قضیه په یو افغان پناه غوښتونکي پورې تړلې ده، چې په ۲۰۲۱ کال کې یې په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې وه. د جرمني چارواکو پرېکړه کړې وه چې هغه رومانیا ته واستوي، ځکه د هغه د دوسیې مسوولیت د دوبلین مقرراتو له مخې د رومانیا اړوند ګڼل کېده.
وروسته د بایرن ایالت د شواینفورت ولسوالۍ هغه ته ورکړل شوې مرستې کمې کړې.
هغه ته یوازې خوراک، استوګنځی او روغتیایي خدمات ورکول کېدل، خو د جامو، د کور د استعمال توکو او نغدو پیسو مرستې ترې اخیستل شوې وې.
دغه کس پر دې پرېکړه اعتراض وکړ او قضیه د اروپايي عدالت محکمې ته ورسېده.
محکمې ویلي چې د اروپايي قانون له مخې د انسان اساسي اړتیاوې، لکه جامې او د ورځني ژوند لپاره نغدي مرسته نه شي محدودېدای، ځکه دا د ژوند د مناسب معیار لپاره ضروري دي.
محکمې ټینګار کړی چې دا حقونه حتا هغه وخت هم نه ختمېږي کله چې د یو کس د بېرته لېږد پرېکړه شوې وي، بلکې یوازې د عملي لېږد تر ترسره کېدو پورې اعتبار لري.
د جرمني رسنیو د رپوټونو له مخې، کارپوهان وایي، دا پرېکړه د جرمني د هغو سختو قوانینو پر وړاندې مهمه قانوني مداخله ده چې له مخې یې ځینو پناه غوښتونکو ته تر بشپړ بندیز پورې مرستې کمېدای شي.
د بشري حقونو سازمان پرو ازیل دا پرېکړه د جرمني حکومت پر مهاجرتي سیاستونو سخت انتقاد بللی او ویلي یې دي چې د مرستو کمول د اروپايي قانون خلاف عمل و.
په مقابل کې، د اروپايي اتحادیې د نوي ګډ پناه سیستم (GEAS) له مخې تمه کېږي چې له جون وروسته به ځینې مقررات بدل شي، خو بیا هم باید لږ تر لږه د ژوند اساسي معیارونه تضمین شي.