طالبان: په درېیو ولایتونو کې یې څه باندې ۵۰۰ راستنېدونکو کډوالو ته استوګنیزې نمرې وېشل شوي

د طالبانو د کور او ښار جوړونې وزارت وایي، په درېیو ولایتونو ننګرهار، فاریاب او سمنګان کې یې ۵۳۰ راستنېدونکو کډوالو کورنیو ته استوګنیزې نمرې وېشلې دي.

د طالبانو د کور او ښار جوړونې وزارت وایي، په درېیو ولایتونو ننګرهار، فاریاب او سمنګان کې یې ۵۳۰ راستنېدونکو کډوالو کورنیو ته استوګنیزې نمرې وېشلې دي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، له دې جملې څخه ۲۰۰ استوګنیزې نمرې په ننګرهار، ۲۸۰ په فاریاب او ۵۰ نورې په سمنګان ولایت کې پر مستحقو کورنیو وېشل شوې دي.
وزارت زیاتوي چې تر دې مهاله په ټول هېواد کې ۳۵ زره او ۷۱۹ راستنېدونکو کورنیو ته استوګنیزې نمرې ورکړل شوې دي.
د وزارت په وینا، د استوګنیزو نومرو د وېش بهیر د یوه منظم پلان له مخې پر مخ وړل کېږي او موخه یې راستنېدونکو کورنیو ته د دایمي استوګنې زمینه برابرول او د هغوی د ژوند د شرایطو ښه کول دي.

د ایران په مشهد ښار کې د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان کونسلګرۍ ویلي، چې د دغه هېواد لپاره د طالبانو جنرال کونسل نورمحمد متوکل د خراسان رضوي له والي غلامحسین مظفري سره د افغان کډوالو، ترانزیټي ستونزو، د افغان بندیانو د لېږد او سوداګریزو اړیکو په اړه خبرې کړې دي.
د طالبانو کونسلګرۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې نورمحمد متوکل د خراسان رضوي له والي غلامحسین مظفري سره په لیدنه کې د دواړو خواوو ترمنځ پر یو شمېر مهمو مسایلو بحث کړی دی.
د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د دوغارون پولې د ترانسپورتي او ترانزیټي ستونزو د حل، افغانستان ته د افغان بندیانو د لېږد بهیر د چټکتیا او اسانتیا، او همداراز د هغو افغان کډوالو د اجباري بیمې د ستونزې د حل په اړه خبرې شوې چې په ایران کې د قانوني استوګنې کارتونه لري.
دواړو لوریو د سوداګریزو اړیکو او د تګ راتګ د اسانتیاوو پر پراخولو هم بحث کړی دی.
دا لیدنه داسې مهال ترسره کېږي چې په ایران کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي. د بشري حقونو سازمان «هانا» په خپل وروستي راپور کې ویلي چې افغان کډوال په ایران کې له زیاتېدونکو فشارونو، جبري ایستلو او سیستماتیک تبعیض سره مخ دي.
بلخوا، د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې تر اوسه ۸۶ زره او ۲۵۳ افغان کډوال له ایران څخه افغانستان ته ستانه شوي دي.
د افغان کډوالو د وضعیت او د هغوی د ستنېدو بهیر په وروستیو میاشتو کې د افغانستان او ایران ترمنځ د بحث له مهمو موضوعاتو څخه ګڼل کېږي.
د ۲۰۰۹ کال په جون کې د امریکايي ځواکونو د بلک فوټ کمپنۍ د دویم کنډک سرتېرو د پکتیکا ولایت د یوسف خېلو ولسوالۍ د میست څارونکې پوستې لپاره دفاعي خنډونه جوړول، اغزن سیم یې غځاوه اوله جالیو جوړ خنډونه یې له تېږو او خاورې ډکول.
ددویم کنډک مشر جان بیلینګز د خپلې ډلې له روغتیايي مرستیال سره تر سګرټ څکولو وروسته خپل موټر چلوونکي ته مخ واړاوه او ویې ویل: « زه به لږ پرېوځم او یوه سترګه خوب به وکړم».
خو یو ساعت وروسته، سرتېرو هغه وخوځاوه: «صاحب، مهرباني وکړئ راپاڅئ، برګډال نشته».
بیلینګز لومړی فکر وکړ چې سرتېري ټوکې کوي، خو هغوی ټینګار وکړ:« صاحب، موږ ونه موند. هغه ورک دی».
د جون له ۳۰مې څخه د جولای تر پایه او بیا د اګست تر نیمایي پورې امریکايي ځواکونو پرلهپسې ګزمې او هوايي او ځمکني عملیات وکړل، خو بو برګډال یې ونه موند.
هغه څو کاله د القاعدې او حقاني شبکې تر څار او توقیف لاندې د وزیرستان په بېلابېلو سیمو کې په سختو شرایطو کې ساتل کېده. برګډال دوه ځله د تېښې هڅه وکړه، خو وروسته حقاني شبکې په اوسپنیز قفس کې واچاوه.
د ۲۰۱۴ کال د مې پر۳۱مه ماښام، شاوخوا ۶:۳۰ بجې، امریکايي ځواکونه وتوانېدل چې بو برګډال د یوې معاملې په پایله کې د خوست د علیشیر ولسوالۍ په بټې تاڼې سیمه کې له طالبانو تسلیم کړي.
د طالبانو د پلاوي مشري قاري عبدالله معراج کوله، چې د بدري لښکر د بنسټګر بدرالدین حقاني نږدې ملګری او د خوست د لکڼ سیمې اوسېدونکی و. معراج وروسته د ۲۰۱۷ کال د مارچ پر دویمه په خوست کې د امریکايي بېپیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.
طالبانو پر همدې شپه د یوې اعلامیې په خپرولو سره اعلان وکړ، چې د دوی پنځه تن مشران؛ ملا محمد فاضل اخوند، ملا نورالله نوري، ملا عبد الحق وثیق، ملا خیرالله خیرخواه او مولوي محمد نبي عمري د افغانستان پر وخت ماښام ۷ بجې د قطر هېواد هغه پلاوي ته سپارل شوي، چې له درې ورځو راهیسې د طالب بندیانو د ور سپارلو لپاره یې انتظار کاوه.
د اروزګان د چارچینو ولسوالۍ اوسیدونکی ملا محمد فاضل اخوند د طالبانو په واکمنۍ کې د دفاع وزارت مرستیال و، چې په ۲۰۰۱ کال کې جنرال دوستم ونیوه او وروسته یې امریکایانو ته وسپاره. ملا نور الله نوري هم، چې د زابل د شاجوي ولسوالۍ اوسیدونکی دی او د طالبانو په لومړۍ دوره کې د بلخ والي و، په ۲۰۰۱ کال کې د مزارشریف له سقوط وروسته له ملا محمد فاضل سره یو ځای د دوستم لاس ته لوېدلی و.
نبي عمري د حقاني شبکې جګپوړی غړی، د جلال الدین حقاني د کوربه توب او د شاهیکوټ په جګړه کې د القاعدې او نورو بهرنیو جنګیالیو د ملاتړ په تور نیول شوی و. د کندهار اوسېدونکی ملا خیر الله خیرخواه د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د هرات والي او ملا عبدالحق وثیق د طالبانو په لومړنۍ دوره کې ددې ډلې د استخباراتو د لوی ریاست مرستیال وو، چې په ۲۰۰۱ او ۲۰۰۲ کلونو کې ګوانتانامو زندان ته ولېږدول شول.
دوی هر یوه نږدې ۱۳ کاله د امریکا په توقیف کې تېر کړي وو. دغه بندیاند جون پر لومړۍ نېټه قطر ته ورسېدل او د طالبانو د سیاسي دفتر غړو ښه راغلاست ورته ووایه. وروسته پنځو واړو د طالبانو په اداره کې مهمې څوکۍ ترلاسه کړې.
د ولسمشر حامد کرزي تر مشرۍ لاندې افغان دولت دا پرېکړه وغندله او ویې ویل چې د نړیوالو قوانینو له مخې باید دغه بندیان افغانستان ته سپارل شوي وای. کابل ټینګار کاوه چې د افغان دولت له پامه غورځول د افغانستان د ملي حاکمیت کمزوري کول دي.
ایا طالبان د یرغمل نیونې ډیپلوماسي کاروي؟
د یرغمل نیونې ډیپلوماسي تر ډېره دولتونه د سیاسي فشار د یوې وسیلې په توګه کاروي، خو په ځینو مواردو کې داسې وسلهوالې ډلې هم ترې ګټه اخلي، چې یا د ډیفاکټو واکمنو بڼه غوره کوي او یا د دولتونو ترمنځ په سیاسي معادلاتو کې د تعامل وړ لوبغاړي ګرځي.
په دولتي کچه د دا ډول ډیپلوماسۍ بېلګې ډېری په روسیه، ایران او وینزویلا کې ترسترګو کیږي، خو په وسله والو ډلو کې د تاکتیک په ډول ددې بنسټ القاعدې کېښود. په عراق او پاکستان کې له ایراني ډیپلوماټانو سره د القاعدې د جګپوړو غړو تبادلې افغان طالبان هم دې ته وهڅول، چې له یرغمل نیونې نه د امتیازونو لپاره کار واخلي. له دې وړاندې د بهرنیانو تښتونو ډېری مالي اړخ درلود.
د برګډال له قضیې څخه تر دوحې بهیر او د بندیانو تر لویو تبادلو تحول ډېر د اټکل وړ نه و. په پیل کې دا د جګړې او اسیر نیونې دود عمل برېښېده، خو وروسته، چې طالبانو د امریکا پر دولت کورني سیاسي فشارونه ولیدل، د یوې لویې معاملې او نویو فرصتونو لپاره یې وکاراوه.
طالبانو د هغه په نیولو سره دا امتیاز ترلاسه کړ، چې د خپلو شرایطو په رڼا کې له ګونتانامو زندان نه خپل جګپوړي غړي قطر ته ولیږدوي او حتا له امریکا سره د خبرو اترو ور پرانیزي. دې معاملې په پای کې د دوحې پروسې ته لاره پرانېسته، چې په پایله کې یې د افغانستان له زندانونو نه ددې ډلې نږدې ۵۰۰۰ جنګیالي خوشي شول او له افغانستان نه په تدریج د امریکايي ځواکونو وتل هم پیل شول.
له روسیې او نورو هېوادونو سره د بندیانو د تبادلې په برخه کې د متحده ایالاتو لېوالتیا طالبانو ته داذهنیت ورکړ، چې د یرغمل نیونې له تاکتیک څخه د مذاکراتي فشار د وسیلې په توګه کار واخلي او دغه چلند یې په ۲۰۲۱ کال کې واک ته له رسېدو وروسته هم روان وساته. طالبانو ښايي دا عمل د محدودو سیاسي تعاملاتو او د مستقیم ډیپلوماټیک تماس د نشتوالي له امله د ستونزو د مدیریت یوه لاره ګڼله.
له بلې خوا د امریکا حکومت په وروستیو کلونو کې د دې ستونزې د حل لپاره ځانګړې تګلارې جوړې کړې. د ۲۰۲۰ کال د لیونسن قانون له مخې، که یو امریکایي وګړی د سیاسي فشار په موخه نیول شوی وي، د بهرنیو چارو وزیر کولی شي هغه «ناحقه توقیف شوی» اعلان کړي، چې د خوشې کېدو لپاره یې ځانګړي مذاکرات پیلېږي.
د بو برګډال او نورو امریکايي وګړو په یرغمل نیونې طالبانو له امریکايي استازو او پلاویو سره مستقیمې اړیکې پیدا کړې، خپل پیغامونه یې ولېږدول، بندیان یې را خوشي کړل او ځینې امتیازات یې هم ترلاسه کړل.
خو د ۲۰۲۵ کال د سپتمبر پر۵مه، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو نوی اجرایي فرمان لاسلیک کړ چې موخه یې له بهرنیو هېوادونو سره د هغو قضیو په اړه مبارزه ده چې امریکایي وګړي په ناحقه نیسي. یانې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د امتیازغوښتې په نامه د امریکايي وګړو نیول او بندي کول ودروي.
دغه فرمان چې «د امریکا د وګړو د ناحقه توقیف پر ضد د خونديتابه هڅو پیاوړتیا» نومېږي، د «ناحقه توقیف ملاتړي دولت» په نوم درجه بندي ټاکي. د دغه فرمان پر بنسټ، که یو هېواد د امریکایانو د ناحقه توقیف ملاتړی وبلل شي،د بندیزونو، د سوداګرۍ کنټرول، پر ویزو او اړوند هېواد ته د امریکايي وګړو پر تګ او راتګ د بندیزونو په څېر عواقب درلودای شي.
د امریکايي استازو او طالبانو ترمنځ له څو ناکامو ناستو وروسته د مارچ پر ۱۰مه سپینې ماڼۍ افغانستان د «ناحقه توقیف د ملاتړي دولت» په توګه ونوماوه او طالبان یې تورن کړل چې امریکایان د فشار د وسیلې په توګه ساتي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وویل، طالبان له «ترهګریزو تاکتیکونو» کار اخلي، چې د تاوان یا سیاسي امتیازاتو د ترلاسه کولو لپاره پکې د خلکو تښتول شامل دي. هغه خبرداری ورکړ، چې افغانستان د امریکايي مسافرو لپاره خوندي نه دی.
امریکا له دې وړاندې د فبروري پر ۲۷مه ایران هم په دغه نوملړ کې شامل کړی و.
«امریکايي بندیان د طالبانو په اوږو بار دي»
طالبانو د مارچ میاشتې په پای کې د روبیو له خبرداري وروسته امریکایی وګړی ډینس کویل خوشی کړ او ویې ویل چې نوموړی یې د ښه نیت په دود خوشی کړی دی.
سپینې ماڼۍ د طالبانو دغه ګام مثبت وباله خو ویې ویل، چې لا هم ډېر کار پاتې دی او درې نور امریکايي وګړي محمود حبیبي، پاول اوربي او نور هم باید خوشي شي.
طالبانو له دې یو کال وړاندې جورج ګلېزمن امریکایی وګړی هم د خلیلزاد په مشرۍ د یوه امریکايي پلاوي له ورتګ وروسته خوشی کړی و.هغه ۸۳۶ ورځې د طالبانو په بند کې و.
د امریکايي بندیانو په بدل کې د طالبانو یوه غوښتنه په ګوانتانامو زندان کې د بن لادن د یوه نږدې پیغام رسوونکي عبدالرحیم افغاني خوشي کول دي، خو متحده ایالاتو دغسې معاملې ته تر اوسه ځواب نه دی ویلی.
د ډینس کویل له خوشې کېدو شاوخوا دوه میاشتې اوړي، خو طالبانو لا دوه نور امریکايي وګړي نه دي خوشي کړي او نه هم متحده ایالتونو خپل پخوانی ګواښ تکرار کړی دی. دا ښايي د تدریجي خوشې کېدو بهیر، د طالبانو قضایي توجیهات او یا هم پر نورو کړکېچونو د امریکا د تمرکز له امله وي.
د «یرغمل نیونې ډیپلوماسي»، چې طالبانو له خپل اړخه رد کړې، ښايي ځینې لنډمهاله سیاسي او ډیپلوماتیک امتیازات ولري، خو په نړیوالو اړیکو کې لوړګواښې او غیرمستحکمه وسیله ګڼل کېږي، ځکه د دوامدارې ډیپلوماسۍ پر ځای د فشار او معاملې منطق ته وده ورکوي.
په ورته وخت کې، دغه کړنلاره پر طالبانو د نورو بندیزونو، سیاسي انزوا او متقابل فشار احتمال زیاتوي، چې په اوږده مهال کې یې له نړۍ سره د تعامل کړۍ نوره هم محدودیږي.
طالبان په اوسمهالي کړکیچن نړیوال او سیمه ییز وضعیت کې ښايي دې مسالې ته ځیر وي.
زلمي خلیلزاد، چې د طالبانو له بنده یې د څو امریکايي زندانیانو د خلاصون په خبرو اترو کې ونډه درلوده، د تېر کال په تلې میاشت کې وویل، « طالبان ښايي دې ته متوجې وي، چې له دوی سره یرغمل امریکایان د شتمنۍ پرځای، ددوی پر اوږو بار شوي دي».
خو د محمود حبیبي او دوو نورو امریکايي وګړو نهخوشي کېدل ښيي، چې د یرغمل نیونې موضوع لا هم د امریکا او طالبانو ترمنځ ناحل شوې مساله ده.
طالبان وایي د لوی اختر په ورځو کې د کاپیسا او پنجشیر ولایتونو له تفریحي سیمو شاوخوا ۱۸۸ زره سیلانیانو لیدنه کړې ده.
د کاپیسا د اطلاعاتو او کلتور ریاست په وینا، یوازې له دغه ولایت څخه شاوخوا ۱۰۰ زره سیلانیانو د بېلابېلو تفریحي ځایونو لیدنه کړې ده.
همداراز په پنجشیر کې د طالب مسوولینو په خبره، شاوخوا ۸۸ زره سیلانیان د دغه ولایت شنو او تفریحي سیمو ته د تفریح لپاره ورغلي وو.
د یادو ادارو په وینا، سیلانیانو د کاپیسا ولایت د صیاد، ریګ روان غر، د غوث درې ابشار او کوهبند ولسوالۍ او د پنجشیر ولایت له تفریحي سیمو څخه لیدنه کړې ده.
د یادونې وړ ده چې طالبانو له خپلې واکمنۍ راهیسې په پلازمېنه او ولایتونو کې تفریحي سیمو او پارکونو ته د کورنیو او ښځو پر ورتګ محدودیتونه لګولي دي. د دوی د مقرراتو له مخې، یوازې نارینه اجازه لري چې له دغو تفریحي ځایونو څخه لیدنه وکړي.
د افغانستان د ازادۍ جبهې ادعا کړې چې ځواکونو یې د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په مربوطاتو کې د طالبانو پر یوه کندک راکټي برید کړی او تر شلو دقیقو یې ورسره نښه کړې ده.
ازادۍ جبهې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغې جبهې جنګیالیو نن سهار شاوخوا درې بجې د بدخشان ولایت د بهارک ولسوالۍ په سیمه کې د طالبانو یو کندک په نښه کړی دی.
د خبرپاڼې له مخې، یاد کندک د یوې کمپنۍ ترڅنګ موقعیت درلود او د ازادۍ جبهې ځواکونو پرې څو راکټي بریدونه کړي دي.
جبهې ادعا کړې چې په دغه برید کې له مخکې ټاکل شوي نظامي هدفونه په نښه شوي او د دواړو لورو ترمنځ نښته تر شلو دقیقو ډېره دوام کړې ده.
د ازادۍ جبهې په وینا، د طالبانو د مرګژوبلې کره شمېر لا نه دی معلوم، خو د برید پر مهال د جبهې جنګیالیو ته کوم زیان نه دی اوښتی.
طالبانو تر اوسه د دغې ادعا په اړه څه نه دي ویلي.
په غزني ولایت کې د طالبانو امنیه قومانداني وایي، د لوی اختر په ورځو کې د دغه ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې ۳۴ټرافیکي پېښې رامنځته شوې دي له امله یې درې کسان مړه او ۳۴ نور ټپیان دي.
د امنیه قوماندانۍ په وینا، په ټپیانو کې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
قومانداني زیاته کړې چې د پېښو ډېره برخه د کابل–کندهار پر لویه لاره د اندړو ولسوالۍ شاوخوا رامنځته شوې دي.
مسولین د دغو پېښو لامل د موټر چټک تګ، د ټرافیکي اصولو نه مراعتول او بېاحتیاطي بولي.