• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د کاپیسا پر والي له چاودنې وروسته د مدرسې یو استاد او دوه طالبان نیولي دي

عبدالحق عمري
عبدالحق عمري

افغانستان انټرنشنل ـ پښتو

۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۶:۳۵ GMT+۱

په کاپیسا کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو استخباراتو د کاپیسا پر والي احسان الله بریال له چاودنې وروسته د تګاب د پاینده خېلو د خیرالناس مدرسې دوه طالبان زیارمل او محمد عاصم او د حزب الله په نامه یو استاد نیولي او له ځان سره یې وړي دي.

سرچینو د چارشنبې په ورځ، د غويي پر دویمه وویل، چې د طالبانو استخباراتو د کاپیسا پر والي احسان الله بریال له چاودنې وروسته د تګاب د پاینده خېلو کلي د خیرالناس مدرسې دوه زده کوونکي؛ زیارمل د مطیع الله زوی، د باباخېلو کلي اوسېدونکی او عاصم د قاري سپين اغا زوی، د کارجنه کلي اوسېدونکی، له ځان سره وړي دي.

سرچینې وايي، چې د طالبانو استخباراتو د مدرسې یو استاد حزب الله، چې د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی، هم له ځان سره وړی دی.

د سې شنبې په ورځ ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ د پاینده خېلو کلي په خیرالناس مدرسه کې ددغه ولایت لپاره د طالبانو پر والي احسان الله بریال بمي چاودنه شوې ده. د طالبانو والي دې مدرسې ته د یوې فاتحې لپاره تللی و.

په دې چاودنه کې د یو کس د ټپي کېدو راپورونه ور کړل شوي دي.

ځايي اوسېدونکو د افغانستان انټرنشنل خبریال ته وویل، چې چاودنه ډېره ځواکمنه وه او له چاودنې وروسته طالبانو د مدرسې شاوخوا ته څوک نه پرېښودل.

په پېښه کې د طالبانو والي ته زیان نه دی اوښتی او له چاودنې وروسته نوموړي په یوه ویډیو کې دا «تبلیغات» وبلل.

د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ د پاینده خېلو کلي خیرالناس مدرسه، چې پرون چاودنه پکې شوې
100%
د کاپیسا ولایت د تګاب ولسوالۍ د پاینده خېلو کلي خیرالناس مدرسه، چې پرون چاودنه پکې شوې

یو عیني شاهد افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو پر والي چاودنه د اوداسه کولو پرمهال شوې وه.

د طالبانو د کاپیسا والي احسان الله بریال چې په حاجي قاري بریال مشهور دی، ددغه ولایت د تګاب ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

ترویج لرونکی

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه
۱

پاکستان د اې‌سي‌سي کارت لرونکو کسانو لپاره د پاکستاني تابعیت ثابتولو نوې کړنلاره اعلان کړه

۲

واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې پاکستان پر افغانستان ۸ لوی بریدونه کړي

۳

د طالبانو د بلخ والي ویاند: د افغان ښځو د «بې‌حجابه کولو» هڅې ناکامې شوي

۴

د امریکايي خبریال د تښتونې په تور د طالبانو یو قوماندان په ۴۲ کاله بند محکوم شو

۵

محمد اشرف غني د پاکستان بریدونه غندلي او په هېواد کې یې د مشروعیت کړکېچ د حل غوښتنه کړې

•
•
•

نور کیسې

نعماني: که د ټکنالوژۍ پرمختګ کې خپل اخلاقي ارزښتونه ونه ساتو ښايي زموږ د پناه کېدو لامل شي

۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۵۱ GMT+۱
نعماني: که د ټکنالوژۍ پرمختګ کې خپل اخلاقي ارزښتونه ونه ساتو ښايي زموږ د پناه کېدو لامل شي
100%

د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر ویلي، چې نړۍ د ټکنالوژۍ په برخه کې د پرمختګ په حال کې ده او افغانستان هم باید په دې برخه کې خپلې هڅې ګړندۍ وساتي. نوموړي ویلي، چې که د ټکنالوژۍ په پرمختګ کې اخلاقي ارزښتونه په نظر کې ونه نیول شي، ښايي د پناه کېدو لامل شي.

د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر حمدالله نعماني د افغانستان د دوامداره پرمختیا لپاره له مصنوعي ځیرکتیا څخه د ګټنې اخیستنې په کنفرانس کې د وینا پر مهال په افغانستان کې د ټکنالوژۍ پر ګړندي پرمختګ ټینګار کړی او وايي، که یاده ډله په اوسنۍ ټکنالوژۍ کې خپل اخلاقي ارزښتونه ونه ساتي، ښايي همدا ټکنالوژي یې د پناه کېدو لامل شي.

نوموړي ویلي، چې که افغانستان غواړي له نړۍ سره سیال شي، نو د ټکنالوژۍ د پرمختګ په برخه کې باید خپلې هڅې ګړندۍ وساتي.

نعماني زیاته کړې:«تر ټولو مهم معیار چې اسلام د هغه درس راکړی او هم انسانیت هغه اخلاق دي چې په هر شکل وي، هلته باید زموږ دا ارزښتونه پکې وساتل شي. په ټولو ابتکاراتو کې باید هغه ځای پر ځای شي او که ځای پر ځای نه شي، همغه ټکنالوژي چې موږ یې د پرمختګ سرچینه بولو، ښايي زموږ د پناه کېدو لامل وګرځي».

نوموړي پر داسې مهال په افغانستان کې د ټکنالوژۍ پرمختګ پر دوامداره ساتلو باندې ټینګار کړی، چې د سیمې په کچه افغانستان د ټکنالوژۍ په برخه کې د شاته پاتې هېوادونو له ډلې ګڼل کېږي او یادې ډلې د نورو محدودیتونو ترڅنګ د انټرنېټ کارونه هم محدوده کړې ده.

طالبانو پاکستان ته ډاډ ورکړی چې له افغانستان نه به ډرون الوتکې نه ورځي

۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۴۹ GMT+۱
طالبانو پاکستان ته ډاډ ورکړی چې له افغانستان نه به ډرون الوتکې نه ورځي
100%

په کابل کې سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې طالبانو پاکستان ته د ایران او امریکا د خبرو اترو پرمهال د افغانستان له خاورې نه د ډرون الوتکو د نه ور تګ ډاډ ورکړی. د سرچینو په وینا، دغه پیغام د چین له لارې اسلام‌اباد ته رسول شوی.

د طالبانو یوې رسمي سرچینې د چارشنبې په ورځ، د غويي پر دویمه ویلي چې د پاکستان حکومت د چین له لارې طالبانو ته پیغام لېږلی او خبر یې ورکړی چې له داسې اقداماتو ډه وشي چې د اسلام‌اباد امنیتي وضعیت ګډوډولی شي.

د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، په دغه پیغام کې د پاکستان وضعیت «ډېر حساس» بلل شوی او ویل شوي چې «تر ټولو کوچنۍ محاسبوي تېروتنه هم کولای شي سخت غبرګونونه راوپاروي.»

سرچینو زیاته کړې چې دا خبرداری د افغانستان له خاورې د ډرون فعالیتونو په اړه د اندېښنو له امله ورکړل شوی دی.

د دوی په وینا، طالبانو د چین له لارې پاکستان ته تضمین ورکړی چې د دغه هېواد پر ضد به هېڅ ډول ډروني فعالیت نه کېږي.

خو طالبانو دا ژمنه په دې شرط کړې چې پاکستان به پر افغانستان هوايي بریدونه، بمبارۍ او د توپونو ډزې بیا نه پیلوي.

بلخوا، اسلام‌اباد چې د سولې د خبرو د کوربه توب لپاره د چمتووالی په درشل کې دی، د امنیت د ټینګښت لپاره له ۲۰ زرو ډیر امنیتي سرتېري ګومارلي دي. سره له دې چې ضد او نقیض څرګندونې شوې، خو تمه ده چې د خبرو دویم پړاو به د جمعې په ورځ په اسلام‌اباد کې پیل شي.

تر دې وړاندې راپورونه ورکړل شوي وو چې د امریکا د ولسمشر مرستیال جي‌ډي ونس هم له ایران سره د نویو خبرو لپاره پاکستان ته سفر کوي، خو تراوسه دغه سفر نه دی شوی.

سیاف: په اوسنیو حساسو شرایطو کې له اختلاف پاروونکو بحثونو ډډه وکړئ

۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۵۷ GMT+۱
سیاف: په اوسنیو حساسو شرایطو کې له اختلاف پاروونکو بحثونو ډډه وکړئ
100%

پخواني جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف د ډیورنډ کرښې په تړاو د یو شمېر سیاسیونو وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، چې په اوسنیو حساسو شرایطو کې دې د ملي یووالي ساتلو په موخه له اختلاف پاروونکو بحثونو او یو بل ته له بد رد ویلو په کلکه ډډه وشي.

نوموړي پر خپل اېکس‌ لیکلي، چې افغانستان تر بل هر خت ملي یووالي او یو موټي کېدو ته اړتیا لري.

سیاف وايي، چې افغانان باید یو بل ته د سپکاوي ډکو القابو له کارولو ډډه وکړي.

دغه پخواني جهادي مشر د ډیورنډ کرښې او نورو ملي مسایلو په اړه ویلي، چې د اختلافي مسایلو په تړاو دې بحثونه د اوس لپاره ودرول شي.

سیاف زیاته کړې:«اجازه ورکړئ کله چې زموږ ویاړلی ملت بېرته عادي حالت ته وګرځي، نو پخپله به د ډیورنډ کرښې او نوو مهمو او بنسټیزو مسایلو په اړه پرېکړه وکړي».

د ډیورنډ کرښې په اړه د سیاسیونو او افغانانو ترمنځ نیوکې او ناندرۍ هله راپورته شوې، چې د وحدت ګوند مشر محمد محقق وویل، «ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د رسمي پولې په توګه په رسمیت پېژني».

طالبان غواړي له روسیې سره په «کازان فورم» کې درې تړونونه لاسلیک کړي

۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۴۴ GMT+۱
طالبان غواړي له روسیې سره په «کازان فورم» کې درې تړونونه لاسلیک کړي
100%

طالبان پلان لري چې د روان کال په مې میاشت کې له روسیې سره د «روسیه-اسلامي نړۍ: کازان فورم ۲۰۲۶» په ترڅ کې درې اقتصادي تړونونه لاسلیک کړي. په تړونونو کې د افغانستان په بنسټیزو پروژو کې د یوې روسۍ کمپنۍ پانګونه او د روسي محصولاتو او تېلو پېرل شامل دي.

د افغانستان لپاره د روسیې د سوداګریز مرکز مشر رستم حبیب الله ویلي، چې په دغو تړونونو کې به د روسي تېلو، محصولاتو او کرنیزو توکو د پېرلو تر څنګ، د افغانستان په بنسټیزو پروژو کې د یوې روسۍ ودانیزې کمپنۍ پانګونه هم شامله وي.

د روسي رسنیو د رپوټونو له مخې، د طالبانو پلاوی لومړی ځل په ۲۰۲۴ کال کې د تاتارستان د مشر رستم مینیخانوف په بلنه کازان ته ولاړ، خو هغه مهال د بې‌پیلوټه الوتکې د برید له امله د سفر بهیر له ستونزو سره مخ شوی و.

په ۲۰۲۵ کال کې بیا د طالبانو پلاوی د دغه فورم له لویو ګډونوالو څخه و او د همدې غونډې په پایله کې د روسي او افغان شرکتونو ترمنځ د تېلو د استخراج او پروسس په برخه کې تړون لاسلیک شوی و.

ټاکل شوې چې په سږني فورم کې لسګونه هېوادونه او د روسیې ګڼې سیمې ګډون وکړي.

د «روسیه – اسلامي نړۍ: کازان فورم ۲۰۲۶» اوولسم نړیوال اقتصادي فورم به د مې له ۱۳ څخه تر ۱۵مې پورې د تاتارستان په پلازمېنه کې جوړ شي.

عبدالسلام حنفي: د محصل او طالب ترمنځ هېڅ توپیر نشته

۲ غویی ۱۴۰۵ - ۲۲ اپریل ۲۰۲۶، ۱۴:۳۶ GMT+۱
عبدالسلام حنفي: د محصل او طالب ترمنځ هېڅ توپیر نشته
100%

په داسې حال کې د پوهنتونونو او لېسو زده کوونکي شکایت کوي، چې طالبان یې لونګۍ او خولۍ پرسر کولو ته اړ باسي، د طالبانو د ریاست الوزرا اداري مرستیال وايي، نور د پوهنتون د محصل او د مدرسې د طالب ترمنځ هېڅ توپیر نشته او د مدرسې او پوهنتون ترمنځ واټن کم شوی دی.

عبدالسلام حنفي جوزجان ته د سفر پرمهال د محصلانو او د پوهنتون له استادانو سره په لیدنه کې ویلي، چې افغانستان کې د مدرسې او پوهنتون ترمنځ واټن کم شوی او اوس د محصل او د طالب ترمنځ هېڅ توپیر نشته.

حنفي زیاته کړې:«نور د محصل او طالب ترمنځ، د مکتب او مدرسې ترمنځ، د عالم او د پوهنتون د استاد ترمنځ هېڅ توپیر نشته. دا هغه څه وو، چې د هېواد او اسلام دښمنانو جوړ کړي وو».

وړاندې د کابل په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې محصلانو ویلي و، چې طالبانو د ژمن‌پاڼو په وېشلو سره له محصلانو غوښتي، چې د دې ډلې لارښوونو ته ژمن پاتې شي.

په دې ژمنپاڼه کې له محصلانو غوښتل شوې، چې د ږیري پرېښودلو، د خولۍ پر سر کولو، په لمانځه کې د ګډون، د مسیقۍ نه اوریدلو او د طالبانو له اصولو سره سم چارو ژمنه وکړي.

په ورته مهال عبدالسلام حنفي په جوزجان کې محصلانو ته په وینا کې ویلي، چې نور دا مفکوره له ذهنه وباسي، چې بهرنیان به افغانستان جوړ کړي.