د وحدت ګوند مشر محمد محقق د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند برخه کې د هڅو له امله د پاکستان د لوی درستیز عاصم منیر له ستاینې وروسته اوس ویلي، ډیورند کرښه د افغانستان او پاکستان تر منځ د رسمي پولې په توګه په رسمیت پېژني. دا هغه غوښتنه ده، چې پاکستان یې له خپل پیدایښت سره هیله لري.
محمد محقق چې د مقاومت عالي شورا غړیتوب هم لري وايي، د افغانستان د سیاسي جغرافیې په تړاو د «ملګرو ملتونو تقسیم بندۍ» ته ژمن دی.
هغه د یکشنبې په ورځ (د وري ۳۰مه) له امو ټلویزیون سره په مرکه کې څرګنده کړې، چې د پاکستان او طالبانو تر منځ د اختلافونو یوه موضوع ډیورند کرښه ده. د هغه په وینا، طالبان د پاکستان شاوخوا ۳۵ سلنه خاوره د افغانستان ګڼي.
محقق ویلي، هغه کسان چې له پاکستان سره پر ډیورند کرښه دعوا لري، باید د خپل زور او قدرت کچه وسنجوي او همداراز یې پاکستان یو اټومي ځواک بللی او په ډاګه کړې یې ده، چې له اسلاماباد سره د دعوې د دوام پلوی نهدی.
محمد محقق تر دې مخکې د وري په ۱۹مه د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر ته په یوه لیک کې د «ورور» خطاب کړی وو او د اسلاماباد په منځګړیتوب یې د ایران او امریکا ترمنځ د اوربند هڅې ستایلې وې او همدارا یې ویلي وو، پاکستان په دې اقدام سره ثابته کړه، چې په سیمه کې د «سولې او ثبات مدافع» دی.
د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد د منځني ختیځ انسټیټیوټ هغه راپور رد کړی چې په کې د طالبانو د ځینو غړو او د القاعده شبکې ترمنځ د اړیکو ادعا شوې ده.
یاد انسټیټیوټ په خپل راپور کې ویلي و، چې د طالبانو شاوخوا ۵۵ غړي او چارواکي له القاعده شبکې سره مستقیم یا غیرمستقیم اړیکې لري.
مجاهد دغه راپور «ناسم» بللی او ویلي یې دي چې دا ډول ادعاوې د عامه ذهنونو د مغشوشولو او د واقعیتونو د تحریف لپاره مطرح کېږي او دا یې د طالبانو پر ضد «پروپاګند» ګڼلی دی.
مجاهد دا څرګندونې وروسته له هغه وکړې، چې د منځني ختیځ انسټیټیوټ په خپل تازه راپور کې ویلي وو چې د طالبانو شاوخوا ۵۵ غړي او چارواکي له القاعده شبکې سره مستقیم یا غیرمستقیم اړیکې لري.
یاد راپور ادعا کوي، چې دا معلومات د «طالبانو د رهبرۍ پلټنې پروژه» تر چتر لاندې راټول شوي، چې پکې د طالبانو د ۱۲۰۰څخه زیاتو غړو معلومات شامل دي.
همدارنګه په «ابسولوټ» برخه کې چې د بېلابېلو هېوادونو لکه امریکا، مصر او جرمني له اتلانو سره ترسره شوه، صوفیه سروري لومړی مقام خپل کړی او د اتلولۍ کمربند یې هم ترلاسه کړی دی.
ګراپلینګ هغه رزمي ورزش دی چې پکې د وهلو پر ځای د حریف نیول، ځمکې ته غورځول او د کنټرول تخنیکونه کارول کېږي، او په وروستیو کلونو کې یې په نړیواله کچه پراخ پرمختګ کړی دی.
صوفیه سروري له هغو افغان ښځینه ورزشکارانو څخه ده چې د هېواد له بهر څخه خپل ورزشي فعالیت ته دوام ورکوي. که څه هم د هغې د ورزشي مخینې په اړه بشپړ معلومات محدود دي، خو دا بریا په ټولنیزو رسنیو کې له مثبتو غبرګونونو سره مخ شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان دننه کې ښځې او نجونې له ورزشي فعالیتونو څخه محرومې دي. د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته پر ښځو د عامه ژوند، په ځانګړي ډول د ورزش په برخه کې پراخ محدودیتونه لګول شوي دي.
د نړیوالو ادارو د راپورونو له مخې، افغان ښځې د لوبغالو، رسمي سیالیو او تمریني پروګرامونو اجازه نه لري، چې له امله یې ډېری ښځینه ورزشکارانې یا خپل فعالیتونه درولي او یا هم د دوام لپاره له هېواده وتلو ته اړ شوې دي.