هغه وویل چې په منځنۍ او کوزه اورکزۍ کې امنیتي وضعیت نن هم د نورو سیمو په پرتله لږ څه ښه دی خو په سیمه کې وېره او ترهه ډېره زیاته ده او د اوازو بازار هر وخت تود وي چې له کبله یې سیلانیان له ورتګه ډډه کوي.
د اورکزو ولسوالۍ نږدې څلور سوه زره وګړي لري او ښایسته سیمه ده. د دې ولسوالۍ پولې له شمالي وزیرستان، کورمې، هنګو، کوهاټ او خیبر ولسوالیو سره نښتي دي.
د منخنۍ اورکزو د مشتي مېلې یو اوسېدونکي محمد عامر افغانستان انټرنشنل ته وویل، « له تېرو پنځو شپږو کلونو راهیسې اورکزو ته هر کال د دوبي په موسم کې سیلانیان په لکونو کې راتلل او همداسې د دوو لویو اخترونو په موقعو کې له درېو تر څلورو لکو سیلانیانو لرې پرتو سیمو ته راتګ کاوه».
د اورکزو یو استاد ثاقب سالار وویل چې پنځه کاله مخکې ټولې سیمې پرانېستې وې، له اورکزو څخه پورته کورمې، خیبر او ان تر شمالي وزیرستان پورې په اسانۍ سفر کېدای شو خو اوس حالت بشپړ بدل شوی دی.
هغه وویل، « د سیلانیانو د کموالي له کبله پر ځايي اقتصاد ډېر بد اغېز شوی او له دې سره بېروزګاري هم زیاته شوې ده».
هغه وویل چې په سیمه کې له شپږو میاشتو راهیسې انټرنیټ پرې شوی، چې له امله یې په ځانګړې توګه زده کوونکي له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د ثاقب سالار په وینا، انټرنېټ نن سبا یوه مهمه اړتیا ده خو له بده مرغه د احتجاجونو او غوښتنلیکونو باوجود د اورکزو خلک له دې مهمې اړتیا څخه محروم دي.
په پاس اورکزو کې له تېرو شپږو میاشتو راهیسې حالات خورا ترینګلي دي. سیمهییزې ادارې په تازه ورځو کې خپل ټولو دولتي کارکوونکو ته لارښوونه کړې چې د پاس اورکزو خواته له تګ څخه ډډه وکړي. سیمهییز خلک وایي چې په په دې سیمه کې پولیس د ماښام پر وخت له تاڼو دباندې نه شي وتلای چې له کبله یې هلته خلک له سختې ناامنۍ سره مخ دي.
د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې جوړې شوې ډېری امنیتي پوستې له کانکریټ، تقویه شوي کانکریټ او په ځینو برخو کې له فلزي ترکیباتو جوړې شوې دي.
د افغانستان په جنوب ختیزو او جنوب لویدیزو ولایتونو کې طالبانو له سلو ډېرې پوستې جوړې کړې، خو د ډېری پوستو په اړه ویل کیږي، چې کم کیفیته توکي پکې کارول شوي او د هاوان او توپ د مرمیو پر وړاندې مقاومت نه لري.
طالبان او پاکستاني ځواکونه څو ځله د پوستو د جوړولو او اغزن سیم غځولو پر سر سره نښتي دي او وروستۍ نښتې یې د ۲۰۲۶ کال په فبروري میاشت کې وشوې، چې دواړو خواوو پکې الوتکې، ډرونونه او درندې وسلې وکارولې.
پاکستان د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې له ۱۴۰۰ ډېرې سترې او وړې امنیتي پوستې جوړې کړې، چې په کمرو، ډرون او رادارونو سمبال دي. پر دې سربېره، دغه هېواد پر ډیورنډ کرښه اغزن تار هم غځولی.
د طالبانو امربالمعروف او نهې عن المنکر او شکایتونو اورېدو امریت نن یکشنبه د غبرګولي پر ۱۰مه ویلي، چې دا توکي د بند سردې د عمومي مسلم پارک دننه له سېلانیانو نیول شوي دي.
طالبانو په دې پارک کې ۱۴ دریاوې، ۸ ام پي تري او د لاډو لوبې اړوند توکي نیولي دي.
په همدې حال کې ځینو افغانانو نیوکې کړې چې له ولایتونو ورغلي ښځینه سېلانیانې بند ته نه دي پرېښودل شوې.
څارنوالۍ د نوموړي پر ضد پر پولیسو د برید، د هغوی پر وړاندې د مقاومت، بدني زیان رسونې، د عامه او شخصي شتمنیو د تخریب، ګواښ، درغلۍ، غلا او نورو جرمونو تورونه ثبت کړي دي.
د پېښې له مخې، دغه افغان د اپرېل په لسمه نېټه د زونبرګ ښار په مرکز کې پر یوې هټۍ په وسپنیزې میلې برید کړی او د هټۍ ښیښې او دروازې یې ماتې کړې وې. وروسته چې پولیس د هغه د نیولو لپاره سیمې ته ورسېدل، نوموړي پر یوه پولیس هم د برید هڅه وکړه او نږدې و چې پر هغه د وسپنیزې میلې ګوزار وکړي.
پولیسو په پای کې پر هغه مرچ سپرۍ وکاروله او ویې نیوه.
راپورونه وايي، چې نوموړي له دې پېښې دوه ورځې وړاندې هم د یوې غلا پر مهال پر پولیسو برید کړی و او یو پولیس یې ټپي کړی و. تر هغه وروسته نوموړی د رواني درملنې یوې ادارې ته لېږدول شوی و، خو لږ وخت وروسته بېرته خوشې شوی و.
اوس مهال لا روښانه نه ده چې محکمه به نوموړي ته د بند سزا ورکړي او که به یې د رواني درملنې ځانګړي مرکز ته واستوي. همدارنګه د هغه د استوګنې او پناه غوښتنې د وضعیت په اړه وروستۍ پرېکړه هم نه ده شوې.
سرچینې وایي چې طالبانو په وروستیو کې د افغانستان د اټومي انرژۍ په اداره کې د راډیو اکټیف موادو د څېړنې، تحلیل او تخنیکي ارزونې پر فعالیتونو تمرکز زیات کړی خو تر اوسه دا روښانه نه ده چې دا څېړنې په مشخص ډول په کومو علمي، صنعتي یا تخنیکي برخو کې کېږي او د کومو موخو لپاره کارول کېږي.
د افغانستان د اټومي انرژۍ عالي ادارې پخوانیو متخصصانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې کېدای شي طالبان د ځینو تخنیکي وسایلو د پیاوړتیا لپاره له ایران، روسیې او چین څخه وارداتي تجهیزات وکاروي او د لابراتوارونو د فعالولو هڅې یې کړې وي، خو زیاته یې کړه چې دمګړۍ داسې شواهد نشته چې دا اداره دې د هستوي وسلو د پراختیا لپاره تخنیکي ظرفیت ولري.
هغوی زیاته کړه، « نه د جمهوریت په دوره کې او نه هم اوس دا ډول ظرفیت شته. که څه هم طالبان له چین سره د روزنیزو همکاریو او د هستوي انجینرۍ او فزیک د پروګرامونو په برخه کې هڅې کوي».
کارپوهان ټینګار کوي چې راډیو اکټیف وړانګې په اصل کې د طبي، صنعتي او څېړنیزو سولهییزو موخو لپاره کارول کېږي،خو همدا مواد د نظامي او تخریبي موخو لپاره هم کارېدلی شي، چې په داسې حالت کې چاپېریال او انساني ژوند ته جدي ګواښونه پېښولی شي.
یو تن متخصص چې پخوا یې په دې اداره کې کار کړی، په خپلو څرګندونو کې وایي چې که په کابل کې دا ډول تخنیکي فعالیتونه کېږي، دی یې احتمال نه ردوي، خو ټینګار کوي چې د دې کچې پرمختللي هستوي ظرفیت لپاره واضح علمي او صنعتي بنسټونه اړین دي، چې شته شواهد یې نه ښيي.
طالبانو ددې ادارې د فعالیتونو د څرنګتیا په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي خو افغانستان د هغو ۲۳ هیوادونو له ډلې دی چې په ۱۳۳۶ل کې یې د نړیوال اټومي اژانس غړیتوب ترلاسه کړ.
ددغه سازمان مهمې دندې د سوله ییزو هستوي تخنیکونو پرمختګ او پراختیا، په نظامي برخه کې د هغو نه کارول او همدارنګه د لازمو تدابیرو نیول او د څیړنو د ارتقا او سوله ییزو موخو لپاره د اټومي انرژي عملي تطبیق ګڼل شوې او تر دې دمه یاد سازمان ۱۵۱ غړي لري.
یاد سازمان پر مرکزي دفتر سربیره په ولایتونو کې هم څلور امریتونه لري چې په هرات، کندهار، مزار شریف او جلال اباد ولایتونو کې فعالیت لري.
دې ادارې د جمهوري نظام پرمهال له نړیوال اټومي اژانس سره نږدي اړیکې او له ایران سره د همکاریو هوکړه لیکونه درلودل او د یاد سازمان له غړو وزارتونو او عمومي ریاستونو سره یې د هستوي تکنالوژي په برخه همکاري کوله، خو د طالبانو تر واک لاندې دوره کې تر دې مهاله روښانه نه ده، چې یاده اداره د اتومي انرژۍ له نړیوال اژانس او نورو هېوادونو سره پخوانۍ اړیکې لري او که اغیزمنې شوې دي.