• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

افغان پناه غوښتونکي نور په برېتانیا کې خپل حقیقي عمر پټولی نه‌شي

۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۱۲:۱۰ GMT+۱تازه شوی: ۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۱۳:۲۵ GMT+۱

د برېتانیا حکومت د سرحدونو د څار د سختولو او د کډوالۍ له قوانینو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې د مخنیوي لپاره د یو پراخ پروګرام په چوکاټ کې پرېکړه کړې، چې له راتلونکي کال څخه د پناه غوښتونکو د عمر د دقیقې ارزونې لپاره د مصنوعي ځیرکتیا پر بنسټ د مخ پېژندنې پرمختللې ټېکنالوژي وکاروي.

د راپورونو له‌مخې، د برېتانیا دا نوی اقدام به په مستقیم ډول پر پناه غوښتونکو، په ځانګړي ډول هغو ګڼو افغان پناه غوښتونکو اغېز وکړي چې دغه هېواد ته د کم عمره کسانو په ادعا ننوځي.
د برېتانیا د کورنیو چارو وزارت د نوې پرېکړې له مخې، دا پرمختللی سیستم به د پناه غوښتونکو د مخ انځورونه تحلیل او سکن کړي او د هغوی احتمالي عمر به اټکل کړي.

د دې طرحې اصلي موخه چې ټاکل شوې تر ۲۰۲۷ کال پورې به په بشپړه توګه په ټولو سرحدونو کې عملي شي، د هغو کسانو پېژندل دي چې ځانونه د «بې سرپرسته ماشومانو» په توګه معرفي کوي څو د برېتانیا د ټولنیز او مراقبتي نظام له ځانګړو امتیازونو ګټه واخلي او د اقامت د ترلاسه کولو چانس زیات کړي.
د برېتانیا د سرحدي امنیت او پناه غوښتنې وزیر الکس نوریس د دې پروګرام د پلي کولو پر پرېکنده دریځ ټینګار وکړ او ویې ویل:«هغه کسان چې د خپل عمر په اړه ناسمې ادعاوې کوي، له سیستم څخه ناوړه ګټه اخلي او د ریښتینو ماشومانو حقونه له خطر سره مخ کوي. د دې ټکنالوژۍ په کارولو سره به سرغړوونکي په چټکۍ وپېژندل شي او د قانون له مخې به ورسره چلند وشي.»
په اروپا کې د افغان پناه غوښتونکو په دوسیو کې د ناسم عمر ورکول له جدي او جنجالي موضوعاتو څخه ګڼل کېږي.

ځینې غوښتونکي د معتبرو هویتي اسنادو د نشتوالي یا د ماشومانو لپاره د ځانګړو تعلیمي او اسانتیاوو د ترلاسه کولو لپاره ځانونه تر ۱۸ کلونو کم عمره معرفي کوي.
د برېټانیا د کډوالۍ د خپلواکو څېړونکو راپور ښيي چې پخوا د عمر د تشخیص په بهیر کې د پام وړ تېروتنې شوې دي؛ داسې چې ځینې لویان په غلطۍ ماشومانو ته ورته ګڼل شوي او ځینې ماشومان د لویانو په کتار کې شامل شوي دي.

په همدې لړ کې د برېتانیا حکومت د ۳۲۲ زره پونډه په ارزښت له کمپنۍ سره قرارداد کړی، څو د مصنوعي ځیرکتیا په کارولو سره دا ستونزې راکمې کړي.
د رسمي شمېرو له مخې، د ۲۰۲۵ کال تر جون پورې په برېتانیا کې له ۱۱۱ زرو څخه ډېرو کسانو د پناه غوښتنې غوښتنلیکونه ثبت کړي، چې د تېر کال په پرتله ۱۴ سلنه زیاتوالی ښيي.

د دغو کسانو یوه د پام وړ برخه د افغان وګړي دي، چې د طالبانو د واکمنۍ له امله له هېواده والي او اوس په سرحدونو کې د بایومتریک سیستمونو سره مخ دي.

ترویج لرونکی

روسیې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي تاسیساتو له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ
۱

روسیې په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي تاسیساتو له جوړېدو سره مخالفت څرګند کړ

۲
ستاسو روایت

له هبت‌الله وېره؛ له تاجکستانه اېستل شوي افغان کډوال د طالبانو له مشر څخه بښنه وغوښته

۳
د محبوب شاه محبوب لیکنه

له طالبانو سره د روسیې تړون؛ پوځي همکاري که د مسکو د نفوذ پراختیا؟

۴

‏‎د ترکیې دوو بنسټونو په کابل کې پر ۲ زره اړمنو کورنیو ۱۰ ټُنه د قربانۍ غوښه ووېشله

۵

ملګرو ملتونو د ۲۱ افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو تاوتریخوالی او جنسي تېری تایید کړ

•
•
•

نور کیسې

طالبان: د پراختیايي پروژو په بشپړېدو سره به د استوګنې ستونزې راکمې شي

۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۱۱:۴۵ GMT+۱

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت ویلي، چې په کابل او یو شمېر نورو ولایتونو کې به د یو شمېر پراختیايي او استوګنیزو پروژو د چارو بشپړېدو سره د استوګنې ستونزې راکمې او د کارموندنې فرصتونو به ډېر شي.

د طالبانو د کور او ښار جوړولو ویاند محمد کمال افغان ویلي، چې د کابل په ګډون د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې ګڼې پراختیايي او استوګنیزې پروژې دوام لري.

نوموړي د کابل د «نوي ښار» پروژه د سیمې په کچه بېسارې پروژه بللې او وايي، چې د لومړي فاز چارې یې تر ډېره بشپړې شوې دي. د هغه په وینا، د دې پروژې له بشپړېدو سره به خلکو ته د منظم ښاري پراختیا په برخه کې اسانتیاوې برابرې شي او اقتصادي او ټولنیزو برخو کې به د کارموندنې لپاره هم ګټوره تمامه شي.

کمال افغان زیاته کړې، د پنځم مکرویانو، قطري، نیله باغ، تهیه مسکن او استقلال پروژې هم د ښار او کور جوړولو وزارت له مهمو پراختیايي او استوګنیزو پروژو څخه دي چې دا مهال یې چارې روانې دي. د هغه په خبره، دیادو پروژو له بشپړېدو وروسته به د ښاریانو د استوګنې ستونزې تر ډیره بریده راکمې شي.

افغان همداراز ویلي، په هلمند ولایت کې د یو ښارګوټې جوړولو چارې هم روانې دي او په یاد ښارګوټي کې د ۵۰۰ کسانو لپاره کورونه جوړیږي.

د کور او ښار جوړولو وزارت ویاند همداراز ویلي، چې په فراه ولایت کې یې د کورونو جوړولو یوه پروژه بشپړه کړې او ګټې اخیستنې ته یې سپارلي ده.

دا په داسې حال کې ده چې دملګرو ملتونو ځینو ادارو په تېرو درېیو کلونو کې افغانستان ته د میلیونونو کډوالو په ستنېدو سره د افغانستان په لویو ښارونو کې د نامنظم ښاري پراختیا په اړه اندېښنه ښودلې ده.

طالبان باید د ډله‌ییزو وژنو او د افغانستان د ورانولو له امله له خلکو بښنه وغواړي

۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۱۰:۵۸ GMT+۱

د تېر جمهوري نظام د عدلیې پخواني وزیر فضل احمد معنوي د طالبانو د مشر د اختریز پیغام په غبرګون کې ویلي، چې د افغانستان قضیه یوازې د «عفوې» په نوم په یوه تعارفي کلمه نه حل کېږي، بلکې طالبان باید د هېواد د ورانولو، ډله‌ییزو وژنو او د خلکو د ازادیو د محرومیت له امله حساب ورکړي.

د طالبانو مشر په خپل اختریز پیغام کې یو ځل بیا د دې ډلې مخالفانو ته بلنه ورکړې وه چې د «عمومي عفوې» له فرصته په استفادې افغانستان ته بېرته ستانه شي.

سره له دې چې طالبانو په تېرو پنځو کلونو کې څو ځله خپلو مخالفانو ته د بېرته ستنېدو بلنه ورکړې خو هېڅ مشهور سیاسي شخصیت د دوی غوښتنه نه ده منلې.

مخالفان باور لري چې ملا هبت‌الله هېڅکله د سیاسي مشارکت او د واک د وېش لپاره چمتو نه دی، بلکې یوازې د بې‌قید او شرطه بیعت او اطاعت غوښتونکی دی.
فضل‌احمد معنوي په خپل اېکس پاڼه کې د دې پوښتنې په مطرح کولو سره چې «نن څوک د چا د عفوې صلاحیت لري؟» لیکلي دي: «حق له کوم لوري سره و او ظلم د چا له خوا د دې خاورې پر خلکو وتپل شو؟ چا د زرګونو بې‌ګناه انسانانو د وینو په تویولو سره هېواد د ورانۍ، فقر او بحران پر لور سوق کړ او د شریعت په نوم یې د وېرې، جبر او انحصار فضا تحمیل کړه؟»
د افغانستان د جمهوري نظام د عدلې پخواني وزیر زیاته کړې چې نن د خلکو په ذهنونو کې دا پوښتنه مطرح ده چې په حقیقت کې څوک باید بل څوک وبښي.
دغه پخواني حکومتي چارواکي د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د خلکو د پراخې کډوالۍ په اړه وویل: «ملا هبت‌الله لږ تر لږه په دې حقیقت پوهېږي چې هجرت د ظلم، تنګسیا او بې‌عدالتۍ له امله رامنځته کېږي، نه د کفر له امله. زرګونه انسانان مجبور شول خپل کورونه پرېږدي، او که زمینه برابره شي، لا ډېر خلک به د هجرت لاره خپله کړي.»
هغه د طالبانو له مشر وغوښتل چې له ځانه وپوښتي، ولې د خلکو یوه لویه برخه، سره له ټولو ستونزو، په ایران او پاکستان کې ژوند د طالبانو تر واک لاندې ژوند ته ترجیح ورکوي.
ښاغلي معنوي طالبان دې ته راوبلل چې د ټولنې له واقعیتونو سره مخامخ شي، او وړاندیز یې وکړ چې که د طالبانو مشر پر عادلانه قضاوت باور لري، نو اجازه دې ورکړي چې یوه بې‌طرفه او خپلواکه اداره د خلکو د افکارو رڼه ټول‌پوښتنه ترسره کړي، څو د اوسني وضعیت پر وړاندې د خلکو د ناخوښۍ، کرکې او بې‌باورۍ حقیقي کچه څرګنده شي.
هغه ملا هبت‌الله ته په خطاب کې وویل: «غوره به دا وي چې له خپلو نږدې کسانو وپوښتئ، که ازاد فضا، د خلکو اراده او د بدلون فرصت برابر شي، د خلکو د مخالفت کچه به تر کومه حده پراخه وي.»
د افغانستان د عدلیې پخواني وزیر ټینګار کړی، چې د هېواد بحران یوازې د طالبانو له لوري د یوې «بښنې» په اعلان او د نورو د بیعت او تسلیمۍ په غوښتلو نه حل کېږي، ځکه د افغانستان ملت ژور ټپونه، ترخې خاطرې او سترې غوښتنې لري چې یوازې په شعارونو او اعلامیو پای ته نه رسېږي

د پښتو نړۍواله ورځ؛ خلک د ژبې د عملي ودې او فکري ازادۍ غوښتنه کوي

۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۰۹:۵۹ GMT+۱

نن د غبرګولي ۸مه چې د مئ له ۲۹مې سره برابره ده، د پښتو ژبې نړۍواله ورځ ده. دغه ورځ هرکال د نړۍ په بېلابېلو سیمو کې د پښتنو له‌خوا د خپلې ژبې، فرهنګ او ادبي هویت د درناوي په توګه نمانځل کېږي.

خو سږکال هم ګڼ فرهنګي فعالان او لیکوالان وایي، چې پښتو ژبه لاهم له ګڼو ستونزو سره مخ ده او د ژبې د ودې لپاره یوازې احساساتي شعارونه بسنه نه‌کوي. د خپرو شویو معلوماتو له مخې، مېلیونونه کسان په افغانستان، پښتونخوا او د نړۍ په نورو هېوادونو کې په پښتو ژبه خبرې کوي؛ خو لا هم په علمي، تخنیکي او ښوونیزو برخو کې د یادې ژبې ونډه کم‌رنګه بلل کېږي.

د کندهار یو ځوان شاعر محمدالله په دې اړه وایي: «موږ تر اوسه د خپلې ژبې د عصري کولو لپاره منظم کار نه‌دی کړی؛ که پښتو د پوهنتون، ساینس او ټېکنالوژۍ ژبه نه‌شي، نو راتلونکی نسل به ترې لرې پاتې شي».

په وروستیو کلونو کې خواله رسنیو د پښتو د پراختیا لپاره نوی فرصت برابر کړی او ګڼ ځوانان هڅه کوي، چې په پښتو ډیجیټلي منځپانګې تولید کړي. د پوهنتون یو محصل ثناءالله په دې اړه وایي: «نن سبا ماشومان او ځوانان زیات وخت پر موبایل او انټرنېټ تېروي، که هلته پښتو کمزورې وي؛ نو ژبه به مو ورو، ورو شاته پاتې شي».

بل خوا لیکوالان وایي، د بیان ازادي او فرهنګي چاپېریال د ژبې د ودې لپاره مهم شرط دی. د کندهار یو لیکوال په دې اړه وايي: «ادب او ژبه په محدود چاپېریال کې وده نه‌شي کولی، لیکوال باید وکولای شي په ازاد ذهن ولیکي، چاپ کړي او خپل فکر له خلکو سره شریک کړي».

فرهنګي فعالان هم اندېښنه لري، چې د کتابونو، رسنیو او فرهنګي فعالیتونو محدودېدل د پښتو د ودې پر بهیر منفي اغېز کوي. د کندهار یو فرهنګي فعال په دې اړه وايي: «که ماشوم ته له وړکتوبه معیاري مورنۍ ژبه ور ونه ښودل شي؛ نو په لوی عمر کې له خپلې ژبې او فرهنګ سره یې اړیکه کمزورې کېږي».

پر خواله رسنیو ډېری ځوانانو لیکلي، چې پښتو باید یوازې د شعر او دود ژبه پاتې نه‌شي؛ بلکې د اقتصاد، ساینس، رسنیو او نوې ټېکنالوژۍ ژبه هم وګرځي. خلک ټینګار کوي، چې په ښوونځیو او پوهنتونونو کې دې پښتو ته پراخ ځای ورکړل شي، علمي او تخنیکي کتابونه دې پښتو ته وژباړل شي، د لیکوالانو او رسنیو لپاره دې ازاده فضا رامنځته شي، د ماشومانو لپاره دې معیاري پښتو ښوونیز مواد جوړ شي او پښتو دې په نړۍواله او ډیجیټلي نړۍ کې پیاوړې حضور ولري.

د پښتو نړۍواله ورځ داسې مهال نمانځل کېږي، چې لاهم ګڼ فرهنګیان د ژبې د راتلونکي په اړه اندېښنې لري. دوی باور لري، که عملي او دوامداره کار ونه شي، پښتو به د عصري نړۍ له سیالۍ وروسته پاتې شي.

طالبان وایي سږکال په هلمند کې د سبزیجاتو کرکېله ۸ سلنه زیاته شوې ده

۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۰۹:۵۸ GMT+۱

په هلمند کې د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست خبر ورکړی، چې سږکال په دغه ولایت کې د سبزیجاتو کرکېله د تېرو کلونو پرتله له ۵ تر ۸ سلنې پورې لوړه شوې ده.

د یاد ریاست د کرنیزو چارو امر مطیع‌الله عابد ویلي، چې هلمند د پراخو کرنیزو ځمکو، مناسب اقلیم او د کال په بېلابېلو فصلونو کې د کرکېلې ښه اسانتیاوو له امله د افغانستان له مهمو کرنیزو ولایتونو ګڼل کېږي.
د نوموړي په وینا؛ په دغه ولایت کې شاوخوا ۵زره او ۹۵۶ هکتاره ځمکه په څلورو فصلونو کې تر کر لاندې راوستل کېږي. هغه زیاته کړه، په دغه ځمکو کې د بېلابېلو سبزیجاتو ترڅنګ یوشمېر موسمي مېوې هم کرل کېږي چې د کورني بازار اړتیاوې تر یوه بریده پوره کوي.

د طالبانو د کرنې ریاست په خبره؛ د سبزیجاتو د حاصلاتو زیاتوالي له امله اوس په بازارونو کې دغه محصولات په مناسبه بیه موندل کېږي، چې د خلکو لپاره یې د پېرلو زمینه اسانه کړې ده.

هلمند د تود اقلیم، حاصل‌ ورکوونکو ځمکو او د اوبو د نسبي سرچینو له امله د افغانستان له هغو ولایتونو دی، چې د کال په بېلابېلو موسمونو کې د کرنیزو محصولاتو او په ځانګړي ډول سبزیجاتو او مېوو د تولید ښه امکانات لري.

د درملو ناورین؛ پر پاکستاني درملو تر بندیز وروسته بازارونه د درملو له کمښت سره مخ دي

۸ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲۹ می ۲۰۲۶، ۰۸:۴۳ GMT+۱

وروسته له هغې چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ بهیر له خنډونو، محدودیتونو او د لارو پرله‌پسې تړل کېدو له امله له بندیزنو سره مخ شو، په افغانستان او په ځانګړي ډول د کندهار د درملو بازارونه سخت اغېزمن شوي دي.

په کندهار کې یوشمېر ناروغان، درمل پلورونکي او روغتیايي کارکوونکي وایي، چې په وروستیو میاشتو کې د درملو بیې خورا لوړې شوې، ځینې مهم درمل کم شوي او ځینې درمل بیا په بشپړه توګه له بازارونو ورک شوي دي.

خلک شکایت کوي، چې پخوا به درمل په اسانه پیدا کېدل؛ خو اوس هم د درملو بیې لوړې شوې او هم یې کیفیت له ستونزو سره مخ شوی دی. د کندهار ښار د درملو مارکېټونو یوشمېر درمل پلورونکي وایي، له پاکستان سره د سوداګرۍ تر محدودېدو وروسته د درملو واردات کم شوي او ډېری سوداګر اړ شوي چې درمل په نارسمي او قاچاقي لارو راوړي.

د کندهار ښار یو درمل پلورونکی چې نه غواړي نوم یې خپور شي وايي: «پخوا به اکثره درمل په منظم ډول له پاکستان نه راتلل؛ خو اوس لارې بندې دي، مالیې زیاتې شوې او واردات کم شوي دي. ځینې درمل پیدا کېږي هم نه؛ که وي نو بیه یې دوه برابره شوې ده».

هغه زیاتوي، چې په وروستیو میاشتو کې د زکام، تبې، انتان، شکرې، فشار او ماشومانو د ناروغیو ګڼ درمل کم شوي دي. پناډول، بروفین، اګمنټېن، اموکسیسلین، انسولین، د وینې فشار درمل، سیرومونه، د ماشومانو انټي‌بیوټیک شربتونه، د سالنډۍ سپرې او د زړه ناروغیو درمل په بازار کې تر ټولو ډېر کم شوي او بیې یې لوړې شوې دي.

ځینې درمل پلورونکي وایي، پخوا چې به کوم درمل په ۱۰۰ یا ۱۵۰ افغانۍ پلورل کېدل اوس یې بیه تر ۳۰۰ او ۴۰۰ افغانیو رسېدلې ده. د کندهار یو اوسېدونکی عزیز احمد وایي، د درملو لوړو بیو د خلکو ژوند له جدي ستونزو سره مخ کړی؛ ځکه ډېری کورنۍ د اقتصادي ناورین له امله لا دمخه له سختو مالي ستونزو سره مخ دي.

یو بل ناروغ رحمت‌الله بیا وایي: «د شکرې ناروغي لرم، مخکې به مې انسولین په ارزانه اخیستل؛ خو اوس هم کم پیدا کېږي او هم یې بیې لوړې شوې دي. ځینې وخت اړ کېږو، چې درمل نیم واخلو او نیم پرېږدو».

خلک وایي، د ماشومانو درمل هم کم شوي او کورنۍ اړې دي؛ څو درمل په لوړو بیو وپېري یا ناروغان بې درملو پرېږدي. د درملو بازار یوشمېر سوداګر او روغتیايي سرچینې وایي، د رسمي سوداګرۍ تر کمښت وروسته په وروستیو میاشتو کې ګڼ درمل له قاچاقي لارو له پاکستان نه افغانستان ته راوړل شوي دي.

د دوی په وینا؛ ځینې دغه درمل له قاچاقي لارو بازارونو ته رسېدلي، خو یوشمېر نور بیا د طالبانو له‌خوا نیول شوي او سوځول شوي دي. روغتیا پالان خبرداری ورکوي، چې قاچاقي درمل اکثره وخت معیاري نه‌وي، د ساتنې مناسب شرایط نه‌لري، د ختمېدو نېټه یې نږدې وي او دغه راز جعلي یا ټیټ کیفیت لرونکي وي.

په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو، بې‌کارۍ او د خلکو د عاید کمېدو له امله روغتیايي خدمتونه لا دمخه له ستونزو سره مخ وو؛ خو اوس د درملو ناورین دغه وضعیت نور هم سخت کړی دی.

د کندهار یو ډاکټر منیر احمد په دې اړه وایي: «کله چې ناروغ نسخه واخلي خو درمل نه‌شي اخیستلای یا نه وي یا یې بیه لوړه وي؛ نو درملنه نیمګړې پاتې کېږي. اوس ډېری ناروغان درمل په بشپړ ډول نه‌شي اخیستلای تر وس یې لوړ دي».

هغه زیاتوي، چې په ځانګړي ډول د مزمنو ناروغیو ناروغان لکه؛ د شکرې، د زړه، د فشار او سالنډۍ ناروغان تر ټولو ډېر اغېزمن شوي دي. یوشمېر کسان او درمل پلورونکي وایي، چارواکو تر اوسه د درملو بیو د کنټرول او کمښت د حل لپاره جدي او عملي ګامونه نه‌دي پورته کړي.

روغتیايي شنونکي وایي، افغانستان تر ډېره پر وارداتي درملو متکي دی او که له ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګرۍ ستونزې دوام وکړي؛ نو د درملو بازار به نور هم اغېزمن شي.

دوی ټینګار کوي، چې د درملو رسمي واردات باید اسانه شي، د بیو د کنټرول جدي مېکانیزم جوړ شي، د قاچاقي او بې‌کیفیته درملو مخنیوی وشي، د داخلي درمل جوړونې سکتور ملاتړ وشي او د روغتیايي خدماتو لپاره بېړني اقدامات وشي.

دوی خبرداری ورکوي، که روان وضعیت همداسې دوام وکړي؛ نو په کندهار او د افغانستان په نورو ولایتونو کې به د درملو کمښت او لوړې بیې د خلکو پر روغتیا لا جدي منفي اغېز وکړي.