د لښکرګاه ښار ترڅنګ په نږدې ټولو ولسوالیو کې سوداګریزې معاملې تر ډېره په کلدارو کېږي او ځایي اوسېدونکي وایي، چې افغاني بانک نوټونه ورځ تر بلې له بازار څخه شاته کېږي. د دوی په وینا؛ په دغه ولایت کې د کرنیزو محصولاتو، موټرو، خوراکي توکو او عمده سوداګریزې چارې تر ډېره په کلدارو ترسره کېږي.
په لښکرګاه ښار کې یو هټۍوال سید داوود وايي، اکثره خلک چې دوی ته راځي کلدارې راوړي؛ نو دوی نهشي کولای هغوی ځواب کړي، ځکه تر ډېره راکړه ورکړه په کلدارو کېږي. هغه وویل: «زموږ ډېری مشتریان له ولسوالیو څخه راځي؛ نو په ولسوالیو کې خو له اوله سره کلدارې نهدي ورکې شوې. افغانۍ دومره نهشته، چې خلک یې په هر کاروبار کې وکاروي».
د کجکي ولسوالۍ یو بزګر وایي، په سیمه کې یې افغانۍ پر نشت حساب دي؛ نو کله چې دوی ښار ته ځي کلدارې وړي او د اړتیا وړ توکي په کلدارو پېري. هغه زیاته کړه: «موږ له ولسوالۍ یا غنم راوړو، یا جوار راوړو یا نور کرنیز توکي وي چې بیا یې دلته په سرای کې په کلدارو خرڅوو. په افغانیو یې څوک نه اخلي او یا یې بیخي په کمه بیه اخلي؛ نو موږ مجبوره یو چې هم یې په کلدارو خرڅ کړو او هم خپله سودا په کلدارو وکړو».
څه موده وړاندې طالبانو اعلان وکړ، د کلدارو په کارولو یې کلک بندیز لګولی او ان ډېری هغه کسان زنداني شول چې په کلدارو یې راکړه ورکړه کوله؛ خو د هلمند په څېر ولایت کې چې تر ۹۰ سلنه زیات کاروبار پهکې په کلدارو ترسره کېږي، د کلدارو کارول ورځ تر بلې زیاتېږي.
بل خوا له پاکستان سره د سرحدي سوداګرۍ پراخوالي په بازار کې د افغانیو نغدو پیسو کمښت، د صرافۍ نظام محدودیتونه، د کرنیزو او وارداتي توکو نارسمي سوداګرۍ، له قاچاقي لارو د توکو لېږد او ځینې نور هغه لاملونه بلل کېږي، چې اقتصادي شنونکي یې د کلدارو د نفوذ پراختیا بولي.
ځینې سوداګر وایي، د هلمند، کندهار او نیمروز له لارو پاکستاني توکي په پراخه کچه راځي چې پهکې خوراکي توکي، درمل او نور سوداګریز توکي شامل دي. یو سوداګر سلام جان په دې اړه وایی: «اکثره قاچاقي توکي پر هلمند راځي؛ نو دغه ټول توکي ډېری وخت په کلدارو معامله کېږي، چې له همدې امله کلدارې بازار ته نور هم داخلې شوې او زیاتې شوې دي».
ځايي طالب سرچینې هم وایي، د هلمند پر لویو لارو تر ډېره له پاکستان نه قاچاقي توکي راوړل کېږي ځکه دغه نارسمي سوداګرۍ د بازار په اقتصادي جوړښت مستقیم اغېز کړی دی. اقتصادي شنونکي ټینګار کوي، چې دغه حالت نه یوازې د افغانیو ارزښت کموي؛ بلکې د دولت د مالي سیاستونو اغېز هم محدودوي.
د لښکرګاه ښار ترڅنګ په نهر سراج، ګرمسېر، واشېر، خانشین، موسیکلا او مارجې ولسوالیو کې خلک وایي، چې د ورځني بازار تر ټولو زیاتې معاملې په کلدارو ترسره کېږي. د موسیکلا ولسوالۍ یو اوسېدونکی محمدخان وایي: «دلته ټول کار په کلدارو دی، که یو چا ته افغانۍ ورکړې هغه یې نه غواړي، یا هم توکي په افغانیو په ډېره لوړه بیه پلوري؛ نو خلک له کلونو راهیسې له کلدارو سره عادت دي».
اقتصادي شنونکي وایي، که څه هم افغانۍ د هېواد رسمي کرنسي ده؛ خو د هلمند په څېر ډیورنډ کرښې ته څېرمه ولایتونو کې د بهرنیو اسعارو پراخه کارونه د اقتصاد لپاره جدي ګواښونه لري.
د اقتصادي چارو کتونکی نظر محمد راستمن په دې اړه وایي: «کله چې په یوه ولایت کې نږدې ټول تجارت په بهرني اسعارو کېږي، دا د ملي کرنسۍ اعتبار کمزوری کوي او د بازار کنټرول له دولته بهر ته وړي؛ نو د هلمند غوندې ولایت هم یو له هغو څخه دی، چې افغانۍ پهکې لږ ده او تر ډېره کنټرول د کلدارې دی».
طالب چارواکو تر دې وړاندې ویلي و، چې په افغانستان کې باید ټولې راکړې ورکړې په افغانیو ترسره شي او د بهرنیو اسعارو نارسمي کارونه باید په بشپړ ډول بنده شي؛ خو د هلمند اوسنی وضعیت ښيي چې په عملي توګه دغه سیاست لاهم په بشپړ ډول نهدی تطبیق شوی.
هلمند کې د کلدارو پراخه کارونه په ځانګړي ډول په ولسوالیو کې چې نږدې ۹۹ سلنه کاروبار په همدې اسعارو ترسره کېږي، ښيي چې د افغانستان اقتصاد لاهم له سرحدي سوداګرۍ، نارسمي بازارونو او وارداتي توکو سره ژور تړاو لري.