• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په کندهار کې پر لویو ډیجیټلي سکرینونو د اعلاناتو خپرول بند کړل

عبدالله همیم
عبدالله همیم

خبریال

۹ غویی ۱۴۰۵ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۱۹ GMT+۱تازه شوی: ۹ غویی ۱۴۰۵ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۱:۲۲ GMT+۱

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو امربالمعروف په کندهار ښار کې د ځینو خصوصي شرکتونو له‌خوا پر لګول شویو لویو سکرینونو د سوداګریزو اعلاناتو پر خپرولو بندیز ولګاوه. د یو شرکت مسوولان وايي، د امربالمعروف بندیز لسګونه زره ډالره زیان ور اړولی.

د کندهار ښار په بېلا بېلو برخو او ګڼه ګوڼه ځایونو کې ځینو شرکتونو لوی ډیجیټل سکرینونه لګولي وو او سوداګریز اعلانات پکې خپرېدل.

د سرچینو د معلوماتو له‌مخې، له تېرکال راهیسې د طالبانو د بندیز له امله په دغو سکرینونو کې بې روحه اعلانات خپریدل، خو اوس په کندهار کې د طالبانو د امربالمعروف ریاست د شفاهي امر له‌مخې، د یادو سکرینونو د بشپړ بندیدو امر شوی دی.

د یادو سکرینونو د شرکت یو کارکوونکي چې نه غواړي نوم یې واخېستل شي، افغانستان انټرنشنل ته وویل:«تېر کال موږ ته طالبانو وویل چې باید د ساکښو انځورونه او ویډیوګانې خپاره نه کړو. هغه مو ورسره منل، اوس وايي، چې باید مطلق باید دا سکرینونو بند شي او هېڅ مواد باید پکې خپاره نه شي».

د یادو شرکتونو مسوولان وایي، امربالمعروف ورته ویلي، چې د سکرینونو د بندولو امر یې د ملا هبت الله د لارښوونې له‌مخې کړی دی.

د سکرینونو د شرکتونو په وینا، د هر سکرین پر فعالولو یې له اتلس زره څخه تر شل زره ډالرو پورې لګښت کړی دی او ښاروالي ته هم په کال کې دوه نیم لکه افغانۍ مالیه ورکوي.

د سکرینونو څښتنان وايي، د افغانستان نورو ښارونو ته په کتو یې په عصري او ډیجیټلي بڼه د سوداګرۍ او اعلاناتو په موخه پانګونه وکړه، خو طالبانو یې پر دې پانګونه بندیز ولګاوه.

د اعلاناتو د خپریدو لپاره سکرینونه چې په کندهار کې په عامه اصطلاح ورته تلویزیونونه وايي، د کابل او ننګرهار په ګډون په نورو ولایتونو کې هم فعال دي چې د اعلاناتو د خپرېدو ترڅنګ ځینې وخت ښاریان د دغو سکرینونو له لارې د افغانستان ورزشي لوبې هم ننداره کوي.

طالبانو په رسمي ډول ددغو سکرینونو د بندولو مذهبي او یا امنیتي دلایل نه دي روښانه کړي.

ترویج لرونکی

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي
۱

بلومبرګ: د ایران او امریکا د ۱۴ ماده‌یي هوکړې جزییات افشا شوي

۲

امریکا بالاخره له ایران سره د تفاهم د یادښت رسمي متن خپور کړ

۳

سرچینې: ایران د ملي مقاومت جبهه پر طالبانو له بریدونو منع کړې ده

۴

د سپینې ماڼۍ یو چارواکی: ټرمپ له ایران سره د تفاهم یادښت لاسلیک کړ

۵

پولنډ او جرمني د دوه اړخیزې دفاعي همکارۍ تړون لاسلیک کړ

•
•
•

نور کیسې

ملاهبت الله: په ګمرکونو کې د خلکو شتمني باید د شخصي‌ ګټو پرځای د خلکو په ګډو ګټو ولګول شي

۹ غویی ۱۴۰۵ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۶، ۱۰:۱۰ GMT+۱
ملاهبت الله: په ګمرکونو کې د خلکو شتمني باید د شخصي‌ ګټو پرځای د خلکو په ګډو ګټو ولګول شي
100%

د طالبانو مشر ملاهبت الله اخوندزاده د یادې ډلې د مالیې وزارت مسوولانو، ولایتي مستوفیانو او یوشمېر نورو طالب چارواکو ته په یوه سیمنار کې ویلي، چې په ګمرکونو کې دې د بې‌ځایه لګښتونو او فساد مخنیوی وکړي او لګښتونه دې د شخصي‌ ګټو پرځای پر خلکو او عامه ګډو ګټو ولګوي.

په یاد سیمنار کې د طالبانو د مشر ملاهبت الله اخوندزاده د وینا ډېره برخه د «شریعت پر پلي کولو، د دیني ملایانو سره د مشورو او درناوي پر زیاتېدو، د خپل نظام د ساتنې او په خپلو منځونو کې د همغږۍ پراختیا» ته ځانګړې شوې وه.

نوموړي د ګمرونو طالب مسوولانو ته په خطاب کې ویلي: «په ګمرکونو کې چې تاسې کوم محصولات جمع کوئ دا د خلکو پیسې دي، دا بیت المال دی، ډېر احتیاط کوئ چې بې‌ځایه دا مال مصرف نه‌کړئ. کوښښ وکړئ، چې دا مالونه د خلکو په عامه مصالحو کې مصرف شي نه په شخصي مصالحو کې».

د طالبانو مشر خپلو کارکوونکو ته خبرداری ورکړی، که په چارو کې «د غفلت له کبله زیان پېښ شي بیا عذر» د منلو نه‌دی. نوموړي ټینګار کړی، چې ځانونو ته د امتیاز پر ځای خلکو ته اسانتیاوې رامنځته کړئ او کار و اهل کار ته وسپارئ.

هغه ویلي:« له خلکو سره سختي مه کوئ، خلک د الله تعالی له رحمته مه مایوسه کوئ او خلک په نفرت کې مه اچوئ. له خلکو سره نږدې اوسېږئ؛ تر څو خلک تاسې ته درشي او ستاسو سیاست له نږدې وویني. مسوولیت داسې چاته مه ورکوئ، چې اهلیت یې ونه لري».

د طالبانو له‌خوا په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په یاده غونډه کې طالب مسوولانو، دیني ملایانو او ګډونوالو له ملاهبت الله سره خپل «بیعت» بیا تازه کړ. د طالبانو مشر پر داسې مهال په خپلو ادارو کې کار اهل کار ته پر سپارلو ټینګار کوي، چې پر یادې ډلې نیوکې دي چې په مسلکي او تخصصي برخو کې یې هم ملایان ټاکلي.

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بې‌ځایه شویو کورنیو پر وضعیت اندېښنه ښودلې

۹ غویی ۱۴۰۵ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۶، ۰۹:۱۶ GMT+۱
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بې‌ځایه شویو کورنیو پر وضعیت اندېښنه ښودلې
100%

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ د هغو هېوادونو نوملړ خپور کړی، چې د جګړو او کډوالۍ له کبله یې خلک زیانمن او بې‌ځایه شوي‌ دي. یاد سازمان له نړۍواله مرستندویه سازمانونو غوښتنه کړې، د هغو کورنیو ترڅنګ ودرېږي چې هر څه یې له لاسه ورکړي دي.

یونیسیار د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۹مه) ویلي، د هغو خلکو نوملړ خورا اوږد دی چې د کړکېچ له کبله له خپلو کورونو تښتي. د یونیسیار له‌خوا د خپور شوي نوملړ په سر کې افغانستان، دویم کانګو، ایران، لبنان، میانمار، فلسطین او په ترتیب سوډان، سوریه، اوکراین او یمن هېوادونه راوستلي او کاږلي یې دي، چې د یادو هېوادونو پر وړاندې «بې‌پروا مه اوسئ».

دوی زیاته کړې: «نوملړ خورا پراخ دی او خلک د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کېږي». یادې ادارې خبرداری ورکړی، چې بې‌غوري دغه وضعیت لاپسې کړکېچنوي. یونیسیار له بې‌ځایه شویو کورنیو سره د مرستې او پاملرنې پر اړتیا ټینګار کړی او د زیانمنو د ملاتړ غږ یې پورته کړی دی.

په افغانستان کې د کډوالۍ او له پاکستان سره تر ترینګتیا وروسته په زرګونه کورنۍ بې‌ځایه شوې او دامهال بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

طالبانو په کابل کې تر ۸۰۰ جریبه زیاته ځمکه دولتي اعلان کړه

۹ غویی ۱۴۰۵ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۶، ۰۸:۴۱ GMT+۱
طالبانو په کابل کې تر ۸۰۰ جریبه زیاته ځمکه دولتي اعلان کړه
100%

د طالبانو عدلیې وزارت اعلان کړی، چې د کابل ښار د ۱۶مې ناحیې په الوخېلو کلي کې یې ۸۴۱.۲۵۴ جریبه ځمکه د دولتي ملکیت په توګه ثبت کړې ده. یاد وزارت زیاته کړې، چې دغه ځمکه به د غصب شویو ځمکو د استرداد کمېسیون ته وسپاري.

د طالبانو عدلیې وزارت د چهارشنبې په ورځ (د غويي ۹مه) ویلي، چې دغه ځمکه په دوو کادستري قطعو کې شامله ده او له اسنادو، املاکي ریکارډونو او اړونده ادارو د معلوماتو له ارزونې وروسته د دولت په نوم تثبیت شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې محکمې د دغه ځمکې د ټولو اسنادو او شواهدو وروسته د دولتي ځمکې د تثبیت پرېکړه کړې.

طالبانو ویلي، چې د هېواد په کچه د دولتي ځمکو د ارزونې، تثبیت او استرداد بهیر په کلکه دوام لري او د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون، ولایتي تخنیکي پلاوي او اړونده ځانګړې محکمې د اسنادو، مدارکو او د دولتي ادارو اړوندو معلوماتو له کره ارزونې وروسته د دولتي غصب شویو ځمکو په هکله پرېکړې کوي.
طالبانو تر دې څو ورځې وړاندې په کابل کې د امید سبز ښارګوټي په نوم څه باندې ۱۵۰۰ جریبه ځمکه دولتي اعلان کړې وه.

اشرف حیدري: د طالبانو واکمني د افغانستان د جبري بې‌ځایه کېدو د کړکېچ اساسي لامل دی

۹ غویی ۱۴۰۵ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۶، ۰۵:۲۸ GMT+۱
اشرف حیدري: د طالبانو واکمني د افغانستان د جبري بې‌ځایه کېدو د کړکېچ اساسي لامل دی
100%

په سریلانکا کې د افغانستان پخوانی سفیر او د بې‌ځایه شویو نړۍوال سازمان مشر محمداشرف حیدري ویلي، چې په افغانستان کې د جبري بې‌ځایه کېدو ناورین یوازې د بشري مرستو له لارې نه‌شي حل کېدی؛ ځکه سیاسي، بنسټیز او سیمه‌ییز لاملونه لري.

هغه په امریکا کې د افغانستان په اړه یوې غونډه کې له پاکستان نه په جبري توګه د افغان کډوالو اېستل هم وغندل. حیدري خبرداری ورکړی، چې د افغانستان کړکېچ «بشري‌ نه؛ بلکې سیسټماټیک دی». د هغه په خبره؛ په افغانستان کې دغه کړکېچ د قانون نشتوالي، ظلم، اقتصادي سقوط، جبري‌ کډوالۍ، ترهګرۍ او د جنسیتي توپیر له امله رامنځته شوی دی.

نوموړي ټینګار وکړ، چې طالبان د دغه کړکېچ مسوول دي او دوی د دغه هېواد د ثبات، د سیمې د امنیت او جبري بې‌ځایه کېدو د دوامداره حل لپاره لویه ننګونه رامنځته کړې ده. یاد سازمان اندېښنه ښودلې، چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته جبري ستنېدنه د خوندیتوب له اصولو سرغړونه ده او کډوال له جدي ګواښونو سره مخ کوي. یاد سازمان له پاکستان نه غوښتنه کړې، چې د افغانانو جبرې ستنېدنه دې ژر تر ژره ودروي.

ښاغلی حیدري وايي، چې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال جبري کډوالي، جنسیتي او توکمیز توپیر، د ترهګرو لپاره خوندي ځایونه، د نشه‌یي‌ توکو تولید، د بېلتون‌پالو خوځښتونو ملاتړ، پراخه بې‌وزلي او مخ په زیاتېدونکی بشري ناورین جلا ستونزې نه‌دي؛ بلکې په ګډه د بې‌ځایه کېدو لپاره یو ماشین دی، چې خلک د هېواد پرېښېدو ته اړ باسي.

حیدري وویل، که په افغانستان کې یو مشروع او ټول‌ګډونه حکومت رامنځته شي؛ نو سیمه کولای شي په ګډو ګټو کې همکاري وکړي. هغه ټینګار وکړ، دغه ډول همکاري یو پیاوړي سیاسي بنسټ ته اړتیا لري چې د طالبانو اوسنی انحصار او جبري نظام یې نه‌شي برابرولی.

برېتانیا خپلو افغان همکارانو ته: له افغانستان څخه په‌خپله ځان ته د وتلو لارې ولټوئ

۹ غویی ۱۴۰۵ - ۲۹ اپریل ۲۰۲۶، ۰۱:۲۹ GMT+۱
برېتانیا خپلو افغان همکارانو ته: له افغانستان څخه په‌خپله ځان ته د وتلو لارې ولټوئ
100%

د برېتانیا دفاع وزارت ویلي، هغه زرګونه افغانان چې مخکې په دې هېواد د پناه ورکړې لپاره منل شوي وو، اوس باید په‌خپله د طالبانو تر واک لاندې له افغانستان څخه د وتلو لارې پیدا کړي. د برېتانیا حکومت دا پرېکړه له پراخو نیوکو سره هم مخ شوې ده.

د برېتانیا دفاع وزیر لوک پولارډ د سې‌شنبې په ورځ (د غويي ۸مه) پارلمان ته په یوه لیکلي بیان کې وویل، چې نږدې ۹ زره هغه افغانان چې برېتانیا ته د لېږد مستحق دي، خو لا نه‌دي انتقال شوي، نور به له افغانستان څخه د وتلو لپاره هېڅ ډول دولتي مرسته ترلاسه نه‌کړي.

د هغه په وینا، دغه کسان «باید هغه وخت چې توان ولري، ځان یو درېیم هېواد ته ورسوي»؛ داسې ځای ته چې د مېشتېدو او ویزې اړوند خدمات به تر ۲۰۲۸ کال پورې ورته برابر وي.

پولارډ ټینګار وکړ، چې سږ کال ځینې له دغو کسانو بریالي شوي چې درېیمو هېوادونو لکه پاکستان ته ولاړ شي. هغه زیاته کړه، چې د «خپلواکو بریالیو وتلو د زیاتېدو» او همدارنګه د مالیه ورکوونکو لپاره د خطرونو او لګښتونو د بیا ارزونې له امله، حکومت پرېکړه کړې چې د افغانستان له دننه د خلکو د وتلو ملاتړ پای ته ورسوي.

دا پرېکړه په داسې حال کې شوې، چې د برېتانیا د ملي پلټنې ادارې د مارچ په میاشت کې خبرداری ورکړی وو، که د لېږد بهیر چټک نه‌شي، کېدای شي تر درې نورو کلونو پورې وخت ونیسي څو ټول مستحق کسان برېتانیا ته انتقال شي.

د افغانانو د بیا مېشتېدو پروګرامونه د تېر کال په جولای میاشت کې د نویو غوښتونکو پر مخ وتړل شول؛ دا کار له هغه مخکې وشو چې په دفاع وزارت کې د معلوماتو د یوې پراخې افشا کېدو پېښه د زرګونو افغان پناه غوښتونکو ژوند له خطر سره مخ کړ.

ډېری دغه کورنۍ په افغانستان کې له برېتانوي ځواکونو سره د خپلې پخوانۍ همکارۍ له امله یا هم د هغوی د معلوماتو د افشا کېدو له کبله د لېږد مستحق بلل شوي دي. د برېتانیا حکومت مخکې ژمنه کړې وه، چې د ۲۰۲۹ کال تر مارچ پورې به دا ټول کسان د «افغانانو د بیا مېشتېدو» د نوي پروګرام له لارې دغه هېواد ته انتقال کړي. خو اوس پولارډ ویلي، چې د دې پروګرام وروستۍ نېټه د ۲۰۲۸ کال تر ډسمبر پورې راکمه شوې او له هغې وروسته به ټولې مرستې او انتقالونه بند شي.

همدارنګه د برېتانیا دفاع وزارت د افغان کورنیو د مېشتېدو لپاره په پوځي تاسیساتو کې د لنډمهاله استوګنځایونو کارول بند کړي او ویلي یې دي، چې «د دې پروګرام ملاتړ په نامحدود ډول دوام نه‌شي کولی». اوس مهال د دغو کورنیو د ځای پر ځای کولو لپاره شپږ هوټلونه کارول کېږي، چې د پولارد په وینا، دوه به یې ډېر ژر وتړل شي.

په ورته وخت کې، راپورونه ښيي چې دوو افغانانو چې برېتانیا ته د انتقال لپاره منل شوي، له دې امله چې د برېتانیا حکومت له افغانستانه یې په وتلو کې مرسته نه ده کړې، د دغه هېواد سترې محکمې ته شکایت کړی دی.

سارا د یونګ، چې د «سوله» په نوم د یوه اېتلاف له بنسټګرو څخه ده او د افغانستان د پخواني پوځ د ژباړونکو ملاتړ کوي ویلي: «دا چې ځینې کسان توانېدلي تېښته وکړي، په دې معنی نه ده چې دا لار د ټولو لپاره شونې ده».

هغې زیاته کړه: «هغه کسان چې نه شي کولای له خپلو پټو ځایونو ووځي تر څو اړین اسناد برابر کړي، یا د ویزې د لوړو لګښتونو د ورکړې وس نه لري، اوس په عملي ډول پرېښودل شوي دي. سربېره پر دې، دا پرېکړه د افغانستان او پاکستان ترمنځ روان امنیتي ستونزې له پامه غورځوي، چې خپلواکه وتنه لا نوره هم ستونزمنه کوي».