اسلاماباد کې یو ځل بیا د امریکا او ایران ترمنځ د اوربند د غځولو او د شته شخړو د سولهییز حل لپاره خبرې اترې پیلېدونکی وې، چې د هرمز تنګي په شاوخوا سیمه کې د امریکا او ایران د وسلهوالو قوتونو ترمنځ د تاوتریخوالي له امله تراوسه نهدي پیل شوې.
ایران دغه پېښو ته په پام خپل پلاوی اسلاماباد ته نهدی لېږلی. په اسلاماباد کې چې کله د خبرو اترو تېر پړاو له بن بست سره مخ شو او د امریکا او ایران پلاوي بېرته خپلو هېوادونو ته ستانه شوي وو؛ نو د پاکستان د پوځ لوی درستیز فیلډ مارشال عاصم منیر د خبرو اترو د نوي پړاو د پیل لپاره د زمینې برابرولو په موخه د یوه پلاوي په مشرۍ ایران ته ولاړ او هلته یې د ایران د سیاسي مشرتابه او پوځي قوماندانانو سره درې ورځې خبرې کړې وې او هغوی یې د امریکا د دریځ نه خبر کړي وو. د عاصم منیر تر دغه خبرو وروستو په اسلاماباد کې د امریکا او ایران ترمنځ د مذاکراتو په یوه نوي پړاو هوکړه شوې وه، چې لاتراوسه پیل شوی نهدی. دلته موږ غواړو، چې د پاکستان او ایران د رسمي او غیر رسمي اړیکو شالید، ودې او اوسني وضعیت ته یوه لنډه کتنه وکړو:
د ۱۹۴۷کال (د اګسټ په ۱۴مه) نېټه چې پاکستان د یوه نوي هېواد په توګه د هندوستان په شمال لوېدیځ برخه کې رامنځته شو؛ نو ان په دغه نېټه یعنې د تاسیس په وړومبۍ ورځ ایران دغه هېواد په رسمیت وپېژانده، په دې ډول ایران د پاکستان په رسمیت پېژندونکی وړومبی هېواد وو. غالبن ایران داسې فکر کولو، چې دغه نوی هېواد به په ټولنیز او اقتصادي توګه یو وروسته پاتې او کمزوری هېواد وي او په هغه کې به د ایران د بډایه تمدن او د اقتصادي او سیاسي نفوذ ریښې ځغلول اسانه وي، فارسي ژبې په سر کې په پاکستان کې ډېر نفوذ لاره، د اردو ژبې یوه لویه برخه فارسي ژبه ده، د پاکستان ملي سرود هم په فارسي و، د پاکستان د ژوند په وړومبیو درېیو لسیزو کې تر یوې اندازې د ایران دغه تمې پوره شوې هم وې؛ ځکه چې ایران د خپلو د تېلو او ګازو سرچینو نه پر راتلونکو پراخو مالي سرچینو غره وو او پاکستان د ایران اقتصادي مرستې ته اړتیا لرله، په دې برسېره د دواړو هېوادونو بهرنی سیاست د لوېدیځ په ملګرتیا ولاړ وو، د ۱۹۵۰ د لسیزې په لړ کې پاکستان او ایران دواړه د امریکا او برېتانیا سره یو ځای د شوروي اتحاد د محاصرې لپاره جوړ شوی پوځي اتحاد سنټو ( Central Treaty Organisation) کې شامل شوي وو، د ۱۹۶۰ او ۱۹۷۰ په لسیزو کې د بادشاه رضا شاه پهلوي په مشرۍ ایران د لوېدیځ زبرځواکونو لهخوا نه د سیمې لپاره تر ټولو مهم هېواد ګڼل کېده، د کمونېزم د مخنیوي په مبارزه کې د مخکښ لوبغاړي رول لوبولو برسېره ایران په منځني ختیځ کې د مصر رادیکال عربي ملي ګرا ولسمشر جمال عبدالناصر هلوځلو ته هم بند اچولو، چا چې د فلسطین په مسله کې د خپلو رادیکالو شعارونو پرمټ د خلیج محافظه کار بادشاهان په وېره کې اچولي وو، په دې ډول د ایران شاهي دولت په سیمه کې د پاکستان پرتله پراخ رول لوبولو.
خو په دې ټولو وختونو کې ایران او پاکستان دواړو یوه ګډه مسله لرله او هغه په دواړو هېوادونو کې د بلوڅ ملتپالو د تجزیې غوښتنه ده، چې بلوڅان یې د دواړو هېوادونو نه د ازادۍ مبارزه بولي، د بلوڅانو د ملي مبارزې اصل مرکز پاکستان دی، په ۱۹۷۰کال کې د پاکستان په ټولټاکنو کې ملي ګرا بلوڅو د ایالتي پارلمان د څوکیو اکثریت ګټلې وې او په بلوچستان کې د ملي ګرا بلوڅو حکومت جوړ شوی و، چې سردار عطاالله مېنګل پهکې د بلوچستان لومړی وزیر او میر غوث بخش بزنجو یې د ایالت والي ټاکل شوی و؛ خو د ایران بادشاه رضا شاه پهلوي په پاکستان پرلهپسې فشار وارد کړ، چې هغه دې د ملي ګرا بلوڅو ایالتي حکومت ګوښه کړي، دغه حکومت چې د ۱۹۷۲کال د اپریل په میاشت کې جوړ شوی و، لس میاشتې وروسته په ناقانونه توګه ګوښه کړای شو او له دې سره بلوڅانو سیاسي احتجاجونه وکړل او ځینو یې وسلهوال مقاومت وکړ؛ خو د هغوی په ضد د ۱۹۷۳ نه تر ۱۹۷۶ پورې د پاکستان پوځ عملیات وکړل او ایران په دې عملیاتو کې له پاکستان سره مرسته وکړه.
په ۱۹۷۹کال کې په ایران کې د امام خمیني په مشرۍ اسلامي انقلاب راغی او لږه موده پس د ولسمشر صدام حسین په مشرۍ عراق په ایران برید وکړ او د دواړو هېوادونو ترمنځ جګړې اته کاله دوام وکړ. ایران په دې وخت کې په ځان اخته پاتې شو او پاکستان د لوېدیځ د نږدې متحد په توګه د ایران ځای ونیوه. د پاکستان پوځ په دغه کلونو کې د افغانستان د جګړې په نوم د لوېدیځ نه پراخې مرستې جلب کړې، اردو یې مظبوطه کړه، ذروي بم یې جوړ کړ، په دې برسېره پاکستان د ایران مخالفو عرب هېوادونو ته ډېر نږدې شو، پاکستاني جنرالان اوس خپل هېواد د ایران نه زیات ځواکمن او بانفوذه ګڼي. بل مهم ټکی پاکستان کې د شیعه او سني شخړو زیاتېدل وو، د پاکستان د نفوسو څخه له پنځلسو تر شل سلنې یې شیعهګان دي، د افغانستان په جهاد کې پاکستان د سني رادیکالو سازمانونو په مرکز بدل شوی او پاکستان کې د سني افراطیانو لهخوا د شیعهګانو وژنې په پراخه کچه ترسره شوې دي، د ځینو عربي هېوادونو استخباراتو هم له سني افراطیانو سره مرسته کوله، بیا شیعهګانو هم د ایراني استخباراتو په مرسته په ځینو مواردو کې د سنیانو نه غچونه اخیستي وو؛ که څه هم دغه شخړه نن سبا کمزورې شوې ده.
د لوېدیځې اسیا په اوسنۍ جګړه کې پاکستان له یوې خوا له ایران سره سیالي او مقابله لري او له بلې خوا له سعودي عربستان سره دوه اړخیزه دفاعي تړون هم لري او په دې برسېره پاکستان له امریکا سره هم ډېر نزدې دی؛ خو هغه د دغه ټولو خبرو سره، سره خپله له ایران سره په هیڅ صورت په جګړه کې ښکېلتیا نه غواړي؛ ځکه داسې جګړه په پاکستان کې د سنیانو او شیعهګانو ترمنځ کورنۍ جګړې ته لمن وهي او هند به د پاکستان له کورنۍ جګړې ګټې اخیستنې ته تیار ناست وي، له همدې امله پاکستان په هره بیه د روغې جوړې له لارې د جګړې پای غواړي.
د خبرو د دوام لپاره د “دویم پړاو” د وخت/میکانیزم پر سر فشار راوستل
که څه هم مذاکرات بې نتیجې پای ته ورسېدل خو په لومړیو دوو مسالو کې پاکستان کامیاب و او له همدې امله د دویم پړاو لپاره پاکستان خاموش نه دی ناست او د منځګړیتوب هڅې یې دوامداره وساتلې.
د سیمهییزو شریکانو “همغږي” او د فشار کمول: پاکستان هڅه کړې چې له څو اړخیز ملاتړ (په ځانګړي ډول له سعودي، ترکیې، مصر او نورو) سره د اوربند د ټینګښت او د خبرو د بیا پیل لپاره چاپېریال پراخ کړي. دا ډول همغږي د دې لپاره مهمه ده چې هر اړخ خپل نفوذ ولري او “سپویلر” یا تخریبوونکي اقدامات را کم شي.
ولې پر پاکستان د منځګړیتوب باور کیږي؟
که څه هم په سیمه کې له پاکستان پرته نور هم غښتلي هېوادونه شته، چې ښه بېلګه یې هند کېدی شي، خو دا چې پر پاکستان باور شوی، څو مهم علتونه لري، دا باور د “اخلاقو” له کبله نه، بلکې د اړتیا، اغېز او محاسبې له کبله رامنځته شوی.
پاکستان له امریکا سره اوږدې امنیتي اړیکې لري او له ایران سره ګاونډیتوب/کاري اړیکې، نو په دې اړیکو کې لږ تر لږه یو حد شته چې دواړه لوري پرې تکیه کولی شي.
په داسې وخت کې د امریکا لپاره هند ښه انتخاب نه و، ځکه هغه کنټرول او اغېز چې د ټرمپ اداره یې پر پاکستان لري، په هند یې نه لري.
په ورته وخت کې په عربۍ نړۍ کې د امریکا متحدین هم نه یوازې تر فشار لاندې دي؛ بلکې ایران ورته د امریکا د متحدینو او یو لوري په سترګه ګوري چې نه شي کولی منځګړیتوب وکړي او د امریکا لپاره هم یو اټومي قدرت لرونکی او اسلامي هېواد پکار و، چې د مذاکراتو منځګړیتوب وکړي او له همدې امله پاکستان له بل هر هېواد څخه ښه انتخاب و، چې د یو اټومي قدرت په لرلو سره اسلامي هېواد دی.
پاکستان په عربي نړۍ کې له سعودي عربستان، قطر او عرب اماراتو سره ښې اړیکې لري او د مذاکراتو په جریان د باور جوړولو لپاره د پاکستان هڅې ګټورې ثابتېدی شي.
پاکستان د انرژۍ، کارګر مهاجرت (remittances) او سیمهییز ثبات له پلوه له خلیج او منځني ختیځ سره تړلی دی؛ نو د جګړې اوږدېدل ورته اقتصادي او کورني امنیتي لګښتونه لري. همدا لګښت د دې سبب کېږي چې پاکستان په دوامدار ډول هڅه وکړي اوربند وساتي او خبرې روانې کړي.
همدارنګه د پاکستان خپله علاقه مندي او مجبوریت دا دی، چې له داخلي سیاسي کشمکش او د عمران خان د زنداني کېدو له امله د نړۍوالې ټولنې او داخلي فشار د کمېدو لپاره په یوې داسې پروسې کې منځګړیتوب کوي چې یو اړخ یې امریکا ده او دا چاره د شهباز شریف پر حکومت فشار کمولی شي.
اقتصادي مشکلات یې یو بل اړخ دی چې د دغو مذاکراتو له امله هم د امریکا اقتصادي خواخوږي تر لاسه کولی شي او هم د عربي هېوادونو مرسته او پور جلبولی شي او دا اړتیا پاکستان ډېره ښه حس کړې وه.
بل خوا پاکستان له سعودي عربستان سره امنیتي او دفاعي تړون لري او د دغه تړون له مخې، که جګړه اوږدیږي پاکستان مجبور دی چې د سعودي عربستان ملاتړ وکړي. پاکستان د همدغه ډار له امله چې په جګړه کې ښکېل نه شي لومړی یې په افغانستان کې جګړه پیل کړه، چې خپلو متحدینو ته وښيي چې د ایران پر وړاندې ورسره مرسته ځکه نه شي کولی چې په خپله په جګړه کې بوخت دی او له هغې وروسته یې د سولې مذاکراتو کې د منځګړیتوب بیرغ پورته کړ.
د ایران لپاره پاکستان که څه هم د منځګړي په توګه به غوره انتخاب نه وي، خو بل انتخاب نه شته، ځکه ایران د عربي نړۍ په هېوادونو بمبارونه کړي، قطر چې پخوا یې د منځګړي رول لوباوه اوس په خپله د روانې جګړې یو قرباني هېواد دی او یوازینی انتخاب د یو اسلامي هېواد په توګه پاکستان پاتې دی. همدا لامل دی چې ایران هم د پاکستان په منځګړیتوب خوشحاله دی.
یو بل اساسي اړخ دا دی، چې په داسې کړکېچ کې د اوربند د “تضمین” او د پیغامونو د خوندي انتقال لپاره د امنیتي ادارو رول مهمېږي. د راپورونو له مخې، د واشنګټن په سترګو کې د پاکستان پوځي مشر د باور وړ تماس دی او د همدې چینل له لارې د تصمیم نیونې سرعت لوړېږي.
د راپورونو له مخې، د ټرمپ ادارې او عاصم منیر ترمنځ مستقیمه اړیکه د تصمیم نیونې سرعت زیاتوي او امریکا فکر کوي چې پاکستان د امنیتي تعهداتو په برخه کې عملي نفوذ لري، له ایران سره اړیکې پاللی شي، له عربي نړۍ سره دوامداره اړیکې لري او د منځني ختیځ په کړکېچ کې متاثر کېدونکی هېواد دی.
ولې د پوځ مشر په ډېپلوماسۍ کې ښکېل دی؟
په دې منځګړتوب کې د پاکستان د لومړي وزیر او بهرنیو چارو د وزیر پر ځای د پاکستان د دفاعي ځواکونو مشرفیلډ مارشل عاصم منیر د مذاکراتو مهم لوبغاړی ښودل شوی.
د پاکستان پوځ د امریکا او ایران له امنیتي/پوځي حلقو سره د تماس وړتیا او ۵۱ کلنه تجربه لري او پاکستاني چارواکي وايي چې منیر ته د واشنګټن او تهران له سیاسي او پوځي مشرانو سره د پټو اړیکو د ساتلو دنده ورکړل شوې ده. دا ډول تماسونه په داسې کړکېچ کې حیاتي وي ځکه “امنیتي تضمینونه” له خالصو سیاسي ژمنو ډېر وزن پیدا کوي.
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په خپله وینا کې ویلي چې په مذاکراتو کې د منیر ونډه غښتلې وه او نوموړی ایراني پلاوي ته په هوايي ډګر کې د فیلډ مارشال په نظامي لباس کې او امریکايي پلاوي ته په انګریزي لباس کې هرکلي ته ولاړ و؛ دا هماغه سیګنال دی چې پاکستان دا پروسه یوازې د ملکي حکومت په کچه نه، بلکې د “ریاست/امنیتي جوړښت” په کچه تضمینوي.
د عمران خان له زنداني کېدو وروسته په پاکستان کې د پوځ پر وړاندې کرکه لوړه شوې وه او په دغه هېواد کې د ټولو جنجالونو اصلي ریښه پوځ ګڼل کېده. عاصم منیر د پاکستان د پوځ پر وړاندې د ولس کرکه ښه حس کړې او له همدې امله یې په داسې سخت حالت کې د ایران او امریکا منځګړیتوب ته غاړه کېښوه، چې له امله یې د مذاکراتو اصلي لوبغاړی وبلل شو او تر ډېره حده په ولس کې د خپل بایللي باور په بېرته تر لاسه کولو کې بریالی لیدل کیږي.
دا په دې معنا چې د پاکستان د پوځ مشر د امریکا غیرمستقیم نیابت کوي او د پیغام رسولو دنده هم لري، خو د پاکستان سیاسي اداره او ګوندونه بیا د جنرال عاصم منیر په دغه کردار ناخوښه دي او فکر کوي چې که دا مذاکرات کامیاب شي نو د پاکستان پوځ به په پاکستان کې لا پیاوړی شي او له وړاندې مړسپنه شوې سیاسي اداره به تر خپل تاثیر لاندې راولي.
له لومړي پړاوه وروسته منیر تهران ته لاړ څو د دویم پړاو د مذاکراتو لپاره زمینه برابره کړي او د واشنګټن پیغام/پیشنهاد ایراني لوري ته ورسوي. دا سفر د دویم پړاو د تنظیم او د اوربند د غځولو له هڅو سره مستقیمه اړیکه لري.
د پاکستان په منځګړیتوب مذاکراتو د کامیابۍ هیله مندي:
که څه هم لومړي مذاکرات ناکام شوي، خو د پاکستان د لوی درستیز دوامداره سفرونه او د هرموز تنګي له امله پر امریکا او نړۍوال بازار فشار د یوې نسبي هوکړې چانس لوړ کړی دی، خو اسانه نه دی؛ ځکه اصلي ټکرونه تخنیکي نه بلکې جوړښتي دي.
څو مهم مګر سخت پړاونه دي که چېرې ترسره شي د مذاکراتو د کامیابۍ چانس لوړولی شی:
د تضمینونو بسته: د اوربند د ماتېدو په صورت کې د “اتوماتیک” بېرتهګرځېدونکو مکلفیتونو پر ځای متوازن ضمانتونهچې پاکستان یې د امنیتي کانال له لارې غواړي تضمین کړي.
د پاکستاني چارواکو له څرګندونو همداسې معلومیږي چې دوی هڅه کوي پورته دوه پړاوونو ته زمینه برابره کړي او د اسلام اباد د مشرانو په جولۍ کې تر ټولو خوږه مېوه له واشنګټن او تهران څخه راغورځېدی شي، ځکه تهران د امریکا پر وړاندې د اوږدې نظامي جګړې قدرت له لاسه ورکړی او خپل کمزوری اقتصاد د امریکا له بندیزونو خلاصول غواړي، هغه بندیزونه چې امریکا یې هم د خلاصېدو اشاره کړې ده.
بل خوا د ټرمپ پر ادارې هم کورنی سیاسي او اقتصادي فشار ورځ تر بلې په لوړېدو دی او تهران هم په خپل اټومي پروګرام د امریکايي بندیز مطالبې یو څه مثبتې خو مشروطې نښې ښودلې دي نو ځکه د مذاکراتو د کامیابۍ د امیدونو کچه لوړه شوې ده.
او که دا مذاکرات کامیاب شي نو د جنرال عاصم منیر په سینه به حتمي د فیلډ مارشال د پرکېدونکو ستورو سره د نړۍ د امن قایموونکي اسلامي لښکر سپاه سالار یوه بل ستوری هم ځوړند شي.
دواونچي د پینځلسمې و شپاړلسمې پېړۍ ګڼاړخیز هنري – فرهنګي شخصیت و، چې د اروپا د بیاويښېدنې (رېنیسانس) دوران د فرهنګي – هنري انقلاب تر ټولو مخکښ او اغېزناک شخصیت ګڼل کیږي.
ښکلاخوښوونه د انسان ذاتي او طبیعي غریزه ده، هرهغه عمل چې د دغې غریزې د خړوبولو په پار کیږي، هنریې بللی شو او په دې مفهوم هنر د بشریت یو خورا لرغونی او تقریباً د خردمند انسان همزولی ګڼل کیږي.
انځورګري، مجسمهجوړونه، موسیقي، نڅا او ادبیات خورا لرغوني هنرونه دي، چې روسته بیا په مدني دوران کې تیاتر او په نوې هممهاله زمانه کې سینما پرې ورزیات شوي دي.
هنر د انسان د عواطفو تمثیل دی. اخلاقي او عاطفي انسان په هنري چاپېریال کې روزل کیږي. د میندو د « الاهو للو للو» سندرې لومړني هنري غږونه دي، چې ماشوم یې اوري او په دې توګه هنر د انسانروزنې په متعالي او نېک اړخ کې تر ټولو لومړنی عامل دی.
په افغانستان کې هم هنر د انساني ژوند د لومړنیو نښو او اثارو سره یوځای ځان راڅرګندوي، هغه انځورونه چې د فلزاتو په زمانې پورې اړوند کودوړو او د خټینو لوښیو پر څنډو ښکاري دلته د هنر مخینه څرګندولای شي، د غزني، کندهار، نیمروز، سمنګان او بلخ و بغلان په خورا لرغونیو موندل شویو آثارو کې د تزئینې هنرونو نښې له ورایه لیدلی شو. تر دې روسته د ایخانم په ښارګوټي، د طلاتپې په ګنجینه او د بامیان په مغارو کې د سیمې د هنري امتزاج داسې شهکارونه ځان راڅرګندوي، چې په نړیوال کچ یې بېلګې کمې دي. په اسلامي دوران کې د خطاطۍ، میناتورۍ، تذهیب، معمارۍ، غالۍاوبدنې او ګڼو نورو هنرونو مکتبونه رامنځته شول، چې د سیمې د فرهنګي ګډون د زانګو په حیث یې افغانستان د نړیوال هنر په تاریخ کې د ځانګړي دریځ خاوند کړ.
د هډې اثار، د بامیان د رواقونو او مغارو نقاشۍ، دبلخ د نهګنبد د جومات نقشونه، د هرات د بهزاد مکتب، د هرات د ښیښې، کاشيکارۍ او ورېښمینو ټوټو هنري صنعتونه، په شمالي ولایتونو کې د غالیو، ټغرونو او د جنوبي ولایتونو د کوڅَو، شړۍ، لیمڅیو او ټغرونو د اوبدلو هنرونه، کوچیاني ګڼ کمیسونه، ګاڼې، چورمهدوزۍ، ګلاباتوني تزئین، د معمارۍ په برخه کې د غور مینار، د هرات جومات او د تیموري دورې مینارونه، لوګرۍ موسیقي، هزارګي دمبوره، غیچک، رباب، تنبور، ډول او ګڼ نور دودیز سازونه، د نورستان د لرګینو کیندنکاریو بېساری هنري مکتب، اتڼ، قرصک، د ښځینه لاسي ګڼډلو هنر او لسګونه داسې نور هغه څه دي، چې په افغانستان کې د هنر تاریخ پرې بډای او رنګین دي.
خو د افغانستان په تاریخ کې هنر، هنري فعالیت او هنرپالنه تل اسانه او ممکنه نهوه. ایډیولوژیک تعصب، بېوزلۍ، محترومیتونه، منفي دودیز لیدلوري، جګړې، تاړاکونه او طبیعي- ټولنیز ناورینونه د هنر په وړاندې هغه افتونه او زیانرسوونکي څه وو، چې نهیوازې د هنري پنځونې خنډ ګرځېدلي دي، بلکې د دې هېواد ګڼ هنري میراثونه او ارزښتونه یې له منځه وړي دي.
راځئ د افغانستان په معاصر تاریخ کې د هنر و هنرمند لپاره د ښو او بدو ورځو یوه لنډ تصویر ته تم شو:
ټنګټکور (موسیقي):
څېړنمل محمد دین ژواک د خپل کتاب «افغاني موسیقي» په پیلیزه کې کاږي: « په افغانستان کې د غربي موسیقي عمر لږ دی او د هندي موسیقي بلدتیا له موږ سره اریايي ریښې لري، که څه هم ما به د خپل مرحوم پلار څخه اورېدل چې امیر عبدالرحمان خان هندي رقص او نڅا او موسیقي د کابل خرابات ته راوستله، دا خبره صحیح ده، مګر افغان او هند د نژاد له مخې د بهګوت ګیتا (خدايي نغمه) د سرود په واسطه چې د «کرشنا» حماسه یا صوفیانه وعظ دی، دوه نیم زره کاله عمر لري.»
بلخوا د بامیان د مغارو په رواق کې د چنګغږوونکیو نجونو انځور د موسیقۍ د لرغونتیا مستنده نښه ده. په ولسي کیسو کې چې ان تر تاریخ وړاندې دورې کې ریښه لري، موسیقي د مینې پیغام ګڼل کیږي، د ادم خان او درخانۍ په داستان کې د ادمخان رباب دومره مشهور دی، چې له رباب سره د پښتنو یارانه ښايي زرګونه کاله پخوانۍ زمانې ته شاته وړلای شي.
په دې حساب موسیقي په دودیزه بڼه خورا لرغونې ده، که څه هم په رسمي بڼه یې نوی دوران د امیرعبدالرحمان خان یا تر هغه وړاندې د امیرشېرعلي خان زمانې ته رسیږي.
په ۱۳۱۳ لمریز کال د موزیک په مکتب کې ۳۰۰ کابل میشتي ځوانان شامل شول، چې دا نو د موسیقي د رسمي زدکړې لومړنی پیل ګڼلای شو. د افغانستان له مشروطه نهضت او د استقلال له هنګامو سره د ملي روح خاونده موسیقي په رسمي توګه راپیلیږي، استاد قاسم افغان، فرخ افندي، استاد نتو،استاد غلام حسین، استاد سراهنګ،استاد رحیم بخش، استاد محمد یعقوب قاسمي، استاد محمدهاشم، استاد محمد عمر، مېرمن پروین (خدیجه)، قمرګله، استاد مهوش،رخشانه، افسانه، ژیلا، مېرمن ازاده (حبیبه)، استاد عبدالغفور برشنا، استاد ایوب، استاد اولمیر او تر هغو راروسته په سلګونو مشهور نومونه د معاصرې افغاني موسیقي ستوري ګڼلای شو.
البته چې دا تر سیمهییزو ولسي مکتبونو او محلي موسیقۍ تر خورا محبوبو او پخوانیو بهیرونو راروسته رسمي موسیقۍ ته اشاره ده او که نه د لوګري موسیقۍ، د کندهار سندریز مکتب، په ختیزو او ګڼو نورو ولایتونو کې د ټپو، مقام، چاربیتو، بدلو، بګتیو، لوبو، کیسو او داستانونو بډایه موسیقي په شمال کې د بېلابېلو ولایتونو محلي موسیقي او سازونه، تر دوبیتیو، سنګردیو، اتڼغاړو، کاکړیو، د هوتکو نارو، مشاعرو (شعرجنګیو) د پکتیا تر غرنیو سندرو او سروکو پورې له سلګونو کلونو راهیسې د ولس ترمنځ دود وې او خپلې ښادۍ او ان مبارزې یې پرې لمانځلې. د اشرونو، جګړو، چیغو، غزاګانو او جرګو پرمهال ډول غږول کېده او ګڼې لنډۍ او چاربیتې د دغو تاریخي پېښو څرګندویې دي.
استاد ژواک لیکي: امیرحبیب الله خان به د ګلبدین استاد د ساز اورېدلو ته لوګر ته پر اس سپور ورتلئ او هلته یې لوګری ساز او سندرې اورېدې.
په رسمي توګه روسته د موزیک مکتب تر اکاډمیکو زدکړو پورې ورسېد، په کابل کې د موسیقۍ ملي ارکستر جوړ شو او د راډیو، بیا روسته تلویزیون له نشراتو پیلیدو سره افغاني موسیقي دومره وغوړېده، چې د ځینو افغان سندرغاړو محبوبیت له افغانستان څخه بهر ووت. استاد سراهنګ او ناشناس په هند کې پېژندل کېدل، احمدظاهر و ځلاند و ظاهر هویدا په تاجکستان و ایران کې محبوب ول، استاد اولمیر، استاد ایوب، ناشناس، استاد شاهولي، قمرګله، بېلتون او ګڼ نور په پښتونخوا کې اورېدل کېدل. د ځوانو ارکسترونو ځينې پارچې په نړیوالو فیستیوالونو کې هم غږېدې.
خو موسیقي د داسې ځلا و مختګ ترڅنګ تیاره او غمجن اړخونه هم لرل. په دودیزه توګه موسیقۍ او هنرمند ته په ښه نظر نهکتل کېدل، په ۱۳۷۰ کلونو کې ګڼ هنرمندان کډوال شول، ځينې ووژل شول او ځینې یې د تل لپاره له خپل هنر څخه لرې پاتې شول. د موسیقي په برخه کې لومړنی ټکان ورکوونکی مرموز مرګ یا قتل د احمدظاهر و، چې په ۱۳۵۸ لمریز کال کې د سالنګ پر لاره په یوه ظاهراً ترافیکي پېښه کې ووژل شو، خان قرهباغی او بخت زمینه د افراطیونو له خوا په هدفي توګه ووژل شول، مشهور ستارغږوونکی داود غزنوي په مزارشریف کې وویشتل شو او داسې ګڼ نور موسیقاران هلته و دلته د موسیقي په جرم د مرګ تر کومي تېر شول. داسې کلونه هم راغلل چې موسیقی حرامه اعلان شوه، د زرګونو خلکو د سترګو په وړاندې د موسیقي الات او سازونه مات یا وسیزل شول، د موسیقي ملي انستیتیوت ړنګ شو او دا سیاست همدا نن هم روان دی. د موسیقي تکفیر افغاني موسیقي ته نه جبرانېدونکی تاوان پېښ کړ. د جمهوریت تر سقوط روسته تر هر بل فرهنګي صنف زیات موسیقۍ ته تاوان پېښ شو، په افغانستان کې موسیقي حرامه شوه، په پښتونخوا کې یې هم د حرامګرځولو ګواښ روان دی، په لسګونه هنرمندان کډوال شول. موسیقي یو ډلهییز هنر دی، خو هنرمندان انفرادي کډوال دي، سندرغاړی په مشرق دی او سازغږوونکی په مغرب، کمپوزیتور یوځای او شاعر یې بل ځای. په دې توګه همدا اوس افغاني موسیقي خپله تر ټولو توره دوره تېروي.
د پښتنو لنډۍ، اتڼ،رباب، ډول، سیتار و منګی و چمبه، هزارګي فولکلوریکې دوبیتۍ او سندرې، د پنجشیر قرصک او سنګردۍ، هراتي دوتار، د نورستان ناټ، بلوڅي ډلهییزه نڅا، بدخشي غیچک او سندرې، اوزبیکي و تورکمني دمبوره و زیربغلي چې د افغاني فرهنګ بېلګهیي و بومي ځانګړي موسیقايي ارزښتونه دي، د موسیقۍ له حرامګرځولو سره خاموش پاتې دي.
بصري (تجسمي) هنرونه:
د بامیان د مغارو او مجسمو په رواقونو او چتونو کې ګڼ انځورونه د طبیعي غوړو رنګونو په وسیله انځور شوي وو، چې یو انځور یې د دوو چنګغږوونکیو نجونو د موسیقۍ یومجلس ښيي. هغه رنګونه چې په دغو انځورونو کې کارول شوي د بشریت په تاریخ کې لومړني او بېساري ګڼل کیږي، دا انځورونه ښيي چې نقاشي او موسیقي دواړه په افغانستان کې څومره لرغونې مخینه لري، که د بامیان، کندهار نقشونه او په اسلامي دوران کې د هرات د بهزاد مکتب تر شننې لاندې راولو، افغانستان په بصري یا تجسمي هنرونو کې د بډایې مخینې خاوند دی. د مجسمه جوړونې صنعت خو لا په نړۍ کې ځکه د افغانستان شهرت د لومړیو هېوادونو په کتارونو کې راولي، چې شاوخوا اتلس سوه کاله د نړۍ تر ټولو سترې ولاړې مجسمې یې په زړه کې وې. د ګندهارا د مجسمهجوړولو مکتب تر متهورا ډېر مشهور او بډای دی. هډه، عینک، میرزکه، نارنج غونډۍ، باګرام، بغلان، بلخ او هزارسوم و نورې بېلګې ښيي چې مجسمه جوړونه او انځورګري په افغانستان کې څومره لرغوني، رنګارنګ او ارزښمن میراثونه لري.
خو په نوي دوران کې « په افغانستان کې د هنر تاریخ» کتاب لیکوال دکتور حامد نوید په وینا د نولسمې پېړۍ په اوږدو کې له انګلیسي لښکرو سره انځورګران هم افغانستان ته راغلي وو، چې په هغوی کې یو تن جیمز راتريJames Rattrayو. دغو انګریزي نقاشانو په انځورګرۍ کېد ریالیزم سبک افغانستان ته راوړ او د امیردوست محمد خان په زمانه کې یو تن افغان انځورګر عبدالعظیم خان ابکم دغه سبک زده کړ، ابکم د امیردوست محمدخان او د ځینو شهزادګانو تصویرونه نقاشي کړي وو، چې د دکتور عنایت الله شهراني په روایت دغه تصویرونه له استاد عبدالغفور بریشنا سره موجود وو.
د امیرعبدالرحمان خان پرمهال انځورګرۍ ته یوڅه پام زیات شو ، په تېره بیا د معمارۍ او تهذیب په برخه کې د انځورونو د ایستلو په برخه کې میرزمانالدین او میریاربیکخان او بیا روسته استاد حسام الدین غزنوي نومونه یادوالای شو. د دغه روستي هنرمند پلار میرنعمت الله هم هنرمند و. د حسام الدین غزنوي په شاګردانو کې پروفیسور غلام محمد مصور (ممینهګي) هم و، چې د افغانستان په معاصر تاریخ کې د انځورګرۍ په برخه کې د اکاډمیکو زدکړو خاوند لومړنی انځورګر یې بللی شو، ده په اروپا کې لوړې زدکړې وکړې او د مشروطه نهضت له فعالو غړیو څخه و.
بصري (تجسمي) هنرونو هم د ښو ورځو ترڅنګ بدې ورځې ولیدلې، ایډیولوژیک چلند ورسره وشو او هڅه وشوه هنر د ځانګړیو سیاسي یا عقیدتي ايډيولوژیو د تبلیغ لپاره استخدام شي. خو تر ټولو مرګوني ګوزارونه یې په ۱۳۷۰ لسیزه کې وخوړل. هنر تکفیر شو، کابل موزیم لوټ شو، هډه ویجاړه شوه، تاریخي - هنري اثار غلا شول، موزیمونه ،ارشیفونه، ګالرۍ، نندارتونونه، کتابتونونه تر لوټ تالان روسته د اور خوراک شول، په زرګونو ارزښمن اثار یا بهر قاچاق شول او یا له منځه ولاړل، ملي ګالري ته ټوپک ورننوتل، په ګالرۍ، حرمسرای او نورو ځایونو کې یې په خورا قیمتي اثارو کې د ژوندیو موجوداتو سرونه ورپرې کړل، مجسمې یې ماتې کړې او بلاخره د دغې تورې لسیزې په پای کې افغانستان د خپل فرهنګي تاریخ تر ټولو لوی ناورین سره مخ شو، د پاکیستاني پوځیانو په حکم د بامیان ولاړې مجسمې د سلګونه ټنه باروتو په غرمبهار کې راپریوتلې او نه یوازې یې د نړۍ دغه ستر هنري شهکارونه ونړول، بلکې تر څنګ یې هغه قیمتي او بېسارۍ نقاشۍ هم وتوږلې، چې د رنګ، لرغونتیا او رغښت له پلوه یې په ټوله نړۍ کې بل ساری نهو.
بلخوا په هرات کې د بهزاد له مکتب څخه راپاتې اثار یا لوټ شول او یا یې د تکفیر په ټس کې د تراشلو زخمونه په نصیب شول، حتی د بهزاد د مکتب معاصر شاګرد او لوی هنرمند استاد محمد سعید مشعل غوري هروي اثار هم خوندي پاته نهشول.
په دې لسیزه کې د تجسمي هنرونو سلګونه هنرمندان هم یا له هېواده ووتل او یا هم ووژل شول. کټ مټ همدغه ناورین یوځل بیا د ۲۰۲۱ کال تر سقوط روسته تکرار شو، چې د هنرمندانو یو بل نسل یې د کډوالۍ او جلاوطنۍ په څپېړه وواهه. همدا اوس په سلګونو هنرمندان بهرنیو هېوادونو کې بېثمره ژوندکوي او له خپلو هنرونو او هنري پنځوونو، نوښتونو او خلاقیتونو څخه لرې پاتې دي.
تیاتر او ډرامهیي هنرونه
که د ایخانم په لرغوني ښارګوټي کې د سیمې تر ټولو د لوی تیاترسالون ته پام وکړو، چې د یونانوباختري دوارن یادګار دی،نو په افغانستان کې د تیاتر تاریخ تر میلاد وړاندې پېړیو ته ورګرځي. خو د معاصر تیاتر تاریخچه بیا د هر بل موډرن او مدني پیل په شان د اعلیحضرت غازي امان الله شاه دوران ته وررسیږي.
د خپلواکۍ د جشن پرمهال،پر ۱۳۰۱لمریز کال د بهرنیو چارو وزارت په ستوری ماڼۍ کې شاهي کورنۍ ته لومړۍ ننداره وړاندې شوه، ویل کیږي، چې په افغانستان کې د نندارې د ښوولو او دودولو لومړنی هڅوونکی هم محمود طرزي و.
روسته د پوهنې نندارې او بیا افغان نندارې په جوړېدو د تیاتر هنر په افغانستان کې وده وکړه لوی هنرمندان دریځ ته راغللاو ګڼې افغاني او بهرنۍ ډرامې پر سټيژونو ولوبول شوې.
عبدالرشید لطیفي چې د افغان نندارې له بنسټوالو څخه و، د قهرمانان په نامه د پښتو بشپړې نندارې په ښوولو د پښتو تیاتر بنسټ رسماً کېښود، که څه هم تر دې پخوا په پښتونخوا کې د عبدالاکبرخان اکبر او نورو لیکوالو پښتو ډرامې لیکلې او پر سټېژونو لوبېدلې وې.
د استاد عبدالرحمن پژواک لومړنۍ ازاده منظومه کلیمه داره روپۍ د ډرامې په قالب کې کښل شوې او د استاد عبدالروف بېنوا شهکار شعر د کلو رنځور هم پر سټېژ د لوبولو وړتیا لري.
په شلمه پېړۍ کې د تیاتر په برخه کې د استاد برشنا او علامه سلجوقي هڅې د ستاینې وړ دي. همدارنګه د دې دورې نور استادان او پوهان لکه استاد عبدالرشید لطیفي، استاد عبدالرحمن بینا، استاد عبدالروف بینوا، استاد عبدالرحمن پژواک، استاد عبدالرشید جلیا، عبداللطیف نشاط ملک خېل، انجیر محمد علي رونق، غلام حضرت کوشان او نور پوهان د تیاتر د ودې او پرمختګ لپاره نوې آثار تولید کړل.
هغه مهال د کابل د هنرمندانو ځای هماغه د استقلال لیسې د سپورت سالون و، چې د علامه سلجوقي له خوا، چې د مطبوعاتو مستقل رئیس و، د "پوهنی ننداري" په نوم ونومول شو، او د مطبوعاتو تر ریاست لاندې پکې په رسمي ډول نندارې پیل شوې.
لومړنۍ ډرامه په ۱۳۲۲هـ ش کال کې د استاد عبدالرشید لطیفي اثر و. د "میراث" په نوم په پوهنی ننداري کې پر سټېج وړاندې شوه. وروسته بیا مشهورې نندارې لکه "لالا ملنګ" د استاد برشنا اثر، "نقرهيي شمعدانونه"، "هغه مې پلارنهدی "، "د ژوند ماښام"، "بالاپوش" او نور، چې د عبدالرشید لطیفي له ژباړو او اثارو څخه وو، همدارنګه د دکتور عبدالغفور روان فرهادي ژباړې، د محمد شفیع رهګذر، حبیب الله سها آثار، "وږي" د توفیق الحکیم اثر، او د نورو لیکوالانو آثار پر سټېج وړاندې شول.د کابل نندارې جوړه شوه او د تیاتر په برخه کې په لوړ کچ اکاډمیکې زدکړې راپیل شوې.
قیوم بېسد، جان محمد پلار، رفیق صادق ، فضل احمد فضلي، حاجي محمد کامران، منان ملګری، حکیم اطرافي، عزیز الله هدف، زلیخا فخري، رابعه هما، هما مستمندي، صایمه مقصودي، مرتضی بایقرا، داوود مقصودي، ستورۍ منګل، ممنون مقصودي، عبدالله صمدي، رحمت الله خوستی، ذبیح الله انیل، عبدالله صاحبزاده او په لسګونو نور نوموتي او پیاوړي ممثلین/ ممثلینې صحنې ته راغلل.
په اویایمه لسیزه کې تیاتر هم د کورنۍ جګړې په اور کې وسوزېد، کابل نندارې ته اورواچول شو، داسې چې ان د جمهوریت په کلونو کې هم لا کنډواله پاتې شوه او بیاځلې په کې د ډرامو دیالوګونه وانهورېدل شول. د تیاتر سلګونه لیکوال، ممثلان، ډایرکتران، میوزیسنان او نور کارکوونکي کډوال شول او له هېواده بهر هېڅ ځای هغسې ونهځلېدل چې د زرګونو افغانانو په خولو کې خندا یا په سترګو کې اوښکې راوستلای شي.
د تیاتر په برخه کې همدا غمیزه د ۲۰۲۱ تر سقوط روسته یوځل بیا تکرار شوه.
سینما
د سینما هنر هم په نړۍ کې او هم په افغانستان کې نوی دی. ویل کیږي، چې د سینما لومړنی پروجکتور انګریزانو امیرحبیب الله خان ته ډالۍ کړ، دا نو ۱۹۱۴ یا ۱۹۱۵ کال و، خو دا څرګنده ده، چې د فیلم کتلو لومړني بشپړ وسایل اعلیحضرت امان الله شاه له ځان سره له اروپا څخه راوړل او په پغمان کې یې په ریښتینې مانا یوه سینما پرانیستله. په پغمان کې ګڼو خلکو لومړنی فیلم ولید. د اړدوړ پرمهال افراطيونو سینما وتړله، خو د نادرشاه پرمهال بېرته پرانیستل شوه او بیا نو ګڼې سینماګانې په کابل او نورو ولایتونو کې جوړې شوې.
د «سینما» کتاب لیکوال ښاغلي کریم حیدري په نظر (عشق و دوستي) د افغانستان سینما د لومړني فلم په نوم پېژندل شوی چې په ۱۹۴۶کال کې جوړ شوی. دې فلم کې ښځینه لوبغاړې هندۍ ده او د فلم د اډېټ چارې هم په لاهور کې ترسره شوې چې دغه ښار هغه مهال د هند برخه وه. لومړنی پښتو فلم (لیلا مجنون) رفیق غزنوي په ۱۹۴۱کال کې په بریتانوي هند کې جوړ کړی. د دې فلم په جوړونه کې د پښتو ژبې نامتو شاعر حمزه خان شینواري هم برخه اخیستې وه. خو په افغانستان کې لومړنی بشپړ پښتو هنري فلم (ارمان) وو، چې واحد نظري په ۱۹۸۸کې جوړ کړی.
د افغانستان سینما زرین پېر په ۱۹۸۰لیسزه کې و. یو شمېر ځوانانو په ۱۹۷۰او ۱۹۸۰لسیزو کې شوروي اتحاد او نورو هېوادونو کې د فلم جوړونې بورسیې ترلاسه کړې. سربېره له دې چې د نظام سانسور حاکم، امنیتي ستونزې، محدود امکانات او د لوبغاړو کمښت وو خو د ګوتو په شمار څو فلم جوړونکو داسې مرغلرې وړاندې کړې چې ښایي تل پاتې وي. زما په اند د کونډې زوی د افغانستان سینما شهکار دی. په ندرت سره داسې پېښیږي چې په هنري تخلیق کې ټولې برخې پیاوړې او یو بل کې سره ورشي. پایله به یې هرومرو شهکار وي.
په هرصورت د افغانستان له شرایطو سره سم د فیلم جوړولو هڅې روانې وې، افغانانو د فیلمونو له کتلو سره مینه لرله، هیندي فیلمونو تر ټولو ډېر کتونکي لرل، خو افغاني فیلمونه هم د خلکو ډېر خوښېدل، ځکه د وطن رنګ و بوی یې درلود.
په ۱۳۴۷ لمریز کال کې افغان فیلم جوړ شو. تر ۱۹۹۶ کال پورې ( له ۱۳۷۰ تورې لسیزې پرته) افغان فلم ۳۷ داستاني فیلمونه او تر سلو پورې مستند فیلمونه جوړ کړل.
د ۱۳۷۰ لسیزې په اوږدو کې افغان فیلم ویجاړ شو، ارشیف یې له منځه ولاړ او بیا هم سلګونه د سینما هنرمندان او کارکوونکي له هېواده یا ووتل او یا ووژل شول.
د جمهوریت پرمهال د افغان سینما د رغولو هڅې وشوې، نړیوالو هم مرستې وکړې، خو داسې کومه لویه بریا و پایله یې نهلرله، که څه هم چې ځینو افغان فیلم جوړوونکیو نړیوالو فیستیوالونو ته لار وموندله او یوڅو افغاني فیلمونه وهڅول شول، خو افغاني سینما له خپل دریځ ته نهوه ورپورته شوې، چې وطن بیا سقوط شو او دا ځل یې پاته استعدادونه هم کډوال کړل. سینما تکفیر شوه او تر نن پورې یې برخلیک څرګند نه دی.
په غربي اسیا کې روانه جګړه د نړۍ د امنیت او اقتصادي ثبات لپاره خورا ستر اهمیت لري، ځکه د خواوشا یوې نیمې میاشتې راهیسې د نړۍ او د سیمې د میډیا ټول پام د دغې جګړې پر څرنګوالي او د هغې د مخنیوي په موخه پر روانو دیپلوماتیکو فعالیتونو متمرکز دی.
له دې امله ځینې نور خبرونه او په هغو پورې تړلي تحلیلونه د سیمې او نړۍ په میډیا کې له نظره نه تېرېږي، خو په عین زمان کې هم په دغه سیمه کې داسې مهمې پېښې او پرمختګونه هم صورت مومي چې پرې نظر اچول او په پایلو یې پوهېدل د سیمې د ولسونو لپاره اړین دي.
د مثال په توګه، د پاکستان له خوا د افغانستان پر ضد د څو اونیو راهیسې روانه جګړه که څه هم لږ څه سړه شوې ده، او د غربي چین په اورمچي ښار کې د دواړو هېوادونو د هیئتونو ترمنځ اوږدې غیر رسمي خبرې هم شوې دي، خو بیا هم پاکستان په رسمي توګه د جګړې د پای ته رسولو اعلان نه دی کړی، او په افغانستان کې د ډیورند کرښې ته نږدې په ځینو سیمو د پاکستان له لوري توپچي بریدونه هم کېږي.
په داسې کړکېچنو شرایطو کې، د پاکستان له خوا د دې اونۍ په پیل کې د ایران له لارې ازبکستان ته د غوايي اومه غوښه صادره شوې ده.
داسې ښکاري چې پاکستان د ایران له لارې د سوداګریزو توکو د ازبکستان ته د لېږلو هدف دا دی چې وښيي نور د مرکزي اسیا سره د ترانزیټ تجارت لپاره د افغانستان لارو ته اړتیا نه لري. خو آیا خبره رښتیا هم داسې ده، که دا کار یوازې د ځینو ستراتیژیکو اهدافو د ترلاسه کولو لپاره یو مانور دی؟
په تېرو پنځوسو کلونو کې د افغانستان په اړه د پاکستان په سیاست کې د اقتصادي اړیکو پرمختګ هېڅ رول نه دی لوبولی، ځکه چې پاکستان تل افغانستان ته افراطیت او جګړه صادره کړې ده. پاکستان د افغان مهاجرو نه د مجاهدینو د جوړولو فابریکې چلولې دي، بیا یې هغوی تجهیز کړي او افغانستان ته یې د جګړې لپاره استولي دي. وروسته یې په همدې فابریکو کې طالبان تولید کړي او د جګړې تنور یې پرې تود ساتلی دی.
البته کله ناکله یې د نړیوالو د غولولو لپاره د تش په نوم د اقتصادي همکارۍ ډرامې هم کړې دي. د مثال په توګه، په ۱۹۹۴ کال کې، کله چې پاکستان طالبان د یوې ستراتېژیکې لوبې د لوبغاړي په توګه معرفي کول، نو جنرال نصیرالله بابر د طالبانو په وسیله د کندهار او هرات له لارې د صادراتو توکي ترکمنستان ته لېږدولي وو. خو وروسته څرګنده شوه چې د افغانستان او سیمې صحنې ته د طالبانو د راوستلو اصلي هدف په افغانستان کې د دولتي نظام سقوط او د یوه غیر مشروع افراطي نظام رامنځته کول وو، څو افغانستان د سیمې په سیاست کې د یوه مشروع او برابر لوبغاړي په توګه پاتې نه شي، او پاکستان ته دا موقع برابره شي چې افغانستان د ځان لپاره په یوه تحتالحمایه جغرافیه بدل کړي.
د افغانستان په اړه د پاکستان د دوامدارې جګړهییزې پالیسۍ یو بل ثبوت دا دی چې په تېرو پنځوسو کلونو کې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د ۲۴۰۰ کیلومتره اوږدې ډیورند کرښې په اوږدو کې نه نوي تجارتي سړکونه جوړ شوي او نه هم د رېل پټلۍ غځول شوې ده. د پېښور نه تر تورخم پورې شاوخوا څلوېښت میله زوړ سړک دی. په ۱۹۹۲ کال کې، کله چې په پاکستان کې جوړ د مجاهدینو حکومت افغانستان ته لېږدول کېده، د هغه وخت لومړي وزیر نواز شریف اعلان کړی و چې دغه سړک به دوه اړخیز کېږي، خو نن، څلور دېرش کاله وروسته هم، د پېښور او تورخم ترمنځ سړک لا هماغسې تنګ او زوړ پاتې دی.
نو د ایران له لارې ازبکستان ته د پاکستان له خوا د صادراتي توکو لېږد په حقیقت کې د یوې بدیلې لارې د پراختیا هڅه نه ده، ځکه دا کار عملي نه ښکاري. دا هڅې یوازې د دې لپاره دي چې د سیمهییز تجارت لپاره د افغانستان د لوړ جغرافیایي اهمیت کم رنګه وښيي، خو دا هم ناشونې ده. د افغانستان د تجارتي لارو تر شا د پېړیو اوږد تاریخ پروت دی، چې د ورېښمو د لرغونې نړیوالې لارې له تاریخ سره تړاو لري. په جنوبي او مرکزي آسیا کې د ګندهارا بډای او رنګین تمدن هم د همدې تجارتي لارو له برکته رامنځته شوی و.
د ایران له لارې د مرکزي اسیا سره د تجارت په اړه د پاکستان دا ژست په بشپړه توګه مصنوعي او عوامفریبانه دی، ځکه چې خپله د پاکستان او ایران ترمنځ په دولتي کچه اقتصادي او تجارتي اړیکې لا هم له جدي ستونزو سره مخ دي. د بېلګې په توګه، په ۲۰۰۹ کال کې د ایران او پاکستان ترمنځ د ګاز د پایپلاین تړون لاسلیک شوی و. د دې تړون له مخې، ایران په خپله خاوره کې شاوخوا ۱۵۰ کیلومتره پایپ لاین وغځاوه، خو پاکستان د خپلې برخې د بشپړولو کې، د امریکا د بندیزونو له امله، پاتې راغلی دی.
په ۲۰۲۴ او ۲۰۲۶ کلونو کې ایران پاکستان ته خبرداری ورکړی چې که د تړون له مخې په ټاکلي وخت کې د پایپلاین پروژه بشپړه نه کړي، نو باید ۱۸ میلیارده ډالره جریمه ورکړي. آن که پر ایران د امریکا بندیزونه پای ته ورسېږي او ایران له اوسني کړکېچ څخه سالم ووځي، بیا هم د پاکستان او ایران په سرحدي سیمو کې د بلوڅو وسلهوالو ډلو او د «جیشالعدل» په څېر سازمانونو فعالیتونه کولای شي د سیمهییز تجارت پر وړاندې خنډونه رامنځته کړي.
په ټوله کې، د سیمې هېوادونه د جنوبي او مرکزي اسیا ترمنځ د اړیکو لپاره د افغانستان له تاریخي او ازمایل شویو لارو پرته بله عملي لاره نه لري.
د امریکا او ایران تر منځ د اسلام اباد له ناکامو مذاکراتو څخه وروسته د اوربند د ماتېدو ګواښ زیات شوی دی. همدا څو شېبې وړاندې د امریکا پوځونو د هرمز تنګي محاصره پیل کړه، چې له امله یې په نړۍوال بازار کې د انرژۍ بیې مخ په لوړېدو دي.
په اسلام اباد کې د امریکا او ایران د لوړرتبه مشرانو یو بل ته مخ په مخ کېناستل د شخړې د حل لپاره د سیاسي جرئت یو بې مثاله ګام بلل کېده خو د امریکا او ایران د مذاکراتو د ناکامۍ اصلي لامل ژوره او تاریخي بې باوري ده او هم کټ مټ دغه خبره، د اسلام اباد د مذاکراتو د مېز تر شا ناست د ایران د مرکچي پلاوي مشر محمد باقر قالیباف وکړه. همداراز امریکا باور نه لري چې ایران به په مکمله توګه خپل اټومي پروګرام ودروي.
په همدې تناظر کې ښکاره ده چې دا یوازې یو عادي ډیپلوماټیک اختلاف نه دی، بلکې د باور، قدرت او ستراتیژیک نفوذ یوه ژوره شخړه ده.
د امریکا د پوځ د وینا له مخې، همدا نن د دوشنبې په ورځ د واشنګټن پر وخت سهار لس بجې د هرمز تنګي د محاصرې پلان عملي کیږي. پوښتنه دا ده: ایا امریکا هم دا د هرمز تنګي کنټرول غوښت که نه د جګړې له شروع کولو مخکې یې اهداف بدل وو؟ ایران څه غوښتل؟او ولې دا خبرې بیا هم ناکامې شوې؟
د سیمې جیوپولیټیک فشارونه، لکه د اسراییل اندېښنې او له ایران سره د مذاکراتو مخالفت، د خلیج رقابتونه او د امریکا داخلي سیاست، دا ټول عوامل د توافق فضا محدودوي.
سربېره پر دې،د هرمز تنګي وضعیت او د انرژۍ نړیوال بازاردې شخړې ته یو نړیوال بعد ورکوي.
پایله دا شوه، چې دواړه لوري پر خپلو اعظمي غوښتنو ودرېدلاو منځنۍ لار له منځه لاړه.
یو غالب باور دا دی چې د دې بنبست یوازینۍ عملي حل لاره “مرحلهییز توافق” دی.
د طالبانو او پاکستان تر منځ له تېر اختر وروسته اوربند پای ته رسېدلی او دواړو لوریو ترمنځ د نښتو دوام خلکو ته زیانونه اړولي دي. د چین په منځګړیتوب ارومچي کې خبرې وشوې، خو دواړو لورو یوازې خپلې غوښتنې مطرح کړې او کومه وروستۍ پرېکړه ونه شوه.
د افغانستان او پاکستان تر منځ په جګړه کې په تېر شوي کوچني اختر کې چې کوم پنځه ورځنی اوربند شوی و، هغه د اختر له تېرېدو سره پای ته رسېدلی و. که څه هم پاکستان د اوربند د ختمېدو او د خپلو پوځي عملیاتو د بیا پیلېدو اعلان کړی و خو د پخوا په څېر یې نور هوايي بریدونه ونه کړل، ولې بیا هم د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې د دواړو خواوو د عسکرو په منځ کې ډزې ډوزې وشوې او اوس هم کېږي، چې د توپونو او هاوانونو ډزې هم پکې شاملې وي.
د دغو ډزو له امله د کرښې دواړو خواوو ته مېشتو خلکو ته ځاني او مالي تاوانونه اوښتي دي، خو چین د افغانستان او پاکستان دواړو استازي د اوربند د پایښت او د خبرو اترو د دوام په موخه د اپرېل د میاشتې په وړومبۍ اونۍ کې د خپلې شمال لوېدیځې خودمختارې سیمې سنکیانګ مرکز ارومچي ته وبلل.
چین د افغانستان او پاکستان تر منځ د روغې جوړې د خبرو اترو لپاره کورنی کار له وړاندې نه کړی و.
د مارچ په میاشت کې د افغانستان لپاره د چین خاص نماینده کابل او اسلام اباد ته سفرونه کړي وو او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د پاکستان او طالبانو د بهرنیو چارو وزیرانو سره د ټیلیفون له لارې تفصیلي خبرې کړې وې.
پاکستان دغو خبرو اترو ته ډېر لېواله نه و او حتا چې پاکستان کې داسې هم ویل کېدل چې هغوی نور له طالبانو سره نېغ په نېغه خبرې کولو ته اماده نه دي تر څو چې افغانستان د ټي ټي پي په اړه خپل دریځ ته تغییر نه وي ورکړی، ځکه په افغانستان باندې د پاکستان هوايي بریدونو او خپله د پاکستان د حکومتي روایت سره سم د پرانستې جګړې موخې نورې وې.
د پاکستان وړومبۍ اصلي موخه د طالبانو په امارت فشار اچول وو، چې هغه دې د ابرقدرتونو د غوښتنو په اړه د پاکستان وینا ته غوږ ونیسي او هغه دې پلی کړي. بله موخه دا وه چې پاکستان غوښتل په ایران باندې د امریکا او اسراییل د برید نه وروسته ځان له افغانستان سره په جګړه کې بوخت وښيي، څو په دې بهانه ځان په ایران کې د روانې جګړې نه بهر وساتي. نو ځکه پاکستان د طالبانو له امارت سره له سملاسي خبرو اترو نه ډډه کول غوښتل خو چین په دې اړه ډېر تاکید وکړ او چې کله د پاکستان د وزیراعظم معاون او د خارجه چارو وزیر اسحاق ډار د ایران په جګړه کې د اوربند د امکان په اړه خبرو اترو لپاره چین ته ولاړ نو د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي له هغه نه ډېر په تاکید غوښتنه وکړه چې پاکستان باید د روغې جوړې د خبرو لپاره یو حکومتي هیئت ارومچي ته ولېږي او د پاکستان لپاره د یوه داسې دوست هېواد جدي غوښتنه ردول ممکن نه وو چې د پاکستان پوځ ته په دې جګړه کې د جنګي وسلو یو اتیا فیصده برخه اکمالوي. لنډه دا چې د مارچ د میاشتې په دویمه نېټه د دواړو هېوادونو تر منځ خبرې اترې پیل شوې.
ارومچي ته تللي د افغانستان او پاکستان هیئتونه د لوړې سویې نه وو. د پاکستان هیئت مشري د بهرنیو چارو د وزارت دویم معاون کوله او په هیئت کې د بهرنیو چارو د وزارت او د استخباراتو کارمندانو ګډون درلود.
د افغانستان په هیئت کې هم د بهرنیو چارو د وزارت او د استخباراتو د ریاست کارمندان شامل وو، خو د دې خبرو اترو تر ټولو مهم اړخ د مثبتو پایلو لپاره د کوربه هېواد چین هلې ځلې او تاکید وو.
پاکستان په تېر یو کال کې د افغانستان په اړه د خپل سیاست لپاره یو نوی روایت جوړ کړی دی او هغه دا دی چې پاکستان کې ترهګري د کال ۲۰۲۱ د اګست د میاشتې نه پیل شوې ده چې کله طالبانو په کابل کې سیاسي قدرت تر لاسه کړ او د هغوی په ملاتړ د ټي ټي پي جنګیالي پاکستان ته راغلل او دلته یې بریدونه پیل کړل.
پاکستان دا نه مني چې ټي ټي پي په کال ۲۰۰۷ کې په پاکستان کې جوړه شوه او د پاکستاني استخباراتو په لارښودنه یې د کال ۲۰۰۲ نه تر ۲۰۲۱ پورې ډیورنډ کرښې ته نږدې سیمه کې یې د افغان طالبانو د پټنځایونو کوربه توب وکړ. پاکستان دا هم وايي چې ټي ټي پي پاکستان ته د افغانستان له خوا رالېږل کېږي، په داسې حال کې چې د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان ویلي وو چې په کال ۲۰۲۱ کې پاکستان ته د ټي ټي پي د راوستلو او بیا مېشت کولو پلان د پاکستان د دولت له خوا جوړ کړی شوی و او د دغه پلان د پلی کولو لپاره د دولت له خوا د لسو میلیارده روپیو بودیجه تخصیص شوې وه.
په هر حال د ارومچي په خبرو اترو کې د پاکستان غوښتنې دا وې چې افغانستان دې په خپله خاوره کې د ټي ټي پي پټنځایونه نه پرېږدي، د ټي ټي پي جنګیالي دې د بریدونو لپاره پاکستان ته نه رالېږي او د دغې پالیسۍ د څارنې لپاره باید یو د ډاډ وړ میکانیزم وجود ولري.
د طالبانو امارت پر پاکستان د داعش د کوربه توب تور پورې کوي او غوښتنه کوي چې هغه دې د دې کار نه لاس په سر شي. امارت دا هم وايي چې پاکستان دې د دې خبرې تضمین وکړي چې هغه به بیا د سیاسي اختلاف په وجه د فشار د آلې په توګه د افغانستان د ټرانزیټي تجارت لارې نه تړي.
چین ځکه د پاکستان او افغانستان تر منځ د اوربند په غځولو او د خبرو اترو له لارې د شخړو په حل ټینګار کوي چې هغه په خپله ګاونډۍ سیمه کې تاو تریخوالی، شخړه او جګړه د خپلو ملي او دولتي ګټو پرضد بولي. وجه یې دا ده چې دغه ډول سیمهییزه بې ثباتي د چین د لارې او کمربند د مهمې پروژې په پلی کېدو کې خنډ اچولی شي. دا خبره د یادونې وړ ده چې په پاکستان کې د ټي ټي پي د پراخ شورش له امله د پاکستان او چین تر منځ د تجارتي دهلېز کار په ټپه ولاړ دی.