په پاکستان کې د تېلو بيې یو ځل بيا لوړې کړای شوې

په پاکستان کې د ډيزل او پټرول بيې يو ځل بيا لوړې کړای شوې. د دغه هېواد د پټرولیم وزارت د ډیزل او پټرول د هر لیتر په بیه کې ۲۶ روپۍ او ۷۷ پیسې ډېروالی اعلان کړی دی.

په پاکستان کې د ډيزل او پټرول بيې يو ځل بيا لوړې کړای شوې. د دغه هېواد د پټرولیم وزارت د ډیزل او پټرول د هر لیتر په بیه کې ۲۶ روپۍ او ۷۷ پیسې ډېروالی اعلان کړی دی.
د پاکستان د پټرولیم وزارت دغه نوې بيې د جمعې په شپه (د غويي ۴مه) اعلان کړې او سر له سبا (شنبه د غويي ۵مه) به په ټول پاکستان کې د يو ليتر پټرول بیه ۳۹۳ روپۍ او ۳۵ پیسې او د یو لیتر ډيزل بیه ۳۸۰ روپۍ او ۱۹ پیسې وي.
د دغه هېواد د پټروليم وزير علي پروېز ملک په يو بیان کې ویلي، حکومت د تېلو په نړيوالو بیو کې ترممکنه حده په خپله سبسایډي زغملې ده.
د هغه په وینا، د تېلو بیې په منځي ختیځ کې د روانې شخړې له امله په نړۍواله کچه لوړې شوي او دغه ټاکل شوې بیې به تر یوې اونۍ همداسې وي.
د یادونې وړ ده، چې په منځني ختیځ کې د شخړې له راپورته کېدو وروسته پاکستان څو ځلي د تېلو بیې لوړې او راټيټې کړې او د حکومت دغه چاره د عام ولس له سخت غبرګون سره مخ شوې ده.

د افغانانو فکري خوځښت د رهبرۍ شورا له نړیوالو سازمانونو او ملګرو ملتونو څخه غوښتنه کړې، چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د حقونو د خوندي کولو لپاره جدي ګامونه پورته کړي. خبرپاڼه کې راغلي، افغان کډوال له بېلابېلو بشري ستونزو سره مخ دي او نړیواله ټولنه باید خپل مسوولیت ادا کړي.
یاد خوځښت د جمعې په ورځ (د غويي ۴مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، په پاکستان کې مېشت افغان کډوال له ډېرو ستونزو لکه، شړلو، توقیف او د ژوندانه له سختو شرایطو سره مخ دي. د شورا رهبرۍ ټینګار کړی، چې ملګري ملتونه او نور د بشري حقونو نړۍوال سازمانونه باید د افغان کډوالو وضعیت ته جدي پاملرنه وکړي او د هغوې د ځورونې مخه ونیسي.
شورا زیاته کړې، چې دا موضوع یوازې د افغانانو لپاره نه، بلکې د سولې او ثبات لپاره یو نړیوال مسوولیت ګڼل کېږي او باید د هر انسان د حقونو دفاع په منصفانه ډول وشي. د شورا په باور، افغان کډوال باید د نړۍ په کچه د بشري حقونو تر چوکاټ لاندې وپېژندل شي او د ژوند په ټولو برخو کې د برابرۍ فرصتونه ولري.
په اعلامیه کې همداراز ویل شوي، چې د افغان کډوالو ستونزې یوازې پاکستان یا افغانستان پورې محدودې نهدي، بلکې دا یوه نړیواله مساله ده، چې باید د نړیوالو ټولنو له خوا په ګډه حل شي. شورا له ټولو نړیوالو سازمانونو غوښتي، چې د افغان کډوالو د بشرپالنې په برخه کې خپلې هڅې زیاتې کړي او د یوه پایداره حل لارې په لټه کې شي.
په اعلامیه کې ټینګار شوی، چې افغان کډوال باید وکولای شي په درناوي سره خپل ژوند پرمخ یوسي او نړیواله ټولنه دې د هغوی د حقونو د خوندي کولو لپاره عملي اقدامات وکړي. دا غوښتنې په داسې حال کې مطرح کېږي چې په پاکستان کې مېشت افغان کډوال له سختو شرایطو، شړلو او ناقانونه نیونو سره مخ دي او د بشري حقونو فعالان هم ورته اندېښمن دي.
د ترکيې پارلمان يوه داسې لايحه تصويب کړې، چې ټولنیزو شبکو ته له ۱۵ کلونو څخه د کم عمره ماشومانو لاسرسی محدودوي. دا لايحه د دې لپاره چې قانون وګرځي، بايد په ۱۵ ورځو کې دننه د ترکيې د ولسمشر رجب طيب اردوغان له خوا توشېح شي.
د ترکيې دولتي رسنيو راپور ورکړی، چې دا لايحه ټولنيزې شبکې اړ باسي چې د عمر د تثبيت سيستمونه، د مور او پلار د کنټرول وسايل او د څارنې ميکانيزمونه جوړ کړي.
د دې لايحې لهمخې، لکه يوټيوب، ټيکټاک، فېسبوک او انسټاګرام په څېر پلاټفورمونه بايد له ۱۵ کلونو څخه کم عمره ماشومانو ته د حساب پرانېستلو اجازه ورنهکړي. همدارنګه، دا پلاټفورمونه بايد داسې وسايل برابر کړي، چې مور او پلار وکولای شي خپل ماشومان کنټرول کړي.
د ترکیې اناتولي دولتي اژانس راپور ورکړی، چې ټولنيزې شبکې بايد هغو منځپانګو ته چې زيانمنې بلل کېږي، په چټکۍ سره رسېدنه وکړي.
دا لايحه په داسې حال کې تصويب شوې، چې يوه اونۍ مخکې د ترکيې په سوېل کې د قهرمانمرعش ښار په يوه منځني ښوونځي کې يوه ۱۴ کلن هلک وسلهوال بريد وکړ، چې پکې ۹ زدهکوونکي او يو ښوونکی ووژل شول او خپله بريدکوونکی هم وژل شوی دی.
د ترکيې پوليس د بريدګر انلاين فعاليتونه څېړي، څو د دې بريد انګېزه روښانه شي.
د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان، له دې پېښې وروسته وويل، چې د ماشومانو د امنيت او محرمیت لپاره بايد انلاين خطرونه راکم شي.
اردوغان د دوشنبې په ورځ په يوه تلويزيوني وينا کې وويل: «موږ په داسې پېر کې ژوند کوو چې ځينې ډيجېټلي پروګرامونه زموږ د ماشومانو ذهنونه فاسدوي او ټولنيزې شبکې، په رښتيا سره، په يوه خړ ډنډ بدلې شوې دي».
د ترکيې د دولت اصلي مخالف ګوند جمهوري غوښتونکی خلق ګوند پر دې طرحې نيوکه کړې او ويلي يې دي، چې ماشومان بايد «د بنديزونو پر ځای، د حقونو پر بنسټ تګلارو» له لارې وساتل شي.
د دې لايحې لهمخې، د انلاين لوبو شرکتونه هم اړ دي، چې په ترکيه کې استازی وټاکي، څو د نويو مقرراتو پلي کېدل تضمين شي.
که دا شرکتونه له مقرراتو سرغړونه وکړي، نو د انټرنېټ د سرعت کمول او جريمې به د ترکيې د مخابراتو د څار ادارې له خوا پرې ولګول شي.
تر دې مخکې، اسټراليا هم ورته محدوديتونه پلي کړي وو او له ۱۶ کلونو څخه کم عمره ماشومانو لاسرسی يې ټولنيزو شبکو ته محدود کړی، چې له امله يې د شاوخوا ۴،۷ ميليونو ماشومانو حسابونه بند شول.
اندونيزيا هم تېره مياشت داسې مقررات پيل کړي، چې له ۱۶ کلونو څخه کم عمره ماشومانو لاسرسی هغو ډيجېټلي پلاټفورمونو ته بندوي چې کېدای شي هغوی له ناوړه منځپانګو، انلاين ځورونې، انټرنېټي درغلۍ او روږدي کېدو سره مخ کړي.
همدارنګه، نور هېوادونه لکه هسپانيا، فرانسه او برېتانيا هم يا دا ډول ګامونه عملي کوي او يا يې د عملي کولو په اړه غور کوي، څو ټولنيزو شبکو ته د ماشومانو لاسرسی محدود کړي.
د پاکستان د پنجاب په مرکز لاهور کې یوه مور د خپلو درېیو کم عمره ماشومانو د وژنې په تور نیول شوې ده. ځايي محکمې د پوښتنو او ګروېږنو لپاره پولیسو ته دا واک ورکړی، چې د پنځو ورځو لپاره یاده ښځه په توقیف کې وساتي.
د ځايي پولیسو د معلوماتو لهمخې، د لاهور په اچهره سیمه کې د پنجشنبې په ورځ (د غويي ۳مه) په یوه کور کې درې ماشومان، دوه نجونې او یو هلک، چې عمرونه یې له یو نیم کال تر پنځو کلونو پورې وو، د چړې په وسیله وژل شوي دي.
پولیس وايي، د ماشومانو جسدونه په کور دننه په خونړي حالت کې موندل شوي او تورنه مور هم په هماغه کوټه کې وه.
پولیس زیاتوي، د پېښې د پلټنې لپاره تورنه مور د جمعې په ورځ محکمې ته وړاندې شوه او پولیسو د لا ډېرو څېړنو لپاره له محکمې ۱۴ ورځې وخت وغوښت، خو محکمې بیا یوازې ۵ ورځې پولیسو ته دا واک ورکړ، چې تورنه ښځه په توقیف کې وساتي او خپلې پوښتنې ترې وکړي.
د ځايي پولیسو په وینا، یادې ښځې په لومړیو کې د ماشومانو له وژلو انکار کړی وو، خو وروسته یې بیا اعتراف کړی، چې ماشومان دې پهخپله وژلي دي او ویل کېږي یاده ښځه به د مې پر ۲۸مه بیا ځلي محکمې ته حاضره کړای شي.
لا تر اوسه د یادو ماشومانو د وژنې د لامل په تړاو څه نهدي ویل شوي دي.
د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي اعلان وکړ، چې د سیمهییزو مشورو او دوه اړخیزو همکاریو په موخه یې پاکستان، عمان او روسیې ته خپل سفرونه پیل کړي دي. نوموړي پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې په دغه سفر کې به له شریکانو سره د سیمې د وضعیت او دوه اړخیزو مسایلو په اړه نږدې همغږي وکړي.
عباس عراقچي نن ماښام پر خپله رسمي اېکسپاڼه ولیکل، چې دا سفر د ګاونډیانو د لومړیتوب په چوکاټ کې ترسره کېږي.هغه دا سفر پر وخت وباله او زیاته یې کړه چې موخه یې د سیمې له شریکانو سره د وروستیو بدلونونو په اړه سلامشورې دي.
دا ډیپلوماټیک سفر پر داسې مهال ترسره کېږي چې په منځني ختیځ کې د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچ د کمولو لپاره د منځګړیتوب هڅې ګړندۍ شوې دي. عراقچي ټینګار کړی چې ګاونډي هېوادونه د ایران په بهرني سیاست کې ځانګړی لومړیتوب لري او له هغوی سره همغږي د ثبات لپاره اړینه ده.
تمه کېږي چې عراقچي به په لومړي پړاو کې اسلاماباد ته ورسېږي، چېرته چې تر دې وړاندې د امریکا او ایران د استازو د احتمالي لیدنو په اړه هم راپورونه خپاره شوي وو.
په همدې حال کې، راپورونه ورکړل شوي، چې د ایران د پارلمان رییس محمدباقر قالیباف د امریکا سره د خبرو اترو د پلاوي له مشرۍ څخه لاس په سر شوی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پخوانۍ مرستیاله ونډي شرمن وایي، د امریکا دواړه سیاسي ګوندونه جمهوريپال او ډیموکراټان)د منځني ختیځ د روان کړکېچ د پراخېدو مسوول دي. هغې زیاته کړې، چې له اسراییل سره د واشنګټن ځانګړو سیاستونو په غزه کې د نسل وژنې لپاره لاره هواره کړې ده.
ونډي شرمن د برېتانیا له خبریالې میشل حسین سره په مرکه کې ټینګار کړی، چې ډیموکراتانو او هم جمهوريپالو داسې پالیسۍ نه دده تعقیب کړي چې رښتینې سوله او ثبات رامنځته کړي. د هغې په وینا، د امریکا کورني سیاستونه په کلکه له اسراییل سره تړلي دي او دا چاره واشنګټن په نړیواله کچه له ستونزو سره مخ کوي.
نوموړې د عراق جګړه، له اټومي تړون څخه د امریکا وتل او د پالیسیو پرلهپسې بدلونونه د سیمې د بېثباتۍ اصلي عوامل وبلل. شرمن زیاته کړه، پخواني ولسمشر بارک اوباما هڅه وکړه چې د ایران اټومي مسله د تړون له لارې حل کړي، خو ډونالډ ټرمپ دغه تړون لغوه کړ او وروسته جو بایډن هم ونه توانېد چې د له منځه تللې باور فضا له امله دغه تړون بېرته راژوندی کړي.
شرمن همداراز د ډونالډ ټرمپ پر سیاستونو نیوکه وکړه او ویې ویل چې د ایران د اټومي تړون لغوه کول او د اوکراین په جګړه کې د ملاتړ کمول ناسمې پرېکړې وې. هغې د «ابراهیم تړون» په اړه وویل چې دا نوښت که څه هم د عربي هېوادونو او اسراییل ترمنځ د اړیکو لپاره مهم و، خو بشپړ عملي نه شو.
شرمن همداراز ویلي، چې فلسطینیان د کور، کرامت او سولې مستحق دي او اسراییل هم د امنیت حق لري. هغې ټینګار وکړ چې د هېڅ ملت یا تمدن له نابودۍ ملاتړ نه کوي، که هغه فلسطینیان وي او که د ایران خلک.