څو تنو، چې ددې خندقونو د کیندلو په چاره کې ښکیل دي، د یکشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبان دا چاره خپلو پوستو ته د خوندي اکمالاتو لارو په موخه کوي، ځکه په دې وروستیو کې یې امنیتي پوستې د اکمالاتي ستونزو له امله زیانمنې شوې او حتا تخلیه شوې وې.
طالبانو د خندقونو د کیندلو چارې د لاسباړې په بدل کې عامو کاریګرو ته سپارلې دي.
ددغو خندقونو د کیندلو له چارې سره نږدې یوې سرچینې له نومښودنې پرته افغانستان انټرنشنل ته وویل، « په لومړي ګام کې پلان دادی، چې دغه خندقونه د شاوخوا یو متر بر په درلودو ووهل شي، چې جنګیالي او د وسلو او اکمالاتو لپاره کارېدونکي څاروي ( خر، اس او کچره) پکې ازاد تګ او راتګ وکړای شي».
د سرچینې په وینا، اوس به وسله او خوراکي توکي له امنیتي پوستو نه لرې تخلیه کیږي او له هغه ځایه به پوستو ته لېږدول کیږي.
سرچینه وايي، چې په دویم ګام کې ټاکل شوې په اوارو سیمو کې دوه متره او شل سانتي خندقونه جوړ شي، چې موټر هم پکې په خوندي توګه تګ او راتګ وکړای شي.
د پوستو کمزوری جوړښت
د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې جوړې شوې ډېری امنیتي پوستې له کانکریټ، تقویه شوي کانکریټ او په ځینو برخو کې له فلزي ترکیباتو جوړې شوې دي.
د افغانستان په جنوب ختیزو او جنوب لویدیزو ولایتونو کې طالبانو له سلو ډېرې پوستې جوړې کړې، خو د ډېری پوستو په اړه ویل کیږي، چې کم کیفیته توکي پکې کارول شوي او د هاوان او توپ د مرمیو پر وړاندې مقاومت نه لري.
طالبان او پاکستاني ځواکونه څو ځله د پوستو د جوړولو او اغزن سیم غځولو پر سر سره نښتي دي او وروستۍ نښتې یې د ۲۰۲۶ کال په فبروري میاشت کې وشوې، چې دواړو خواوو پکې الوتکې، ډرونونه او درندې وسلې وکارولې.
پاکستان د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له ۱۴۰۰ ډېرې سترې او وړې امنیتي پوستې جوړې کړې، چې په کمرو، ډرون او رادارونو سمبال دي. پر دې سربېره، دغه هېواد پر ډیورنډ کرښه اغزن تار هم غځولی.
د ۲۰۲۵ کال په اپرېل کې پاکستاني چارواکو اعلان وکړ، چې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې پرمختللې زغرهوالې امنیتي پوستې جوړوي، چې په ریموټ کنټرول ماشینګڼو، شپې لید وسایلو او ۳۶۰ درجې څارنې سیسټمونو به مجهزې وي.
افغانستان، چې په تاریخي توګه ډیورنډ کرښه د سرحد په توګه نه مني، په تېرو لسیزو کې یې د پاکستان په څېر پر دې کرښه فزیکي حضور کمرنګه او نظامي تاسیسات محدود دي.
د افغانستان د پوستو شمېر شاوخوا ۳۰۰ ګڼل کیږي، چې یو شمېر یې په دې وروستیو کې طالبانو جوړې کړې دي.
د ۲۰۲۵ کال په مارچ کې پاکستاني چارواکو له طالبانو غوښتنه وکړه، چې په تورخم کې پر دوو امنیتي پوستو پیل کړی کار بند کړي، خو طالبانو د اسلام اباد غوښتنه ونه منله او د دواړو خواوو ترمنځ نښتې پیل شوې.
د سیمې د خلکو په وینا، طالبانو په نورستان او کونړ کې د نښتو پرمهال خپلې ځینې پوستې د اکمالاتي لارو نه درلودو له امله پرېښودې، چې د خلکو غبرګونونه یې را وپارول.
په خوست کې د کیندل کېدونکو خندقونو په چاره کې بوخت یو تن وویل، چې اوس پر پوستو د پاکستاني ځواکونو د بمبارۍ او یا هم توپچي بریدونو د دوام پرمهال د طالبانو جنګیالي په خوندي ډول په خندقونو کې ځای پرځای کېدای شي او په دې توګه به د تېر په څېر امنیتي پوستې خالي نه پاتې کیږي.
خندق کېندل په اسلام کې پر پنځم هجري کال په مدینه منوره کې پر مسلمانانو د بني نضیر او څو نورو قبیلو د برید پرمهال پیل او بریالي شول او له همدې امله په ګڼو جهادي جنګیالیو ډلو کې د جګړې د یوه تاکتیک په توګه محبوبیت لري.