډلې ویلي چې ددوی هدف په پاکستان د بشپړ اسلامي نظام نافذول دي

•
•
•

نور کیسې

په جلاوطنۍ کې د افغانانو شورا: په پاکستان کې له افغان کډوالو سره «غیرانساني» چلند کېږي

۱۷ وری ۱۴۰۵ - ۶ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۱۵ GMT+۱
په جلاوطنۍ کې د افغانانو شورا: په پاکستان کې له افغان کډوالو سره «غیرانساني» چلند کېږي
100%

په جلاوطنۍ کې د افغانستان د خلکو شورا ویلي، چې په پاکستان کې افغان کډوال له «غیرانساني» چلند سره مخ دي او د نړیوالې ټولنې چوپتیا یې «له ظلم سره هملاسي» بللې ده.

د دغه شورا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې افغان کډوال په پاکستان کې له خپلو بنسټیزو بشري حقونو، لکه امنیت او د خوښې له حق څخه بې‌برخې دي او یوازې د کډوالۍ له امله له سخت او نامناسب چلند سره مخامخ کېږي.

شورا زیاته کړې، چې د کډوالو کورنۍ ټوټې ټوټې کېږي او ماشومان په ویره او نامعلوم برخلیک کې ژوند کوي. د دوی په وینا، دا وضعیت نه د بشري حقونو له اصولو سره برابر دی او نه هم د انساني ارزښتونو او دیني لارښوونو سره سمون لري.

د شورا غړو خبرداری ورکړی چې که د پناه غوښتونکو د حقونو ملاتړي بنسټونه د دې «بشري ناورین» پر وړاندې چوپ پاتې شي، نو بیا به د بشري حقونو د دفاع ادعا هېڅ مشروعیت ونه لري.

په اعلامیه کې ټینګار شوی چې دا یو «جدي او نړیوال غږ» دی او له ټولو غوښتنه شوې چې د دې «بې‌عدالتۍ» پر وړاندې ودریږي او د افغان کډوالو غږ پورته کړي.

شورا ویلي: «اوس د اقدام وخت دی، نه د نندارې؛ سبا کېدای شي ډېر ناوخته وي.»

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو سره د پاکستان دکړکېچونو له زیاتېدو وروسته دغه هېواد د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په بې‌ساري ډول چټکه کړې او په عین وخت کې یې په بېلابېلو ښارونو کې لسګونه افغان کډوال نیولي دي.

فضلي: ملګري ملتونه باید د پاکستان له لوري د ۷۶۱ افغانانو د وژلو موضوع پر وړاندې اقدام وکړي

۱۶ وری ۱۴۰۵ - ۵ اپریل ۲۰۲۶، ۲۳:۰۰ GMT+۱
فضلي: ملګري ملتونه باید د پاکستان له لوري د ۷۶۱ افغانانو د وژلو موضوع پر وړاندې اقدام وکړي
100%

د تېر جمهوري نظام پر مهال د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي وايي، یوازې په تېرو ۶نیمو اونیو کې د پاکستان له‌ لوري ۷۶۱ افغانان وژل شوي دي. هغه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له شورا وغوښتل چې دغه موضع راپورته، ثبت او پر وړاندې یې اقدام وکړي.

فضل محمود فضلي د یکشنبې په ورځ (د وري ۱۶مه) په خپله اېکس‌پاڼه ویلي، د افغانانو لپاره حقیقت هېڅکله د شک وړ نه‌وو، خو پاکستان او د هغوی د «تبلیغاتو ماشین» ان په کابل کې د روږدود درملنې پر یوه مرکز برید هم رد کړی دی.

فضلي زیاته کړې: «اوس حقیقت نور د انکار وړ نه‌دی. ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ادارو دا تایید کړې ده. دا د بشریت پر وړاندې یو جنایت دی».

د تېر جمهوري نظام دغه چارواکي پر افغانستان د پاکستان د بریدونو او په ځانګړې توګه د ملګي وګړو د وژنې په تړاو د بشري حقونو د اړوندو بنسټونو پر چوپتیا په نیوکو سره وویل: «نړۍ نه‌شي کولای سترګې پټې کړي».

هغه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو له اړوندو ادارو وغوښتل، چې د یادو مسایلو پر وړاندې اقدام وکړي او زیاته یې کړې یې ده، «دا موضوع باید د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې راپورته، ثبت او پر وړاندې یې اقدام وشي».

د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د یکشنبې په ورځ (د وري ۱۶مه) وویل، چې د روان ۲۰۲۶ کال د فبرورۍ له ۲۲مې د اپرېل تر ۴مې پورې د افغانستان پر نهو ولایتونو د پاکستان په بریدونو کې ۷۶۱ ملکي وګړي وژل شوي او ۶۲۶ نور بیا ټپیان شوي، خو طالب وسله‌والو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په تړاو څه نه‌دي ویلي.

د کابل په ګډون د افغانستان پر ۹ ولایتونو د پاکستان په بریدونو کې ۷۶۱ ملکي وګړي وژل شوي | افغانستان انټرنشنل پښتو

طالبانو همداراز ویلي، په دې موده کې د پاکستان په بریدونو کې ۱۱۴۰ کورونه، ۳ کلینیکونه، ۱۳ مدرسې، ۲۵۶ هټۍ، ۳۴ جوماتونه او ۱۳ ښوونځي یا په بشپړ ډول ویجاړ شوي او یا هم په نسبي ډول زیانمن شوي او همداراز ۲۷ زره او ۴۰۷ کورنۍ له خپلو مېنو او سیمو بې‌ځایه شوې دي.

له دې سره سم، د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ د طالبانو د یاد راپور د خپرېدو په غبرګون کې د یکشنبې په ورځ (د وري ۱۶مه) ادعا کړې، چې د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتو له پیل راهیسې تر اوسه، ۷۹۹ طالب جنګیالي وژل شوي او لږ تر لږه ۱۰۳۴ نور ټپیان شوي دي.

پاکستان: د نښتو له پیل راهیسې مو ۷۹۹ طالبان وژلي او ۱۰۳۴ نور مو ټپیان کړي | افغانستان انټرنشنل پښتو

هغه زیاته کړې، په دې موده کې د طالبانو ۲۸۶ پوستې له‌منځه تللي او د ۴۴ نورو پوستو د نیولو ادعا وکړه، خو پاکستاني عسکرو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې د شمېر په اړه څه نه‌دي ویلي، په داسې حال کې چې طالبانو په دې موده کې د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستاني پوځ د پوستو او همداراز د بې‌پيلوټه الوتکو په وسیله په اسلام‌اباد، راولپېنډۍ او خیبر پښتونخوا کې د نظامي مرکزونو له په نښه کولو خبر ورکړی دی.

سرچینې: په خوست کې د طالبانو او پاکستان ځواکونو ترمنځ یو ځل بیا نښته پيل شوې | افغانستان انټرنشنل پښتو

دغه ادعاوې په داسې حال کې دي، چې د پاکستان او طالبانو تر منځ د روغې جوړې لپاره چین په اورومچي کې دواړه خواو خبرو ته کېنولي، خو لا تر اوسه یې څه پایله نه‌ده ورکړې، ځکه همدا نن شپه هم د خوست د ټڼیو ولسوالۍ اړوند ډيورند کرښې ته څېرمه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځه نښته شوې ده.

پاکستان: د نښتو له پیل راهیسې مو ۷۹۹ طالبان وژلي او ۱۰۳۴ نور مو ټپیان کړي

۱۶ وری ۱۴۰۵ - ۵ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۲۱ GMT+۱
پاکستان: د نښتو له پیل راهیسې مو ۷۹۹ طالبان وژلي او ۱۰۳۴ نور مو ټپیان کړي
100%

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ وایي، د پاکستاني ځواکونو او طالبانو ترمنځ د نښتو له پیل راهیسې تر دې دمه، ۷۹۹طالب جنګیالي وژل شوي او لږ تر لږه ۱۰۳۴نور ټپیان شوي دي.

د دغه پاکستاني چارواکو په وینا، په دې عملیاتو کې د طالبانو ګڼ شمېر پوځي مرکزونه او تجهیزات هم له منځه تللي دي.

هغه زیاته کړې چې راپورونه ښيي د طالبانو۲۸۶پوستې له منځه تللې او ۴۴نورو پوستو د نیولو ادعا یې وکړه.

تارړ ویلي چې همدارنګه ۲۴۹وسایط لکه ټانکونه، زغره‌ وال موټرونه، توپونه او بې‌پیلوټه الوتکې ویجاړې شوې او ۸۱هغه اهداف چې د طالبانو د «ترهګریز مرکزونو» په نوم یادیږي، د هوايي بریدونو له لارې په ټوله افغانستان کې هدف ګرځېدلي دي.

بلخوا، طالبان ادعا کړې چې د پاکستان وروستي بریدونو کې شاوخوا ۷۶۱ملکیان وژل شوي او ۶۵۰نور ټپیان شوي دي. د طالبانو په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د حوت له ۴مې تر حمل ۱۶مې، پاکستاني پوځ نهه ولایتونه، په شمول کابل، قندهار، پکتیکا، پکتیا او ننگرهار بمبار کړي، چې ډېری زیانونه یې پر ملکیانو باندې راغلي دي.

تر اوسه طالبانو د پاکستاني چارواکو د تلفات او بریدونو په اړه رسمي تبصره نه ده کړې. مخکې له دې، ځینې سرچینې تایید کړې چې پاکستاني پوځ د څو قول اردوګانو په ګډون، د بګرام هوایي اډه او د طالبانو د ځانګړو ځواکونو مرکز په قندهار کې هم بمبار کړی دی.

سرچینې: په خوست کې د طالبانو او پاکستان ځواکونو ترمنځ یو ځل بیا نښته پيل شوې

۱۶ وری ۱۴۰۵ - ۵ اپریل ۲۰۲۶، ۲۰:۲۵ GMT+۱
سرچینې: په خوست کې د طالبانو او پاکستان ځواکونو ترمنځ یو ځل بیا نښته پيل شوې
100%

سرچینې افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وايي، چې نن شپه (یکشنبه د وري ۱۶مه) شاخوا ۸ بجې د خوست د ټڼیو ولسوالۍ اړوند ډيورند کرښې ته څېرمه د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ جګړه پیل شوې او لا هم روانه ده.

له دې سره سم، د هېواد په سویل ختیځ کې د طالبانو د ۲۰۳ قول اردو چارواکو ویلي، تر اوسه د پاکستاني لوري یوه پوسته په نښه شوې او د یوه پاکستاني سرتېري جسد د طالبانو لاسته ورغلی دی.

د یادې قول اردو منسوبینو په یوې ویډیو کې د راوړل شوي پاکستاني سرتېري جسد په ښودلو سره وايي، په یاده جګړه کې تر اوسه ۴ پاکستاني سرتېري وژل شوي، خو خپل لوري ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه‌وايي.

پاکستاني لوري لا تر اوسه په دې تړاو څه‌ نه‌دي ویلي.

سهیل اپریدی: پښتانه په قصدي ډول د پاکستان د دفاع په نوم د مرګ خولې ته ورکړل شوي

۱۶ وری ۱۴۰۵ - ۵ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۰۴ GMT+۱
سهیل اپریدی: پښتانه په قصدي ډول د پاکستان د دفاع په نوم د مرګ خولې ته ورکړل شوي
100%

د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر سهیل اپریدي په باجوړ کې د یوې غونډي پرمهال ویلي، چې د قبایلي سیمو پښتانه په قصدي ډول د پاکستان د دفاع په نوم د مرګ خولې ته ورکړل شوي او سیمې یې ناامنه ساتل شوې دي.

سهیل اپریدي د یکشنبې په ورځ په باجوړ کې د امن جرګې په نامه یوه لویه غونډه کې د وینا پرمهال وویل، چې پښتانه او د قبایلي سیمو اوسېدونکي د پاکستان د دفاع په لومړۍ کرښه کې پاتې شوي، خو نور اجازه نه ورکوي، چې د ډالرو او پردیو ګټو لپاره د جګړې قرباني شي.

نوموړي ویلي، چې له دې ورسته به پښتانه د پاکستان دفاع کوي، خو په هېڅ صورت به د ډالري جګړو لپاره قرباني نه ور کوي.

سهیل اپريدي په قبایلي سیمو کې د پاکستان د پوځ پالیسیو ته په په اشاره زیاته کړې:« له ۷۸ کلونو راهیسې په دوامداره توګه د دوی همدا مفکوره ده، چې پښتانه او قبایلو ته خوشحالي نه ورکوو، تعلیم نه ورکوو. دوی ته به تل همدا وايو چې پر پاکستان سخته ده، ټوپک راواخله، پر پاکستان سخته ده ځان شهید کړه. ځان قربان کړه. زه نن هم انکار نه کوم، نن هم چې پر پاکستان سخته راشي، زه به ټوپک اوچتوم. زه به قرباني ورکوم، خو زه ستا د ډالرو لپاره نور خپل ځان نه قرباني کوم، نه قرباني کوم...».

نوموړي ویلي، چې د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمو کې د طبیعي کانونو د لټولو په موخه دا سیمې ناامنه شوې او قبایل نور باید په پردیو جګړو کې برخه وا نخلي.

دا په داسې حال کې ده، چې څه موده وړاندې د پاکستان حکومت په باجوړ کې د پوځي عملیاتو په نامه زرګونه کسان کډې کولو ته اړاېستل. ایالتي حکومت د مرکزي حکومت له دغې پریکړې سره مخالفت ښودلی و او ویلي یې وو، چې عملیات د ستونزې حل نه دی.