• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خيبرپښتونخوا حکومت د تېلو بیو لوړولو ته سخت غبرګون ښودلی

۵ غویی ۱۴۰۵ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۶، ۱۹:۵۱ GMT+۱تازه شوی: ۵ غویی ۱۴۰۵ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۱۶ GMT+۱

په خيبرپښتونخوا کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند حکومت د مرکزي حکومت له‌خوا د تېلو د بیو لوړولو ته سخت غبرګون ښودلی او دغه ګراني یې پر ولس د «پټرول بم» غورځولو سره تشبيه کړې ده.

د پښتونخوا د اطلاعاتو سلاکار شفيع جان د شنبې په ورځ (د غويي ۵مه) وويل، د پاکستان د مرکزي حکومت له لوري د تېلو د بیو لوړول د غريب ولس پر جېب ډاکه او ولس دښمنه پرېکړه ده.

هغه زياته کړه، د ولس له رایو پرته راغلي مرکزي حکومت د تېلو د بیو په لوړولو سره فقر ځپلی ولس لاپسې وځاپه.

د يادونې وړ ده، چې د پاکستان د پټرولیم وزارت د جمعې په شپه (د غويي ۴مه) د ډیزل او پټرول د هر لیتر په بیه کې ۲۶ روپۍ او ۷۷ پیسې ډېروالی اعلان کړی.

په پاکستان کې د تېلو بيې یو ځل بيا لوړې کړای شوې | افغانستان انټرنشنل پښتو

د دغه اعلان له‌مخې، په ټول پاکستان کې د يو ليتر پټرول بیه ۳۹۳ روپۍ او ۳۵ پیسې او د یو لیتر ډيزل بیه ۳۸۰ روپۍ او ۱۹ پیسې ټاکل شوې ده.


ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

امریکایي اداره: په جنسي جرمونو محکوم افغان وګړی د کاناډا پولې ته نږدې نیول شوی

۳

د کابل او اسلام‌اباد پلاوي د استانبول په غونډه کې «ښو پایلو» ته رسېدلي

۴

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۵

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

•
•
•

نور کیسې

د پاکستان په پلازمېنه کې یو خبریال د ناسمو معلوماتو د خپرولو په تړاو ونیول شو

۵ غویی ۱۴۰۵ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۲۷ GMT+۱
د پاکستان په پلازمېنه کې یو خبریال د ناسمو معلوماتو د خپرولو په تړاو ونیول شو
100%

د پاکستان په اسلام‌اباد کې د فخرالرحمان په نوم یو خبریال په ټولنیزو رسنیو کې د ناسمو معلوماتو د خپرولو په تړاو نیول شوی او د اسلام‌اباد یوې محکمې د لا زیاتو معلوماتو لپاره پولیسو ته امر کړی چې یاد خبریال په توقیف کې وساتي.

د پاکستاني رسنیو د راپور له‌مخې، فخرالرحمان پرون (جمعه د غويي ۴مه)د پيکا په نوم د برېښنایي جرمونو د مخنیوي قانون له‌مخې نیول شوی او نن (شنبه د غويي ۵مه) د پلازمېنې د یوې ځايي محکمې له لوري د لا زیاتو معلوماتو لپاره توقیف کړای شو.

په پاکستان کې د برېښنايي جرمونو د مخنيوي ملي ادارې د لومړني راپور له مخې، دغه خبريال له هغو نهو تورنو کسانو څخه دی چې پر اېکس د دولتي ادارو پر ضد جعلي او ناسم معلومات خپاره کړي دي.

د فخرالرحمان وکیل احد کوهکر وايي، چې څارنوالۍ د فخرالرحمان جرم روښانه کړی نه‌‌دی او په وینا یې، فخرالرحمان یوازې د یوه دیني عالم خبرې نقل کړې دي اوخپل شخصي نظر یې نه‌دی څرګند کړی.

کوهکر نیوکه کړې، چې د یاد دیني عالم ویډیو زرګونه نورو کسانو هم په خپلو ټولنیزو پاڼو کې خپره کړې، خو یوازې د یوه خبریال نیونه د محکمې د دوه ګوني چلند ښکارندويي کوي.

محکمې د دواړو خواوو د استدلالونو له اورېدو وروسته پولیسو ته دا واک ورکړ چې د پوښتنو او ګروېږنو لپاره یاد خبریال په توقیف کې وساتي.

د یادونې وړ ده، چې په پاکستان کې د برېښنایي جرمونو د مخنیوي په نوم د پيکا قانون د ۲۰۲۵ کال په جنورۍ کې د رسنیو له مخالفتونو سره تعدیل شو. د خبريالانو او بشری حقونو سازمانونو پيکا قانون د رسنیو ازادۍ ته جدي ګواښ بولي او وايي، چې ياد قانون خبریالان او رسنیزې ادارې له سختو محدودیتونو سره مخ کړي دي.

امریکا د پاکستاني الاصله ډاکټر د تابعیت لغوه کولو لپاره مدني دعوه ثبت کړې

۵ غویی ۱۴۰۵ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۲۴ GMT+۱
امریکا د پاکستاني الاصله ډاکټر د تابعیت لغوه کولو لپاره مدني دعوه ثبت کړې
100%

د امریکا د عدلیې وزارت د نیویارک په سویلي ولسوالۍ کې د پاکستاني الاصله ډاکټر پر ضد مدني دعوه ثبت کړې، چې موخه یې د هغه د امریکايي تابعیت لغوه کول دي. دغه ډاکټر د ماشومې د جنسي ځورونې په یوه جدي قضیه کې په ۱۷ کلونو بند محکوم شوی.

د امریکا د عدلیې وزارت ویلي چې په نیویارک کې یې د یوې ثبت شوې قضیې په ترڅ کې د پاکستاني الاصله ډاکټر پر ضد مدني دعوه وړاندې کړې، څو د هغه د تابعیت لغوه کېدل وڅېړل شي.

په راپور کې ویل شوي چې یاد ډاکټر له ۲۰۰۷ تر ۲۰۱۳ کال پورې د یوې ۱۱ کلنې نجلۍ په جنسي ځورونه تورن شوی و.

چارواکي وایي چې نوموړی په ۲۰۱۵ کال کې نیول شوی او وروسته د فدرالي محکمې له لوري په ۱۷ کلونو بند محکوم شوی دی.

د عدلیې وزارت په وینا، په نوموړي تورونه د ماشومې اړ کول، جنسي ځورونه، له امریکا بهر د ماشومانو د جنسي استثمار هڅې او د ماشومانو د فحش موادو په جوړولو او درلودلو پورې اړوند وو.

محکمې ته وړاندې شوي اسناد ښيي چې تورن کس په ۲۰۱۶ کال کې خپل جرمونه منلي او د امریکايي فدرالي قانون له مخې پرې د بند سزا اورول شوې ده.

اوس د امریکا حکومت د هغه د تابعیت د لغوه کولو په موخه قانوني اقدام پیل کړی، څو د تابعیت د ترلاسه کولو پر مهال د جرمونو د پټولو موضوع وڅېړل شي.

د ملګرو ملتونو راپور؛ پاکستان کې ۱۱ میلیونه کسان له سختې لوږې سره مخ دي

۵ غویی ۱۴۰۵ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۶، ۰۹:۰۲ GMT+۱
د ملګرو ملتونو راپور؛ پاکستان کې ۱۱ میلیونه کسان له سختې لوږې سره مخ دي
100%

دملګرو ملتونود خوړو نړیوال سازمان تازه راپور ښيي چې پاکستان د نړۍ له لسو تر ټولو زیانمنو هېوادونو څخه دی، چې شاوخوا ۱۱ میلیونه وګړي پکې له جدي لوږې او د خوړو له سخت کمښت سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو د خپاره شوي راپور له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۱۱ میلیونه پاکستانیان د خوړو له جدي کمښت سره مخ وو، چې له دې ډلې ۹،۳ میلیونه کسان د خوړو د بحران له جدي کچې او نږدې ۱،۷ میلیونه نور د بیړني حالت له لوړې کچې سره مخامخ شوي دي.

راپور څرګندوي چې دغه وضعیت د خوارځواکۍ د کچې د زیاتوالي لامل شوی او په ځانګړي ډول د بلوچستان، خیبر پښتونخوا او سند ایالتونه تر ټولو ډېر اغېزمن شوي دي.

د راپور له مخې، سخت اقلیمي بدلونونه، پرله‌پسې سېلابونه او اقتصادي ستونزې د خوړو د کمښت اصلي عوامل بلل شوي، چې د میلیونونو خلکو ژوند یې له خطر سره مخ کړی دی.

په راپور کې ویل شوي چې ډېری اغېزمن کسان د خوارځواکۍ په درېیم او څلورم پړاو کې شامل دي، چې دواړه د بحران له سختو کچو شمېرل کېږي.

همدارنګه، راپور ټینګار کوي چې په پاکستان کې د خوړو بحران نه یوازې ځايي اوسېدونکي اغېزمن کړي، بلکې هلته مېشت افغان کډوال هم له همدې ستونزو سره مخ دي.

د ملګرو ملتونو په وینا، پاکستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د کډوالو لوړه کچه لري، او همدې وضعیت د خوړو بحران نور هم ژور کړی دی، په داسې حال کې چې د یادو ایالتونو روغتیايي او تغذیوي ستونزې د اندېښنې وړ بلل شوې دي.

د بلوچستان کوټه کې د افغان وګړو د قاچاق په تور یو تن نیول شوی

۵ غویی ۱۴۰۵ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۶، ۰۷:۳۹ GMT+۱
د بلوچستان کوټه کې د افغان وګړو د قاچاق په تور یو تن نیول شوی
100%

د پاکستان د فدرالي څېړنو ادارې (FIA) د بلوچستان د انساني قاچاق ضد څانګه وایي چې په کوټه ښار کې د ترسره شویو عملیاتو په ترڅ کې یو تن تورن کس نیول شوی چې د افغان کډوالو د ناقانونه لېږد او قاچاق له یوې منظمې شبکې سره تړاو لري.

د دغه ادارې چارواکي وایي چې په دغه ایالت کې یې د انسان قاچاق پر ضد عملیات چټک کړي دي.

د چارواکو په وینا، د کوټې ښار د لوېدیځ بای پاس په سیمه کې د پټو معلوماتو پر اساس عملیات ترسره شوي چې په پایله کې یو تن تورن کس نیول شوی دی.

نیول شوی کس ثناءالله نومېږي، او د فدرالي څېړنو ادارې په وینا هغه د انساني قاچاق یوې منظمې شبکې غړی دی چې د افغان کډوالو د ناقانونه انتقال په قضیه کې ښکېل دی.

چارواکي زیاتوي چې د نیول شوي کس د موبایلونو محتویات، چټونه، انځورونه او ثبتونه ښيي چې هغه د خپلو نورو ملګرو سره په ګډه د افغان کډوالو په ناقانونه لېږد کې لاس درلود.

د چارواکو په خبره، تورن کس له افغانستان د سپین بولدک سیمې له ځینو انساني قاچاقبرانو سره مستقیمې اړیکې لرلې، او د همدې شبکې له لارې یې د خلکو د ناقانونه لېږد چارې تنظیمولې.

تېره ورځ له ایران او پاکستان نه نږدې ۵زره کډوال افغانستان ته جبري ستانه شوي دي

۵ غویی ۱۴۰۵ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۶، ۰۶:۴۹ GMT+۱
تېره ورځ له ایران او پاکستان نه نږدې ۵زره کډوال افغانستان ته جبري ستانه شوي دي
100%

د طالبانو تر واک لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون خبر ورکړی، چې تېره ورځ ۸۸۸ کډوالې کورنۍ چې ټول ۴۶۷۳ کسان کېږي، له ایران او پاکستان نه افغانستان ته ستنې شوې دي.

د دغه کمېسیون د راپور له مخې، دغه کډوال د ننګرهار د تورخم، د کندهار د سپین بولدک، د هرات له اسلام‌کلا او د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ستانه شوي دي.

راپور زیاتوي، له یادو کورنیو څخه ۶۸۴ کورنۍد تورخم له لارې، ۱۱۳کورنۍ د وریښموپله له لارې، ۶۲کورنۍد سپین بولدک له لارې، ۲۸ کورنۍ د اسلام‌کلا له لارې او یوه کورنۍ د بهرامچې له لارې افغانستان ته ستنې شوې دي.

د کمېسیون د معلوماتو پر بنسټ، راستنو شویو کورنیو سره د اړتیا وړ مرسته هم شوې ده.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د افغانانو فکري خوځښت د رهبرۍ شورا له نړیوالو سازمانونو او ملګرو ملتونو څخه غوښتنه کړې، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د حقونو د خوندي کولو لپاره جدي ګامونه پورته کړي.

بلخوا، د ملګرو ملتونو د استوګنې پروګرام ویلي چې افغانستان ته د کډوالو د پراخه څپو پر راستنیدنې د افغانستان ۱۰سلنه نفوس ډیر شوی.