سرچینې وایي چې طالبانو په وروستیو کې د افغانستان د اټومي انرژۍ په اداره کې د راډیو اکټیف موادو د څېړنې، تحلیل او تخنیکي ارزونې پر فعالیتونو تمرکز زیات کړی خو تر اوسه دا روښانه نه ده چې دا څېړنې په مشخص ډول په کومو علمي، صنعتي یا تخنیکي برخو کې کېږي او د کومو موخو لپاره کارول کېږي.
د افغانستان د اټومي انرژۍ عالي ادارې پخوانیو متخصصانو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې کېدای شي طالبان د ځینو تخنیکي وسایلو د پیاوړتیا لپاره له ایران، روسیې او چین څخه وارداتي تجهیزات وکاروي او د لابراتوارونو د فعالولو هڅې یې کړې وي، خو زیاته یې کړه چې دمګړۍ داسې شواهد نشته چې دا اداره دې د هستوي وسلو د پراختیا لپاره تخنیکي ظرفیت ولري.
هغوی زیاته کړه، « نه د جمهوریت په دوره کې او نه هم اوس دا ډول ظرفیت شته. که څه هم طالبان له چین سره د روزنیزو همکاریو او د هستوي انجینرۍ او فزیک د پروګرامونو په برخه کې هڅې کوي».
کارپوهان ټینګار کوي چې راډیو اکټیف وړانګې په اصل کې د طبي، صنعتي او څېړنیزو سولهییزو موخو لپاره کارول کېږي،خو همدا مواد د نظامي او تخریبي موخو لپاره هم کارېدلی شي، چې په داسې حالت کې چاپېریال او انساني ژوند ته جدي ګواښونه پېښولی شي.
یو تن متخصص چې پخوا یې په دې اداره کې کار کړی، په خپلو څرګندونو کې وایي چې که په کابل کې دا ډول تخنیکي فعالیتونه کېږي، دی یې احتمال نه ردوي، خو ټینګار کوي چې د دې کچې پرمختللي هستوي ظرفیت لپاره واضح علمي او صنعتي بنسټونه اړین دي، چې شته شواهد یې نه ښيي.
طالبانو ددې ادارې د فعالیتونو د څرنګتیا په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي خو افغانستان د هغو ۲۳ هیوادونو له ډلې دی چې په ۱۳۳۶ل کې یې د نړیوال اټومي اژانس غړیتوب ترلاسه کړ.
ددغه سازمان مهمې دندې د سوله ییزو هستوي تخنیکونو پرمختګ او پراختیا، په نظامي برخه کې د هغو نه کارول او همدارنګه د لازمو تدابیرو نیول او د څیړنو د ارتقا او سوله ییزو موخو لپاره د اټومي انرژي عملي تطبیق ګڼل شوې او تر دې دمه یاد سازمان ۱۵۱ غړي لري.
یاد سازمان پر مرکزي دفتر سربیره په ولایتونو کې هم څلور امریتونه لري چې په هرات، کندهار، مزار شریف او جلال اباد ولایتونو کې فعالیت لري.
دې ادارې د جمهوري نظام پرمهال له نړیوال اټومي اژانس سره نږدي اړیکې او له ایران سره د همکاریو هوکړه لیکونه درلودل او د یاد سازمان له غړو وزارتونو او عمومي ریاستونو سره یې د هستوي تکنالوژي په برخه همکاري کوله، خو د طالبانو تر واک لاندې دوره کې تر دې مهاله روښانه نه ده، چې یاده اداره د اتومي انرژۍ له نړیوال اژانس او نورو هېوادونو سره پخوانۍ اړیکې لري او که اغیزمنې شوې دي.
طالبانو پر همدې شپه د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان وکړ، چې د دوی پنځه تن مشران؛ ملا محمد فاضل اخوند، ملا نورالله نوري، ملا عبد الحق وثیق، ملا خیرالله خیرخواه او مولوي محمد نبي عمري د افغانستان پر وخت ماښام ۷ بجې د قطر هېواد هغه پلاوي ته سپارل شوي، چې له درې ورځو راهیسې د طالب بندیانو د ور سپارلو لپاره یې انتظار کاوه.
د اروزګان د چارچینو ولسوالۍ اوسیدونکی ملا محمد فاضل اخوند د طالبانو په واکمنۍ کې د دفاع وزارت مرستیال و، چې په ۲۰۰۱ کال کې جنرال دوستم ونیوه او وروسته یې امریکایانو ته وسپاره. ملا نور الله نوري هم، چې د زابل د شاجوي ولسوالۍ اوسیدونکی دی او د طالبانو په لومړۍ دوره کې د بلخ والي و، په ۲۰۰۱ کال کې د مزارشریف له سقوط وروسته له ملا محمد فاضل سره یو ځای د دوستم لاس ته لوېدلی و.
نبي عمري د حقاني شبکې جګپوړی غړی، د جلال الدین حقاني د کوربه توب او د شاهیکوټ په جګړه کې د القاعدې او نورو بهرنیو جنګیالیو د ملاتړ په تور نیول شوی و. د کندهار اوسېدونکی ملا خیر الله خیرخواه د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د هرات والي او ملا عبدالحق وثیق د طالبانو په لومړنۍ دوره کې ددې ډلې د استخباراتو د لوی ریاست مرستیال وو، چې په ۲۰۰۱ او ۲۰۰۲ کلونو کې ګوانتانامو زندان ته ولېږدول شول.
دوی هر یوه نږدې ۱۳ کاله د امریکا په توقیف کې تېر کړي وو. دغه بندیاند جون پر لومړۍ نېټه قطر ته ورسېدل او د طالبانو د سیاسي دفتر غړو ښه راغلاست ورته ووایه. وروسته پنځو واړو د طالبانو په اداره کې مهمې څوکۍ ترلاسه کړې.
د ولسمشر حامد کرزي تر مشرۍ لاندې افغان دولت دا پرېکړه وغندله او ویې ویل چې د نړیوالو قوانینو له مخې باید دغه بندیان افغانستان ته سپارل شوي وای. کابل ټینګار کاوه چې د افغان دولت له پامه غورځول د افغانستان د ملي حاکمیت کمزوري کول دي.
د ۲۰۱۴ کال د مې پر ۳۱مه د امریکا پخوانی ولسمشر بارک اوباما د سپینېه ماڼۍ په ګلبڼ کې د امریکايي سرتېري بو برګډال د خوشې کېدو اعلان کوي. له اوباما سره د بو برګډال مور جاني برګډال او پلار باب برګډال هم ولاړ دي.
ایا طالبان د یرغمل نیونې ډیپلوماسي کاروي؟
د یرغمل نیونې ډیپلوماسي تر ډېره دولتونه د سیاسي فشار د یوې وسیلې په توګه کاروي، خو په ځینو مواردو کې داسې وسلهوالې ډلې هم ترې ګټه اخلي، چې یا د ډیفاکټو واکمنو بڼه غوره کوي او یا د دولتونو ترمنځ په سیاسي معادلاتو کې د تعامل وړ لوبغاړي ګرځي.
په دولتي کچه د دا ډول ډیپلوماسۍ بېلګې ډېری په روسیه، ایران او وینزویلا کې ترسترګو کیږي، خو په وسله والو ډلو کې د تاکتیک په ډول ددې بنسټ القاعدې کېښود. په عراق او پاکستان کې له ایراني ډیپلوماټانو سره د القاعدې د جګپوړو غړو تبادلې افغان طالبان هم دې ته وهڅول، چې له یرغمل نیونې نه د امتیازونو لپاره کار واخلي. له دې وړاندې د بهرنیانو تښتونو ډېری مالي اړخ درلود.
د برګډال له قضیې څخه تر دوحې بهیر او د بندیانو تر لویو تبادلو تحول ډېر د اټکل وړ نه و. په پیل کې دا د جګړې او اسیر نیونې دود عمل برېښېده، خو وروسته، چې طالبانو د امریکا پر دولت کورني سیاسي فشارونه ولیدل، د یوې لویې معاملې او نویو فرصتونو لپاره یې وکاراوه.
طالبانو د هغه په نیولو سره دا امتیاز ترلاسه کړ، چې د خپلو شرایطو په رڼا کې له ګونتانامو زندان نه خپل جګپوړي غړي قطر ته ولیږدوي او حتا له امریکا سره د خبرو اترو ور پرانیزي. دې معاملې په پای کې د دوحې پروسې ته لاره پرانېسته، چې په پایله کې یې د افغانستان له زندانونو نه ددې ډلې نږدې ۵۰۰۰ جنګیالي خوشي شول او له افغانستان نه په تدریج د امریکايي ځواکونو وتل هم پیل شول.
له روسیې او نورو هېوادونو سره د بندیانو د تبادلې په برخه کې د متحده ایالاتو لېوالتیا طالبانو ته داذهنیت ورکړ، چې د یرغمل نیونې له تاکتیک څخه د مذاکراتي فشار د وسیلې په توګه کار واخلي او دغه چلند یې په ۲۰۲۱ کال کې واک ته له رسېدو وروسته هم روان وساته. طالبانو ښايي دا عمل د محدودو سیاسي تعاملاتو او د مستقیم ډیپلوماټیک تماس د نشتوالي له امله د ستونزو د مدیریت یوه لاره ګڼله.
د بو برګډال او نورو امریکايي وګړو په یرغمل نیونې طالبانو له امریکايي استازو او پلاویو سره مستقیمې اړیکې پیدا کړې، خپل پیغامونه یې ولېږدول، بندیان یې را خوشي کړل او ځینې امتیازات یې هم ترلاسه کړل.
سپینې ماڼۍ د طالبانو دغه ګام مثبت وباله خو ویې ویل، چې لا هم ډېر کار پاتې دی او درې نور امریکايي وګړي محمود حبیبي، پاول اوربي او نور هم باید خوشي شي.
طالبانو له دې یو کال وړاندې جورج ګلېزمن امریکایی وګړی هم د خلیلزاد په مشرۍ د یوه امریکايي پلاوي له ورتګ وروسته خوشی کړی و.هغه ۸۳۶ ورځې د طالبانو په بند کې و.
زلمی خلیلزاد د امریکايي زنداني ډینس کویل له خوشي کېدو وروسته له نوموړي سره په الوتکه کې
د امریکايي بندیانو په بدل کې د طالبانو یوه غوښتنه په ګوانتانامو زندان کې د بن لادن د یوه نږدې پیغام رسوونکي عبدالرحیم افغاني خوشي کول دي، خو متحده ایالاتو دغسې معاملې ته تر اوسه ځواب نه دی ویلی.
د ډینس کویل له خوشې کېدو شاوخوا دوه میاشتې اوړي، خو طالبانو لا دوه نور امریکايي وګړي نه دي خوشي کړي او نه هم متحده ایالتونو خپل پخوانی ګواښ تکرار کړی دی. دا ښايي د تدریجي خوشې کېدو بهیر، د طالبانو قضایي توجیهات او یا هم پر نورو کړکېچونو د امریکا د تمرکز له امله وي.
د «یرغمل نیونې ډیپلوماسي»، چې طالبانو له خپل اړخه رد کړې، ښايي ځینې لنډمهاله سیاسي او ډیپلوماتیک امتیازات ولري، خو په نړیوالو اړیکو کې لوړګواښې او غیرمستحکمه وسیله ګڼل کېږي، ځکه د دوامدارې ډیپلوماسۍ پر ځای د فشار او معاملې منطق ته وده ورکوي.
په ورته وخت کې، دغه کړنلاره پر طالبانو د نورو بندیزونو، سیاسي انزوا او متقابل فشار احتمال زیاتوي، چې په اوږده مهال کې یې له نړۍ سره د تعامل کړۍ نوره هم محدودیږي.