• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خوست لپاره د طالبانو د مرافعه محکمې رييس په یوې ټرافیکي پېښه کې ومړ

۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۵ می ۲۰۲۶، ۰۱:۲۱ GMT+۱

د خوست ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر وايي، د دغه ولایت لپاره د دوی د مرافعه محکمې رييس عین‌الله خلیل په غزني کې په یوې ټرافیکي پېښه کې ومړ، خو د پېښې د څرنګوالي په تړاو څه نه‌دي ویل شوي. یاد دفتر د هغه مړینه د «ټولنې» لپاره ستره ضایعه بللې ده.

د خوست ولایت لپاره د طالبانو د رسنیو دفتر د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، عین‌الله خلیل د یکشنبې په ورځ په غزني ولایت کې د یوې ټرافیکي پېښې له امله ومړ. په خبرپاڼه کې د پېښې د څرنګوالي او همداراز په دې اړه چې ایا په دې پېښه کې بل چا ته زیان رسېدلی او که نه، څه نه‌دي ویل شوي.

ویل کېږي، نوموړی د یکشبنې په ورځ د غزني د زنخان ولسوالۍ په قول سبزي کلي کې خاورو ته سپارل شوی دی.

ترویج لرونکی

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ
۱

د پاکستاني طالبانو تحریک د لوی اختر د درېو ورځو لپاره د اوربند اعلان وکړ

۲

طالبان د افغانستان خلاف لاس موټرو شټرینګونه بدلوي

۳
تازه خبر

د شهزاده سرای په وسله وال برید کې د الله ګل مجاهد د زوی په ګډون ۴ کسان وژل شوي

۴

د پاکستان پولیس: له پېښور څخه شکارپور ته تښتول شوې نجلۍ مو وژغورله

۵

د طالبانو د کار او ټولنیزو چارو وزارت له ۸۲ ډېر کارکوونکي ګوښه کړل

•
•
•

نور کیسې

د افغانستان لپاره د پاکستان پخوانی استازی: طالبان د بریدونو په غندنه کې دوه‌ګونی چلند کوي

۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۵ می ۲۰۲۶، ۰۱:۰۹ GMT+۱

د افغانستان لپاره د پاکستان پخواني ځانګړي استازي اصف دراني د بلوچستان په کویټې ښار کې د وروستي ځانمرګي برید په تړاو د طالبانو د غبرګون په اړه نیوکه کړې او ویلي یې دي چې طالبان د ورته بریدونو پر وړاندې انتخابي او دوه‌ګونی چلند کوي.

دراني د یکشنبې په ورځ د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ویاند قهار بلخي هغې اعلامیې ته غبرګون وښود چې پکې د کویټې پر مسافر وړونکي اورګاډي شوی خونړی برید غندل شوی و. نوموړي په خپل غبرګون کې ویلي چې طالبان باید په پاکستان کې د ملکي وګړو پر ضد د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي)بریدونه هم وغندي.

هغه ادعا کړې چې د ټي‌ټي‌پي مشران په افغانستان کې پناه لري او له همدې ځایه په پاکستان کې پر ملکي وګړو د بریدونو لارښوونه کوي.

د پاکستان په بلوچستان ایالت کې د کویټې ښار پر یوه اورګاډي چې پوځیان یې لېږدول، د موټر بم په وسیله ځانمرګي برید لږ تر لږه ۲۴کسان وژلي او له ۵۰زیات نور یې ټپیان کړي دي. د راپورونو له مخې، د برید مسؤولیت دبلوچستان د ازادۍ پوځ پر غاړه اخیستی دی.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دغه برید غندلی او ویلي یې دي چې پر ملکي وګړو هر ډول برید، د هر لوري له‌خوا او په هر ډول چې وي، د غندنې وړ دی. خو پاکستاني چارواکي وایي چې طالبانو تر اوسه د ټي‌ټي‌پي خونړي بریدونه نه دي غندلي.

اصف دراني د کویټې د برید په اړه ویلي، دا پېښه د پاکستان حکومت ته دا پیغام ورکوي چې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې تګلارې باید بدلې کړي. د هغه په وینا، تر هغو چې خلک د حکومت تر څنګ ونه درېږي، د ترهګرۍ ضد هڅې به اغېزناکې پایلې ونه لري.

هغه همداراز د پاکستان له حکومت غوښتي چې د ترهګرۍ ضد مبارزه یوازې اداري چارواکو او بیوروکراتانو ته پرې نه ږدي، بلکې د خلکو پراخ ملاتړ هم باید ورسره مل وي.

د طالبانو د ۲۰۳ قول اردو قومندان د ډیورند کرښې ته څېرمه پوستې ارزولي

۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۵ می ۲۰۲۶، ۰۰:۵۰ GMT+۱

د طالبانو د ۲۰۳ منصوري قول اردو قومندان ملا محمد خان دعوت د خوست ولایت اړوند ډیورند کرښې په اوږدو کې د طالبانو له پوستو لیدنه او د وضعیت ارزونه یې کړې ده. دغه قومندانۍ وايي، په هېڅ صورت به یوه لوېشت خاوره هم چاته پرېنږدي.

د طالبانو د ٢٠٣ منصوري قول اردو قومندانۍ د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۳مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغې قول اردو قومندان محمد خان دعوت د خوست ولایت اړوند د ډیورند کرښې ته څېرمه له پوستو لیدنه وکړه.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې لیدنه کې د ډیورند کرښې څېرمه وضعیت ارزول شوی او هلته له مېشتو طالب ځواکونو سره مالي مرسته هم شوې ده.

په خبرپاڼه کې راغلي: «افغان دفاعي ځواکونه کلک هوډ لري، چې د هېواد او خاورې له بشپړتیا څخه دفاع وکړي او په هېڅ صورت به یوه لوېشت خاوره هم چاته پرېنږدي».

دغه لیدنه په داسې حال کې ده، چې له څه مودې راهیسې د ډيورند کرښې په اوږدو کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ څه پېښه نه‌ده رامنځته شوې، خو پاکستان په وار وار ګواښ کړی، چې له طالبانو سره اوربند نه‌لري او د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره به خپلو بریدونو ته دوام ورکړي. ها طالبانو هم خبرداری ورکړی، چې هر ډول برید ته به قاطع ځواب ورکړي.

په سويډن کې «له بودا سره شپه» کلتوري پروګرام؛ د بامیانو د بودا مجسمو د ویجاړۍ یاد تازه شو

۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۵ می ۲۰۲۶، ۰۰:۲۸ GMT+۱

د بامیانو د بودا مجسمو د نړولو ۲۴مې کلیزې په مناسبت «له بودا سره شپه» په نوم څوارلسم کلتوري پروګرام د سويډن په پلازمېنه سټاکهولم کې ترسره شو. دغه پروګرام د طالبانو له‌ لوري د بامیانو د بودا مجسمو د ویجاړلو د یاد ساتلو او د فرهنګي میراثونو د ارزښت په اړه د پوهاوي لپاره جوړ شوی و.

سږنی پروګرام د «جګړې پر مهال د فرهنګي میراثونو ویجاړۍ؛ ورانکاري، جنګي جرم او که نسل‌وژنه؟» تر سرلیک لاندې د سټاکهولم د فرهنګ او تیاتر ماڼۍ په کوربه‌توب جوړ شوی و، چې په کې یو شمېر څېړونکو، فرهنګي فعالانو او کارپوهانو ګډون کړی و.

د پروګرام یوې تنظیموونکې زهرا حسیني ویلي، «له بودا سره شپه» پروګرام ۱۴کاله وړاندې په بامیانو کې پیل شوی و او اوس د افغانستان د تاریخي او فرهنګي میراثونو په اړه د بحث او د بودا مجسمو د ویجاړوونکو د محاکمې لپاره پر یوه نړیواله بحثي پلاتفورم بدل شوی دی.

هغې د افغانستان اوسني وضعیت ته په اشارې سره ویلي، چې په هېواد کې د فرهنګي فضا له کمزوري کېدو وروسته، د ناملموس فرهنګي میراثونو لکه شعر، موسیقۍ او دودونو اهمیت نور هم زیات شوی او په سټاکهولم کې د دغه پروګرام دوام د همدې فرهنګي مقاومت یوه برخه ده.

په دې غونډه کې د سټاکهولم پوهنتون د نړیوالو حقوقو استاد ډاکټر مارک کلامبرګ د «فرهنګي نسل‌وژنې» د حقوقي مفهوم په اړه خبرې وکړې او ویې ویل، نړیوال قوانین لا هم په دې برخه کې جدي تشې لري.

هغه وویل، د نړیوالو قوانینو یوه لویه نیمګړتیا دا ده چې د بامیانو د بودا په څېر د فرهنګي میراثونو ویجاړول د «نسل‌وژنې» په چوکاټ کې نه راځي، ځکه د فرهنګي نسل‌وژنې مفهوم د نسل‌وژنې په نړیوال کنوانسیون کې شامل نه دی. خو نوموړي زیاته کړه چې دا ډول کړنې د روم د اساسنامې له مخې جنګي جرم ګڼل کېدای شي او نړیواله جزایي محکمه یې څېړلی شي.

همداراز د سټاکهولم پوهنتون بل استاد او څېړونکي عیسی بلومي د نړیوالو بنسټونو پر چلند نیوکه وکړه او ویې ویل چې د فرهنګي میراثونو په اړه د لوېدیځو هېوادونو چلند کله ناکله استعماري بڼه لري.

د پروګرام دویمه برخه «د بقا سندرې» تر عنوان لاندې موسیقۍ ته ځانګړې شوې وه، چې افغان هنرمندې الهه سرور له دوو سامي–سويډنۍ او اوکرایني هنرمندانو سره ګډې سندرې وړاندې کړې.

د یادونې ده، چې «بودا سره شپه» پروګرام پخوا په بامیانو کې ترسره کېده، خو د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته له هېواده بهر او تر ډېره په سويډن کې جوړېږي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لارو بندېدو له امله په پښتونخوا کې د وچو مېوو بیې لوړې شوي

۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۵ می ۲۰۲۶، ۰۰:۰۳ GMT+۱
•
جواد شينواری

د طالبانو او پاکستان ترمنځ د کړکېچ او د سوداګریزو لارو د پرله‌پسې تړل کېدو له امله د پښتونخوا په بازارونو کې د وچو مېوو بیې په بې ساري ډول لوړې شوې دي. سوداګر وايي، د عرضې کمښت او د اختر له رانږدې کېدو سره د تقاضا زیاتوالي نرخونو لا لوړ کړي دي.

دغه سوداګرو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته ویلي، چې په پاکستان کې د وچو مېوو لویه برخه د افغانستان له بېلابېلو سیمو څخه د تورخم، چمن، خرلاڅې، انګور اډه او غلام خان له لارې واردېږي، خو د بندیزونو او سختو تلاشیو له امله د توکو لېږد ډېر کم شوی دی.

د پېښور د قصه‌خوانۍ او نورو سوداګریزو مارکیټونو د وچو مېوو کاروباریان وایي چې د عرضې کمښت له امله په بازار کې کمی رامنځته شوی او د لوی اختر له رانږدې کېدو سره د تقاضا زیاتوالي وضعیت لا پسې خراب کړی دی.

د وچې مېوې یوه پلورونکي قاري داود افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وويل، چې د سرحدي کړکېچ او سوداګريزو فعاليتونو د کمښت له امله په بازارونو کې د اخیستونکی شمېر د پام وړ کم شوی دی، له يوې خوا بې روزګارۍ او اقتصادي ستونزو د خلکو د پېرلو توان اغېزمن کړی او له بلې خوا د وچو مېوو بيې په بې ساري ډول لوړې شوې دي.

هغه زیاته کړه، «پخوا به د اخترونو او نورو مناسبتونو پر مهال نږدې ۹۰سلنه خلکود وچو مېوو د اخيستو توان درلود خو د اوسنیو لوړو بیو له امله دا کچه شاوخوا ۴۰سلنې ته راټيټه شوې ده، د غوزانو، بادامو، پستې، مميزو او نورو وچو مېوو په بيه کې پرله‌پسې لوړوالي عام خلک له میوو پېرلو څخه عاجز کړي دي.»

د بازار د معلوماتو له مخې د بېلابېلو وچو مېوو بیې په تېرو څو میاشتو کې په څرګند ډول لوړې شوې دي. پسته چې مخکې په ۳۲۰۰کلدارې کیلو پلورل کېده اوس ۳۶۰۰روپیو ته رسېدلې، د کابلۍ مېوې بیه له ۱۰۰۰څخه ۱۵۰۰روپیو ته لوړه شوې ده.

همدارنګه د بادامو بیه له ۱۸۰۰څخه ۲۱۰۰کلدارو ته، د غوزانو بیه له ۸۰۰څخه ۱۳۰۰روپیو ته او چلغوزي چې مخکې په ۶۰۰۰کلدارې کیلو پلورل کېدل اوس نږدې ۸۳۰۰روپیو ته رسېدلي دي.

سوداګر وايي چې د بیو دغه چټک زیاتوالی د عامو خلکو د پېرلو توان کم کړی او وچې مېوې، چې مخکې هم قیمته ګڼل کېدې، اوس لا ډېر د عامو کورنیو له وسه وتلې ده.

د پېښور د مشهور بورډ بازار (کوچني کابل) د وچو مېوو سوداګر حاجي رحمت ګل افغانستان انټرنشنل – پښتو ته وايي، «سږ کال سوداګریز حالات د تېرو کلونو په پرتله له سخت سړښت او رکود سره مخ دي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ کړکېچ د وارداتو ستونزې او د ټرانسپورټ د لګښتونو زیاتوالی د وچو مېوو پر سوداګرۍ ژور منفي اغېز کړی دی».

هغه زیاتوي، «پخوا به د اخترونو او ودونو په موسمونو کې بازارونه له اخیستونکی ډک وو خو اوس د لوړو بیو او اقتصادي بې‌باورۍ له امله خلک یوازې د اړتیا تر کچې پېرودنه کوي، وچې مېوې ورو ورو د عامه خلکو له وسه وځي او د اخیستلو توان یې ورځ تر بلې کمېږي.»

حاجي رحمت ګل وويل:«د کاروبار د کمښت له امله نه يوازې سوداګر زيانمن شوي بلکې مزدور قشر هم اغېزمن شوی دی، ځکه چې د بازارونو د رونق په کمېدو سره د ورځني مزدورۍ پر بنسټ کارکوونکو عوايد هم راکم شوي دي، پخوا به خلکو د خوښۍ په مناسبتونو کې وچې مېوې د ډالۍ په توګه هم اخيستې خو اوس ډېری کورنۍ يوازې د لومړنيو خوراکي توکو پېرلو ته اړ شوې دي.»

هغه له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د سرحدي سوداګرۍ د بيا فعالېدو لپاره عملي ګامونه پورته کړي او د سوداګرۍ د ودې لپاره ځانګړې اسانتياوې برابرې کړي ترڅو ځايي کاروبارونه بېرته پياوړي شي او خلکو ته هم توکي په مناسبو بيو برابر شي

خلکو له اړوندو چارواکو غوښتي چې د پاک - افغان سوداګریزو لارو د بیا پرانیستلو او د وارداتو د اسانتیا لپاره بېړني ګامونه پورته کړي څو په بازار کې د نرخونو ثبات رامنځته شي

اقتصادي کارپوهان وايي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو فعالیتونو ځنډ نه یوازې پر سوداګرو بلکې پر عامو مصرفوونکو هم مستقیم اغېز لري او که وضعیت ژر عادي نه شي، نو د نورو وارداتي توکو بیې به هم لا لوړې شي

په هند کې د افغان کډوالو کړکېچن وضعیت؛ د بشري حقونو د مدافعینو کمېټه د خوندیتوب غوښتنه کوي

۳ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۴ می ۲۰۲۶، ۲۳:۱۵ GMT+۱

د افغانستان د بشري حقونو د مدافعینو کمېټې په هند کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه ویلي، چې وروستیو اونیو کې پر افغان کډوالو فشارونه زیات شوي او یو شمېر یې د اېستلو له ګواښ سره مخ دي. یادې کمېټې له هند غوښتي، چې د افغان کډوالو ځانګړی وضعیت په پام کې ونیسي او له اېستنې یې ډډه وکړي.

د افغانستان د بشري حقونو د مدافعینو کمېټې د یکشنبې په ورځ (د غبرګولي ۳مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره په هند کې د افغان کډوالو د وضعیت په تړاو له ژورې اندېښنې څرګندولو سربېره ویلي، په وروستیو اونیو کې یو شمېر افغان کورنۍ او محصلین د استوګنې له جدي ستونزو او ځینې کسان د اېستلو له ګواښ او د هند د خاورې پرېښودو له فشارونو سره مخ شوي دي.

اعلامیه زیاتوي، چې دغه وضعیت د هغو کډوالو ترمنځ پراخه اندېښنه رامنځته کړې، چې په افغانستان کې د امنیتي او سیاسي ګواښونو او د بشري حقونو د نقض او محدودیتونو له امله د خپل هېواد پرېښودو ته اړ شوي دي.

په اعلامیه کې راغلي: «موږ د موجودو فشارونو او ننګونو په درک کولو سره د هند له جمهوري دولت څخه غوښتنه کوو، چې د افغان کډوالو سره په چلند کې بشري اصول، نړیوال مکلفیتونه او د افغان مهاجرینو ځانګړی او زیانمن وضعیت په پام کې ونیسي».

یادې کمېټې همداراز له هند څخه غوښتي: «د هغو کسانو له هر ډول جبري بېرته ستنولو ډډه وکړئ، چې ښايي له خطر، تعقیب، تاوتریخوالي یا د اساسي حقونو له نقض سره مخ شي».

د بشري حقنو د مدافعینو کمېټې همداراز له نړیوالې ټولنې او په تېره بیا د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ غوښتي، چې په هند کې د افغان کډوالو د پناه غوښتنې پروسه چټکه کړي.

اعلامیه زیاتوي: «په هند کې افغان کډوال، په ځانګړي ډول ښځې، ماشومان، مدني فعالان، خبریالان، د بشري حقونو مدافعین او محصلین په سختو او اندېښمنو شرایطو کې ژوند کوي او د نړیوالې ټولنې عاجلې او مسوولانه مرستې ته اړتیا لري».

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې د پاکستان او ایران پر تله هند د افغان کډوالو او نورو هېوادونو ته د تلو په تمه افغان پناه‌غوښتونکو لپاره خوندي هېواد وو، خو اوس په دغه هېواد کې هم د افغان کډوالو ناوړه وضعیت د بشري حقونو ګڼې او جدي اندېښنې راپارولي دي.

د یادونې وړ ده، چې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو سره سم، د اروپايي هېوادونو په ګډون د لویدیځو هېوادونو سفارتخونې وتړل شوې او نورو هېوادونو ته تلوونکي افغان پناه‌غوښتونکي اړ شوي، چې د هند او ترکیې په ګډون ګاونډیو هېوادونو ته د پناه‌غوښتنې چارو د پروسس لپاره لاړ شي. له دې سربېره په یو شمېر هغو هېوادونو هم نیوکې ډېرې دي، چې د پناه‌ورکړې بهیر یې ټکنی او اوږدمهالی دی.