د هغه رسمي دفتر د ۱۴۰۵ کال د پنجشنبې ورځ د غبرګولي په ۱۴مه د نوموړي د مړینې خبر خپور کړ او په خپره شوې خبرپاڼه کې یې د هغه د لسګونو کلونو تدریس، د زدهکوونکو روزنې او علمي فعالیتونو یادونه وکړه.
د نړۍ د شیعه مسلمانانو په منځ کې د ایتالله فیاض د ستر مرجع په توګه منل کېدل، د یوه اوږد، ستونزمن او له دودیزو مذهبي قدرتي مرکزونو څخه د لرې سفر پایله وه. نوموړی په ۱۳۰۹ لمریز کال کې د افغانستان د غزني په یوه هزاره او بزګرې کورنۍ کې وزېږېد. د هغه د ژوندلیک له مخې، پلار یې محمدرضا نومېده او یو ساده بزګر وو. کورنۍ یې له سختو اقتصادي ستونزو سره ژوند کاوه.
د فیاض ژوند یوازې یو مذهبي ژوندلیک نهدی، بلکې یوه ټولنیزه کیسه هم ده؛ د داسې کس کیسه چې له جغرافیایي او ټولنیز پلوه له یوې څنډې څخه راپورته شو او د شیعه نړۍ د تر ټولو مهمو دیني بنسټونو تر زړه پورې ورسېد. دا موضوع په ځانګړې توګه د افغانستان د هزاره او شیعه ټولنې لپاره د یوه شخصي بریالیتوب تر کچې ډېره پراخه معنا لري.
د مور مړینه او د علم په لټه کې هجرت
فیاض په کوچنیوالي کې لومړني دیني علوم زده کړل او په یوه سیمهییزه ديني مدرسه کې یې زدهکړې وکړې. په ځوانۍ کې د مور مړینې پر هغه ژوره اغېزه وکړه. د هغه د ژوندلیک له مخې، دغه غم دومره دروند وو، چې د یوې مودې لپاره ناروغ شو.
خو همدا سخته دوره د هغه په ژوند کې د بدلون پيلامه وګرځېده. وروسته د نورو زدهکړو لپاره مشهد ته لاړ. هغه مهال مشهد د افغانستان او منځنۍ اسیا د ډېرو دیني زدهکوونکو لپاره له نجف مخکې یو مهم علمي تمځای بلل کېده.
په نجف کې علمي مقام؛ له کډوال طالبالعلم څخه تر اغېزناک استاد پورې
له مشهد وروسته، فیاض نجف ته لاړ؛ هغه ښار چې د نوموړي لپاره یوازې د زدهکړو ځای نهوو، بلکې د شیعه نړۍ د یوه تر ټولو پخواني او پیاوړي علمي او فقهي دود مرکز ګڼل کېده.
هغه په دې سفر کې له ګڼو ستونزو سره مخ وو؛ له وطنه لرېوالی، اقتصادي تنګسیا، کم عمر، د ژوند لږه تجربه او د مور د مړینې رواني فشارونه. خو بیا هم په ۱۳۶۹ قمري کال کې یې د لارې یوه برخه پلې ووهله او بالاخره نجف ته ورسېد.
نجف ته له رسېدو وروسته یې خپلې زده کړې په چټکۍ سره پرمخ یووړې. پخواني درسونه یې بشپړ کړل او وروسته یې د لوړو دیني زدهکړو مهم کتابونه لکه «کفایة الاصول»، «رسائل» او «المکاسب» له نوموتو استادانو څخه ولوستل.
په همدې وخت کې یې د نویو زدهکوونکو تدریس هم پیل کړ، چې د حوزې په دود کې د علمي وړتیا او د استادانو د باور نښه ګڼل کېږي. نوموړي دغه پړاو تر معمول لنډ وخت کې بشپړ کړ او د «درس خارج» مرحلې ته داخل شو.
د شل کلنۍ په پیل کې درس خارج ته رسېدل د هغه په علمي ژوند کې مهم بدلون وو. وروسته یې د څو درسي حلقو له ګډون وروسته د ایتالله ابوالقاسم خویي درسونه غوره کړل. خویي په نجف کې د فقهې او اصولو له سترو استادانو او مراجعو څخه وو.
فیاض پنځلس کاله پرلهپسې د هغه په درسونو کې ګډون وکړ، یادښتونه یې واخیستل او ورو ورو یې خپلې لیکنې بشپړې کړې. د همدې هڅو پایله د «المحاضرات فی اصول الفقه» په نوم کتاب وو، چې چاپ شو او ایتالله خویي پرې تقریظ هم ولیکه او د هغه علمي وړتیا او لیکوالي یې وستایله.
ولې دا بریا د هزارهګانو لپاره مهمه وه؟
د افغانستان د هزاره ټولنې لپاره د فیاض مقام هغه مهال ښه درک کېدای شي چې د دې ټولنې تاریخ ته وکتل شي. هزارهګان په معاصر تاریخ کې څو ځله له تبعیض، ځپنې، جبري کډوالۍ، له قدرتي جوړښتونو څخه د ایستلو او اقتصادي او تعلیمي محرومیت سره مخ شوي دي.
په داسې شرایطو کې د یوه هزاره روحاني د نجف له سترو مراجعو څخه کېدل یوازې شخصي بریا نهوه. دا له ټولنیز او فرهنګي پلوه د یوې نوې لارې نښه وه؛ داسې لاره چې هزاره شیعه ټولنه یې د دیني پوهې د تولید او مذهبي رهبرۍ تر لوړو پوړونو رسولای شوه او له نړیوالې شیعه شبکې سره یې نښلولای شوه.
په بل عبارت، ایتالله فیاض د هزارهګانو لپاره یوازې د تقلید مرجع نهوو، بلکې دا یې وښوده، هغه ټولنه چې ډېری وخت د افغانستان په ملي جوړښت کې څنډې ته شوې وه، کولی شي د شیعه نړۍ په مهمو دیني مرکزونو کې لوړې رهبرۍ ته ورسېږي او د افغانستان د شیعه ټولنې نفوذ او دریځ پیاوړی کړي.
د هغه مرجعیت څه ډول وو؟
په شیعه نړۍ کې ستر مرجع کېدل یوازې علمي مقام نهدی، بلکې یو نړیوال نفوذ او پراخه شبکه هم ګڼل کېږي. کله چې یو مرجع دې کچې ته ورسېږي، اغېز یې د یوه قوم، سیمې او ان یوه هېواد له پولې هم اوړي.
فیاض هم دې کچې ته ورسېد. د هغه د رسمي وېبپاڼې د اثارو لېست ښيي چې نوموړي یوازې پر دودیزې فقهې بسنه نهده کړې، بلکې د اسلامي حکومت، په اسلامي سیاسي نظام کې د ښځې ځای، اسلامي بانکولي، طبي مسئلې، نوې رامنځته شوې فقهي پوښتنې او د فکري ملکیت حقونو په اړه یې هم لیکنې کړې دي.
دا تنوع ښيي چې د هغه پام یوازې عباداتو او دودیزو معاملو ته نهوو، بلکې د معاصرې نړۍ ستونزو او پوښتنو ته هم متوجه وو.
سره له دې، د هغه مرجعیت سیاسي او دولتي بڼه نهلرله. نوموړی د هغه دود استازی وو چې مرجعیت له دولت څخه خپلواک بنسټ ګڼي؛ داسې بنسټ چې پر علم، زدهکړو، فتوا او اخلاقي اعتبار ولاړ وي، نه پر سیاسي واکمنۍ.
دا ځانګړنه د هزاره ټولنې لپاره هم مهمه وه، ځکه د هزارهګانو ډېری مذهبي ژوند پر دیني مراسمو، مذهبي احساساتو، ټولنیزو اړیکو او دیني مرجعیت ولاړ دی، نه پر ایډیالوژیک دولت جوړونې.
د فیاض له نظره د دیني حکومت مفهوم
د ایتالله فیاض د فکر یو مهم اړخ د حکومت او سیاسي واک په اړه د هغه لیدلوری وو.
د پوهنتون استاد او د دین او فلسفې څېړونکي ډاکټر محمد امین احمدي په وینا، فیاض د دیني احکامو د پلي کېدو او د حکومت د الهي مشروعیت ترمنځ روښانه توپیر کاوه.
د هغه په اند، یوازې هغه حکومت دیني بلل کېدای شي چې مشري یې داسې کس وکړي، چې د خدای له لوري د واک چلولو حق ولري. د شیعه اثناعشري عقیدې لهمخې، د غیبت په زمانه کې دا صلاحیت یوازې هغه فقیه لري، چې د خپل وخت تر ټولو ستر او اعلم فقیه وي.
فیاض باور درلود چې له دغه اعلم فقیه پرته بل هېڅوک الهي مشروعیت نهلري او د هغه حکومت هم دیني نهګڼل کېږي. له همدې امله نوموړي ټینګار کاوه، چې په نننۍ نړۍ کې هېڅ بشپړ دیني حکومت نهشته او ټول هغه حکومتونه چې ځان دیني بولي، په حقیقت کې غیر دیني حکومتونه دي.
سره له دې، هغه حکومت د ټولنیز نظم د ساتلو لپاره اړین او نهبدلېدونکې اړتیا بلله.
د ایران له ولایت فقیه نظریې سره توپیر
د فیاض لیدلوری له هغه څه سره توپیر درلود چې د ایران په اسلامي جمهوریت کې د ولایت فقیه په نوم پېژندل کېږي.
د هغه په اند ولایت د ستر دیني مرجع له مقام سره تړاو لري او یوازې هغه فقیه ته رسېږي، چې د مومنانو لوی اکثریت یې د اعلم فقیه په توګه ومني. له همدې امله ولایت له مرجعیت څخه نهشي بېلېدای.
خو د ایران د اسلامي جمهوریت په نظریه کې د حکومتولۍ د اړتیاوو لهمخې د مرجعیت او اعلمیت شرط له رهبرۍ څخه لرې کړل شو او اساسي قانون هم همدغسې بدل شو.
فیاض باور درلود، چې داسې حکومت دیني نهشي بلل کېدای او د الهي واک دعوه هم نهشي کولای، بلکې د نورو عرفي حکومتونو په څېر یو غیر دیني حکومت دی.
د عراق په سیاسي جوړښت کې د دې لید اغېز
د ډاکټر احمدي په وینا، دغه لیدلوري په څو قومي او څو مذهبي عراق کې مهم رول ولوباوه.
دا فکر د دې لامل شو چې عراقي شیعهګان، سره له دې چې د هېواد اکثریت جوړوي، د دیني حکومت د جوړولو هڅه ونهکړي او له نورو سیاسي ځواکونو، په ځانګړي ډول کُردانو سره په تفاهم کې د فدرالي پارلماني جمهوریت جوړښت ومني.
د مرحوم ایتالله علوي، چې د ایتالله فیاض د استفتایاتو د دفتر پخوانی مشر وو، له قوله ویل کېږي: «که د عراق شیعهګانو پر دیني حکومت ټینګار کړی وای، د نفوسو د اکثریت له امله به هغه حکومت حتمي شیعه حکومت ګرځېدلی وای او په هغه صورت کې به عراق ټوټې ټوټې شوی وای».
ښځې؛ دودیزه فقه له نسبتاً پراخ لید سره
د ټولنیزو موضوعاتو، په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو او مقام په برخه کې، د ایتالله فیاض دریځونه د ځینو سختدریځو فقهي تفسیرونو پرتله د پام وړ وو.
ډاکټر محمد امین احمدي وایي، فیاض د ښځو د ټولنیز او سیاسي ګډون، او ان د لوړو اداري، رهبرۍ او قضايي دندو د ترسره کولو پر وړاندې کوم شرعي خنډ نهلیده، په ځانګړې توګه په مدني او غیر دیني حکومتونو کې.
د هغه په باور، که ځینو فقیهانو د مرجعیت، قضاوت او د حکومت د مشرۍ لپاره نارینهتوب شرط بللی وي، نو دا یوازې د دیني حکومت په چوکاټ کې مطرح کېدای شي، نه په غیر دیني حکومتونو کې.
فیاض دا هم ټینګار کاوه، چې له قران او سنتو څخه داسې کوم پیاوړی او څرګند دلیل نهشته چې ښځه دې له دغو مقامونو څخه منع کړي.
له دې سربېره، نوموړي ښځو ته د کار او په ټولنیزو چارو کې د مشروع ګډون حق ورکاوه او باور یې درلود، چې مېړه نهشي کولای خپله ښځه له مشروع کار څخه منع کړي.
فقه او د معاصر ژوند اړتیاوې
فیاض یوازې د دودیزو فقهي متنونو عالم نهوو. د هغه رسمي آثار ښيي چې نوموړي د طبي موضوعاتو، بانکولۍ، نویو فقهي مسئلو، فکري ملکیت او حکومت په اړه هم څېړنې کړې دي.
دا ښيي چې هغه فقه یو جامد او له تاریخي پوښتنو سره محدود علم نهګاڼه، بلکې باور یې درلود چې فقه باید د معاصر ژوند بدلونونو او اړتیاوو ته ځواب ووایي.
د ډاکټر احمدي په وینا، فیاض عصري پوهه، زدهکړه، روغتیا او ټکنالوژي د اسلامي ټولنو د پرمختګ لپاره اړین وسایل بلل.
دا لیدلوری د هغه د مرجعیت په ټولنیزو فعالیتونو کې هم څرګند وو؛ لکه د روغتیايي مرکزونو جوړول، د زدهکړو بورسونه ورکول، له بېوزلو سره مرسته او په افغانستان کې د اوبو د څاهګانو کیندل.
په دې معنا، د هغه مرجعیت یوازې د فتوا ورکولو اداره نهوه، بلکې د عامه هوساینې، زدهکړو او ټولنیز خدمت یوه سرچینه هم وه.
ژوند د دین او ټولنې په څلورلارې کې
د ایتالله محمد اسحاق فیاض ژوند په درېیو مهمو ټکو کې راټولېدای شي: له څنډې څخه تر مرکز پورې هجرت، په یوې سختې علمي دودیزې فضا کې ځان تثبیتول او له سیاسي واک څخه د خپلواک مرجعیت استازیتوب.
هغه د افغانستان له یوه لرې پراته کلي څخه راپورته شو، د بېوزلۍ، کډوالۍ او کورني غم له ستونزو تېر شو، په نجف کې د ایتالله خویي له مخکښو شاګردانو څخه شو او بالاخره داسې مقام ته ورسېد چې ارزښت یې د افغانستان او حتی د هزاره قوم له چوکاټه هم واوښت.
د هزارهګانو لپاره هغه یوازې یو نوموتی فقیه او د تقلید مرجع نهوو، بلکې د دې ثبوت وو چې دوی هم کولی شي د شیعه نړۍ د دیني واک او علم د تولید په مهمو ډګرونو کې اغېزناک حضور ولري.
د نجف لپاره، هغه د داسې دود استازی وو چې علم، تدریس او د حوزې خپلواکي تر دولت او سیاسي نندارو مهم ګڼي.
همدا راز د بهرنیو څارونکو لپاره، هغه د دې بېلګه وه چې یو دودیز دیني شخصیت هم کولی شي د حکومت، ښځو، نویو مسئلو او ټولنیزې هوساینې په برخو کې ژور، انعطاف منونکی او د پام وړ لیدلوری ولري.