• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

پر کونړ د پاکستان په برید کې یوه ماشومه وژل شوې او درې نور ټپیان دي

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۰ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۵۹ GMT+۱

د طالبانو اړوندو رسنیو راپور ورکړی، چې د کونړ د شلتن ولسوالۍ په کربوړۍ کلي کې د پاکستان په بېګانیو بریدونو کې یوه ماشومه وژل شوې او درې کسان ټپیان دي. د راپور له مخې؛ په دغه برید کې د ملکي وګړو یو کور په نښه شوی دی.

تر دې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ویلي و، پاکستاني الوتکو د کونړ، خوست او پکتیا ولایتونو پر ځینو سیمو بریدونه کړي چې له امله یې ۱۱ ماشومان، یوه ښځه او یو سپین‌ږېری وژل شوي او ۱۴ نور ټپیان دي.د یادو رسنیو په وینا؛ د خوست ولایت د سپېرې ولسوالۍ پر مڼې کلي د پاکستان په وروستیو بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۹ کسان وژل شوي او لس نور ټپیان دي.ورته مهال د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ د منګريټۍ سیمې اوسېدونکي وایي، چې پاکستان تېره شپه شاوخوا یوه بجه د ملکي خلکو پر کورونو هوایي بریدونه کړي دي. دغه اوسېدونکي وایي، چې په یادو بریدونو کې یو هلک او دوه نجونې وژل شوې او کورونه یې په بشپړ ډول ویجاړ شوي دي.

ترویج لرونکی

له پاکستان سره په جګړه کې ټپي شوی طالب په هند کې تر درملنې لاندې دی
۱

له پاکستان سره په جګړه کې ټپي شوی طالب په هند کې تر درملنې لاندې دی

۲

له مسعود سره د بې‌اسناده کډوالو د اېستلو په اړه د اروپايي ټولنې مذاکراتو طالبان حیران کړي

۳

د طالبانو دوه چارواکي په جنیوا کې لیدل شوي

۴

شهباز شریف: د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لپاره باثباته افغانستان اړین دی

۵

د غزني له درو، شپونکی ماشوم د کوپنهاګن د زړه ډاکټر شو

•
•
•

نور کیسې

محقق په هرات کې د طالبانو له‌خوا د ښځو نیول د هغوی پر عزت او حیثیت یو څرګند تېری بللی دی

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۰ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۳۹ GMT+۱
محقق په هرات کې د طالبانو له‌خوا د ښځو نیول د هغوی پر عزت او حیثیت یو څرګند تېری بللی دی
100%

د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر محمد محقق په هرات کې د ښځو او نجونو نیول «د هېواد د ښځو پر عزت او حیثیت ښکاره برید» وباله. نوموړي خبرداری ورکړی، چې د خلکو پر حیثیت، حقونو او ناموس تېری د حل لاره نه‌ده او دغه ډول کړنې د کړکېچونو او ټولنیزو درزونو کچه نوره هم پراخوي.

محقق د هرات د سوله‌‌ییزو لاریون کوونکو د «خونړۍ ځپنې لړۍ» یادونه کړې او خبرداری یې ورکړی، چې د خلکو پر حیثیت، حقونو او ناموس تېری حل لاره نه‌ده او دغه ډول کړنې به د کړکېچونو، نارضایتۍ او ټولنیزو درزونو کچه نوره هم پراخه کړي.

هغه د راپورونو په حواله ویلي، چې په هرات ښار کې یوشمېر ښځې او نجونې د طالبانو له‌خوا نیول شوې او نامعلومه ځایونو ته وړل شوې دي. نوموړي دغه کړنه د اسلامي، انساني او اخلاقي اصولو خلاف وبللې.

د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند مشر په خپل یادښت کې د یادې پېښې د تاوتریخوالي اړخ ته اشاره کړې او زیاته کړې یې ده، چې د هرات د پروني سوله‌ییز لاریون پرمهال هم لاریون کوونکي د طالبانو له «خونړي ځپونکي اقدام» سره مخ شوي، چې په پایله کې یې ځینې کسان ټپیان شوي او یا یې ژوند له لاسه ورکړی دی.

هغه له طالبانو غوښتي، چې له زور او جبر لاس واخلي او د قانوني او بشري حقونو د درناوي پربنسټ لارې چارې غوره کړي؛ څو په هېواد کې د ثبات، ارامتیا او ملي یووالي زمینه برابره شي.

واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې پاکستان پر افغانستان ۸ لوی بریدونه کړي

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۰ جون ۲۰۲۶، ۰۷:۵۹ GMT+۱
واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې پاکستان پر افغانستان ۸ لوی بریدونه کړي
100%

په ۲۰۲۱کال کې واک ته د طالبانو له رسېدو راهیسې پاکستان پر افغانستان شاوخوا ۸ لوی بریدونه کړي، چې د هېواد په تاریخ کې بې‌ساري ګڼل کېږي. دغه بریدونه پر کابل، خوست، کونړ، پکتیکا، پکتیا، کندهار، ننګرهار او یوشمېر نورو ولایتونو شوي دي.

د افغانستان انټرنشنل د وروستیو معلوماتو له مخې؛ پاکستان د ۲۰۲۲کال (د اپرېل په ۱۰مه) پر خوست او کونړ ولایتونو بریدونه وکړل. د ۲۰۲۴کال د مارچ په میاشت کې پر خوست او پکتیکا ولایتونو هم بریدونه وشول. د همدې کال د ډسمبر په میاشت کې د پکتیکا برمل ولسوالي هم د پاکستان د هوایي بریدونو او توغندیزو بریدونو له لارې په نښه شوه.

د ارزونو له مخې؛ پاکستان د ۲۰۲۵کال (د اکتوبر په ۹مه ) د خیبر توپان عملیاتو په نوم پر کابل، خوست، ننګرهار او پکتیکا هم بریدونه وکړل.

د دواړه خواوو ترمنځ د نښتو پرمهال پاکستان د ۲۰۲۶کال د فبرورۍ په میاشت کې پر ننګرهار، پکتیکا او خوست هم بریدونه کړي. په همدې میاشت کې کابل، کندهار، پکتیا او ختیځ ولایتونو بیا د پاکستان تر بریدونو لاندې راغلل.

پاکستان د همدې کال د مارچ په میاشت کې پر کابل د روږدو کسانو د درملنې پر روغتون تر ټولو لوی برید ترسره کړ او په همدې ورځ یې د کندهار پر هوایي پوځي اډې هم بریدونه وکړل.

د کابل د روږدو کسانو د درملنې مرکز تلفات د وروستیو کلونو د تلفاتو تر ټولو لوی شمېر ښیي. پاکستان په جون میاشت کې پر کونړ، خوست او پکتیکا ولایتونو یو وار بیا بریدونه وکړل.

پاکستان د دغه بریدونو په ترسره کولو ادعا کړې، چې په افغانستان کې یې بلوڅ بېلتون پاله او د پاکستاني طالبانو تحریک جنګیالي او پټن ځایونه په نښه کړي. واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته که څه هم د دغه بریدونو ټول‌ټال د مرګ ژوبلې کره شمېره نه‌ده روښانه؛ خو دغه شمېر سلګونو ته رسېږي.

د یوناما او نړۍوالو راپورنو له مخې؛ یوازې د ۲۰۲۶کال د مئ تر میاشتې پورې ملکي تلفات تر زرو کسانو اوړي. د یوناما په وینا؛ په دغه تلفاتو کې ۷۲ ښځې، ۴۸ نجونې، ۹۵ هلکان او ۵۵۴ نارینه شامل دي چې وژل شوي او یا هم ټپیان شوي دي.

له ۲۰۲۱کال وروسته چې طالبان په افغانستان کې واک ته ورسېدل د پاکستان او افغانستان ترمنځ پر ډیورنډ کرښه اړیکې له نویو امنیتي کړکېچونو سره مخ شوې. اسلام‌اباد ادعا کوي، چې د پاکستان ضد وسله‌واله ډله تحریک طالبان پاکستان د افغانستان له خاورې فعالیت کوي او د پاکستان دننه بریدونه تنظیموي.

پاکستاني چارواکو په وار، وار له طالبانو غوښتنه کړې، چې د ټي‌ټي‌پي پټنځایونه له‌منځه یوسي؛ خو د طالبانو حکومت دغه ادعاوې ردوي او وایي، چې د افغانستان خاوره د بل هېواد پر وړاندې نه کارول کېږي.

طالبانو په کنړ، خوست او پکتیا کې د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۰ جون ۲۰۲۶، ۰۳:۱۵ GMT+۱
طالبانو په کنړ، خوست او پکتیا کې د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل
100%

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تایید کړه، چې د پاکستان پوځ بېګاه شپه ناوخته د افغانستان په ختیځو او سوېل ختیځو ولایتونو (کنړ، خوست او پکتیا) کې هوايي بریدونه ترسره کړي دي.

ذبیح الله مجاهد په یوه اعلامیه کې ویلي چې پاکستاني الوتکو د کنړ، خوست او پکتیا ولایتونو په ځینو سیمو کې بمبارۍ کړې دي. د هغه په وینا، دغه بریدونه پر ملکي کورونو شوي او له امله یې ګڼو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

مجاهد ادعا کړې چې په دغو بریدونو کې ۱۱ ماشومان، یوه ښځه او یو سپین‌ږیری وژل شوي او ۱۴ نور کسان، چې ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي، ټپیان شوي دي.

د طالبانو ویاند د پاکستان دا اقدام د افغانستان د فضايي حریم نقض او «بشري جنایت» بللی او ویلي یې دي چې طالبان دغه بریدونه په کلکه غندي.

تر اوسه د پاکستان حکومت او پوځ د دغو ادعاوو او د بریدونو د څرنګوالي په اړه رسمي دریځ نه دی څرګند کړی.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سرحدي او امنیتي مسایلو پر سر کړکېچونه او د ورته بریدونو ادعاوې راپورته شوې دي.

طالبانو په کنړ، خوست او پکتیا کې د پاکستان هوايي بریدونه تایید کړل

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۰ جون ۲۰۲۶، ۰۲:۴۴ GMT+۱

اسټرالیا: د منځني ختیځ جګړه د نړۍ پر اقتصاد او بشري وضعیت اغېز کوي

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۰ جون ۲۰۲۶، ۰۲:۲۳ GMT+۱
اسټرالیا: د منځني ختیځ جګړه د نړۍ پر اقتصاد او بشري وضعیت اغېز کوي
100%

د اسټرالیا لومړي وزیر، انتونیو البانیزي، ویلي چې په منځني ختیځ کې د روانې جګړې د بشري او اقتصادي پایلو په اړه «ژوره اندېښنه» لري او ټینګار یې کړی چې د تاوتریخوالي کمېدل او دایمي اوربند د سیمې او نړۍ په ګټه دي.

البانیزي د چهارشنبې په ورځ په یوه ټلوېزیوني خپرونه کې وویل چې اسټرالیا په سیمه کې د یوه دایمي اوربند ملاتړ کوي او هیله لري چې شخړې پای ته ورسېږي. د هغه په وینا، د منځني ختیځ کړکېچ یوازې د سیمې هېوادونه نه، بلکې لرې هېوادونه لکه اسټرالیا هم اغېزمن کړي دي.

نوموړي زیاته کړه: «موږ د سیمې څخه ډېر واټن لرو، خو بیا هم هره ورځ د دغو بدلونونو اغېزې احساسوو. له همدې امله د تاوتریخوالي کمېدل او د ثبات ټینګښت مهم دي.»

د اسټرالیا لومړي وزیر دهُرمز تنګي وضعیت ته په اشارې وویل چې د شرایطو دوامداره بدلون او بې‌باوري د وضعیت د پایلو مدیریت ډېر ستونزمن کړی دی.

هغه وویل: «دا حالت د اغېزو اداره کول خورا سختوي. که څه هم اسټرالیا د دې جګړې برخه نه ده او پکې هېڅ رول نه لري، خو دغه بحران زموږ پر هېواد هم واقعي او محسوس اغېز کړی دی.»