طالبانو په کنړ، خوست او پکتیا کې د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تایید کړه، چې د پاکستان پوځ بېګاه شپه ناوخته د افغانستان په ختیځو او سوېل ختیځو ولایتونو (کنړ، خوست او پکتیا) کې هوايي بریدونه ترسره کړي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تایید کړه، چې د پاکستان پوځ بېګاه شپه ناوخته د افغانستان په ختیځو او سوېل ختیځو ولایتونو (کنړ، خوست او پکتیا) کې هوايي بریدونه ترسره کړي دي.
ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې ویلي چې پاکستاني الوتکو د کنړ، خوست او پکتیا ولایتونو په ځینو سیمو کې بمبارۍ کړې دي. د هغه په وینا، دغه بریدونه پر ملکي کورونو شوي او له امله یې ګڼو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
مجاهد ادعا کړې چې په دغو بریدونو کې ۱۱ ماشومان، یوه ښځه او یو سپینږیری وژل شوي او ۱۴ نور کسان، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان شوي دي.
د طالبانو ویاند د پاکستان دا اقدام د افغانستان د فضايي حریم نقض او «بشري جنایت» بللی او ویلي یې دي چې طالبان دغه بریدونه په کلکه غندي.
تر اوسه د پاکستان حکومت او پوځ د دغو ادعاوو او د بریدونو د څرنګوالي په اړه رسمي دریځ نه دی څرګند کړی.
دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحدي او امنیتي مسایلو پر سر کړکېچونه او د ورته بریدونو ادعاوې راپورته شوې دي.

د اسټرالیا لومړي وزیر، انتونیو البانیزي، ویلي چې په منځني ختیځ کې د روانې جګړې د بشري او اقتصادي پایلو په اړه «ژوره اندېښنه» لري او ټینګار یې کړی چې د تاوتریخوالي کمېدل او دایمي اوربند د سیمې او نړۍ په ګټه دي.
البانیزي د چهارشنبې په ورځ په یوه ټلوېزیوني خپرونه کې وویل چې اسټرالیا په سیمه کې د یوه دایمي اوربند ملاتړ کوي او هیله لري چې شخړې پای ته ورسېږي. د هغه په وینا، د منځني ختیځ کړکېچ یوازې د سیمې هېوادونه نه، بلکې لرې هېوادونه لکه اسټرالیا هم اغېزمن کړي دي.
نوموړي زیاته کړه: «موږ د سیمې څخه ډېر واټن لرو، خو بیا هم هره ورځ د دغو بدلونونو اغېزې احساسوو. له همدې امله د تاوتریخوالي کمېدل او د ثبات ټینګښت مهم دي.»
د اسټرالیا لومړي وزیر دهُرمز تنګي وضعیت ته په اشارې وویل چې د شرایطو دوامداره بدلون او بېباوري د وضعیت د پایلو مدیریت ډېر ستونزمن کړی دی.
هغه وویل: «دا حالت د اغېزو اداره کول خورا سختوي. که څه هم اسټرالیا د دې جګړې برخه نه ده او پکې هېڅ رول نه لري، خو دغه بحران زموږ پر هېواد هم واقعي او محسوس اغېز کړی دی.»
د بلخ ولایت د طالبانو د والي ویاند، عطاالله زید، د ښځو د حجاب په اړه د روانو بحثونو او اعتراضونو په غبرګون کې ویلي چې د افغان ښځو د «بېحجابه کولو» او د ډیموکراسۍ پر لور د سوق کولو هڅې ناکامې شوې دي.
د نوموړي دغه څرګندونې وروسته له هغې مطرح شوې چې د مزارشریف په ښار کې د ښځو د نیولو راپورونه خپاره شول. ځايي سرچینو د سېشنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د طالبانو د امر بالمعروف محتسبینو د مزارشریف د روضې شمال ته له یوه سوداګریز مرکز څخه دوه ښځې نیولې او نامعلوم ځای ته یې لېږدولې دي.
عطاالله زید د جمهوري نظام پر مهال د ښځو د پوښاک له ازادۍ نیوکه کړې او ویلي یې دي: «د افغان مسلمانو ښځو د بېحجابه کولو او د ډیموکراسۍ پر لور د هغوی د سوق کولو لپاره بېلابېل او غولوونکي پروګرامونه ناکام شوي دي، او افغان ښځې په هر ډول شرایطو کې د خپل حجاب ساتلو ته ژمنې دي.»
طالبانو له ښځو غوښتي چې د دې ډلې له لوري ټاکل شوی حجاب مراعت کړي؛ هغه حجاب چې پکې د مخ او ټول بدن بشپړ پټول د پراخو جامو او چادري له لارې شامل دي.
په ورته وخت کې، ځینو سرچینو او د افغانستان انټرنشنل مخاطبینو ویلي چې طالبانو آن هغه ښځې هم نیولې دي چې د افغانستان په دودیزه ټولنه کې منل شوی حجاب، یعنې د مخ پرانیستی چادر، لري.
د راپورونو له مخې، په هرات ولایت کې د ښځو د نیولو لړۍ پراخه شوې او د خلکو د اعتراضونو او غبرګونونو لامل ګرځېدلې ده.
ځايي سرچینې وایي چې په مزارشریف کې وروستي نیول د هغو سختو امنیتي تدابیرو برخه ده چې د روضې شریفې په شاوخوا کې پلي شوي دي. دغه اقدامات په داسې حال کې ترسره کېږي چې په هرات کې هم د طالبانو له لوري د ښځو او نارینهوو د نیولو او محدودولو راپورونه زیات شوي دي.
تر اوسه د بلخ سیمهییزو طالب چارواکو د یادو ښځو د نیولو د علت او د هغوی د برخلیک په اړه نور جزییات نه دي ورکړي.
په هرات کې ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د طالبانو د امر بالمعروف مامورین د سېشنبې په ورځ د نجونو یو شمېر ښوونځیو ته ورغلي او د زدهکوونکو د پوښاک په اړه یې نوې سپارښتنې کړې دي.
د سرچینو په وینا، د ښوونځیو مسؤلینو ته ویل شوي چې د څلورم، پنځم او شپږم ټولګي نجونې باید د لوی پړونی (چادر نماز) واغوندي.
سرچینو زیاته کړې چې دا لارښوونه د کم عمره نجونو، حتی د اوو او اتو کلونو ماشومانې هم رانغاړي او په ځینو ښوونځیو کې مدیرانو ته خبرداری ورکړل شوی چې د دې حکم پلي کول الزامي دي.
یوې بلې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د طالبانو مامورینو د نجونو په یوه ښوونځي کې د ځینو زدهکوونکو قدونه هم اندازه کړي او هغو نجونو ته یې چې قد یې له یو متر او ۳۰ سانتيمترو څخه لوړ و، د لوی پړوني د اغوستلو امر کړی دی.
د سرچینې په خبره، طالبانو زدهکوونکو ته خبرداری ورکړی چې که له دې لارښوونې سرغړونه وکړي، له جدي پایلو سره به مخ شي.
افغانستان انټرنشنل نه شي کولای دا ادعاوې په خپلواکه توګه تایید کړي او تر اوسه په هرات کې طالب چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د امر بالمعروف ادارې په وروستیو کې په هرات کې د ښځو او نجونو پر حجاب او پوښاک څارنه زیاته کړې ده، او د راپورونو له مخې یو شمېر هغه ښځې او نجونې چې د دغې ډلې له غوښتنو سره سم حجاب نه لري، نیول شوې او له ناسم چلند سره مخ شوې دي.
د ملګرو ملتونو ویاند فرحان حق اعلان کړی، چې د منځني ختیځ لپاره د دې سازمان ځانګړی استازی ژان ارنو د امریکايي چارواکو سره د لیدنو او سلا مشورو لپاره واشنګټن ته تللی دی.
د فرحان حق په وینا، د دغو خبرو اترو یوه مهمه برخه د امریکا او ایران ترمنځ د هغو مذاکراتو په اړه مشورې دي چې د پاکستان په منځګړیتوب ترسره کېږي.
ملګرو ملتونو ویلي چې ژان ارنو به په واشنګټن کې له امریکايي چارواکو سره د سیمې د روان وضعیت او د امریکا ـ ایران د اړیکو په تړاو د ډیپلوماټیکو هڅو په اړه خبرې وکړي.
تر اوسه د دغو لیدنو او سلا مشورو د جزییاتو او احتمالي پایلو په اړه نور معلومات نه دي خپاره شوي.