• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د امریکا مخکښو څېرو کانګو ته د افغان کډوالو د لېږد پر طرحې نیوکې وکړې

۵ غویی ۱۴۰۵ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۶، ۲۱:۰۶ GMT+۱

د امریکا له لوري کانګو جمهوریت ته د افغان کډوالو د لېږد پر طرحې د غبرګونونو په دوام، یو شمېر امریکایي سیاسي څېرو پر دې اقدام سختې نیوکې کړې دي. د امریکا د سنا او د استازو جرګې غړو دا طرحه د افغان متحدینو پر وړاندې د واشنګټن د ژمنو خلاف بللې او هغه یې «شرموونکې» یاده کړې ده.

تر دې مخکې راپور ورکړل شوی وو، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ پلان لري شاوخوا ۱۱۰۰ افغان کډوال، چې په‌کې ۴۰۰ ماشومان هم شامل دي، د قطر له السیلیه کمپ څخه کانګو ته ولېږدوي. دا کسان د کابل له سقوط وروسته دغه کمپ ته انتقال شوي او ورسره د ویزو ورکړې او امریکا ته د لېږد ژمنه شوې وه.

د امریکا ډیموکرات سناتور برني سنډرز د افغان متحدینو د خوندیتوب لپاره د واشنګټن د ژمنې په یادولو سره ویلي، چې متحده ایالات باید له هغو کسانو سره «خیانت ونه‌کړي» چې د امریکایي سرتېرو د ساتنې لپاره یې خپل ژوند په خطر کې اچولی وو.

نوموړي سناتور په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «دا چې دوی دې ته اړ شي چې یا د طالبانو له خوا له نږدې حتمي مرګ سره مخ شي او یا داسې هېواد ته ولېږدول شي چې هېڅکله یې نه‌دی پېژندلی، دا یو بې‌رحمانه او غیراخلاقي عمل دی».

د امریکا د استازو جرګې غړې سیدني کاملاګر دوف هم د دې طرحې په غبرګون کې د افغان متحدینو د بیا مېشتېدو په اړه د واشنګټن پر ژمنې ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې افغانستان ته د دوی استول یا کانګو ته لېږدول کولای شي هغوی له جدي خطرونو سره مخ کړي.

هغې ویلي: «دا انتخاب نه‌دی، بلکې د مرګ حکم دی». مېرمن کاملاګر همدارنګه د امریکا پر حکومت نیوکه کړې، چې ولې یې د افغان کډوالو لپاره یو خوندي درېیم هېواد ونه‌موند او د امریکا دا دریځ یې «شرموونکی» بللی دی.

د امریکا همکار افغانان؛ یا کانګو ته لېږد یا د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته ستنېدل | افغانستان انټرنشنل پښتو

د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت ته د افغان کډوالو د لېږد طرحه په دې وروستیو کې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې له‌خوا رسنیزه شوه. دغه راپور د امریکا د مخکښو څېرو او د کانګرس د غړو له پراخو غبرګونونو سره مخ شوی دی.

طالبان په قطر کې مېشتو افغانانو ته: هېواد کې امنیت دی، کانګو ته مه ځئ بېرته راشئ | افغانستان انټرنشنل پښتو

تر اوسه پورې جیمز سټاوریډیس، چې په افغانستان کې د ناټو پخوانی قومندان وو، امریکايي سناتور اډ مارکی، پخواني سرتېري ریچارډ اوجدا او د امریکا د استازو جرګې غړو خوان وارګاس او امي برا پر دې طرحه غبرګون ښودلی او نیوکې یې پرې کړې دي.

ترویج لرونکی

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې
۱

طالبانو په هرات کې د شپنیو ګزمو له لارې د ښار امنیتي فضا لا سخته کړې

۲

د ږېرو پر سر نیونې؛ د کندهار اوسېدونکي وایي د خلکو عزت تر پښو لاندې کېږي او سپکاوی یې کېږي

۳

امریکایي اداره: په جنسي جرمونو محکوم افغان وګړی د کاناډا پولې ته نږدې نیول شوی

۴

د پېښور سترې محکمې یو افغان کډوال ته د پاکستاني تابعیت ورکولو امر کړی

۵

د کابل او اسلام‌اباد پلاوي د استانبول په غونډه کې «ښو پایلو» ته رسېدلي

•
•
•

نور کیسې

د طالبانو په ګډون په قزاقستان کې د سیمه‌ییزې ایکولوژیکۍ سرمشریزه پای ته ورسېده

۵ غویی ۱۴۰۵ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۵۶ GMT+۱
د طالبانو په ګډون په قزاقستان کې د سیمه‌ییزې ایکولوژیکۍ سرمشریزه پای ته ورسېده
100%

په قزاقستان کې د سیمه‌ییزې ایکولوژیکي سرمشریزې ۳ ورځنۍ غونډه پرون (جمعه د غويي ۴مه) پایته ورسېده. دغې سرمشریزې د چاپېریال ساتنې، اقلیمي بدلون او د طبیعي سرچینو د مدیریت پر مهمو موضوعاتو تمرکز درلود، چې په‌کې له طالبانو سربېره د منځنۍ اسیا هېوادونو لوړپوړو استازو ګډون کړی وو.

د طالبانو د چاپیریال ساتنې ادارې رییس مطیع‌الحق خالص او ورسره مل پلاوي هم په دغې غونډه کې ګډون کړی وو. سرمشریزه کې ګډونوالو د اقلیمي بدلون پر وړاندې د ګډو اقداماتو پر پیاوړتیا، د اوبو سرچینو مؤثر مدیریت، د شنو ټکنالوژیو پراختیا او د چاپېریالي ستونزو د حل لپاره پر سیمه‌ییزو همکاریو ټینګار وکړ. همداراز، د ۲۰۲۶–۲۰۳۰ کلونو لپاره د ګډو عملي پروګرامونو پر پلي کېدو او له نړیوالو بنسټونو سره د همغږۍ پر زیاتوالي هوکړه وشوه.

د غونډې پرېکړو کې د ارال سمندر پر ساتنې ټینګار شوی او د دې تاریخي چاپېریالي بحران د حل لپاره د نړیوالو هڅو د پراخولو غوښتنه هم شوې ده. سربېره پر دې، د اوبو کمښت، د هوا ککړتیا او د اقلیمي بدلون له امله د رامنځته کېدونکو خطرونو پر وړاندې د ګډو اقداماتو اړتیا یاده شوې ده.

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې د شنبې په ورځ (د غويي ۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د یادې سرمشریزې په تخصصي ناستو کې د کثافاتو مدیریت، دوراني اقتصاد، دقیقو معلوماتو نشتوالی، ډیجیټلي حل‌لارې او د مصنوعي ځیرکتیا سیستمونو کارونې پر موضوعاتو ژور بحثونه وشول. ګډونوالو ټینګار وکړ، چې د ډیجیټلي او نوې ټکنالوژۍ کارول کولی شي هېوادونه له ارزونې څخه عملي اقداماتو ته ورسوي.

100%

د مرکزي اسیا هېوادونو استازو څرګنده کړه، چې د طبیعي مناظرو بیا رغونه او د اقلیمي بدلون پر وړاندې د مقاومت لوړول د سیمې لپاره حیاتي ارزښت لري. همدارنګه، د اقلیمي تمویل د زیاتوالي اړتیا هم مطرح شوه، څو ګډې پروژې په اغېزناک ډول پلي شي.

په دغو ناستو کې دا هم روښانه شوه، چې مرکزي اسیا د اقلیم بدلون له امله له تر ټولو زیان‌منو سیمو څخه ده. د یخچالونو وېلې کېدل او پر اوبو د فشار زیاتوالی د اوبو سرچینو، کرنې او اقتصاد لپاره یې جدي ګواښونه رامنځته کړي دي.

له اقلیم سره د سازګاره ځمکې کارونې طریقو په اړه هم ناسته وشوه، چې په‌کې د ځمکې د تخریب او دښتي کېدو پر مخنیوي بحث وشو. ګډونوالو دا ستونزه د خوړو خوندیتوب لپاره جدي ننګونه وبلله.

د سرمشریزې په درېیمه ورځ په چاپېریال سکتور کې د عصري ډیجیټلي حل‌لارو او مصنوعي ځیرکتیا ټکنالوژیو د کارونې په اړه ځانګړې ناسته ترسره شوه، چې په‌کې د نوې ټکنالوژۍ رول د چاپېریالي مدیریت په ښه والي کې مهم وبلل شو.

همدارنګه «په مرکزي اسیا کې د وختي خبرداري او د ناورین د خطر کمولو همکارۍ» تر عنوان لاندې ناسته کې د GLOFCA پروژې عملي پایلې وړاندې شوې او په‌کې د یخچالي جهیلونو څارنه، د وختي خبرداري سیستمونو پلي کېدل او د ټولنې پر بنسټ د خطر کمولو اقدامات مهم وبلل شول.

د طالبانو خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې ورسره هم‌مهاله، «له اقلیمي خطرونو تر سوداګریزو فرصتونو» تر عنوان لاندې ناسته کې ګډونوالو د چاپېریالي ننګونو د پانګونې پر فرصتونو، د سوداګرۍ ستراتیژیو کې د اقلیم موضوع ادغام او د شنو مالي میکانیزمونو پر پراختیا بحثونه وکړل. د سرمشریزې د اهمیت له امله د اقلیم، ایکولوژۍ او سیمه‌ییز اتصال موضوعاتو پراخ نړیوال پام ځانته رااړولی وو.

د مرکزي اسیا د چاپېریالي فعالیتونو د ارزونې سیمه‌ییز بهیر هم په رسمي ډول پیل شو. د وزیرانو په کچه ناسته کې د سیمه‌ییزو لومړیتوبونو، همکارۍ او د تمویل میکانیزمونو پر ټاکلو بحث وشو. دا نوښت د اقلیم بدلون، د اوبو کمښت، د یخچالونو وېلې کېدو او د ځمکې د تخریب په څېر ګډو ننګونو ته د همغږي ځواب رامنځته کولو لپاره پیل شوی دی.

همداراز، د مرکزي اسیا لپاره د هوا د کیفیت پالیسۍ دویم سیمه‌ییز ډایلاګ هم ترسره شو، چې په‌کې د چاپېریال وزیرانو د هوا د ککړتیا د کمولو او د صنعت د عصري کېدو پر عملي لارو چارو بحث وکړ. د سختو چاپېریالي مقرراتو پلي کول، د ککړو صنعتونو انتقال، د شنو ټرانسپورتي سیستمونو پراختیا او د عصري ټکنالوژیو کارول د مهمو لومړیتوبونو په توګه یاد شول.

100%

د طالبانو پلاوي هم په دې مهمه سرمشریزه کې ګډون درلود، چې مشري یې د چاپېریال ساتنې ادارې رییس مطیع‌الحق خالص کوله. یاد پلاوي د افغانستان د چاپېریالي وضعیت، اقلیمي ننګونو او د سیمه‌ییزې همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ او د ګډو هڅو ملاتړ یې څرګند کړ.

د یادونې وړ ده چې دا سرمشریزه د سیمې هېوادونو ترمنځ د چاپېریالي همکاریو د پیاوړتیا، د نوې ټکنالوژۍ د کارونې او د اقلیم بدلون پر وړاندې د یوه ګډ او عملي دریځ د رامنځته کولو په برخه کې یو مهم ګام بلل کېږي.

طالبانو په خوست کې ۶۸۰ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړه

۵ غویی ۱۴۰۵ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۶، ۱۸:۳۷ GMT+۱
طالبانو په خوست کې ۶۸۰ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړه
100%

په خوست کې د طالبانو ولایتي رسنیز دفتر اعلان کړی، چې د دغه ولایت په بېلابېلو سیمو کې یې څه باندې ۶۸۰ جریبه ځمکه د دولتي ملکیت په توګه ثبت کړې ده. دا پرېکړه د طالبانو د غصب شویو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو کمېسیون او د اراضۍ مرکزي کمېسیون له لوري شوې ده.

د یادې ثبت شوې ځمکې له ډلې څخه، ۴۳۰.۲۴ جریبه د خوست د مرکز اړوندو سیمو کې تثبیت شوې، ۲۵۰ جریبه د ځاځي میدان ولسوالۍ پورې اړوند ده او پاتې نوره ځمکه د صبریو او یعقوبیو او همداراز د اسماعیل‌خېلو- مندوزیو ولسوالیو اړوندو سیمو کې ثبت شوې ده.

د خوست ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د شنبې په ورځ (د غويي ۵مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دغه ځمکې له قانوني ارزونو او تخنیکي څېړنو تر بشپړېدو وروسته د دولتي ملکیت په توګه ثبت شوې ده.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د یاد اقدام موخه د دوی عوایدو زیاتول، له ځمکو اغېزناکه استفاده او منظم مدیریت دی.

د طالبانو چارواکو ویلي، د غصب شویو ځمکو د بېرته ترلاسه کولو او د امارتي ملکیت د تثبیت لپاره به هڅې دوام ولري. د طالبانو د اراضۍ مرکزي کمېسیون او د غصب د مخنیوي کمېسیون ته سپارښتنه شوې، چې د قانوني ارزونو او تخنیکي څېړنو بهیر نور هم چټک کړي.

د سرو زرو د کانونو پر سر د کندهاري او بدخشاني طالبانو پټه شخړه

۵ غویی ۱۴۰۵ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۳۷ GMT+۱
د سرو زرو د کانونو پر سر د کندهاري او بدخشاني طالبانو پټه شخړه
100%

په بدخشان کې د طالبانو د ادارې وروستي بدلونونه د سیمه‌ییزو چارواکو له ګوښه کولو نیولې د زر کسيزې ځانګړې قطعې تر استولو پورې، د سرو زرو د کانونو پر سر د پراخو اختلافاتو نښې څرګندوي.

د بدخشاني طالبانو له منځه ځینې سرچینې وایي چې دا اقدامات د طالبانو د مشر د هغو هڅو سره تړاو لري چې غواړي د سرو زرو او قیمتي ډبرو کانونو له سیمه‌ییزو قوماندانو واخلي او د کندهار کړۍ ته یې وسپاري.

د افغانستان انټرنشنل موندنې ښيي چې د طالبانو مشر په وروستیو میاشتو کې د بدخشان د سیمه‌ییزو قومندانانو د پرله‌پسې زیاتېدونکي نفوذ د مهارولو لپاره د همغږو اقداماتو یوه لړۍ پیل کړې ده. په دغو اقداماتو کې د با نفوذه سیمه‌ییزو څېرو ګوښه کول، نیول او تبعیدول، د هغوی پر ځای د هبت‌الله او د هغه د نږدې کسانو له باور وړ څېرو ګمارنه، او په ورته وخت کې په بدخشان کې د زر کسیز قطعې ځای پر ځای کول شامل دي.

په بدخشان کې سیمه‌‌یزو طالب سر چینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې دغه اقدامات د طالبانو د مشرتابه د هغې مخ پر زیاتېدونکې اندېښنې له امله دي چې د بدخشاني طالبانو سیمه‌ييز قومندانان له اقتصادي او پوځي پلوه پیاوړي کېږي. د دغو معلوماتو له مخې، دغه قومندانان د کانونو د کنټرول له لارې لویو مالي سرچینو ته لاسرسی موندلی او ځینې یې اوس په خپلواکه توګه د دې وړتیا ادعا کوي چې د یو میلیون ډالرو په ارزښت پروژ پلي کولو وړتیا لري.

په بدخشان کې د زر کسیزې قطعې ځای پر ځای کول

په بدخشان کې د طالبانو والي اسماعیل غزنوي شاوخوا دوه میاشتې مخکې د طالبانو له مشر هبت‌الله اخندزاده څخه غوښتنه کړې وه چې بدخشان ته د زر کسیزې ځانګړې قطعې د لېږلو امر وکړي. دغه ځواک اوس بدخشان ته رسېدلی دی. د طالبانو والي د دې ځواک موخه د سرو زرو د کانونو ساتنه بللې، خو د بدخشان اوسېدونکي وايي چې د دې قطعې اصلي دنده د سیمه‌ییزو قومندانانو مهارول او د بدخشان پر کانونو د کندهار مستقیم کنټرول ټینګول دي.

د بدخشاني طالبانو ځینې غړي دغه اقدام د بدخشان د کانونو د کنټرول د کندهاري کولو د بهیر برخه بولي؛ هغه بهیر چې د هغوی په باور، د بدخشان پر ستراتیژیکو سرچینو د هبت‌الله اخندزاده د واک د ټینګښت په موخه تعقیبېږي.

د ځايي چارواکو ګوښه کول او تبعید

وروستي بدلونونه ښيي چې دا بهیر یوازې اداري بڼه نه لري، بلکې امنیتي او سیاسي بڼه هم لري.

د بدخشان د کانونو ریاست څخه د یو بدخشاني طالب ګوښه کول

په وروستي اقدام کې طالبانو شفیق‌الله حفیظي د بدخشان د کانونو د رییس له دندې ګوښه کړی دی. حفیظي چې اصلي د بدخشان د یفتل ولسوالۍ اوسېدونکی دی او د طالبانو له لیکو سره تړاو لري. د هغه پر ځای عبدالمتین رحیم‌زی له لوګر ولایت څخه د بدخشان د کانونو د نوي ريیس په توګه ټاکل شوی دی.

حفیظي مخکې د شهربزرګ او شېوه د کانونو په مدیریت کې له مهمو څېرو څخه ګڼل کېده. تېر کال هم د هغه د ګوښه کېدو هڅې شوې وې، خو د طالبانو د پخواني والي قاري ایوب خالد په ملاتړ یې خپله دنده ساتلې وه.

سرچینې وايي چې د هغه ځایناستي ټاکل د دې بهیر برخه ده چې د کانونو مدیریت د کندهار د کړۍ نږدې کسانو ته په واک کې ورکول شي.

شفیق حفیظي په بدخشان کې طالبانو د کانونو له ریاست څخه ګوښه شوی رییس
100%
شفیق حفیظي په بدخشان کې طالبانو د کانونو له ریاست څخه ګوښه شوی رییس


له درواز څخه د جمعه خان فتح تعبید کول
یو له تر ټولو مهمو پېښو څخه د بدخشان د درواز ولسوالۍ له بانفوذه طالب څېرو څخه د جمعه‌خان فاتح ګوښه کول او تبعید دی. نوموړی د نُسي ولسوالۍ له دندې لرې کړای شو او د زابل د والي د مرستیال په توګه وګومارل شو.

له بدخشان څخه سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې جمعه‌خان فاتح له دې بدلون څخه ناخوښه و او شاوخوا یوه میاشت یې زابل ته له تلو ډډه کړې وه.

جمعه‌خان فاتح په تېرو کلونو کې هڅه کړې وه چې د قیمتي ډالیو په ورکولو سره په کابل کې د طالبانو د لوړپوړو چارواکو، له هغې ډلې د طالبانو د رییس‌الوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر، ملاتړ ترلاسه کړي، څو وکولای شي د بدخشان په درواز سیمو کې د یوه ځواکمن شخصیت په توګه پاتې شي.

خو طالبان، د هغه پر وړاندې د بې‌باورۍ له امله، هغه زابل ته واستاوه تر څو د هغه د نفوذ د پراخېدو مخه ونیسي.

سرچینې وايي چې جمعه‌خان فاتح لا هم د «موسی کاکه» په نوم د یوه کس له لارې او د سلګونو وسلوالو په مټ، عملا د نُسي، شکي او خواهان پر کانونو نفوذ او کنټرول لري. نوموړی له دغو کانونو څخه میلیونونه افغانۍ عواید ترلاسه کوي.

د شکي ولسوالۍ ځینو سرچینو ویلي چې د جمعه‌خان فاتح اړوند کسان حتی د دې ولسوالۍ د کانونو د رسمي مدیر له خوا د عوایدو راټولولو مخه هم نیسي.

جمعه خان فاتح او ملا برادر
100%
جمعه خان فاتح او ملا برادر

د ارګو ولسوالی عبدالخبیر بندي کول

عبدالخبیر نظامي چې د بدخشان په ارګو کې د طالبانو ولسوال او د شېوه له کان سره تړلی یو بانفوذه کس بلل کېږي، تېره اوونۍ په ارغنج‌خواه کې له طالبانو سره د وسله‌والې نښتې وروسته ونیول شو.

سرچینې وايي، د طالبانو د والي اړوند کسانو د هغه د نفوذ د محدودولو لپاره شېوه سیمې ته داخل شول، او له نښتې وروسته نظامي فیض‌آباد کې د والي دفتر ته وروغوښتل شو او د ځانګړې قطعې له خوا ونیول شو.

عبدالخبیر نظامي دا مهال د کندز په زندان کې دی او د طالبانو د پوځي محکمې د پرېکړې په تمه دی.

عبدالخبیر نظامي
100%
عبدالخبیر نظامي


د بدخشان د کانونو پخوانی رییس په کندز کې بندي دی

سرچینې وايي، چې د بدخشان د کانونو پخوانی رییس عبدالرحمان عمار یو له هغو نفوذ لرونکو کسانو څخه دی چې د کندهاري طالبانو له‌خوا پیل شوي د حذف په لړۍ کې په نښه شوی دی.

عبدالرحمان عمار د ۱۴۰۴ کال د لړم په اتمه، وروسته له هغې ونیول شو چې په شهربزرګ کې یې د «غیربومي طالبانو» او د هغوی اړوند شرکتونو له حضور سره مخالفت کړی و.

ځایي سرچینې وايي، هغه د قاري فصیح‌الدین د منځګړیتوب او شفاهي ضمانت له امله له وسله‌وال مقاومت څخه لاس واخیست او تسلیم شو، خو اوس د طالبانو د پوځي محکمې د حکم له مخې د کندز په زندان کې د بند موده تېروي.
طالبانو د بدخشان د سرو زرو د استخراج لپاره ۱۰۰ زره کسان ګومارلي دي

بدخشان د افغانستان له مهمو معدني سیمو څخه دی، دا ولایت د سرو زرو، لاجوردو او قیمتي ډبرو له بډایو زیرمو څخه برخمن دی، چې له کلونو راهیسې د بېلابېلو لوبغاړو ترمنځ د سیالۍ ډګر پاتې شوی دی.

د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت اعلان کړی چې په دغه ولایت کې د سرو زرو د استخراج په پروژو کې ۱۰۰ زره کسان بوخت دي.

د استخراج سترې پروژې د شهربزرګ، یاوان، کوهستان، راغستان، خواهان او ارغنج‌خواه په ولسوالیو کې روانې دي.

خو د کارپوهانو په باور دغه استخراجونه د شفافیت د نشتوالي، د حساب‌ورکونې د کمښت او د افغانستان د قوانینو او نړیوالو معیارونو د سرغړونې له امله غیرقانوني دي.

د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني هم مخکې ویلي وو، هغه تړونونه چې طالبان یې «په پټه» د کانونو پر سر کوي، نړیوال مشروعیت نه لري او دا هم روښانه نه ده چې دغه کانونه د څومره مودې لپاره سپارل کېږي او عواید یې چېرته لګول کېږي.

ایا د سرو زرو جګړه به پراخه شي؟

شنونکي وايي هغه څه چې په بدخشان کې روان دي، یوازې اداري سیالي نه ده، بلکې د طالبانو په منځ کې د شتمنۍ، واک او د سرو زرو د کنټرول پر سر د سیالۍ انعکاس دی.

په داسې حال کې چې د طالبانو مشرتابه په کندهار کې هڅه کوي ستراتیژیکې عایداتي سرچینې تر خپل مستقیم کنټرول لاندې راولي، د بدخشان ځینې سیمه‌ییز قومندانان چې د جګړې په کلونو کې یې خپلواک نفوذ او ځواک پیدا کړی، دا بهیر د خپل موقف پر وړاندې ګواښ ګڼي.

د ځواکونو لېږل، د قومندانانو نیول او اداري بدلونونه ټول ښايي د دې هڅې نښې وي چې دا درز تر دې مخکې مهار شي چې د طالبانو د داخلي یووالي لپاره په لویې ننګونې بدل شي.

داسې ښکاري چې بدخشان اوس یوازې د اداري سیالۍ ډګر نه دی، بلکې د سرو زرو په جګړه کې د ځواک د ازمایښت په میدان بدل شوی دی.

د طالبانو او ازبکستان د روغتیا وزیران د روغتونونو لپاره د عصري تجهیزیاتو په اړه غږېدلي دي

۵ غویی ۱۴۰۵ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۶، ۱۵:۲۱ GMT+۱
د طالبانو او ازبکستان د روغتیا وزیران د روغتونونو لپاره د عصري تجهیزیاتو په اړه غږېدلي دي
100%

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي او د ازبکستان د روغتیا وزیر اسیلبیک خدایاروف په بلخ ولایت کې د لیدني پرمهال د روغتیایي همکاریو پر پراختیا، د درملو پر تولید، د متخصصینو پر روزنې او د افغانستان د روغتونونو لپاره د عصري طبي تجهیزاتو د برابرولو په تړاو خبرې کړې دي.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت نن شنبه د غويي پر ۵مه، د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې نور جلال جلالي په دغه ناسته کې د زړه د ناروغیو په برخه کې د همکارۍ، د سرطان د تشخیص او درملنې مرکز د جوړولو او د متخصصینو د روزنې غوښتنه وکړه. نوموړي همداراز د درملو پر واردولو، د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او د ګډو روغتیایي پروژو پر پلي کولو ټینګار کړی دی.

طالبان وايي، د ازبکستان د روغتیا وزیر اسیلبیک خدایاروف په دې برخه کې د خپل هېواد چمتووالی اعلان کړی او ویې ویل: «موږ به د ازبکستان په پرمختللو روغتونونو کې افغان متخصصین وروزو، ترڅو هغوی وکولای شي په خپل هېواد کې د ناروغیو تشخیص او درملنه په سمه توګه ترسره کړي.»

خدایاروف زیاته کړې، چې دواړه هېوادونه به د لابراتوارونو د ظرفیت لوړولو په برخه کې همکاري وکړي او د خصوصي سکتور په ملاتړ به د میندوارو ښځو او ماشومانو د درملنې لپاره ځانګړي کلینیکونه جوړ کړي.

دا لیدنه پر داسې مهال کېږي چې له پاکستان سره د سوداګریزو لارو له تړل کېدو وروسته، طالبان هڅه کوي افغانستان ته د درملو د واردولو لپاره له نورو ګاونډیو هېوادونو سره بدیلې لارې او تړونونه رامنځته کړي.

سراج‌الدین حقاني: ورزشکاران د خپلو هېوادونو غېررسمي سفیران دي

۵ غویی ۱۴۰۵ - ۲۵ اپریل ۲۰۲۶، ۱۳:۳۸ GMT+۱
سراج‌الدین حقاني: ورزشکاران د خپلو هېوادونو غېررسمي سفیران دي
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني په کابل کې د دودیزې غېږنیونې د نړۍوالو سیالیو له استازو او لوبغاړو سره په لیدنه کې ورزشکاران د خپلو هېوادونو غیررسمي سفیران بللي او له هغوی یې وغوښتل، چې له افغانستان څخه د سولې او ورورولۍ پیغام خپلو هېوادونو ته ولېږدوي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت نن شنبه د غويي پر ۵مه، پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې سراج‌الدین حقاني د نړیوالو سیالیو پر ښه تنظیم ټینګار کړی او د المپیک ادارې له مشرتابه سره یې د هر راز همکارۍ ډاډ ورکړی دی. نوموړي ویلي، چې بهرني ورزشکاران باید د افغانستان مثبت انځور نړۍ ته وړاندې کړي.

د دودیزې غېږنیونې نړیوال فسټیوال د تېرې پنجشنبې په ورځ، د غويي ۳مه د کابل په کوربه‌توب پیل شوی دی. دا سیالۍ د المپیک، بدني روزنې او سپورت د عمومي ریاست په تالار کې ترسره کېږي او درې ورځې به دوام وکړي.

په دغو سیالیو کې د کوربه افغانستان په ګډون د ایران، ترکیې، قرغزستان، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان څخه تر ۶۰ ډېرو لوبغاړو ګډون کړی دی.

د معلوماتو له مخې، د غېږنیونې ترڅنګ به د سامبو سیالۍ او ځینې نورې دودیزې لوبې هم ترسره شي، چې شاوخوا ۱۰۰ کورني لوبغاړي به په کې ګډون ولري.