• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امسو په پاکستان کې د نیول شویو افغان خبریالانو د خوشې کولو غوښتنه کړې

۳ غویی ۱۴۰۵ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۲:۰۴ GMT+۱

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان په پاکستان کې د افغان خبریالانو د نیولو، ځورونې او جبري شړلو د پېښو پر زیاتېدو اندېښنه ښودلې. د دغه سازمان د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې، په تېرو دوو اونیو کې پاکستاني پولیسو درې افغان خبریالان نیولي دي.

سازمان د پنجشنبې په ورځ، د غویي پر درېیمه په یوه اعلامیه کې ویلي، چې یوه ښځینه خبریاله له خپلې کورنۍ سره یو ځای په جبري ډول افغانستان ته شړل شوې، په داسې حال کې چې دوه نور خبریالان لا هم د پاکستاني پولیسو په بند کې دي.

دغه سازمان د امنیتي دلایلو له امله د نیول شویو خبریالانو نومونه نه افشا کوي، خو وایي چې دغه وضعیت په پاکستان کې مېشت ټول افغان خبریالان له جدي ګواښ سره مخ کړي دي.

د افغانستان د رسنیو ملاتړ سازمان له پاکستاني حکومت او امنیتي ادارو غوښتي، چې د نړیوالو قوانینو او د کډوالو د اصولو په رڼا کې د افغان خبریالانو له نیولو او ځورونې لاس واخلي. یاد سازمان ټینګار کوي چې خبریالان مجرمان نه دي، بلکې د حقیقت د رسولو مسوولیت لري.

سازمان دغه راز غوښتنه کړې چې بندیان شوي خبریالان دې ژر تر ژره خوشې شي.

راپورونه ښيي چې یوه ښځینه خبریاله که څه هم د قانوني سفر اسناد او د بل هېواد ویزه لري، خو لا هم د پاکستاني پولیسو له خوا نه ده خوشې شوې او د کډوالو یوه پنډغالي ته لېږدول شوې ده.

دغه سازمان وایي چې د خبریالانو او د هغوی د کورنیو جبري شړل هغوی له جدي امنیتي ګواښونو سره مخ کوي او دا عمل د کډوالو د نړیوالو حقونو له کنوانسیونونو سره په ټکر کې دی.

همدارنګه له ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ، د خبریالانو د خوندیتوب نړیوالو بنسټونو او د بشري حقونو له سازمانونو غوښتنه شوې چې په پاکستان کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب لپاره عملي ګامونه واخلي او پر پاکستان فشار زیات کړي چې د افغان خبریالانو د امنیت ډاډ ورکړي.

ترویج لرونکی

په سرپل کې د طالبانو یوه چارواکي یوه کردۍ ښځه او د هغې لور وژلې دي
۱

په سرپل کې د طالبانو یوه چارواکي یوه کردۍ ښځه او د هغې لور وژلې دي

۲

په کوټه کې پر ښځینه ډاکټرې د تېزابو برید؛ د ډاکټر ماه نور ۳۵ سلنه بدن سوځېدلی

۳
ځانګړی

هبت الله اخوندزاده په یوه نوي فرمان کې د سروزرو خپلسری استخراج منع اعلان کړی

۴

سوداګر او صرافان: د طالبانو د ننګرهار د استخباراتو اوپراتیفي مرستیال له سوداګرو باج اخلي

۵

نبیل تلویحاً محسني ته: په جمهوریت کې ځواکمن او شتمن شوئ او اوس له استبداد سره ولاړ یئ

•
•
•

نور کیسې

طالبانو د کونړ د غازي اباد او د نورستان د کامدېش ترمنځ د سړک جوړولو پروژه پیل کړې

۳ غویی ۱۴۰۵ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۲۴ GMT+۱
طالبانو د کونړ د غازي اباد او د نورستان د کامدېش ترمنځ د سړک جوړولو پروژه پیل کړې
100%

په نورستان کې د طالبانو رسنیز دفتر ویلي، چې د کونړ له غازي څخه د نورستان تر کامدېش ولسوالۍ پورې یې د سړک جوړلو پروژې چارې عملا پیل کړې. دغه سړک کامدېش او برګمټال ولسوالۍ ته د بدیلې لارې په توګه جوړیږي.

په نورستان کې د طالبانو د والي ویاند فریدون صمیم ویلي، چې د کونړ ولایت د غازي اباد ولسوالۍ له رینګ کلي څخه د نورستان ولایت د کامدېش ولسوالۍ تر کمفو پورې د سړک جوړلو چارې پیل شوې.

نوموړي ویلي، چې د سړک اوږدوالی ۲۹ کیلومتره دی او ۵۰۰ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي.

فریدون صمیم ویلي:« د یاد سړک د سروې چارې د والي په حضور کې ترسره شوې وې چې اوس یې د جوړېدو چارې پیل شوې. د سړک جوړېدو لپاره له داخلي بودجې څخه ۵۰۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې شوې دي. په پروژه کې پنځه پلونه او استنادي دیوالونه هم شامل دي».

ځايي خلک سړک جوړېدو ته خوښ دي او وايي، د یادې پروژې په بشپړېدو سره به د کامدېش د خلکو ستونزې حل شي.

خو دغه سړک داسې مهال جوړیږي، چې د کونړ له ناړۍ څخه کامدیش او برګمټال ته تللې لاره د اوږدې مودې لپاره د پاکستاني ځواکونو د ډزو له امله بنده شوې وه. دغه لار د چترال او نورستان د قومي مشرانو له جرګې وروسته پرانېستل شوه، خو ویل کیږي طالبان لا هم خپلو پخوانیو پوستو ته نه دي ورغلي.

د طالبانو تر واک تر کنټرول لاندې باختر اژانس ویلي، چې د نوي دویم لین سړک په جوړیدو سره به د کونړ غازي اباد ولسوالي د نورستان له کامدېش او برګمټال ولسوالیو سره ونښلي.

طالبانو وړاندې کامدېش او برګمټال ولسوالیو ته د چورلکو له لارې خواړه او درمل انتقال کړل.

اروپايي ټولنې له افغان سېلاب ځپلو سره د ۱۳ میلیونه افغانۍ مرستو اعلان کړی

۳ غویی ۱۴۰۵ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۱۷ GMT+۱
اروپايي ټولنې له افغان سېلاب ځپلو سره د ۱۳ میلیونه افغانۍ مرستو اعلان کړی
100%

اروپايي ټولنې په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو له امله زیانمنو کورنیو سره د مرستې لپاره ۱۷۵ زره یورو، چې شاوخوا ۱۳ میلیونه افغانۍ کیږي، ځانګړې کړې دي. دغه مرسته به په بادغیس، فراه، غور، هلمند، هرات، کندهار، لوګر او ارزګان کې شاوخوا ۱۲ زره کسانو ته ورسېږي.

یادې ټولنې د پنجشنبې په ورځ، د غويي پر درېیمه وویل، چې دغه تمویل به له افغاني سرې میاشتې ټولنې سره د خلکو د نغدي ملاتړ په برخه کې مرستندویه تمام شي او د هغوی بیړنیو اړتیاوو ته به ځواب ووایي.

د ټولنې په وینا، دغه راز پر سیلاب ځپلو به خیمې، کمپلې او د کور نور وسایل ووېشل شي.

په دې مرسته کې د حفظ الصحې کڅوړې، پاکو اوبو ته لاسرسی او لومړني روغتیايي خدمات هم شامل دي.

یادې ټولنې ویلي، چې دغه تمویل د سره صلیب او سرې میاشتې د نړیوال فدراسیون د بیړني غبرګون له ځانګړي صندوق سره د اروپايي ټولنې د عمومي مرستو یوه برخه ده.

اروپايي ټولنه په افغانستان کې د بشري مرستو له سترو تمویلوونکو څخه ده.

دې ټولنې سږ کال له ۱۶۲ میلیونو یورو څخه زیاتې مرستې د بشري شریکانو لپاره ځانګړې کړې دي. تر دې مخکې یې۲۵۰ زره یورو د هغو خلکو لپاره ورکړي وو چې د جګړو له امله بې‌ځایه شوي دي.

اروپايي ټولنې په تېرو کلونو کې کابل ته نږدې ۵۰ بشري الوتنې هم تنظیم کړې دي او سږ کال تر اوسه درې الوتنې شوې دي او شاوخوا ۲۷۰ ټنه غذایي مواد یې انتقال کړي دي.

د طالبانو او پاکستان د شخړو له امله د ۱۲ زره افغان زده کوونکو د زده کړو بهیر اغیزمن شوی

۳ غویی ۱۴۰۵ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۳۴ GMT+۱
د طالبانو او پاکستان د شخړو له امله د ۱۲ زره افغان زده کوونکو د زده کړو بهیر اغیزمن شوی
100%

ملګرو ملتونو ویلي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د شخړو له امله ډیورنډ کرښې ته څېرمه سیمو کې شاوخوا ۱۲ زره زده کوونکي له خپلو سیمو بې‌ځایه شوي او یا يې هم د زده کړو بهیر په ټپه درېدلی دی. په کونړ کې ډیری کلي له ماشومانو خالي شوي او د جګړې له امله ۲۲ ښوونځي په کنډوالو بدل شوي.

د فرانسې خبري اژانس راپور ورکړی دی، چې په سرحدي سیمو کې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د جګړې له امله د ملکي کورونو ترڅنګ ښوونځي هم سخت زیانمن شوي، چې له امله یې زرګونه ماشومان له زده کړو بې‌برخې شوي دي.

د راپور له‌مخې، په کونړ کې ډیری کلي له ماشومانو خالي شوي او د جګړې له امله ځايي ښوونځي په کنډوالو بدل شوي.

یوازې په کونړ ولایت کې شاوخوا ۲۲ ښوونځي زیانمن شوي او بیارغونې ته اړتیا لري.

په کونړ کې د یو ښوونځي مدیر محمد امین شاکر وايي: «د یوه ښوونځي د مدیر په توګه ماته ژړا راځي، هغه ماشومان چې په خپلو درسونو بوخت وو، کورسونه یې ویل، خپل درسونه یې تعقیبول او له تعلیمه برخمن وو، هغوی نن له تعلیم نه بې برخې دي. اوس ښوونځی له خاورو سره خاورې دی».

د یادې شخړې له امله زرګونه کسان هم بې‌ځایه شوي او دا مهال د کونړ سیند په غاړو کې په دېرو بدو شرایطو کې ژوند کوي.

بېځایه شوی محمد نبي ګجر وايي: «ماشومان مو له زده کړو بې برخې شول، خلک بې‌ځایه شول، بې‌کوره شول، اوس په خیمو کې په ډېر بد وضیعت کې ژوند کوو».

په کونړ کې یاد بې‌ځایه شوي کسان له نړیوالې ټولنې څخه د مرستې غوښتنه کووي.

د عصمت الله په نوم یو بې‌ځایه شوی وايي:« یوه نیمه میاشت کېږي، موږ په دې بد وضعیت کې دلته ناست یو، نړیوال زموږ هیڅ پوښتنه نه کوي.»

یوناما ویلي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د شخړې د پیل راهیسې سلګونه ملکیان وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلام اباد ادعا کوي، چې طالبان د دوی د مخالفو ډلو ملاتړ کوي او پناه یې ورکړي ده، خو افغان طالبان دغه ادعا ردوي.

میرضیایف: افغانستان باید د کرنې، اقلیم او اوبو په تړاو په سیمه ییزو نوښتونو کې ورګډ شي

۳ غویی ۱۴۰۵ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۲۳ GMT+۱
میرضیایف: افغانستان باید د کرنې، اقلیم او اوبو په تړاو په سیمه ییزو نوښتونو کې ورګډ شي
100%

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف ویلي چې د اوبو د وېش لپاره داسې حقوقي چوکاټ ته اړتیا ده چې د افغانستان په ګډون د ارال حوزې د ټولو هېوادونو حقونه او مسوولیتونه پکې په پام کې ونیول شي. نوموړي زیاته کړې، چې په افغانستان کې باید د سیند غاړو د ساتنې او د ځمکو د سمون پروژې پلي شي.

د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضیایف د ارال د ژغورنې نړیوال صندوق د بنسټګرو هېوادونو د مشرانو د شورا په غونډه کې وویل چې د کارپوهانو د اټکل له مخې تر ۲۰۴۰ کال پورې د ارال سمندر په حوزه کې اوبه ښايي دوه برابره کمې شي او په کال کې تر شلو میلیارده مکعب مترو ورسېږي.

د شنونکو په باور، دا د څښاک اوبو، چاپېریال، کرنې، انرژۍ او ټولنیز ثبات لپاره نور خطرونه پېښولای شي.

ازبکستان چې د ارال د ژغورنې نړیوال صندوق مشري پر غاړه اخلي، غواړي د دغه بنسټ رول د سیمه‌ییزادغام د وسیلې په توګه پیاوړی کړي.

میرضیایف په خپلو خبرو کې وویل، چې هېواد یې هر کال له لسو میلیارده مکعب مترو زیاتې اوبه سپموي او تر ۲۰۳۰ کال پورې به دغه کچه پنځلس میلیارده مکعب مترو ته ورسېږي.

میرضیایف وویل چې سږ کال د دغه بنسټ مشري ازبکستان ته سپارل کېږي او دوی غواړي چې دا صندوق د سیمه‌ییزې همکارۍ یو مهم محرک وګرځي.

هغه په ځانګړي ډول د افغانستان ارزښت یاد کړ او ویې ویل چې باید له کابل سره رغنده همکاري پیاوړې شي او د اقلیم، چاپېریال، کرنې او اوبو په برخو کې په سیمه‌ییزو هڅو کې ورګډ شي.

نوموړي همدارنګه د نړیوالو تمویل کوونکو د مرستو د جلبولو غوښتنه وکړه، چې په افغانستان کې د سیند غاړو د ساتنې او د ځمکو د سمون پروژې پلي شي.

د منځنۍ اسیا هېوادونه د افغانستان د قوش تېپې کانال له امله اندېښمن دي او وايي، چې ددغه کانال شګلنې برخې زیاتې اوبو جذبوي او ضایعات یې د امو سیند د اوبو پر وضعیت اغیز کوي.

افغانستان د کورنیو جګړو او نورو ستونزو له امله د امو له سیند نه تر اوسه د خپلې ونډې پر بنسټ ګټه نه ده اخېستې.

امیرخان متقي: په سیمه کې یوه خطرناکه جګړه پیل شوې ده

۳ غویی ۱۴۰۵ - ۲۳ اپریل ۲۰۲۶، ۰۹:۳۵ GMT+۱
امیرخان متقي: په سیمه کې یوه خطرناکه جګړه پیل شوې ده
100%

د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په کابل کې د دودیزې غېږ نیونې نړۍوالو سیالیو د پرانیستې مراسمو پرمهال په سیمه کې د روانې جګړې په اړه خواشینې ښودلې. هغه زیاته کړه: «په سیمه کې یوه خطرناکه جګړه پيل شوې ده».

امیرخان متقي د ایران وضعیت ته په اشارې وویل، چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره باید پيل شوي مذاکرات او اوربند دوام وکړي. د نوموړي‌ په خبره؛ له دې سره په سیمه کې ارامي او پرمختګ رامنځته کېدای شي.

د دودیزې غېږنیونې نړۍوالې سیالۍ د پنجشنبې په ورځ (د غويي ۳مه) په کابل کې پيل شوې، چې د سیمې د ۶ هېوادونو لوبغاړو په‌کې ګډون کړی دی.

امیرخان متقي په یادو مراسمو کې د وینا پرمهال وویل، چې د سیمې له هېوادونو سره یې اړیکې پراخې دي. هغه زیاته کړه: «له ګاونډيو او سیمې هېوادونو په خاص ډول د مرکزي اسیا هېوادونو سره ښې اړیکې لرو، یو د بل تر شا درېدلي یو، په سیاست، تجارت او ورزش کې مو همکاري زیاته شوې، ټول هېوادونه په افغانستان کې حضور لري او اراده لري چې ګډ پرمختګونه ولرو».

متقي د یادو نړۍوالو سیالیو کوربه‌توب ته په اشارې وویل، چې هېواد له ستونزو وتلی او اوس د پرمختګ په حال کې ښه لوري ته روان دی. هغه یو ځل بیا وویل، چې نوی نسل په عصري او دیني علومو او د هغوی فکر د ورزش له لارې مثبت وروزئ؛ ترڅو د یووالي فکر پیاوړی شي.