• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو د غایبو او مفقودو اشخاصو د ملکیتونو د څېړنې نوی قانون توشیح کړ

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۰۷:۰۵ GMT+۱

د طالبانو عدلیې وزارت خبر ورکړی، چې د غایبو او مفقودو اشخاصو د ملکیتونو څېړنې لپاره د یادې ډلې د مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده له لوري قانون توشیح او وروسته په رسمي جریده کې خپور شوی دی.

د دغه قانون له مخې؛ د غایبو او مفقودو کسانو د منقولو او غیرمنقولو ملکیتونو د ساتنې، مدیریت، کرایې ورکولو، سپارلو او د اړتیا په صورت کې بیت‌المال ته د انتقال څرنګوالی تنظیم شوی دی.
په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه قانون یوه مقدمه، څلور بابونه، څلور فصلونه او ۳۱ مادې لري. د تطبیق عملي مسوولیت یې د سترې محکمې د پوځي معاونیت تر چتر لاندې د غایبو اشخاصو د ملکیتونو څېړنې ریاست ته سپارل شوی دی.

د یاد وزارت په وینا؛ دغه قانون د هغو کسانو د شتمنیو ساتنې لپاره جوړ شوی، چې مالونه یې د هېڅ چا په تصرف کې نه‌وي او د غصب له ګواښ سره مخ وي. خبرپاڼه زیاتوي، چې د دغه قانون له مخې که د کوم غایب شخص مالک، وارث یا قانوني استازی حاضر شي او د خپل ملکیت د سپارلو غوښتنه وکړي؛ نو اړوند ریاست مکلف دی، چې د قاضي له حکم وروسته هغه ملکیت بېرته تسلیم کړي.

همدارنګه په دغه قانون کې راغلي، که د کوم ملکیت مالک وفات شوی وي او هېڅ وارث یا مستحق ونه لري؛ نو هغه ملکیت د بیت‌المال برخه ګڼل کېږي او دولت ته سپارل کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې د راپورونو له مخې طالبانو د خپلې واکمنۍ له بیا پیل وروسته د تېر جمهوري نظام د یوشمېر لوړپوړو چارواکو کورونه او ملکیتونه تر خپل کنټرول لاندې راوستي دي.

ترویج لرونکی

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی
۱

سرچینې: د ولسي جرګې پخوانی مرستیال میرزا کټوازی په امریکا کې نیول شوی دی

۲

د طالبانو دفاع وزیر د روسیې له سفر وروسته؛ پاکستان به نور د برید جرئت ونه کړي

۳
ځانګړی

طالبانو د افغانستان د اټومي انرژۍ ادارې کارکوونکو ته شرایط سخت کړي دي

۴

یو بندي، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ یې د خبرو اترو دروازه پرانېسته

۵

روسیې د افغانستان د جګړې او «ځانګړو پوځي عملیاتو» د پخوانیو سرتېرو لومړنی مرکز پرانیست

•
•
•

نور کیسې

طالبان: په بلخ کې له غیرفعاله صنعتکارانو صنعتي‌ ځمکې بېرته اخیستل کېږي

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۰۵:۴۷ GMT+۱

په بلخ کې د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ ادارې مشر امیرمحمد متقي وايي، چې له غیرفعاله صنعتکارانو صنعتي‌ ځمکې بېرته اخیستل کېږي. نوموړي خبرداری ورکړی، چې د غیرفعاله صنتکارانو څخه د یادو ځمکو د اخیستو لړۍ د غبرګولي میاشتې په وروستیو کې پيلوي.

امیرمحمد متقي وايي، له ارزونو وروسته یې معلومات ترلاسه کړي چې د دغه ولایت په صنعتي‌ سیمه کې یوشمېر وېشل شوې ځمکې لاهم غیرفعاله دي او ځینې د نورو موخو لپاره کارول کېږي.

د نوموړي په خبره؛ د وزارت د اصولو له مخې یې پرېکړه کړې، له هغه صنعتکارانو به بېرته یادې ځمکې واخلي، چې غیرفعاله وي او پرځای به یې هغه پانګه‌والو ته ورکړي چې د تولیدي فابریکو د جوړولو عملي پلانونه ولري.

د هغه په خبره؛ د غبرګولي میاشتې تر پای ته رسېدو وروسته به دغه بهیر پیل شي. هغه زیاته کړې: «موږ او ولایتي ادارې جدي تصمیم نیولی او هغه صنعتکارانو ته ورکړل شوی وخت هم پای ته رسېدلی، چې فعالیت نه‌لري. هغه ځمکې موږ له هغو څخه اخلو او نورو پانګه‌والو ته یې ورکوو. دا په یاد ولرئ، چې په صنعتي ساحو کې باید صنعتي فعالیت وشي د بل فعالیت اجازه چاته نه ورکوو».

په ورته وخت کې د بلخ یوشمېر سوداګر او صنعتکاران له طالبانو غوښتنه کوي، چې د قانوني اسنادو د ورکړې په برخه کې دې دوی ته اسانتیاوې زیاتې کړي. په بلخ کې دامهال ۱۷۰۰ بېلابېلې کارخونې فعالیت کوي.
طالبان داسې مهال دغه اقدام ترسره کوي، چې یوشمېر صنعتکارانو په صنعتي پارکونو کې ترلاسه شوې ځمکې د تولیدي کارخونو پر ځای تفریحي، ورزشي او کرنیزو ځمکو لپاره کارولې او ان ځینې ځمکې غیرفعاله پاتې دي.

د طالبانو له زندانه خوشې شوی برېتانوی: د شکنجې ترڅنګ طالبانو په اعدام ګواښلم

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۰۵:۳۴ GMT+۱

د طالبانو له زندانه خوشې شوي برېتانوي مرستندویه کارکوونکي کېون کورن‌وېل د یادې ډلې په زندان کې د خپلو ۲۷۲ ورځو د بند کیسه کړې ده.

هغه وایي، چې طالبانو د ده له خوندي صندوق څخه پیسې اخیستې، د معلوماتي ټېکنالوژۍ وسایل یې ضبط کړي، په انفرادي بندخونه کې یې ساته، شکنجه کړی یې و، د اعدام ګواښونه یې ورته کول او ان بربنډ یې له چته راځوړند کړی و.
کورن‌وېل چې پخوا د برېتانیا د پوځ ډاکټر و د ۱۴۰۱ کال د مرغومي په میاشت کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې سره د کار پرمهال په کابل کې د طالبانو له‌خوا ونیول شو او ۲۷۲ ورځې یې د طالبانو په زندان کې تېرې کړې.

هغه ادعا کوي، چې طالبانو هڅه کوله د ده قضیه د پیسو ترلاسه کولو، د بندیانو د تبادلې او د برېتانیا حکومت د خبرو مېز ته راکاږلو لپاره وکاروي. کورن‌وېل د ۱۴۰۲کال د تلې په ۱۷مه له څو نورو برېتانوي وګړو سره یوځای د طالبانو له زندانه خوشې شو.
د هغه په وینا؛ د ده او نورو بندیانو خوشې کېدل طالبانو ته د ۱۲۰ مېلیونه پونډو تر ورکړې وروسته ترسره شول. د خوشې کېدو پر مهال طالبانو ورته خبرداری ورکړی و، چې افغانستان ته دې بېرته نه راګرځي؛ ځکه نوم یې په تور نوملړ کې شامل دی.

د نیولو کیسه

کورن‌وېل وایي، چې د نیولو په ورځ د طالبانو استخباراتو ځواکونه په کابل کې د هغه د هوټل خونې ته ننوتل او د خوندي صندوق دننه د یوې تومانچې په اړه یې ترې پوښتنې وکړې. هغه وایي، د وسلې قانوني جواز یې لاره او یوازې د احتمالي ترهګریز برید پرمهال د ځان د دفاع لپاره ساتل شوې وه؛ خو طالبانو یې د وسلې جواز ونه مانه.

د هغه په وینا؛ طالبانو ۱۲زره ډالر ترې واخیستل، ټول معلوماتي وسایل یې ضبط کړل، بیا یې پر سر کڅوړه ور واچوله او بل ځای یې ولېږداوه. کورن‌وېل وایي، په لومړنیو پلټنو کې یې لاسونه تر شا تړل شوي وو.

هغه زیاتوي، چې طالبانو څو کلاشینکوفه، له مرمیو ډک شاجورونه، سیمونه او نور وسایل ورته وښودل او ادعا یې وکړه چې غوښتل یې د ترهګریز برید لپاره یې وکاروي. د کورن‌وېل په وینا؛ پلټونکو ورته ویل: «ته ترهګر یې، دلته راغلی یې چې د برېتانیا حکومت په استازیتوب طالبانو ته زیان ورسوې».
هغه وایي، کله یې چې دغه تورونه رد کړل، بیا هم وهل ټکول شوی او د ځمکې لاندې یوې انفرادي خونې ته لېږدول شوی چې ۱۱ ورځې یې هلته تېرې کړې. هغه وایي، په ورځ کې یې یو ځل د تشناب تګ پرته له چا سره اړیکه نه‌لرله.
د نوموړي په وینا؛ یوازې هغه مهال به غږېده چې ساتونکي یې د وهلواو ګواښلو لپاره خونې ته ورتلل. کورن‌وېل وایي، وروسته هغه په یوه خونه کې له پنځو جهادي بندیانو سره واچول شو.

د ده په وینا؛ دغه کسانو درې میاشتې هڅه وکړه، چې دی له فزیکي او رواني پلوه مات کړي او افراطي فکرونو ته یې راوکاږي. هغه وایي، بندیانو به ناڅاپه ورباندې بریدونه کول او که یې له ځانه دفاع کوله؛ د طالبانو ساتونکو به بیا په لرګیو واهه.

هغه زیاتوي، چې بندیانو به قران ورته لوست او هڅه یې کوله اسلام ته یې راوبولي. د کورن په وینا؛ په بندیانو کې هغه کسان هم وو چې د وژنې، تېري او پر ماشوم تښتونې تورن وو.
هغه وایي، طالبانو به د پلټونو پرمهال د ده د پوځي دندې په هکله معلومات غوښته. هغه نږدې ۲۵کاله د بریتانیا له پوځ سره دنده کړې، چې ۱۲کاله د پوځ ډاکټر پاتې شوی و.
کورن‌وېل وایي، طالبانو غوښتل چې هغه اعتراف وکړي چې د برېتانیا جاسوس دی. د نوموړي په خبره؛ د وسلې په زور به یې داسې لیکنې ورباندې لوستلې، چې په‌کې نوموړی ترهګر او د برېتانیا استخباراتي مامور معرفي شوی و.

هغه وایي، په قصدي ډول به یې د دغه ناسمو انګلیسي متنونو تېروتنې هماغسې لوستلې؛ څو وښيي چې دا خبرې حقیقت نه‌لري. د کورن‌وېل په وینا؛ هر ځل به یې چې د طالبانو غوښتنې نه منلې، بیا به وهل کېده.

هغه وایي، په یوه لیکنه کې لیکل شوه و: «زه کورن د برېتانیا د استخباراتو مامور یم» او په خبره یې بله لیکنه کې لیکل شوي و چې هغه افغانستان کې د برېتانیا حکومت لپاره کار کړی.

د طالبانو روغتیا وزارت په ننګرهار کې د یوناني‌ درملو یوشمېر هټۍ وتړلې

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۰۵:۱۸ GMT+۱

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت په ننګرهار کې تر څار او پلټنې وروسته د یوناني او دودیزو درملو یوشمېر هټۍ د ناقانونه درملو د پلور په تور تړلې دي. یاد وزارت ویلي، په دغه هټیو کې یوشمېر هغه درمل پلورل کېدل چې د دوی له‌خوا پرې بندیز لګېدلی و.

د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د دودیزو او بدیلو درملو مشر سید هارون ازاد وايي، چې وړاندې دغه وزارت د یوشمېر خطرناکو درملو نوملړ خپور کړی او پلور یې منعه اعلان کړي و. نوموړي زیاته کړې، په منعه شویو درملو کې داسې درمل هم شته چې د خلکو روغتیا ته زیان رسوي او ان د سرطان د ناروغیو لامل کېږي.

ازاد ویلي، چې ننګرهار ته یې د وزارت په لارښوونه سفر کړی او هغه هټۍ یې تړلې چې ناقانونه او خطرناک درمل یې پلورل. نوموړي‌ د تړل شویو هټیو شمېر په اړه څه نه‌دي ویلي.

هغه درمل پلورونکو او درملتونو ته خبرداری ورکړی، که د دوی له اصولو سرغړونه وکړي؛ نو له قانوني چلند سره به مخ شي او امنیتي او قضايي ادارو ته به ور وپېژندل شي.

ناروې کې یوشمېر افغانانو د «ماشوم ودونو» په تړاو د طالبانو د نوي فرمان پرضد لاریون کړی

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۰۳:۳۶ GMT+۱

په ناروې کې یوشمېر افغان معترضو ښځو او نارینه‌و، د مدني ټولنې فعالانو او د بشري حقونو مدافعینو د یکشنبې په ورځ په یوې اعتراضي غونډه کې د طالبانو د مشر هغه نوی فرمان وغانده، چې د کم‌عمره نجونو د ودونو اسانتیا او رسمیت پېژندنه په‌کې شوې ده.

په دغه فرمان کې د ماشومانو ودونه په ځینو مواردو کې معتبر بلل شوي او ویل شوي، چې ماشومه نجلۍ له بلوغ وروسته کولای شي د طالبانو له محکمې څخه د نکاح د لغوه کولو غوښتنه وکړي.

په دغه مقرره کې د پېغلې چوپتیا د واده لپاره د رضایت په توګه ګڼل کېدای شي. معترضان وایي، چې همدا ټکی د نجونو غږ له‌منځه وړي او پر هغوی د جبري ودونو د تپلو لپاره لاره هواروي.

معترضانو خبرداری ورکړی، چې د کم‌عمره ودونو دود به له نجونو د ناوړه ګتې اخیستنې زمینه لا پراخه کړي؛ هغوی به له زده‌کړو محرومې کړي او د ښځو پر وړاندې به د تاوتریخوالي او تبعیض کړۍ دوامداره وساتي.

هغوی د ناروې له حکومت او نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې په افغانستان کې د «بشري حقونو د پراخو سرغړونو» پر وړاندې چوپ پاتې نه‌شي. معترضانو وویل، چې نړۍواله ټولنه باید پر طالبانو د فشار زیاتولو لپاره له ډیپلوماتیکو او حقوقي لارو چارو کار واخلي.

د دغه لاریون ویناوالو وویل، چې نجونې د زده‌کړو له حق څخه محرومول او په کم عمر کې واده ته اړ اېستل د سیسټماټیک تبعیض او د بنسټیزو بشري حقونو د سرغړونې څرګندې بېلګې دي.

هغوی غوښتنه کړې، چې دغه ډول کړنې دې په نړۍوالو بنسټونو او محکمو کې د جنسیتي اپارتاید په توګه وپېژندل شي. معترضانو دارنګه له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې د دغه تګلارو له قربانیانو دې عملي او اغېزمن ملاتړ وکړي.

د مجاهد څرګندونو ته د پخوانۍ زندانۍ غبرګون؛ د طالبانو په زندان کې مې شکنجه تجربه کړې

۱۱ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۱۷ GMT+۱

د ښځو د حقونو فعاله او د طالبانو سره پخوانۍ زنداني، ظریفه یعقوبي، د طالبانو د ویاند ذبیح‌الله مجاهد وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي چې هغې او د هغې ملګرو د طالبانو د استخباراتو په زندانونو کې بېلابېل ډولونه شکنجې او جبري اعترافونه تجربه کړي دي.

نوموړې د یکشنبې په ورځ، د غبرګولي په ۱۰مه، په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې لا هم د طالبانو په زندان کې د تېرې کړې مودې د رواني او ذهني اغېزو د کابو کولو لپاره مبارزه کوي.

ظریفه یعقوبي ویلي، د یوې پخوانۍ زندانۍ په توګه تاییدوي چې د طالبانو په زندانونو کې شکنجه شته او د دې ډلې د ویاند ادعاوې ردوي.

هغې لیکلي: «زه او زما همکاران د هغو کسانو له ډلې یو چې د عدالت غوښتنې په تور د ۴۱ ورځو لپاره د انفرادي زندان په ګډون په سختو شرایطو کې ساتل شوي وو او د استخباراتو په ۴۰ ریاست کې مو بېلابېلې شکنجې او جبري اعترافونه تجربه کړل.»

دا څرګندونې وروسته له هغې مطرح کېږي چې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد د شنبې په ورځ له افغانستان انټرنشنل - پښتوسره په مرکه کې په زندانونو او توقیف‌خونو کې د شکنجې د شتون راپورونه رد کړل.

مجاهد ویلي وو چې د طالبانو د قوانینو له مخې د نیولو، توقیف او خوشې کېدو په ټولو پړاوونو کې هر ډول شکنجه منع ده او له تورنو کسانو سره ناوړه چلند نه کېږي.

هغه د «شکنجې» او «قانوني مجازاتو» ترمنځ توپیر ته په اشارې ویلي وو چې د افرادو سزا یوازې د شریعت د احکامو او د جرم د نوعیت له مخې ورکول کېږي، نه په خپل‌سرې توګه.

طالبانو د ۱۴۰۱ کال د لړم په ۱۲مه ظریفه یعقوبي او یو شمېر نورې ښځینه فعالانې په کابل کې د دشت برچي په سیمه کې د یوې خبري غونډې پر مهال نیولې وې. نوموړې له شاوخوا ۴۰ ورځو بند وروسته خوشې شوه.

په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو امنیت شورا د غبرګولي په اتمه په خپل راپور کې ویلي چې د طالبانو ځینې چارواکي او ځواکونه د ښځو پر وړاندې د جنسي تاوتریخوالي په پېښو کې ښکېل دي.

په راپور کې راغلي چې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) له خوا په ۲۰۲۵ کال کې د ۱۵ ښځو او ۶ نجونو پر وړاندې د جنسي تاوتریخوالي ۲۱ پېښې، چې ډله‌ییز جنسي تېری هم پکې شامل دی، مستندې شوې دي.

ظریفه یعقوبي ټینګار کړی چې د طالبانو د زندانونو د وضعیت په اړه له نېږدې معلومات لري او د دې ډلې هغه ادعا نه مني چې ګواکې په زندانونو کې شکنجه نه ترسره کېږي.