ههنګاو: په عراق کې د ایراني کردستان د ګوندونو کمپونه لږترلږه ۱۶۰ ځله په نښه شوي دي

د ههنګاو د بشري حقونو سازمان په خپل یوه راپور کې ویلي، د امریکا ـ اسراییل او ایران ترمنځ د جګړې له پیل راهیسې د عراق د کردستان اقلیم کې د ایران د کردستان د ګوندونو مرکزونه او کمپونه لږ تر لږه ۱۶۰ ځله د سپاه پاسداران او د هغوی د نیابتي ډلو لهخوا هدف ګرځېدلي دي.
