د اوکراین په خرسون سیمه کې د روسیې په بریدونو کې پنځه کسان وژل شوي

د اوکراین د خرسون سیمې سیمهییزو چارواکو ویلي چې د روسیې په جلا جلا بریدونو کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.

د اوکراین د خرسون سیمې سیمهییزو چارواکو ویلي چې د روسیې په جلا جلا بریدونو کې لږ تر لږه پنځه کسان وژل شوي او اووه نور ټپیان دي.
د خرسون والي اولیکساندر پروکودین ویلي، د سیمې پر مرکز خرسون ښار د شوي برید له امله د اویا او اتیا کلونو ترمنځ درې کسان وژل شوي دي. د نوموړي په وینا، د قربانیانو جسدونه له هغو کورونو څخه ترلاسه شوي چې په بریدونو کې زیانمن شوي وو.
هغه زیاته کړې چې د خرسون ښار په شمال کې پر یوه د تېلو پمپ د برید له امله یو کس وژل شوی او اووه نور ټپیان شوي دي.
د والي په وینا، د جمعې ورځې په ماښام د بېپیلوټه الوتکې په یوه بل برید کې هم د خرسون ښار شمال ته په یوه کلي کې یو سړی وژل شوی دی.
خرسون د اوکراین له هغو څلورو سیمو څخه ده چې روسیې د ۲۰۲۲ کال له یرغل څو میاشتې وروسته د خپلې خاورې برخه اعلان کړې وې. روسي ځواکونو د جګړې په لومړیو پړاوونو کې د دې سیمې لویې برخې نیولې وې، خو اوکرایني ځواکونو وروسته د خرسون ښار په ګډون ځینې سیمې بېرته ونیولې. د اوکراین تر کنټرول لاندې سیمې لا هم په پرلهپسې ډول د روسیې تر بریدونو لاندې دي.
بل لور ته، د روسیې په لوېدیځه بلګورود سیمه کې سیمهییزو چارواکو ویلي چې د اوکراین یوې بېپیلوټه الوتکې سرحد ته نږدې یو موټر په نښه کړی، چې له امله یې چلوونکی وژل شوی دی.

د امريکا مرکزي قومندانۍ یا سنېټکام اعلان وکړ، چې ځواکونو یې د ايران څلور چاودېدونکي بېپيلوټه الوتکې چې د هرمز تنګي پر لور توغول شوې وې، په نښه او رانسکورې کړې دي.
سنېټکام د جمعې په ناوخته (د غبرګولي ۱۵مه) په خپله اېکسپاڼه زیاته کړې، چې د نورو بریدونو پر وړاندې د دفاع په موخه یې، په قشم ټاپو او د سیریک په ګروک سیمه کې د اسلامي جمهوريت د ساحلي څارنې رادار سایټونه هم په نښه کړي دي.
سنېټکام د ځان د دفاع په چوکاټ کې د «ایران د غیر عادلانه تیري» ځواب ورکولو ته پر خپل چمتووالي ټینګار کړی دی.
ایران لاتر اوسه په دې تړاو څه نهدي ویلي.
ټرمپ له «اېنبيسي» سره مرکه کې ویلي، چې ایران لا هم له ۲۱ تر ۲۲ سلنې پورې خپل توغندي ساتلي دي. هغه وویل، چې د ایران مشران د جګړې د پایته رسولو لپاره له امریکا سره هوکړې ته نهدي رسېدلي، ځکه چې هغوی «قوي» او «مغرور» دي، خو «هغوی له هوکړې پرته بله لاره نهلري او دا به وخت ونیسي».
هغه زیاته کړه: «د هغوی د بې پیلوټه الوتکو ډېری کارخونې له کاره لوېدلې دي، ډېری د توغولو سېسټمونه یې له کاره لوېدلي او د توغندیو د تولید ډېری سیمې یې له منځه تللې دي. خو هغوی لا هم د تولید وړتیا لري. هغوی یو شمېر توغندي او یو شمېر ډرون الوتکې لري. زما په نظر، ښايي له ۲۱ تر ۲۲ سلنې. دا د توغندیو یو لوی شمېر دی، خو دا هغه کچه نهده، چې زموږ د لومړني برید په وخت کې وه».
هغه د ایران د حکومت مشرانو ته په اشارې سره وویل: «دا خلک ۴۷ کاله کېږي چې جنګېږي. هغوی امریکایان وژني. هغوی د [امریکایانو] پښې غوڅې کړې دي او لاسونه او مخونه یې په سختۍ او په ډېر وحشتناک ډول زیانمن شوي دي».
ټرمپ له ایران سره د روانې شخړې د وخت موده د ویتنام له جګړې سره پرتله کړه او ویې ویل: «زه خورا په چټکۍ سره پر مخ ځم. درې میاشتې کېږي چې زه پهکې ښکېل یم. تاسو پوهېږئ، ویتنام ۱۹ کاله دوام وکړ. زه په درېیمه میاشت کې یم او یوازنی کار چې هغوی یې کوي دا دی، چې وايي، کله به بریالي کېږو؟ که زه یو ډیموکرات وای، چا به داسې خبرې نهکولې، خو زما لپاره پروا نهکوي. زه ورسره عادت شوی یم.»
پاکستان د هند هغه څرګندونې، چې ګواکې د ګلګت بلتستان د ټاکنو په اړه «سخت احتجاج» شوی، رد کړې. هند له دې وړاندې د پاکستان تر ولکې لاندې ګلګت بلتستان کې هم ټاکنې ناقانونه بللې وې.
د هند بهرنيو چارو وزارت په يوې اعلامیې کې ويلي: «هند، ګلګت بلتستان او د جمو او کشمیر سره لداخ هم د خپلې خاورې برخه ګڼي او هلته د ټاکنو ترسره کېدل نهمني».
په اعلامیه کې ویل شوي، چې هند هغه ټولې هڅې ردوي چې له لارې یې پاکستان کوشش کوي، چې په خپلې ولکې لاندې سیمو کې هر ډول اداري او سیاسي بدلون راولي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۱۵مه) په يوې خبرپاڼه کې وويل، چې «پاکستان د ګلګت بلتستان په راتلونکو ټاکنو پورې اړوند د هند بېبنسټه او ګمراه کوونکي بیانونه په څرګند او روښانه بڼه ردوي».
د هند د بيان په غبرګون کې د پاکستان بهرنيو چارو وزارت زياته کړه، د پاکستان دریځ دا دی، چې هند په «درواغجنو پروپاګند» کې په نړیواله کچه پېژندل شوی او دا وروستي تورونه یې د حقیقت د مسخ کولو د یوې زړې او منظمې هڅې تسلسل دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي: «پاکستان یو ځل بیا دې ته اشاره کوي، چې هند په نړیواله کچه د منل شوې لانجمنې سیمې جمو او کشمیر باندې غیرقانوني اشغال ساتلی دی. دا شخړه، چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په اجنډا کې تر ټولو له اوږدې مودې راهیسې د حل غوښتونکی مساله ده، په ۱۹۴۷م کال کې د هندي ځواکونو د ناحقه او په زور نیونې څخه پیل شوې ده».
خبرپاڼه زیاتوي: «د دې مسالې یوازنی عادلانه او دایمي حل د ملګرو ملتونو د اړوندو پرېکړهلېکونو بشپړ پلي کول دي، چې لهمخې یې د کشمیر خلکو ته د ځان ارادیت حق ورکړل شوی، څو د ملګرو ملتونو تر څار لاندې په ازاده او بېطرفه ټولپوښتنه کې خپله راتلونکې وټاکي».
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت همداراز ویلي: «د ګلګت بلتستان په اړه د هند بېبنسټه دعوې په اصل کې له دې کرغیړني حقیقت څخه د نړۍ د پام اړولو هڅه ده، چې په نیول شوي کشمیر کې هندي اشغالګر ځواکونه د بشري حقونو په جدي او منظم سرغړونو کې ککړ دي».
ټاکل شوې چې د جون پر ۷مه د پاکستان تر ولکې لاندې ګلګت بلتستان کې ټاکنې وشي.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي هغه وړاندیز رد کړی، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره یې د مخامخ خبرو اترو غوښتنه کړې وه.
پوتین د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۱۵مه) په یوې اقتصادي غونډه کې وویل، چې په اوسني وخت کې له زیلېنسکي سره د لیدنې لپاره هېڅ دلیل نهویني او د هغه لیک یې غیر مخلصانه وباله.
ولادیمیر زیلېنسکي په خپل پرانیستي لیک کې چې د امریکا په ګډون یو شمېر نورو هېوادونو ته هم لېږل شوی، لیکلي وو، چې د روسیې اکثریت خلک د اوکراین له توغندیزو او ډرون بریدونو، لوړ انفلاسیون او د تېلو له کمښت څخه ستړي شوي او سولې ته چمتو دي.
هغه همدارنګه خبرداری ورکړی وو، چې د جګړې دوام د پوتین خپل دریځ ګواښي، ځکه تاریخ ښودلې کله چې روسیه ستړې شي، نو بدلون راځي.
پوتین د دغه لیک په غبرګون کې وویل، چې لیک «بېادبه» څرګندونې لري او موخه یې د لیدنې لپاره د شرایطو برابرول نه، بلکې د خبرو خرابول دي.
د روسیې ولسمشر چې د زیلېنسکي د نوم له اخیستو یې ډډه کوله او هغه ته یې یوازې د «لیک لیکوال» خطاب کاوه، ټینګار وکړ، چې له لیدنې وړاندې باید د دواړو خواوو کارپوهان پر یوې اوږدمهالې حللارې کار وکړي.
بل لور ته د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلېنسکي په خپله ویډیويي وینا کې ویلي، د پوتین غبرګون وښوده چې کرملېن د جګړې پای ته رسول نهغواړي.
هغه د روسیې دغه دریځ کمزوری وباله او زیاته یې کړه، چې پر مسکو باید اقتصادي او سیاسي فشارونه نور هم زیات شي، څو د عوایدو سرچینې یې کمې شي.
ولادیمیر پوتین د پنجشنبې په ورځ له نړیوالو رسنیو سره په خبرو کې پر خپل سخت دریځ ټینګار کړی او ویلي یې وو، چې ځواکونه یې هره ورځ په جګړه کې پرمختګ کوي، خو زیاته یې کړه، چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سولې وړاندیزونه کولای شي جګړه پای ته ورسوي که چېرې کېیف جوړجاړي ته چمتو وي.
دا په داسې حال کې ده، چې روانه اونۍ روسیې یو ځل بیا د اوکراین پر ښارونو لسګونه توغندي او ډرون وتوغول او اوکراین هم د روسیې د تېلو پر تصفیه کونکو کارخونو خپل بریدونه زیات کړي دي.
د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شفیع جان ویلي، د پاکستان تحریک انصاف ګوند بنسټګر عمران خان له ۱۰۰۰ څخه زیاتې ورځې په زندان کې تېرې کړي او په وینا یې، پر هغه «ناحقه» دوسیې جوړې شوي او له ۷ میاشتو راهیسې په زندان کې په «انزوا» کې ساتل کېږي.
د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو وزیر شفیع جان د جمعې په ورځ (د غبرګولي ۱۵مه) په پېښور کې یوې خبري غونډې ته وویل، له عمران خان سره د هغه کورنۍ او وکیلان یې د لیدو اجازه نهلري.
هغه زیاته کړه، چې له عمران خان سره یې وکیلانو په وروستی ځل د تېر کال په اکتوبر میاشت کې لیدلي وو او کورنۍ یې هم په وروستي ځل د ډسمبر په میاشت کې ورسره کتلي وو.
نوموړي د عمران خان د درملنې په اړه وویل، هغه د شپې له خوا په پټه د پمز روغتون ته لېږدول کېږي، خو نه یې کورنۍ او نه هم د ګوند مشران له دې چارې خبرېږي.
هغه وویل: «دا د زندان له اصولو سره په ټکر کې دي، ځکه د مقرراتو لهمخې له ماښام وروسته هېڅ بندي له زندان څخه نهشي اېستل کېدای».
هغه ادعا وکړه، چې نه یوازې عمران خان، بلکې د هغه مېرمن بشرا بي بي هم په پټه روغتون ته لېږدول کېږي او خپلو شخصي ډاکټرانو ته د مراجعې کولو فرصت نهورکول کېږي.
دوی غوښتنه وکړه، چې عمران خان دې شفا روغتون ته ولېږدول شي او د هغه د شخصي ډاکټرانو له خوا دې درملنه وشي.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند ادعا کوي، چې عمران خان او د هغه مېرمنې ته د شخصي روغتون او ډاکټرانو ته د لاسرسي اجازه نهورکول کېږي. خو د پاکستان حکومت تل دغه ادعاوې رد کړي او ویلي یې دي، چې کله اړتیا وي، عمران خان روغتون ته لېږدول کېږي او ورسره د قانون له مخې چلند کېږي.