ژان ارنو د امریکا او ایران د خبرو اترو په اړه د سلا مشورو لپاره واشنګټن ته تللی

د ملګرو ملتونو ویاند فرحان حق اعلان کړی، چې د منځني ختیځ لپاره د دې سازمان ځانګړی استازی ژان ارنو د امریکايي چارواکو سره د لیدنو او سلا مشورو لپاره واشنګټن ته تللی دی.

د ملګرو ملتونو ویاند فرحان حق اعلان کړی، چې د منځني ختیځ لپاره د دې سازمان ځانګړی استازی ژان ارنو د امریکايي چارواکو سره د لیدنو او سلا مشورو لپاره واشنګټن ته تللی دی.
د فرحان حق په وینا، د دغو خبرو اترو یوه مهمه برخه د امریکا او ایران ترمنځ د هغو مذاکراتو په اړه مشورې دي چې د پاکستان په منځګړیتوب ترسره کېږي.
ملګرو ملتونو ویلي چې ژان ارنو به په واشنګټن کې له امریکايي چارواکو سره د سیمې د روان وضعیت او د امریکا ـ ایران د اړیکو په تړاو د ډیپلوماټیکو هڅو په اړه خبرې وکړي.
تر اوسه د دغو لیدنو او سلا مشورو د جزییاتو او احتمالي پایلو په اړه نور معلومات نه دي خپاره شوي.

د امریکا د استازو جرګې مشر مایک جانسن وایي، د ایران پر اسلامي جمهوریت وروستي بریدونه یو دفاعي، محدود او له شرایطو سره سم متناسب اقدام و. نوموړي ویلي چې د استازو جرګې د مشر په توګه د دغو عملیاتو له پیل کېدو وړاندې له دغه ګام څخه خبر کړل شوی و.
مایک جانسن زیاته کړې چې په دغو بریدونو کې په مشخص ډول د اسلامي جمهوریت راداري مرکزونه، د توغندیو اډې او د قوماندې او کنټرول مرکزونه په نښه شوي دي. د هغه په وینا، دغه بریدونه په بشپړ ډول دفاعي ماهیت لري او د امریکایي ځواکونو د خوندیتوب لپاره ترسره شوي دي.
د امریکا د استازو جرګې مشر ټینګار وکړ چې د اسلامي جمهوریت ځواکونو پر امریکایي تجهیزاتو او پوځي شتمنیو بریدونه کړي وو او واشنګټن نه شو کولای دا ډول اقدامات بې ځوابه پرېږدي. هغه وویل چې د امریکایي ځواکونو پر وړاندې د دغو بریدونو له امله باید دغه غبرګون ښودل شوی وای.
بل لور ته، د امریکا مرکزي قوماندانۍ یا سنټکام اعلان کړی چې د سېشنبې په ماښام یې د ولسمشر ډونالډ ټرامپ په لارښوونه په هرمز تنګي کې د امریکایي پوځ د یوې اپاچي چورلکې د نسکورېدو په غبرګون کې، پر اسلامي جمهوریت نوي بریدونه کړي دي.
د طالبانو یو قوماندان حاجي نجیب الله چې د امریکايي خبریال ډېوېډ روهډ او د هغه د دوو ملګرو په تښتونه کې یې لاس درلود، د سې شنبې په ورځ د امریکا د نیویارک یوې محکمې په ۴۲ کاله بند محکوم کړ.
د اېبيسي نیوز د راپور له مخې، د امریکا فدرالي څارنوالانو ویلي چې حاجي نجیب الله او د هغه ملګرو په ۲۰۰۸ کال کې ډېوېډ روهډ، د هغه افغان ژباړن او موټرچلوونکی له اوو میاشتو څخه ډېر وخت په افغانستان او پاکستان کې په پټو ځایونو کې یرغمل ساتلي وو.
د دوی موخه دا وه چې د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو په بدل کې پیسې ترلاسه کړي او همدارنګه هغه طالب بندیان ازاد کړي چې د امریکا په بند کې وو.
څارنوالانو ویلي چې نجیب الله د یرغملۍ پر مهال بندیان اړ ایستل چې د ژوندي پاتې کېدو د ثبوت ویډیوګانې ثبت کړي. په دغو ویډیوګانو کې طالب جنګیالیو له اتومات وسلو سره هغوی ګواښل او یرغمل شوي کسان به یې دې ته اړ کول چې له خپلو کورنیو او د امریکا له حکومت څخه وغواړي څو د طالبانو غوښتنې ومني.
د څارنوالۍ په خبرپاڼه کې راغلي: «یرغمل شوي کسان او د هغوی کورنۍ د اسارت په ټوله موده کې له دې وېرې سره ژوند کاوه چې ښايي بیا هېڅکله یو بل ونه ویني».
نجیب الله له ۲۰۰۷ کال راهیسې د کابل له ګاونډي ولایت میدان وردګو کې د طالبانو قوماندان و او د دې ډلې د غیر رسمي ویاند په توګه یې هم فعالیت کاوه. د څارنوالانو په وینا، د هغه تر قوماندې لاندې ځواکونو څو ځله د امریکا د پوځ پر کاروانونو کمیني بریدونه کړي وو چې له امله یې یو شمېر امریکايي سرتېري وژل شوي وو.
د ۲۰۰۸ کال په نومبر میاشت کې ډېوېډ روهډ، چې هغه مهال یې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې لپاره کار کاوه، د یوې مرکې د ترسره کولو لپاره د نجیب الله لیدو ته روان شوی و، خو د طالبانو کسانو د نجیب الله په امر نوموړی، د هغه ژباړن او موټرچلوونکی وتښتول.
څارنوالانو ویلي چې طالب وسله والو د هغوی ګرځنده ټیلیفونونه ترې واخیستل، لاسونه یې وتړل او سترګې یې ورباندې وتړلې.
د څارنوالۍ د معلوماتو له مخې، کله چې روهډ خپلو تښتوونکو ته وویل چې امریکایی دی، نو یو تن یې په پښتو ژبه چیغه کړه چې دوی به د هغه وخت د امریکا ولسمشر بارک اوباما ته «یو خونړی پیغام» واستوي.
ډېوېډ روهډ او د هغه ژباړن له اوو میاشتو اسارت وروسته بالاخره وتوانېدل چې د رسۍ په وسیله او وروسته له هغه چې ساتونکي ویده شول، له خپل د ساتنې ځای څخه وتښتي.
روهډ وروسته د خپلې یرغملۍ او تېښتې کیسه د «رسۍ او دعا» په نوم یو کتاب کې خپره کړه.
حاجي نجیب الله د ۲۰۲۰ کال په اکتوبر میاشت کې اوکراین ته د سفر پر مهال ونیول شو او وروسته د محاکمې لپاره امریکا ته ولېږدول شو.
د افغانستان د ملي امنیت شورا پخواني سلاکار رنګین دادفر سپنتا ویلي، چې د هرات له ښځو او نارینهوو سره همغږي او د روانو پېښو پر وړاندې چوپ نه پاتې کېدل یوه ملي او وطنپاله دنده ده.
سپنتا د سېشنبې په ورځ په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې د افغانستان اوسنی وضعیت هېواد د «وېرې، ظلم، لوږې او مطلق وروستهپاتېوالي» پر لور بیولی دی.
نوموړي زیاته کړې چې په هرات کې وروستۍ پېښې د هغه څه یوه بېلګه ده چې ده ورته «وحشت او بربریت» ویلي دي.
هغه په خپلو څرګندونو کې ټینګار کړی: «د هرات له ښځو او نارینهوو سره همغږي او نندارچي نه پاتې کېدل ملي او وطنپاله وجیبه ده. دې د ظلم او تاریختېرې واکمنۍ ته باید خپله خلک د پای ټکی کېږدي. ازادي اخیستل کېږي.»
د سپنتا دغه څرګندونې په داسې حال کې مطرح کېږي چې په هرات کې د ښځو او نجونو د نیولو راپورونو پراخ غبرګونونه راپارولي دي. د دغو پېښو په تړاو یو شمېر سیاسي څېرو، د بشري حقونو فعالانو او نړیوالو بنسټونو هم اندېښنه څرګنده کړې او د ښځو د نیولو او محدودیتونو د پای ته رسېدو غوښتنه یې کړې ده.
د افغانستان د کانونو او پټرولیم پخوانۍ وزیرې نرګس نهان په هرات کې د ښځو او نارینه وو د وروستیو اعتراضونو ملاتړ کړی او د هغوی زړورتیا یې ستایلې ده. مېرمن نهان ویلي چې افغان ښځې به د خپلو بشري حقونو د دفاع لپاره له مبارزې او ودرېدلو څخه لاس وانخلي.
نرګس نهان په خپل پیغام کې ویلي چې د داسې یوې ډلې پر وړاندې درېدل او اعتراض کول اسانه کار نه دی چې له تاوتریخوالي پرته پر بله هېڅ ژبه نه پوهېږي. هغې زیاته کړې چې د افغانستان ښځې به د خپلو انساني حقونو د ترلاسه کولو لپاره خپلې مبارزې ته دوام ورکړي.
د کانونو او پټرولیم پخوانۍ وزیرې ټینګار کړی چې دا ځل به د افغانستان بدلون او ازادي په خپله د دغه هېواد د ښځو په لاسونو او ارادې سره رامنځته شي. د هغې دا څرګندونې په هرات ولایت کې د ښځو پر وړاندې د طالبانو د نویو محدودیتونو او نیونو له زیاتېدو وروسته مخې ته راغلي دي.
له بلې خوا، د هرات د وروستیو پېښو په غبرګون کې د افغانستان د بدن د ښکلا نامتو اتل علي بلال هم په دغه ښار کې د ښځو پر نیول کېدو سخته نیوکه کړې ده. ښاغلي بلال په یوه خپره کړې بیانیه کې ویلي چې افغان ښځې له خپلو لومړنیو او اساسي حقونو څخه بېبرخې شوې دي.
د هرات د اوسېدونکو په وینا، په دغه ښار کې په وروستیو ورځو کې د ښځو د نیولو او پر هغوی د محدودیتونو له امله فضا خورا درنه او له اضطرابه ډکه شوې ده. د راپورونو له مخې، د طالبانو د امربالمعروف او نهیعنالمنکر غړو په هرات کې د حجاب په پلمه د ښځو او نجونو نیول پیل کړي چې دې چارې د خلکو ترمنځ پراخې اندېښنې او غبرګونونه راپارولي دي.
د ښځو د حقونو لومړیتوب سازمان (ډبلیو ار ایف) په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د طالبانو وروستي اقدامات، په ځانګړې توګه په هرات کې د ښځو نیول او په کندهار کې تفریحي ځایونو ته د هغوی پر ورتګ نوي بندیزونه په کلکه غندلي دي.
دغه سازمان دا پرېکړې او چلند د جنسیتي اپارټایډ د سیستم یوه خطرناکه کچه بللې ده.
د دغه سازمان د بیانیې له مخې، په وروستیو ورځو کې د طالبانو د امر بالمعروف مامورینو په هرات کې په لسګونو ښځې او نجونې د حجاب د قانون د سرغړونې په تور په بازارونو او عامه ځایونو کې نیولې دي. کله چې د هرات اوسېدونکو د دغو نیونو پر وړاندې اعتراض وکړ، طالب ځواکونو پر لاریونوالو له حده زیات تاوتریخوالی وکړ چې له امله یې ګڼ کسان ټپیان شول.
د ښځو د حقونو لومړیتوب سازمان همداراز په کندهار کې د طالبانو د هغې پرېکړې په اړه اندېښنه ښودلې چې ښځې او نجونې تفریحي ځایونو او مېلو ته له تګه منع کوي. دغه بنسټ ویلي چې دا محدودیتونه په پارکونو، ورزشي کلبونو، زده کړو او کار باندې د پخوانیو بندیزونو ترڅنګ ښځې نورې هم له ټولنې ګوښه کوي او د هغوی اساسي حقونه ترې اخلي.
یاد سازمان له طالبانو غوښتي چې په هرات کې نیول شوې ښځې او نجونې سمدستي او بې له کوم شرطه خوشې کړي او د ښځو د ځورونې او خپلسرو نیونو لړۍ پای ته ورسوي. دغه راز له نړیوالې ټولنې غوښتل شوي چې پر طالبانو ډیپلوماتیک فشارونه زیات کړي او په نړیوالو قوانینو کې د جنسیتي اپارټایډ د رسمیت پېژندلو لپاره هڅې وکړي.