• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له کړاوه ډکه ستنېدنه؛ تورخم کې افغان کډوال د خوړو، اوبو او اسانتیاوو له سخت کمښت سره مخ دي

 جواد شينواری
جواد شينواری

د افغانستان انټرنشنل ـ پښتو خبریال

۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۶، ۰۹:۰۷ GMT+۱تازه شوی: ۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۴۸ GMT+۱

د ستنېدوکو افغان کډوالو لپاره د لنډي کوتل په حمزه بابا پنډغالي، تورخم او نورو سیمو کې افغانستان ته د ستنېدو په موخه سلګونه لارۍ د کډوالو په کډو بار ولاړې دي؛خو له څو ورځو راهیسې د ثبت او د موټرو د ګمرکي پړاوونو بشپړولو په تمه دغه کډوال د خوړو، اوبو او اسانتیاوو له کمښت سره مخ دي.

په تورخم کې د ګمرک چارواکو د افغانستان انټرنشنل - پښتو خبریال جواد شینواري ته ویلي، په تورخم کې شاوخوا ۱۵۰ هغه لارۍ موټرونه ولاړ دي چې د افغان کډوالو د کور سامانونه په‌کې بار دي. دوی د ګمرک اداري کارونو، د دروازې څخه د تېرېدو د اجازې او نورو پړاوونو بشپړولو لپاره په دغه پنډغالي کې ډېرې شپې سبا کړې دي.

په تورخم کې یو موټر چلوونکي افغانستان انټرنشنل-پښتو ته وویل: «ما له اټک څخه د یوه افغان کډوال د کور سامان بار کړی او له تېرو پنځو ورځو راهیسې د تورخم په شاوخوا کې په انتظار ولاړ یو».
د هغه په وینا؛ دغه افغان وګړی او د هغه کورنۍ یې دامهال د لنډي کوتل په حمزه بابا پنډغالي کې بندپاتې دي، له تېرو پنځو ورځو راهیسې نه هغوی ته ټوکن ورکړل شوی او نه هم اړین اداري کارونه بشپړ شوي او له همدې امله د هغه موټر په دغه سیمه کې ځای پرځای ولاړ دی.
د دغه سامان د مالک په وینا؛ تراوسه د دوی د ټوکن نمبر نه‌دی رسېدلی او نه یې نور کارونه بشپړ شوي دي.
عبدالصمد دا هم وویل، د ډیورنډ هاغاړې ته له رسېدو وروسته د افغان طالبانو شرط دا وي چې تر هغه چې د سامان اصلي مالک نه وي؛ له موټر نه د سامان د تشولو اجازه نه ورکول کېږي.

100%

د کوهاټ یو اوسېدونکي دین عالم صاحب خان ویلي:« له تېرو اوو ورځو راهیسې د تورخم له لارې د موټر تېرېدو د اجازې لپاره انتظار کوم او په دغه پنډغالي کې ښځې، ماشومان او سپین ږېري له ګڼو ستونزو سره مخ دي». هغه وایي‌ اوبه، خواړه او نور اړین توکي نه‌شته.
هغه وایي، د مالي وسایلو ختمېدل وضعیت خورا کړکېچن کړی او د یوې ګوله ډوډۍ برابرول هم ورته ګران شوي دي. د دین عالم صاحب خان په وینا؛ دوی نږدې پنځوس کاله دلته اوسېدلي او اوس غواړي خپل هېواد ته ستانه شي.
هغه موټر چې د هغوی د کور سامان په‌کې بار و افغانستان ته رسېدلی او موټرچلوونکی یې له دوی سره اړیکه نیسي، چې راشئ او له موټر څخه خپل سامان ښکته کړئ؛ خو دوی لاهم په پنډغالي کې بند پاتې دي.

100%

نقیب‌الله چې پنځه ورځې وړاندې د لنډي کوتل حمزه بابا پنډغالي ته رسېدلی؛ تراوسه ورته دا نه‌ده روښانه شوې، چې افغانستان ته د ستنېدو اړینې کړنلارې به کله بشپړې شي. د هغه د کورنۍ ټول غړي په یوه خیمه کې اوسېږي.
هغه وویل، چې د پاکستاني چارواکو او د افغان طالبانو د استازو له ژمنو سره، سره د بېرته ستنېدونکو افغان کډوالو ستونزې لاهم پرځای دي او هېڅ کمښت په‌کې نه‌دی راغلی او دلته هره ورځ شاوخوا له ۱۰۰ډېرو کورنیو ته ټوکنونه ورکول کېږي او خلک اړ دي چې د خپل وار د معلوماتو لپاره بیا، بیا دغه مرکز ته لاړ شي.
هغه زیاته کړه، چې په یوه خېمه کې دوه کورنۍ اوسېږي او ان د څښاک پاکې اوبه هم نه‌لري.
د ټوکنونو د ورکړې لړۍ

د لنډي کوتل په حمزه بابا پنډغالي کې تر اوسه پورې ۱۷۰۰ ټوکنونه ورکړل شوي، چې له دې ډلې د شاوخوا ۱۱۵۰ ټوکنونو پروسه بشپړه شوې. هره ورځ نږدې ۱۰۰ ټوکنونه ورکول کېږي او یو ټوکن د یوې کورنۍ لپاره وي، چې کېدای شي په‌کې دوه کسان هم وي او یا تر سلو پورې کسان شامل وي.
د افغان کډوالو د ستونزو په اړه د لنډي کوتل مرستیال کمېشنر انعام الله وزیر د افغانستان انټرنشنل پښتو خبریال جواد شینواري ته وویل، چې مخکې د نادرا شپږ غرفې وې او هره ورځ به شاوخوا ۲زره کډوال افغانستان ته لېږل کېدل؛ خو د خیبر پښتونخوا د سر وزیر سهیل اپریدی له سفر وروسته د نادرا غرفې ۲۲ ته لوړې شوې او اوس هره ورځ له ۴زره زیات افغان کډوال د تورخم له لارې افغانستان ته استول کېږي.
هغه د کار د ځنډ لامل په اړه وایي، له لنډي کوتل او نورو مرکزونو څخه هره ورځ شاوخوا ۷زره تر ۸زره پورې کسان د تورخم له لارې افغانستان ته ځي؛ خو د افغان طالبانو چارواکو ویلي، چې دوی په دومره لوی شمېر کې د کډوالو د منلو توان نه‌لري او له همدې امله یې غوښتنه کړې، چې ډېر کسان دې نه لېږل کېږي.

ترویج لرونکی

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي
۱

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۲

واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې پاکستان پر افغانستان ۸ لوی بریدونه کړي

۳

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه

۴

د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو

۵

طالبانو په کنړ، خوست او پکتیا کې د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل

•
•
•

نور کیسې

طالبان: له اروپايي ټولنې سره د اروپا بازارونو ته د افغاني توکو د لاسرسي هڅې ګړندۍ شوې دي

۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۶، ۰۸:۱۱ GMT+۱
طالبان: له اروپايي ټولنې سره د اروپا بازارونو ته د افغاني توکو د لاسرسي هڅې ګړندۍ شوې دي
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د یاد وزارت اداري‌ مرستیال محمدنعیم او د اروپايي ټولنې ځانګړي‌ استازي جېلز برټرنډ ترمنځ په ناسته کې اروپايي بازارونو ته د افغاني توکو د لاسرسي لپاره پر هڅو خبرې شوې دي.

په خبرپاڼه کې برټرنډ په حواله راغلي، چې په اروپا کې د افغانستان وچه مېوه ښه بازار لري. د طالبانو یاد وزارت د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۲مه) ویلي، چې په یادې ناسته کې دواړه خواوو د دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو اړیکو دوامداره همکاریو پر پراختیا هم خبرې کړې.
محمد نعیم ټینګار کړی، چې اروپايي ټولنه دې بشري مرستې دوامداره کړي؛ څو کاري فرصتونه پراخ او د خلکو بنسټیزې ستونزې حل شي. طالبانو د اروپايي ټولنې د استازي په حواله لیکلي، چې هغه د ستونزو د حل مناسبه لار ډيپلوماسي او خبرې اترې یادې کړې او له افغانستان سره یې د همکارۍ ډاډ ښودلی.

هغه د افغان سوداګریزو توکو په اړه وویل:«د اروپا دروازې د افغانستان د صادراتو پر مخ خلاصې دي افغاني توکي په اروپا کې ښه بازار لري او خلک يې خوښوي، په ځانګړي ډول وچه مېوه».

هغه زیاته کړې، چې اروپايي بازارونو ته د افغاني توکو د لاسرسي لپاره هڅې ګړندۍ شوې دي.

د بې‌ځایه شویو سازمان امریکا ته: کانګو ته د افغان کډوالو د لېږد پر پرېکړې له سره غور وکړئ

۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۶، ۰۷:۳۱ GMT+۱
د بې‌ځایه شویو سازمان امریکا ته: کانګو ته د افغان کډوالو د لېږد پر پرېکړې له سره غور وکړئ
100%

د بې‌ځایه شویو نړۍوال سازمان له امریکا غوښتي، پر هغه پلان بیا له سره غور وکړي چې په قطر کې بندپاتې افغانان د بیا مېشتېدو له حق څخه بې‌برخې کوي او پر ځای یې کانګو یا د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د تګ لپاره اړ باسي.

دغه سازمان ډونالډ ټرمپ او د ملګرو ملتونو سرمنشي‌ ته د نړۍ د بې‌ځایه شویو افغانانو په استازیتوب یو پرانیستی لیک لېږلی. دوی زیاته کړې، چې زیانمنونکي افغانان باید د سیاسي غبرګونونو، زور زیاتي یا بې‌‌ځایه کېدو قرباني نه‌شي.
راپورونه ښيي، په قطر کې شاوخوا ۱۱۰۰ افغانان چې له ۴۰۰ څخه ډېر یې ماشومان دي له یاد وضعیت سره مخ کېدای شي. نوموړي سازمان ټینګار کړی: «بې‌ځایه شوي افغانان باید د ټولیزې سزا، سیاسي فشار یا پر نیمایي لار د پرېښودو قرباني نه‌شي».
دوی وایي، هغه افغان متحدین چې د امریکا د ماموریتونو د ملاتړ له امله یې پراخ ګواښونه منلي؛ باید اوس د ناامنه ستنېدو، بل کړکېچ ته د لېږد یا ناروښانه وضعیت سره مخ نه‌شي.

دغه سازمان ویلي، چې کانګو ته لېږد د خوندیتوب بدیل نه‌دی؛ ځکه کانګو په خپله د نړۍ تر ټولو لویو بې‌ځایه کېدو له کړکېچونو سره مخ هېواد دی. د دوی په خبره؛ د طالبانو تر واک لاندې افغانستان لاهم د ځورونې، ظلم او د ښځو او نجونو پر وړاندې د سختو محدودیتونو له امله پېژندل کېږي او دغه ستنېدنه به د دوی په خوښه نه‌وي.

د یاد سازمان مشر اشرف حیدري وايي: «له پراخو ګواښونو سره، سره دغه افغانان د امریکا ترڅنګ ودرېدل. امریکا له هغوی سره ژمنه کړې ده. دغه ژمنه باید اوس د خوندي او بېړنۍ بیا مېشتېدو له لارې په امریکا کې پوره شي نه دا چې هغوی طالبان ته پرېښودل شي، یا په زور بېرته ولېږدول شي، یاهم کانګو ته انتقال شي او یا دې په ناروښانه حالت کې پرېښودل شي».

د بشري حقونو بنسټ: پاکستان دې د افغان کډوالو جبري‌ اېستل او خپلسرې نیونې ودروي

۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۶، ۰۵:۴۳ GMT+۱
د بشري حقونو بنسټ: پاکستان دې د افغان کډوالو جبري‌ اېستل او خپلسرې نیونې ودروي
100%

د ښځو او بشري حقونو د ملاتړ او ودې بنسټ «راواه» په یوې اعلامیه کې د پاکستان له حکومت نه غوښتي، چې د افغان کډوالو جبري اېستنې، نیونې او ځورونې دې سملاسي ودروي. یاد بنسټ پر اړوندو ادارو هم غږ کړی، چې د کډوالو د ژغورنې لپاره عملي اقدام وکړي.

د دغه بنسټ په خبرپاڼه کې په پاکستان کې د افغان کډوالو په ځانګړې توګه د خبریالانو، مدني فعالانو، د بشري حقونو مدافعینو او پخوانیو سرتېرو د کړکېچن وضعیت په اړه خواشینې ښودل شوې.

یاد بنسټ په یوه اته ماده‌ییز پرېکړه‌لیک کې له پاکستان نه غوښتي، چې د کډوالو هر ډول جبري اېستنې، نیونې او ځورونې دې ودروي. دوی زیاته کړې، د پاکستان حکومت دې ټولو کډوالو ته د لنډمهاله قانوني استوګنې اجازه ورکړي او یا دې د اوسېدو اسنادو نېټې وغځوي.

یاد بنسټ دا هم ویلي، چې له ګواښ سره مخ افغانانو لپاره باید په درېیمو هېوادونو کې د مېشتېدو خوندي لارې چارې برابرې شي. په پرېکړه‌لیک کې د خبریالانو، فعالانو، د بشري حقونو د مدافعینو او پخوانیو سرتېرو د خوندیتوب غوښتنه شوې ده.

دوی د کډوالو د ژوند او انساني وقار پر ساتنې ټينګار کړی او پر مسوولو ادارو یې غږ کړی چې: «د دغه کډوالو د ژغورنې لپاره سملاسي او عملي اقدام وکړي».

د بلوچستان سر وزیر: د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر دې بشپړ شي

۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۶، ۰۵:۲۵ GMT+۱
د بلوچستان سر وزیر: د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو بهیر دې بشپړ شي
100%

د بلوچستان سر وزیر میر سرفراز بګټي یوې غونډه کې له دغه ایالت نه د افغان کډوالو د اېستلو روان بهیر و ارزاوه. ښاغلي بګټي یادې غونډې ته د وینا پرمهال ویلي، باید د افغان کډوالو د اېستلو لړۍ په ډاډمنه توګه پای ته ورسول شي.

دا په داسې حال کې ده، چې افغان کډوال وايي دوی د بلوچستان په بېلابېلو ولسوالیو کې د پولیسو له لوري ځورول کېږي او نه‌شي کولای چې خپل ورځني کارونه په بشپړه توګه ترسره کړي او له امله یې دوی له ګڼو ستونزو سره هم مخ دي.

بل لور ته د بلوچستان په بېلابېلو ولسوالیو کې د افغان کډوالو د نیولو عملیات هم دوام لري.
د بلوچستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال حمزه شفقات تر دې وړاندې په یوې خبري ناسته کې ویلي و، چې له بلوچستان نه تر دې مهاله ۹ لکه او ۶۰زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.
د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په تېرې وري میاشت کې ۱۱۱زره او ۳۲۴ کډوال له پاکستان، ایران او ترکیې په خپله خوښه او جبري توګه افغانستان ته ستانه کړای شوي دي.

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وایي، چې له دې ډلې ۱۳زره او ۸۳۴ کورنۍ له پاکستان نه، ۸۲۳ کورنۍ له ایران نه او ۱۹ کورنۍ له ترکیې ستنې شوې دي.

ټرمپ غواړي تر زرو ډېر افغان کډوال کانګو ته واستوي

۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۶، ۰۳:۴۶ GMT+۱
ټرمپ غواړي تر زرو ډېر افغان کډوال کانګو ته واستوي
100%

نیویارک ټایمز ته باخبره سرچینو ویلي، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پلان لري د ۴۰۰ ماشومانو په ګډون شاوخوا ۱۱۰۰ افغان کډوال د قطر له پنډغالي څخه کانګو ته ولېږدوي. په دې ډله کې د امریکا د پوځ ژباړونکي، پخواني کمانډو او د افغان-امریکايي سرتېرو د کورنیو غړي شامل دي.

دغه کډوال په قطر کې د امریکا په پخوانۍ اډه السیلیه پنډغالي کې ساتل کېږي. د جوبايډن حکومت دغه کسان د کابل له سقوط وروسته هلته انتقال کړي وو او ژمنه یې کړې وه، چې د څېړنو تر بشپړېدو وروسته به دوی امریکا ته ولېږدول شي.

د ټرمپ حکومت د تېر کال په جنورۍ میاشت کې اعلان کړی و، چې دغه پنډغالی به وتړي خو د دغه کډوالو د راتلونکي په اړه یې وضاحت نه‌و ورکړی. د افغان اېواک سازمان مشر شاون وانډایور ویلي، چې د بهرنیو چارو وزارت چارواکو له‌خوا کانګو ته د افغان کډوالو د لېږدولو له پلان څخه خبر دی.

هغه زیاته کړه، چې په قطر کې افغان کډوالو ته دوه انتخابونه ورکړل شوي دي: یا دې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته ستانه شي او یا دې کانګو ته ولېږدول شي، هغه هېواد چې د نړۍ ترټولو ناوړه بشري ناورینونه تجربه کوي.

وانډایور نیویارک ټایمز ته د ټرمپ حکومت له‌خوا د دغه افریقايي هېواد د ټاکلو په اړه وویل: «زما په اند هغوی غواړي دغه کسان بېرته افغانستان ته ولېږي، داسې ځای ته چې دوی پوهېږي له حتمي مرګ سره به مخ شي. هغوی پوهېږي، چې افغانان کانګو ته له تګ څخه ډډه کوي».

راپورونه ښيي، چې له کانګو سره له میاشتو خبرو وروسته د ډونالډ ټرمپ حکومت په دې وروستیو کې له دغه هېواد سره یو تړون لاسلیک کړی؛ څو له امریکا نه اېستل شوي کډوال ومني. په دغه تړون کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې ته د ۵۰ مېلیون ډالرو مرستې ورکول هم شامل دي.

تر دې وړاندې والسټریټ ژورنال هم راپور ورکړی و، چې امریکا په قطر کې د پاتې افغان کډوالو د لېږد لپاره له دوو افریقايي او یو اسیايي هېواد سره خبرې کړې دي. وال سټریټ ژورنال یو سند لیدلی چې ښيي، افغانستان ته د ستنېدو په بدل کې په قطر کې هر افغان کډوال ته د ۱۲۰۰ څخه تر ۴۵۰۰ ډالرو پورې وړاندیز شوی.

د ملګرو ملتونو د راپور له مخې؛ تر ۶۰۰زرو ډېر کډوال چې ډېری یې د مرکزي افریقا او روانډا څخه دي، اوس‌مهال په کانګو کې مېشت دي. ورته مهال د بشري حقونو فعالان ټینګار کوي، چې دغه هېواد د لا ډېرو کډوالو د منلو لپاره کافي ظرفیت نه‌لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند د جوبایډن حکومت تورن کړ، چې امریکا ته د افغان کډوالو د لېږد بهیر یې په بېړه ترسره کړی او زیاته کړې یې ده چې د ډونالډ ټرمپ حکومت هڅه کوي هغو افغان کډوالو ته چې لاهم له امریکا بهر پاتې دي نور بدیلونه ومومي.

هغه زیاته کړه: «د امریکا خلک اړ شوي، چې د یوې نامسوولانه تګلارې بیه پرې کړي؛ هغه تګلاره چې له مخې یې سلګونه زره افغانان امریکا ته ولېږدول شول».