کله چې موږ له فضا څخه د سټیلایټ پر مټ ځمکې ته وګورو، یو حیرانوونکی انځور مو مخې ته راځي؛ یوه ښکلې، شنه او نیلي سیاره، داسې لکه یو ژوندی موجود چې ساه اخلي.
دا منظره انسان ته د فکر کولو لپاره ژور پیغام هم ورکوي او له دې لوړ او بېطرفه لید څخه ځمکه هېڅ سرحدونه نه لري.
نه دیوالونه ښکاري، نه سیم خاردار، نه هغه کرښې چې موږ یې په نقشو کې وینو. نه کوم هېواد له بل څخه جلا ښکاري، نه د بډای او غریب ترمنځ کوم فزیکي توپیر لیدل کېږي. دا ټول هغه مفاهیم دي چې یوازې د انسانانو په ذهنونو او سیاسي جوړښتونو کې انسانانو په خپله جوړ کړي دي.
په حقیقت کې ځمکه یوه واحده سیاره ده؛ د انسانانو ګډ کور. هغه کرښې چې انسانان یې د نړۍ د وېش لپاره کاروي، د طبیعت له خوا نه دي جوړې شوې؛ بلکې د انسانانو له خوا رسم شوې دي. په طبیعي انځور کې نړۍ نه ټوټې - ټوټې ده او نه وېشل شوې.
تصور وکړئ! که یو داسې هوښیار مخلوق چې له ځمکې هېڅ خبر نه لري، له فضا څخه دې سیارې ته وګوري، هغه به هېڅکله ونه وايي چې دا امریکا ده، دا افغانستان دی، دا ایران دی یا دا کوم بل هېواد؛ بلکې هغه به یوازې یو حقیقت وویني: دا د انسانانو ګډ کور دی.
دلته یوه مهمه پوښتنه راپورته کېږي: که طبیعت سرحدونه نه پېژني، نو ولې انسانان پرې جګړې کوي؟
د تاریخ په اوږدو کې زیاتره جګړې، شخړې او سیاسي کړکېچونه د همدې مصنوعي کرښو پر سر رامنځته شوي دي. هغه کرښې چې له فضا څخه نه ښکاري، خو د ځمکې پر مخ یې اغېزې ډېرې دردناکې دي. همدا کرښې دي چې انسانان سره بېلوي، ټولنې وېشي او کله ناکله د زرګونو انسانانو ژوند اخلي.
له فضا څخه د ځمکې دا لید موږ ته یو روښانه حقیقت راښيي؛ طبیعت موږ نه یو وېشلي، بلکې موږ پخپله ځانونه وېشلي دي. سرحدونه د ځمکې په بدن کې نه، بلکې د انسانانو په ذهنونو کې جوړ شوي دي.
که انسانان له دې ذهني محدودیتونو راپورته شي او نړۍ د فضا له ستر لید څخه وویني، نو ډېر اختلافات، سیاسي کرښې او قومي وېشونه به خپل ارزښت له لاسه ورکړي. هغه څه چې پاتې کېږي، یوازې یوه شنه او نیلي سیاره ده؛ یوه ګډه ځمکه او یو ګډ کور دی چې ټول انسانان پکې اوسیږي.
د ملګرو ملتونو د روغتیا نړیوال سازمان (ډبلیواېچاو) خبرداری ورکړی، چې په انټرنېټ کې ښځې او نجونې له ځورونو او ګواښونو سره مخ دي. دغه سازمان خلکو ته سپارښتنه کړې، چې د قربانیانو ملاتړ وکړي.
د روغتیا نړۍوال سازمان د شنبې په ورځ (د وري ۱۵مه) په خپله اېکسپاڼه ویلي: «انلاین ځورونه فزیکي ټپونه نهپرېږدي، خو رواني زیانونه پرېږدي. دا د حقیقي ژوند له ځورونې سره تړلي دي او دا د ډیجیټلي رسنیو د پراخوالي له امله لا زیاتېږي.»
سازمان زیاته کړې، چې میلیونونه ښځې، نجونې او ځوانان په ډیجیټلي ځایونو کې له څارنې، ګواښونو او ځورونو سره مخ دي او د هغوی ورځنی ژوند او رواني وضعیت یې اغېزمن کړی دی.
سازمان زیاته کړې، چې د قربانیانو ملاتړ مهم دی او باید د هغوی غږ واورېدل شي، څو دوی یوازې پاتې نهشي او د رواني فشارونو پر وړاندې مقاومت پیدا کړي او همدارنګه، په ډیجیټلي ځایونو کې د درناوي او همدردۍ کارول اړین دي، څو ټول کاروونکي په خوندي او سالم چاپېریال کې اړیکې ټینګې کړي.
سازمان ټینګار کړی، چې «تشدد یا زورزیاتی» هېڅ ځای نهلري، نه په حقیقي ژوند کې او نه په انلاین نړۍ کې او په وینا یې، ټولنه باید د خوندیتوب لپاره اغېزناک ګامونه واخلي.
زما او ستا تر منځ دي غرونه
سپینې سپوږمۍ ته سلام کړه سلام به کړمه
په افغانستان، پښتونخوا او یو شمرې سیمو کې سپوږمۍ یا په شعرونو او لنډیو کې یادیږي او یا خو د روژې په وروستیو ورځو کې څارل کیږي چې اختر معلوم کړي؛ خو ساینسپوهان پکې د ژوند امکانات څېړي.
ساینسپوهانو لسګونه کاله پر سپوږمۍ تحقیقات کړي، ستورمزلي ورغلي او تازه یو نوی ماموریت ارټیمیس دوه په همدې تمه ایجاد شوی چې ستورمزلي په سپوږمۍ د ژوندانه امکانات وڅېړي.
همدې موضوع ته تم کیږو، خو یوې بلې کوچنۍ مسالې ته مو پام را اړوو؛ لا هم په افغانستان او نړۍ کې میلیونونه کسان باور لري چې ځمکه یا خو هواره ده، یا په فضا کې نه ده، بلکې پورته اسمان او لاندې ځمکه ده او یا انسان هېڅکله سپوږمۍ او فضا ته نه دی تللی.
همدا اوس که مو په خوا کې ملګری وي ترې وپوښتئ چې ایا اسمان پورته او ځمکه ښکته ده او که ځمکه په فضا کې یوه کره ده؟ لکه یو بالون چې په هوا وي او ټول اړخونه ورته یو ډول فضا وي.
ساینس څه وايي؟
ځمکه یوه کروي سیاره ده، چې د جاذبې قوې او د لمر شاوخوا د حرکت له امله په خپل مدار کې ثابته ده. انسانان نه یوازې فضا ته تللي، بلکې د ۱۹۶۹ او ۱۹۷۲ ترمنځ یې څو ځله سپوږمۍ ته سفر کړی دی، وروستی ځل د اپولو ۱۷ ماموریت و.
خو بیا څه وشول؟ او ولې دا سفرونه ودرېدل؟
د سړې جګړې له پای ته رسېدو وروسته، فضايي سیالۍ خپل شدت له لاسه ورکړ او تمرکز د ځمکې مدار ته واوښت؛ خو اوس یو نوی فصل پیل شوی، ارټیمیس دوه چې د یو نوي فصل پیل یې بللی شو.
دا د ناسا له خوا یو نوی انساني ماموریت دی، چې غواړي انسانان یو ځل بیا د سپوږمۍ پر لور لاړ شي؛ خو دا ځل د اوږدمهاله حضور لپاره باید امکانات وڅېړل شي.
په دې ماموریت کې څلور ستورمزلو په فضايي کپسول کې د اپریل په لومړۍ نېټه سفر پیل کړی او ډېر ژر ده چې د سپوږمۍ مدار ته داخل شي. دوی به د سپوږمۍ شاوخوا تاو شي، لنډمهالې څېړنې او ارزونې به وکړي او بیا به بېرته ځمکې ته راستانه شي.
دا سفر شاوخوا لس ورځې دوام کوي، خو دا یوازې یو سفر نه دی، دا د انسان او نوې ټېکنالوژۍ په تاریخ کې یو مهم ازمایښت دی.
له تاسو سره به پوښتنه وي، چې دا سفر ولې دومره مهم دی، چې په ټوله نړۍ کې پرې بحث روان دی.
دا سفر به وښيي چې انسانان د تېکنالوژۍ په وسیله لا هم کولی شي په خوندي ډول ژورې فضا ته سفر وکړي. هلته به د ژوندانه د امکان لپاره اکسیجن، اوبه، تودوخه او داسې نور به په واقعي شرایطو کې وازمویل شي. دا به له ۱۹۷۲ وروسته لومړی ځل وي چې انسانان د سپوږمۍ پر شاوخوا ګرځي.
تر ټولو مهمه مساله بیا دا ده، چې دا د راتلونکي ماموریت لپاره تمرین دی، یعنې ارټیمیس درې چې هدف یې د سپوږمۍ پر سطحې د انسان ښکته کول دي.
ارټیمس ۲ یوازې سپوږمۍ ته یو سفر نه دی، دا د انسان د راتلونکې لپاره یو لوی ګام دی او که چېرې دا معلومه شي چې د سپوږمۍ پر سطحې د ژوندانه د ابتدايي امکاناتو د پېدا کېدا احتمال شته، دا به د انساني تاریخ یو نوی فصل وي.
که دا ماموریت بریالی شي، نو دا به یوازې سپوږمۍ ته د تګ خبره نه وي، بلکې دا به د مریخ او له هغې ور هاخوا سفرونو ته هم لاره هواره کړي.
د امریکا د فلوریډا ایالت څخه څلورو امریکایي ستورمزلو د ناسا د «ارتېمز ۲» ماموریت لپاره فضا ته الوتنه وکړه، چې د سپوږمۍ په شاوخوا ۱۰ورځنی سفر هم په کې شامل دی.
د رویترز خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ راپور ورکړ، چې دا ماموریت د دې لسیزې لپاره د انسان د سپوږمۍ سطحې ته د بیرته رسولو تر ټولو لوی ګام ګڼل کېږي، او د چین د لومړي انسان چلوونکي ماموریت څخه مخکې ترسره کېږي.
ناسا ویلي، دا ماموریت د اوږدمهاله پلان یوه مهمه برخه ده چې موخه یې د انسان د سپوږمۍسطحې ته د بیرته راستنیدو او د فضا په ساحه کې د دوامداره شتون رامنځته کول دي.
دا ماموریت په داسې حال کې پیل کېږي چې د امریکا او چین ترمنځ فضایي سیالي زیاته شوې او نړیواله توجه د دواړو هېوادونو د فضایي پروګرامونو پر لور جلب شوې ده.
دا درمل د خولې له لارې اخیستل کېدونکی دي او د وزن کمولو دوا ده چې د «نوو نوردیسک» شرکت د «وېګووي» له ګولیو وروسته بازار ته راځي. دغه دوه شرکتونه هڅه کوي چې د ستنو (تزریقي درملو) پر ځای د ګولیو په وړاندې کولو سره د چاغښت د درملنې له ګرم بازار څخه زیاته برخه خپله کړي.
د ایلي لیلي شرکت ویلي چې دا درمل به د وري له ۱۷مې نېټې څخه په انلاین ډول د غوښتنې لپاره موجود وي، او د دې تر ټولو ټیټې اندازې میاشتنی بیه یې ۱۴۹ ډالره ټاکل شوې ده. همدارنګه، دا درمل به ډېر ژر د درملتونونو له لارې هم د خلکو لپاره د لاسرسي وړ شي.
اورفورګلیپرون یو ورځنی د خولې له لارې اخیستل کېدونکی درمل دی چې د «جياېلپي-۱» هورمون په څېر عمل کوي او اشتها کموي. د ایلي لیلي د دې ګولیو تر ټولو مهمه ګټه د وېګووي پرتله دا ده چې کارول یې اسانه دي. دا درمل هر وخت د ورځې او شپې په هر ساعت کې پرته له کوم وختي محدودیت څخه کارېدلی شي، خو د وېګووي ګولۍ باید د سهار له خوا او د هر ډول خوړو، اوبو یا نورو درملو له کارولو ۳۰ دقیقې مخکې واخیستل شي.
د دې خبر له خپرېدو وروسته، د ایلي لیلي د شرکت ونډې ۴ سلنه لوړې شوې، په داسې حال کې چې د نوو نوردیسک ونډې د امریکا په بازار کې نږدې ۲ سلنه راټیټې شوې.
شنونکي باور لري چې د خولې له لارې اخیستل کېدونکي درمل به په بشپړه توګه د تزریقي درملو ځای ونه نیسي، خو تر ۲۰۳۰ کال پورې کولای شي د بازار شاوخوا ۲۰ سلنه برخه خپله کړي، په ځانګړي ډول د هغو ناروغانو ترمنځ چې ګولۍ تر ستنو پر ځای غوره ګڼي.