• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خیبر پښتونخوا په امنیتي چاپېریال کې د وسله‌والو ډلو او حکومتي تګلارو رول

خبرخونه
خبرخونه

افغانستان انټرنشنل - پښتو

۲۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۲ جون ۲۰۲۶، ۱۶:۰۰ GMT+۱

سره له دې چې پاکستان په تېرو دوو لسیزو کې د ترهګرۍ پر ضد پراخ پوځي عملیات کړي، خو لا هم لسګونه منع شوې وسله‌والې ډلې فعالې دي او خپل جوړښتونه یې ساتلي دي. که څه هم د دغو ډلو ډېری مرکزونه په پنجاب کې دي، خو د تاوتریخوالي تر ټولو دروند بار بیا پښتونخوا او قبایلي سیمې زغمي.

دا وضعیت دا پوښتنه راپورته کوي چې ایا دا یوازې جغرافیایي تصادف دی، که امنیتي تګلارې ؟

په پاکستان کې د منع شویو سازمانونو شتون د افغان جهاد په جریان کې هغه وخت څرګند شو چې پاکستان پخپله د خپلو ګټو د ترلاسه کولو لپاره دا سازمانونه روزل او هر ډول ملاتړ یې ورته برابراوه.

د سړې جګړې په جریان کې، متحده ایالاتو د روسیې پر وړاندې د افغانستان له خاورې څخه یوه لویه جګړه وکړه، چې په بشپړه توګه د پاکستان په خاوره کې پلان شوې وه او د ځینو عربي هیوادونو له خوا یې مالي ملاتړ کیده.

د افغان جهاد له پای ته رسیدو وروسته، په ۲۰۰۰مو کلونو کې پر پاکستان پراخ تورونه وو، چې ځینې افراطي ډلې پالي او ملاتړ یې کوي او دا سازمانونه د هند او افغانستان د حکومتونو پر وړاندې فعال دي.

د پاکستان د ملي ترهګرۍ ضد ادارې (NCTA) په وینا په دغه هیواد کې د لومړي ځل لپاره په ۲۰۰۱ کال کې افراطي سازمانونه منع شول او په لومړي پړاو کې، له ۲۰۰۰ څخه تر ۲۰۰۲ پورې اته سازمانونه منع شول. په دې توګه، دا بندیزونه د وخت په تیریدو سره دوام لري.

اوس مهال، د NCTCA د ریکارډونو له مخې، ۸۲ داسې سازمانونه شته چې د پاکستان حکومت له هرډول سیاسي او نظامي فعالیت نه منع کړي دي، خو ډېرې داسې ډلې شته، چې نومونه یې بدل کړي او تر نوي نامه لاندې یې سیاسي فعالیتونه پیل کړي دي.

په خیبر پښتونخوا کې وسله والې ډلې

خیبر پښتونخوا او پخوانۍ قبایلي سیمې د پاکستان د امنیتي منظرې هغه برخه ده چې له تېرو دوو لسیزو راهیسې د بېلابېلو وسله‌والو ډلو د فعالیتونو مرکز پاتې شوې دي. دلته د افغان مجاهدینو، طالبانو او په ورته وخت کې د پاکستاني وسله والو د څو مهمو ډلو حضور نه یوازې امنیتي وضعیت اغېزمن کړی، بلکې د وضعیت تحلیل یې هم پیچلی کړی دی.

دلته په خیبر پښتونخوا کې فعالو وسله والو ډلو ته یوه ځغلنده کتنه شوې ده.

۱- تحریک طالبان پاکستان

دا سازمان په ۲۰۰۷ کال کې تاسیس شو. دا د پاکستان د دولت پر وړاندې فعاله تر ټولو لویه منع شوې ډله ګڼل کیږي او ادعا کوي چې د هیواد په ټولو ولایتونو کې وسله وال غړي لري.

د ملګرو ملتونو د راپورونو له مخې، د دوی د جنګیالیو شمیر شاوخوا ۶۰۰۰ اټکل شوی، مګر د سیمه ییزو سرچینو په وینا، د دوی د جنګیالیو شمیر ډیر لوړ دی. ټي ټي پي په وروستیو کلونو کې په خپل تنظیم کې ډیری بدلونونه راوستي او ټول هیواد یې په مختلفو زونونو ویشلی دی، په داسې حال کې چې د دوی د هرې سیمې لپاره سیوري واليان هم ټاکل شوي دي. په تیرو وختونو کې، ټي ټي پي د پاکستان په ټولو لویو ښارونو، راولپنډۍ، اسلام اباد، لاهور، کراچۍ، ګلګت بلتستان او پیښور کې لوی بریدونه کړي دي، مګر د دې ډلې د ډیری بریدونو تمرکز پر پښتونخوا و.

د دوی بریدونه له کلونو راهیسې په پښتونخوا کې روان دي. دا ډله په قبایلي ولسوالیو او د پښتونخوا په جنوبي ولسوالیو کې تر ټولو پیاوړې ده.

د جی ایچ کیو برید، د پېښور د اردو عامه ښوونځي، د باچا خان پوهنتون، د استخباراتي ادارو مرکزونه او بې شمیره نورې داسې لویې پیښې د ټي ټي پي په غاړه دي. د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ د وروستي تاو تریخوالي مرکزي محور د ټي ټي پي بریدونه دي، چې دا مهال د پاکستان د دولت لپاره ترټولو لوی سر درد دی.

ټي ټي پي ادعا کوي چې د دوی په سازمان کې شاوخوا اتیا کوچني او لوی سازمانونه شامل دي.

۲- اتحاد المجاهدین پاکستان (IMP)

اتحاد المجاهدین پاکستان د دریو وسله والو ډلو اتحاد دی چې په دې وروستیو کې جوړ شوی.

په دې ډله کې ترټولو لویه ډله د حافظ ګل بهادر ده. دا اتحاد د شمالي وزیرستان د طالبانو قوماندان حافظ ګل بهادر له خوا رهبري کیږي، چې په تیرو وختونو کې د پاکستان د دولتي ادارو متحد ګڼل کیده. نورې دوه ډلې چې د دې اتحاد برخه دي لشکر اسلام او انقلاب اسلامي پاکستان دي.

لشکر اسلام د خیبر ولسوالۍ څخه یوه وسله واله ډله ده، چې ډیری یې په همدې ولسوالۍ کې بریدونه کړي دي، پداسې حال کې چې انقلاب اسلامي پاکستان د یوې نوې ډلې په توګه راڅرګند شوی، چې باور کیږي د القاعدې د برصغیر یوه فرعي ډله ده، خو د دې ډلې په اړه ډیر څه نه دي په ډاګه شوي.

په وروستیو کلونو کې، چې ډیری کوچنۍ ډلې له ټي ټي پي سره یوځای شوې، حافظ ګل بهادر هم هڅه وکړه چې د ټي ټي پي په پرتله لویه ډله جوړه کړي. د حافظ ګل بهادر ډلې د بریدونو تمرکز تل شمالي وزیرستان او د هغې سره نږدې قبایلي ولسوالۍ وې، ځکه خپله ګل بهادر د شمالي وزیر مداخېل وزیر دی او په خپله قبیله کې پراخ نفوذ لري.

دې ډلې په شمالي وزیرستان، بنو، لکی مروت او نورو سیمو کې د ځانمرګو بریدونو په ګډون ډیر لوی بریدونه کړي دي.

۳- جماعت الاحرار

جماعت الاحرار د مهمند طالبانو یوه ډله ګڼل کیږي. کله چې په ۲۰۰۷ کال کې تحریک طالبان پاکستان رامنځته شو، د دې ډلې قوماندان عبدالولي عرف عمر خالد خراساني د تحریک طالبان پاکستان سره یوځای شو. دا ډله د الاحرار الهند په نوم هم فعاله وه. کله چې په ۲۰۰۱ کال کې حکیم الله محسود د ډرون برید کې ووژل شو، د امارت په اړه د تحریک طالبان پاکستان دننه اختلافات رامنځته شول او ډله له تحریک طالبان پاکستان څخه جلا شوه. خو څو کاله وروسته، چې مفتي نور ولي محسود د طالبانو امیر شو، نوموړي هغه ډلې سره یوځای کړې چې له تحریک څخه جلا شوې وې او جماعت الاحرار بیرته له تحریک طالبان پاکستان سره یوځای شو او عمر خالد خراساني ته د مرستیال امیر مقام ورکړل شو. خو په ۲۰۲۲ کال کې، عمر خالد خراساني په افغانستان کې ووژل شو، چې له هغه وروسته جماعت الاحرار دا تاثر ورکړ چې د عمر خالد خراساني په وژنه کې د ټي ټي پي دننه ځینې کسان ښکېل وو، او په دې توګه بیا جدي اختلافات راپورته شول. اوس مهال، دا سازمان په نوم د ټي ټي پي برخه ده، مګر د دوی ترمنځ داخلي اختلافات دومره ژور شوي چې ډیری څارونکي په دې باور دي چې دوی نشي کولی بیا سره یوځای شي.

ویل کیږي چې جماعت الاحرار د ټي ټي پي دننه لویه وسله واله ډله ګڼل کیږي. دې ډلې په تیرو وختونو کې په پاکستان کې هم لوی بریدونه کړي دي، حتا د یو جلا سازمان په توګه، چې د واګه پولې، لاهور او د پولیسو لاین او پیښور بریدونه یې یادېدای شي.

دا ډله ادعا کوي چې د پښتونخوا په ډیری ښارونو کې سازمانونه لري. جماعت الاحرار په مهمند ولسوالۍ کې ډیری بریدونه کړي دي او د هغې نفوذ دلته هم احساس کیږي، مګر په پیښور او خیبر ولسوالیو کې یې هم څو بریدونه کړي دي.

۴- داعش خراسان

په ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴ کلونو کې، چې اسلامي دولت یا داعش د ابوبکر البغدادي په مشرۍ په عراق او سوریه کې خلافت اعلان کړ، په پاکستان او افغانستان کې ځینو منع شویو سازمانونو هم له دې ډلې سره اړیکې زیاتې کړې. په ۲۰۱۵ کال کې، څو ډلې له ټي ټي پي څخه جلا شوې او په دې توګه اسلامي دولت خراسان رامنځته شو. حافظ سعید خان، چې د ټي ټي پي د اورکزۍ ادارې د هغه وخت امیر و، د خپلو ټولو ملګرو سره د اسلامي دولت خراسان سره یوځای شو او وروسته د داعش خراسان والي وټاکل شو.

په پیل کې، دا سازمان یوازې په افغانستان پورې محدود و، خو اوس یې د ولایت پاکستان په نوم د پاکستان لپاره یوه څانګه هم جوړه کړې ده. اسلامي دولت یو نړیوال افراطي سازمان دی چې په نورو هیوادونو کې هم څانګې لري. له نظري پلوه، دا سازمان سلفي ایډیالوژۍ لري، چې هدف یې د شیعه فرقې خلک په نښه کول دي.

دا سازمان وخت په وخت په افغانستان او همدارنګه په پاکستان کې بریدونه کوي. د بریدونو له پلوه، د دې سازمان اصلي تمرکز په بلوچستان او پښتونخوا کې دی. دې سازمان په بلوچستان کې څو کوچني او لوی بریدونه کړي دي، چې ډیری د شیعه هزاره ټولنې غړي په نښه کوي.

داعش خراسان په پیښور کې د شیعه وو پر جوماتونو بریدونه کړي دي. یو پکې پر امامیه جومات ځانمرګی برید و، چې له پنځوسو څخه ډیر کسان پکې ووژل شول. سربیره پردې، دې ډلې په باجوړ کې د جمعیت علمای اسلام څو غونډې په نښه کړې دي. په باجوړ کې د جمعیت علمای اسلام په غونډه برید وشو، چې پکې د جمعیت شاوخوا پنځوس غړي ووژل شول. په دې توګه، داعش خراسان په باجوړ کې په څو هدفي وژنو کې هم ښکیل دی.

ویل کیږي چې دې سازمان په باجوړ کې یوه قوي شبکه جوړه کړې ده.

په پنجاب کې د منع شویو وسله‌والو ډلو رول

پنجاب د پاکستان تر ټولو زیات نفوس لرونکی او سیاسي-اقتصادي مهم ایالت دی، خو د دې سیمې له نوم سره په تېرو څو لسیزو کې د یو شمېر منع شویو او افراطي ډلو حضور هم تړل شوی دی. که څه هم د دې ډلو فعالیتونه په بېلابېلو برخو کې ثبت شوي، خو د هغوی تنظیمي مرکزونه، فکري مشران او شبکې تر ډېره له همدغه ایالت سره تړاو لري.

دغه ډلې په عمومي ډول د کشمیر جګړې، فرقه‌ییز تاوتریخوالي او سیمه‌ییزو امنیتي کړکېچونو له تاریخي تسلسل سره تړلې دي.

له دغو ډلو څخه یوه مهمه ډله لشکر طیبه ده، چې د افغان جهاد په مهال د سلفي فکر تر اغېز لاندې رامنځته شوه. د شوروي ځواکونو له وتلو وروسته دې ډلې خپل تمرکز کشمیر ته واړاوه او د هند تر ادارې لاندې سیمو کې یې د وسله‌والو عملیاتو لړۍ پیل کړه. لشکر طیبه د پاکستان له ځینو دولتي حلقو سره د نږدې اړیکو په لرلو تورنه شوې او د هند په خاوره کې د څو لویو بریدونو مسؤوله ګڼل کېږي. د نړیوال فشار له امله د ۲۰۰۱ کال په شاوخوا کې دا ډله په رسمي ډول منع اعلان شوه. د دې ډلې مرکزي جوړښت په پنجاب کې دی، خو په نورو سیمو کې هم خپره شوې شبکه لري.

د پنجاب میشتو ډلو بل مهم نوم لشکر جنګوي دی، چې د فرقه‌ییزو تاوتریخوالو په تاریخ کې له خورا سخت دریځو ډلو ګڼل کېږي.

د دې ډلې اصلي هدف د شیعه مسلمانانو په نښه کول بلل کېږي. که څه هم د دې ډلې مشرتابه تر ډېره له پنجاب څخه و، خو بریدونه یې د پاکستان په ګڼو لویو ښارونو کې شوي دي. د وخت په تېرېدو، کله چې تحریک طالبان پاکستان (TTP) جوړ شو، لشکر جنګوي ځینې عناصر له دې شبکې سره یوځای شول او د نورو وسله‌والو ډلو سره یې اړیکې پراخې شوې، په دې کې د القاعده له شبکو سره تړاو هم یادېږي.

سپاه صحابه پاکستان هم د همدې فکري او فرقه‌ییز جریان برخه ګڼل کېږي. دا ډله هم د شیعه ټولنې پر ضد د تاوتریخوالي له امله پېژندل کېږي او د پاکستان په بېلابېلو سیمو کې یې څانګې موجودې پاتې شوې دي.

د طالبانو په لومړۍ دوره کې په مزار شریف کې د ایراني ډیپلوماټانو په وژنه کې دې ډلې ته ګوته نیول کېده او ډېر غړي یې د طالبانو په لیکو کې د افغانستان په شمالي ولایتونو کې جنګېدل.

که څه هم په پاکستان کې د دولتي بندیزونو او امنیتي فشارونو له امله د دې ډلې پخوانی نفوذ تر ډېره کم شوی، خو د فرقه‌ییزو شبکو په تاریخ کې یې رول د پام وړ پاتې دی.

په همدې لړۍ کې جیش محمد هم راځي، چې په ۲۰۰۰ کال کې یې مولانا مسعود اظهر بنسټ کېښود.

د اظهر نوم کندهار ته له تښتول شوې هندۍ الوتکې سره تړلی یادیږي.

دا ډله په ځانګړي ډول د کشمیر د شخړې په متن کې مطرح شوې او خپل اصلي هدف یې د هند پر ضد وسله‌وال مقاومت بلل کېږي. خو ددې ډلې تر کنټرول لاندې لسګونو جنګیالیو په افغانستان کې له ۲۰۰۳ کال مه تر ۲۰۱۳ کال پورې ځانمرګي بریدونه کړي دي.

جیش محمد په کشمیر او د هند تر ادارې لاندې سیمو کې په څو لویو بریدونو تورنه شوې ده. د دې ډلې اصلي مراکز په جنوبي پنجاب کې دي او همدارنګه په پنجاب او د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر کې پراخې شبکې لري. د هند او پاکستان په جګړو کې نوي ډیلي په مکرر ډول ادعا کړې، چې په پاکستان کې یې د لشکر طیبه او جیش محمد ډلو مرکزونه هدف ګرځولي دي.

یو برید د ایبټ اباد په بالاکوټ کې پر تعلیم القران مدرسې و، چې نوي ډیلي له جیش محمد سره تړلې ګڼله.

دغه ډله هم د پاکستان له امنیتي جوړښتونو سره د پیچلو او جنجالي اړیکو له امله په نړیواله کچه تر بحث لاندې پاتې شوې ده.

په مجموع کې، دا ډلې د پاکستان د امنیتي تاریخ یوه پېچلې برخه جوړوي، چې د سیمه‌ییزو جګړو، فرقه‌ییزو اختلافاتو او ستراتیژیکو پالیسیو له اوږدې لړۍ سره تړاو لري.

په ترهګرۍ ضد جګړه کې د پښتونخوا ترخه تجربه

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر د یوولسمې له پېښو وروسته، په پاکستان کې د ترهګرۍ د پېښو یوه نوې او اوږده لړۍ پیل شوه، چې تر اوسه پورې د رسمي او غیر رسمي سرچینو له مخې پکې د وژل شویو کسانو شمېر له ۸۳ زرو اوښتی ګڼل کېږي.

د ۹/۱۱ د پېښو د شلمې کلیزې په مناسبت، د پاکستان د پوځ هغه وخت ویاند مېجر جنرال بابر افتخار ویلي وو چې پاکستان په تېرو دوو لسیزو کې د ترهګرۍ پر ضد یوه اوږده او یوڅه بریالۍ جګړه کړې، خو په دې موده کې یې له ۸۳ زرو څخه زیاتې قربانۍ ورکړې دي. هغه دا هم ویلي وو چې دې جګړې پاکستان ته شاوخوا ۱۲۶ میلیارده ډالره اقتصادي زیان اړولی دی.

که څه هم دغه شمېرې د ټول هېواد لپاره وړاندې کېږي، خو ګڼې ادعاوې دا دي چې د دغو قربانیو تر ټولو لویه برخه خیبر پښتونخوا ورکړې ده.

د پاکستان د پوځ اوسني ویاند جنرال احمد شریف چوهدري د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په میاشت کې په پېښور کې په یوه خبري غونډه کې د خیبر پښتونخوا خلک د خاورې د «زړورو زامنو» په نوم یاد کړي وو او ویلي یې وو چې پاکستان، په ځانګړي ډول خیبر پښتونخوا، له تېرو دوو لسیزو راهیسې د ترهګرۍ له سختو ستونزو سره مخ دی.

په ۲۰۱۴ کال کې د پېښور د ارمي پبلک سکول له خونړۍ پېښې وروسته د ترهګرۍ د مخنیوي لپاره د «نشنل اېکشن پلان» په نوم یوه هر اړخیزه ۲۰ مادیزه تګلاره جوړه شوه. په دغه پلان کې د کرکې، افراطیت او فرقه‌ییز تعصب پر ضد اقدامات، د ترهګرو ډلو د مالي سرچینو بندول، د دیني مدرسو ثبت او تنظیم او په قبایلي سیمو کې اداري او پرمختیايي اصلاحات شامل وو.

خو پر دې تګلارې له پیل څخه نیوکې موجودې وې چې په بشپړ ډول عملي نه شوه. همدارنګه د مالي څار او ترهګرۍ د تمویل د مخنیوي په برخه کې، د «FATF» په نوم نړیوالې ادارې له ۲۰۰۸ کال راهیسې پاکستان د څار په نوملړ کې ساتلی و، چې په ۲۰۲۲ کال کې له خړ نوملړ څخه وایستل شو.

په خیبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ له مهمو پېښو څخه د ۲۰۰۹ کال د پېښور مینه بازار چاودنه یادیږي، چې تر ۱۳۷ کسانو پورې پکې ووژل شول او شاوخوا ۲۰۰ نور ټپیان شول. همدارنګه په ۲۰۱۳ کال کې د قصه خوانۍ چاودنې، په ۲۰۱۴ کال کې د ارمي پبلک سکول پېښه، په ۲۰۱۶ کال کې د چارسدې باچا خان پوهنتون برید او په ۲۰۲۳ کال کې د پېښور پولیس لاینز برید هغه لویې پېښې دي چې په ولسي ځایونو، تعلیمي ادارو، سیاسي غونډو او جوماتونو کې ترسره شوې.

د سویلي اسیا د ترهګرۍ د څار ادارې (South Asia Terrorism Portal) د شمېرو له مخې، له ۲۰۰۸ څخه تر ۲۰۱۵ پورې په پاکستان کې د ترهګرۍ تر ټولو زیاتې پېښې ثبت شوې، چې ډېری یې په خیبر پښتونخوا، قبایلي سیمو او بلوچستان کې شوې دي. د همدې راپور له مخې، په دغه موده کې یوازې په خیبر پښتونخوا کې د وژنو ۲۵۳۶ پېښې ثبت شوې دي او دغه لړۍ له ۲۰۲۱ کال وروسته بیا چټکه شوې او تر اوسه روانه ده.

په مقابل کې، په همدې موده کې په پنجاب ایالت کې د وژنو شمېر ټیټ، یعنې شاوخوا ۱۹۶ پېښې ثبت شوې دي.

له همدې وضعیت سره، داسې انځور وړاندې کېږي چې خیبر پښتونخوا او قبایلي سیمې د ترهګرۍ او ناامنۍ تر ټولو سخت بار زغمي، په داسې حال کې چې په پنجاب کې د پراختیايي پروژو لکه موټروې، اورنج ټرېن، مېټرو بس، صنعتي زونونو او تعلیمي اصلاحاتو لړۍ چټکه ده. له بلې خوا، په خیبر پښتونخوا کې محدودې پروژې لکه د سوات ایکسپریس وې، د پېښور BRT، صحت کارډ او ځینې برېښنايي پروژې موجودې دي، خو دا سیمه لا هم د برېښنا کمښت، اقتصادي محدودیتونو او امنیتي ننګونو سره مخ ده.

ولې خیبر پښتونخوا د جګړې اصلي ډګر دی؟

خیبر پښتونخوا او پخوانۍ قبایلي سیمې له تېرو دوو لسیزو راهیسې د پاکستان د ترهګرۍ ضد جګړې تر ټولو مهم مرکز پاتې شوي دي. که څه هم په پاکستان کې د ګڼو وسله‌والو ډلو تنظیمي، سیاسي او فکري رېښې د هېواد په نورو سیمو، په ځانګړي ډول پنجاب کې موجودې وې، خو د جګړې اصلي ډګر بیا خیبر پښتونخوا وګرځېده. د دې تر شا څو مهم عوامل موجود دي.

د پاکستان افغان پالیسي د سیمې له مهمو او بحث‌پارونکو بهرنیو او امنیتي تګلارو ګڼل کېږي. د دې پالیسۍ بنسټ تر ډېره د پاکستان له امنیتي، ستراتیژیکو او جیوپولیټیکو سیاستونو سره تړل شوی دی. د وخت په تېرېدو، که څه هم د دې پالیسۍ بڼه بدله شوې، خو اساسي موخې یې تر ډېره ثابتې پاتې شوې دي.

د پاکستان له جوړېدو وروسته، افغانستان او پاکستان تل له پېچلو اړیکو سره مخ وو. د ډیورنډ کرښې موضوع او د پښتونستان مسئله د دواړو هېوادونو ترمنځ د اختلاف مهم ټکي دي. له همدې امله پاکستان له پیل څخه هڅه کوله چې په افغانستان کې داسې حکومت موجود وي چې د اسلام‌اباد امنیتي او سیاسي اندېښنې په پام کې ونیسي.

د سړې جګړې پر مهال او په ځانګړي ډول د شوروي اتحاد له یرغل وروسته، پاکستان د امریکا او ځینو عربي هېوادونو په ملاتړ د افغان مجاهدینو اصلي مرکز وګرځېد. د مجاهدینو روزنه، تمویل او تنظیم تر ډېره د پاکستان له خاورې کېده.

د شوروي ځواکونو له وتلو او د کورنیو جګړو له پیل وروسته، پاکستان هڅه وکړه چې په افغانستان کې د خپلې خوښې او نږدې حکومت رامنځته کړي. په ۱۹۹۰مو کلونو کې د طالبانو د راڅرګندېدو پر مهال، پاکستان یو له هغو محدودو هېوادونو و چې د طالبانو حکومت یې په رسمیت وپېژاند.

د پاکستان د امنیتي ادارو په ستراتیژیک فکر کې یوه مشهوره نظریه د ستراتیژیک عمق په نوم یادېږي. د دې نظریې له مخې، پاکستان غوښتل په افغانستان کې داسې حکومت موجود وي چې د هند نفوذ محدود کړي او د پاکستان لپاره یو دوستانه چاپېریال رامنځته کړي. منتقدین وایي همدا لیدلوري د افغانستان په کورنیو چارو کې د اوږدمهاله مداخلې لامل شو.

د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر له یوولسمې وروسته، پاکستان د امریکا په مشرۍ د ترهګرۍ ضد ائتلاف برخه شو او ظاهراً یې د طالبانو پر ضد دریځ خپل کړ. خو په همدې وخت کې پر پاکستان تورونه هم ولګېدل چې د طالبانو ځینې مشران او شبکې لا هم په پاکستان کې خوندي پټنځایونه لري.

خیبر پښتونخوا له افغانستان سره اوږده او غرنیزه پوله لري چې د ډېرو کلونو لپاره یې اغېزناک کنټرول ستونزمن و. د همدې جغرافیایي جوړښت له امله وسله‌والو ډلو ته د تګ راتګ، پټنځایونو او بیا تنظیم لپاره مناسب فرصتونه برابرېدل. د افغانستان جګړې او په سیمه کې د دوامدارې بې‌ثباتۍ اغېزې هم په مستقیم ډول پر همدې سیمو پرېوتې.

پخوانیو قبایلي سیمو د اوږدې مودې لپاره ځانګړی اداري جوړښت درلود او د هېواد له نورو برخو سره یې د ادارې، قانون او پراختیا په برخه کې توپیر موجود و. د دولت کمزوری حضور، محدودې اقتصادي سرچینې، د زده‌کړو ټیټه کچه او د بنسټیزو خدمتونو نشتوالي داسې تشه رامنځته کړه چې وسله‌والو ډلو ترې ګټه واخیسته.

د ترهګرۍ ضد پوځي عملیاتو تمرکز هم تر ډېره په همدې سیمه و، خو د څارونکو په باور، اصلي هدف هغه وسله والې ډلې وې، چې په پاکستان کې یې عملیات کول، خو هغه ډلې نه په نښه کېدې، چې د عملیاتو تمرکز یې پر افغانستان و. ټول ستر عملیات لکه «راه راست او زلزله»، «ضرب عضب» او «ردالفساد» په قبایلي سیمو او خیبر پښتونخوا کې ترسره شول. که څه هم د دغو عملیاتو له لارې ګڼې وسله‌والې شبکې کمزورې شوې، خو په ورته وخت کې پراخې بې‌ځایه کېدنې، اقتصادي زیانونه او ټولنیز تاثیرات هم رامنځته شول.

ترویج لرونکی

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی
۱

د کابل په کلکان کې یوه سړي خپله ۱۴ کلنه لور وژلې او طالبانو ته تسلیم شوی

۲

د امریکا د استازو جرګې غړې: د طالبانو «ترهګرې» ډلې ته د مشروعیت ورکړې هره هڅه خطرناکه ده

۳

د جرمني په هېسن ایالت څارنوالۍ د یوه ۷۰ کلن افغان لپاره د عمري بند سزا غوښتې

۴

په کابل کې د ټکسي چلونې یوه شرکت ۲۴ ساعته انلاین خدمات پیل کړل

۵

ایران ۱۶۲ نور افغان بندیان طالبانو ته سپارلي

•
•
•

نور کیسې

د استانبول خبرې یا د اورمچي پروسه به افغانستان-پاکستان سره پخلا کړای شي؟

۲۰ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۰ جون ۲۰۲۶، ۱۵:۵۷ GMT+۱
•
افراسیاب خټک
د استانبول خبرې یا د اورمچي پروسه به افغانستان-پاکستان سره پخلا کړای شي؟
100%

د نهم او لسم جون تر منځ شپه کې پاکستان یو وار بیا د افغانستان په دریو ولایتونو، خوست، پکتیکا او کونړ کې هوايي بریدونه کړي دي. د پاکستان پوځي منابعو پاکستانی ژورنالستانو ته ویلي دي چې دغه هوايي بریدونه د استخباراتو له خوا په ګوته شويو د ټي ټي پي پر پټنځایونو شوي دي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت هم په یوه رسمي اعلامیه کې ادعا کړې ده چې د پاکستان له خوا په افغانستان کې دغه هدفي بریدونه د مې په نهمه نېټه په بنو کې، د مې د میاشتې په نهمه نېټه په بنو کې په پولیسو پر یوه مرکز برید، د جون په دویمه نېټه په شمالي وزیرستان کې د موټر په وسیله ترسره شوي انتحاري برید، او د جون په نهمه نېټه د پېښور نه بهر د حسن خیلو په موسی دره کې د سرحدي ځواکونو په مرکز شوي وسله‌وال برید په ځواب کې شوي دي.

په حکومتي اعلامیه کې دا هم راغلي دي چې د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ترهګریز مرکزونه هدف ګرځول شوي دي.

د پاکستان د دغو ادعاوو برعکس د طالبانو د امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد په ایکس کې په خپله پاڼه لیکلي دي چې د پاکستان پوځ یو ځل بیا د افغانستان د هوايي حریم په سرغړونې سره په کونړ، خوست او پکتیکا کې د ملکي خلکو پر کورونو بمونه غورځولي دي، چې په دغو بریدونو کې د یوولسو ماشومانو په ګډون یوه ښځه او یو بوډا سړی وژل شوي دي او څوارلس تنه نورې ښځې او ماشومان ټپیان شوي هم دي. ذبیح‌الله مجاهد پاکستانی برید د انسانانو پر ضد یو جنایت او تعرض بللی دی.

د امریکا غږ د وینا له مخې، د امریکا حکومت هم په افغانستان او پاکستان دواړو غږ کړی دی چې هغوی دې د وسله‌والو بریدونو پر ځای خپلمنځي اختلافات د ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي.

عجبه خبره دا ده چې د اپرېل په میاشت کې په استانبول کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د غیر رسمي خبرو اترو نه یوه ورځ وړاندې پاکستان په افغانستان کې دننه هوايي بمباردونه کړي وو او دې ځل یې په استانبول کې د دویم ځل د جون په نهمه نېټه د شويو غیر رسمي خبرو اترو نه څو ساعته وروسته بیا د افغانستان په دریو ولایتونو باندې هوايي بریدونه کړي دي.

100%

داسې ښکاري چې د پاکستان جنرالواکۍ د دوستو هېوادونو تر فشار لاندې د افغانستان سره خبرو اترو ته غاړه کېږدي، ولې بیا په افغانستان بریدونه کوي او د سوله‌ییز مفاهمت فضا له منځه وړي، او هدف یې دا پیغام رسول ښکاري چې پاکستان د افغانستان سره دوه اړخیزو خبرو اترو او مفاهمت ته اړتیا نه لري، بلکې د پوځي قوت له لارې د افغانستان اوسني حکومت ته قناعت ورکول غواړي چې هغه دې د پاکستان اوامر ومني.

پاکستان کې د ټي ټي پي د بریدونو په اړه یو څو پوښتنې وجود لري چې پاکستان یې ځواب نه وايي، او هغه دا دي چې پاکستان د خپلو ادعاوو سره سم د ډیورند د کرښې سر تر پایه پاکستاني خار داره تارونه لګولي دي، د څارنې لپاره پوځي پوستې په ټوله کرښه پرتې دي، نو بیا د ټي ټي پي جنګیالي په دومره ګڼ شمېر کې پاکستان ته څنګه داخلیږي؟

او بیا که بالفرض دغه جنګیالي پاکستان ته داخل هم شي نو بیا هغوی د پاکستان د ځواکمن ماشین په موجودیت کې څنګه په بنو، لکي مروت، ټانک، شمالي او جنوبي وزیرستان سیمه‌ییز کنټرول تر لاسه کړی دی؟

ا د پاکستاني طالبانو تحریک دومره قوي شوی دی چې هغه د پښتونخوا ځینې سیمې اشغال کړي دي او اوس هلته د جینکو ښوونځي (سکولونه) الوزوي او هلته د مېشتو خلکو نه باج اخلي؟

دا خبرې په څرګنده توګه ناشونې دي او په حقیقت کې د هغې جګړې برخه ده چې د پښتون او افغان پر ضد د پنځوسو کلونو راهیسې د پاکستان له لوري روانه ده.

د استانبول د غیر رسمي خبرو اترو نه پرته د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جګړې پای ته رسولو لپاره د چین په نوښت پیل شوې د اورمچي پروسه هم وجود لري، چې د اپرېل د میاشتې په لومړۍ اونۍ کې د چین د سنکیانګ نومې سیمې په مرکز اورمچي کې رامنځته شوې ده.

چین د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوسنۍ جګړې څخه ډېر مشوش دی، علت یې دا دی چې چین دغه جګړه د چین او پاکستان ترمنځ جوړېدونکي تجارتي کوریډور ته، چې چین پکې په ملیاردونو ډالرو پانګونه کړې، یو خطر بولي او بله دا چې چین په افغانستان کې د قیمتي طبیعي منابعو کې هم پانګونه کول غواړي چې د چین صنعتونه ترې ستره ګټه پورته کولی شي.

بله خبره دا ده چې که د ډیورند د کرښې دواړه خواوې بې ثباته شي نو داعش او د ختیځ ترکستان اسلامي تحریک به د دغې بې ثباتۍ نه استفاده وکړي او هغوی به د چین د سنکیانګ نومې سیمې کې د ورانکارۍ لپاره نفوذ وکړي، نو ځکه چین د اورمچي په پروسه کې ډېر دقت کړی دی، او د مذاکراتو او مفاهمت خبره یې یوازې افغانستان او پاکستان ته نه ده ایښې. د اورمچي پروسه درې اړخیزه ده، یعنې د افغانستان او پاکستان ترڅنګ چین هم د دې پروسې غړی دی، څو د خپل موجودیت په وسیله دواړه اړخونه تیری او ماجراجویۍ ته پرې نه ږدي.

د مې د میاشتې په پای او د جون د میاشتې په سر کې د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي کابل، اسلام‌اباد او دوحې ته سفرونه وکړل او په درې واړو پلازمینو کې یې د ټولو مهمو دولتي او غیر دولتي مقاماتو سره صلاح‌ګانې وکړې او په هېڅ صورت کې افغانستان او پاکستان وسله‌والې جګړې ته نه پرېږدي.

خو د پاکستان تازه بمباردونو دا خبره ښکاره کړه چې هغه د هیچا خبرو ته غوږ نه ږدي او غواړي چې د پوځي ځواک په وسیله افغانستان په خپله تحت‌الحمایه سیمه بدل کړي.

پاکستان دیرش کاله په طالبانو کې پانګونه هم د دې لپاره کړې وه چې په افغانستان باندې یو ضعیف، غیر مشروع او منزوي نظام تحمیل کړي، خو د دغې صحنې بل اړخ دا هم دی چې پاکستان د طالبانو د امارت لاندې افغانستان کې د بمباردونو په وسیله د خپلو ژورو داخلي اقتصادي او سیاسي بحرانونو څخه د خپل ولس پام اړولو لپاره د خپل پوځي ځواک نمایش کوي، خو په اوږده کې به دا کړنلاره په هېڅ وجه ښې پایلې ونه لري.

پر ځیرکو موبایلونو بندیز؛ د طالبانو د کنټرول سیاست که د وېرې نښه؟

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۱۷:۵۹ GMT+۱
•
محبوب‌ شاه محبوب
پر ځیرکو موبایلونو بندیز؛ د طالبانو د کنټرول سیاست که د وېرې نښه؟
100%

یویشتمه پېړۍ د اړیکو او معلوماتو د چټک بدلون زمانه ده. نن ورځ انسانان د نړۍ له هر ګوټ سره په څو ثانیو کې اړیکه نیولی شي، خبرونه ترلاسه کولی شي او حتا اقتصادي فعالیتونه د یوې کوچنۍ وسیلې له لارې پر مخ وړي؛ خو ملا هبت الله پر دولتي کارکوونکو د ځیرکو موبایلونو د کارونې بندیز لګولی.

په داسې حال کې چې ډېری هېوادونه د ډیجیټل د پراختیا پر لور روان دي، په افغانستان کې د ملا هبت الله له لوري په دولتي کارکوونکو د ځیرکو موبایلونو د محدودولو او بندولو راپورونه د معلوماتي ټولنې د راتلونکي په اړه مهمې پوښتنې راپورته کوي.

په ۲۱مه پېړۍ کې د معلوماتي ټولنې (Information Society) بنسټیز تعریف دا دی چې معلومات د ځواک، اقتصاد او سیاست اصلي سرچینه ګرځي. ځیرک موبایلونه د دې بدلون تر ټولو مهمه وسیله ده، ځکه د معلوماتو تولید او خپرول غیرمتمرکز کوي، هر فرد ته د ارتباط او خپرونې وسیله ورکوي، د دولت او خلکو ترمنځ د اړیکو بڼه بدلوي، نو له همدې امله، ځیرک موبایل یوازې یو تخنیکي وسیله نه ده، بلکې د “معلوماتي ځواک” یوه برخه ده.

د راپورونو له مخې، د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله اخوندزاده له لوري داسې لارښوونې شوې چې د دولتي ادارو کارکوونکي دې له ځیرکو موبایلونو ډډه وکړي.

دا ډول اقدامات په سیاسي علومو کې د “معلوماتي کنټرول سیاست” (Information Control Policy) په نوم یادېږي، چې هدف یې د معلوماتو جریان محدودول او د افشا کېدو د خطر کمول وي.

په سیاسي نظریو کې مستبد یا متمرکز رژیمونه معمولاً درې ستر میکانیزمونه کاروي:

  1. د معلوماتو تولید محدودول
  2. د معلوماتو خپرېدل کنټرولول
  3. د معلوماتو تفسیر انحصار کول

ځیرک موبایلونه دا درې واړه میکانیزمونه ننګوي، ځکه هر کاروونکی د محتوا تولیدوونکی کېدای شي.

طالبان له پورته درېیو میکانیزمونو څخه ډار لري او کوښښ کوي چې د افغانستان ټولنه محدوده او تړلې وساتي.

د ډیجیټل اقتصاد له مخې، موبایلونه د “مایکرو-اقتصاد” بنسټ جوړوي، چې پر بنسټ یې، انلاین سوداګري، موبایل بانکي خدمات، د کار موندنې پلیټفارمونه او معلوماتي خدمتونه یقیني کیږي.

په کابل کې د موبایل بازار د بدلون په اړه د دوکاندارانو راپورونه ښيي چې د ساده موبایلونو تقاضا زیاته شوې ده، چې دا د بازار د “ټکنالوژیک ریګریشن” (Technological Regression) نښه ده.

یو بل اړخ دا دی چې د انساني امنیت په چوکاټ کې ټېکنالوژي د ژوند ژغورنې وسیله ګڼل کېږي. ځیرک موبایلونه، د بېړنیو حالاتو اړیکې اسانه کوي، د روغتیايي خدماتو لاسرسی زیاتوي، د طبیعي پېښو پر مهال معلومات چټک رسوي او له همدې امله، د دې وسایلو محدودول د انساني امنیت پر شاخصونو مستقیم اغېز لري.

بل خوا په سیاسي ټولنپوهنه کې یوه مهمه نظریه دا ده چې هر څومره د معلوماتو جریان محدود وي، هماغومره د مشروعیت بحران ژورېږي.

ځینې شنونکي باور لري چې دا ډول محدودیتونه د داخلي اختلافاتو د افشا کېدو د مخنیوي لپاره هم کارول کېږي، ځکه ډیجیټل وسایل د سازماني شفافیت کچه لوړوي..

که په لنډ ډول ووایو، د ځیرکو موبایلونو محدودول یوازې یو اداري اقدام نه دی، بلکې د معلوماتي ځواک، ټولنیز کنټرول او اقتصادي بدلون ترمنځ د پیچلې اړیکې انعکاس دی.

پر ځیرکونو موبایلونو د طالبانو بندیز دا روښانوي چې طالبان غواړي معلومات محدود کړي، خپل اختلافات پټ کړي او د افغانستان نېږدې یو میلیون انسانان چې په دولتي دستګاه کې کار کوي له نړۍ سره بې اړیکې کړي. دا چاره د طالبانو د سخت دریځه او دېکتاتورانه تفکر د ډار نښه هم بلل کیږي.

په داسې حال کې چې نړۍ د ډیجیټل تحول په لور ګړندی حرکت کوي، د افغانستان تجربه دا پوښتنه لا جدي کوي:

ایا د معلوماتو محدودول د ثبات لاره ده، که د انزوا پیل؟

او په اوږدمهال کې ایا د ټېکنالوژۍ مخنیوی کولی شي د طالبانو د رژیم مشروعیت پیاوړی کړي، که برعکس، د ټولنې او نظام ترمنځ واټن نور هم زیاتولی شي؟

د روسیې او طالبانو ترمنځ د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون پایلې

۱۹ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۹ جون ۲۰۲۶، ۰۳:۰۸ GMT+۱
•
افراسیاب خټک
د روسیې او طالبانو ترمنځ د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون پایلې
100%

څو ورځې وړاندې د طالبانو دفاع وزیر ملامحمد یعقوب مجاهد له روسي چارواکو سره د پوځي او تخنیکي همکاریو تړون لاسلیک کړ، چې له مخې یې روسیه به له طالبانو سره د هغه پخوانیو روسي وسلو په ترمیم کې مرسته وکړي چې پخوا شوروي اتحاد د افغانستان د هغه وخت حکومتونو ته ورکړې وې.

دغه وسلې له ډېرې اوږدې مودې راهیسې د افغانستان د وسله‌والو قواوو له‌خوا کارېږي. دا طبیعي خبره ده، چې په دغه وسلو کې یوشمېر وسلې د خرابېدو او یا هم د زړښت له امله له کاره لوېدلې دي. د دغه وسلو د ترمیم کار د روسیې د مسلکي متخصصینو د رول او له روسیې نه د پرزو د ترلاسه کولو پرته ناشونی وو.
د روسیې او افغانستان د مناسباتو د ضعف له امله تر اوسه روسیې په دې کار کې نه د افغانستان د پخواني جمهوري دولت او نه هم د طالبانو له ادارې سره کومه مرسته کړې وه، د ملا محمد یعقوب او روسي چارواکو ترمنځ نوی تړون به دغه تشه ډکه کړي او د افغانستان وسله‌والې قواوې به د پخوانۍ روسي وسلو د ګټې اخیستنې جوګه شي.

خو د روسیې د دولت او د طالبانو ترمنځ د یاد تړون د لاسلیکولو د خبر په خپرېدو سره سم د بېلابېلو ډلو له‌خوا په دغه خبر بېلابېلې تبصرې او سپړنې خپرې شوې، ډېرو لیکوالانو د زړو وسلو د ترمیم دغه تخنیکي تړون یو نوی ستراتیژیک پوځي تړون وباله.
ځینو تبصره کوونکو د افغانستان په داخلي سیاست کې یو ځل بیا د روسیې د لاس وهنو وېره څرګنده کړه، ځینې نورو یې د روسیې د احتمالي لاس وهنو په ځواب کې د لوېدیځ ابرقدرتونو پر احتمالي عکس‌العمل هم نظرونه څرګند کړل، که څه هم دغه تبصرو او وړاندوینو زیاتره برخې له واقیعت نه لرې او خیالي وې؛ خو که چا په افغانستان کې د سیاسي نفوذ په باب د لوېدیځ زبر ځواکونو او د روسیې ترمنځ د سیالۍ او شخړو په تاریخ یو نظر تېر کړی وي، نو هغوی ته به دغه اندېښنې طبیعي برېښي؛ ځکه چې د افغانستان ستراتژیکه جغرافیه داسې ده، چې د نولسمې او شلمې پېړۍ په څېر د سویلي او مرکزي اسیا په برید پراته افغانستان کې نن هم د ابرقدرتونو سیالۍ او رقابتونه په لویه کچه روان دي او دغه سیالۍ په تېرو پنځو لسیزو کې د افغانستان او د سیمې په سیاست کې پر راتلونکو بدلونونو بې‌اغیزې نه وې. سړی دا ویلې شي، چې په افغانستان کې کېدونکو جګړو او د اوکراین په جګړه کې ګډ ټکی شته.

د ۱۹۸۰کال نه پیلیدونکې لسیزه کې په افغانستان کې د اوږدې جګړې په پای کې د شوروي پوځونو ماته د پخواني شوروی اتحاد د سقوط یو ستر لامل و، د شوروي اتحاد په ړنګېدو د ختیځې اروپا، مرکزي اسیا، قفقاز او د بالټیک سمندر د سیمې یوشمېر هېوادونه د روس له ولکې ووتل، د سپتمبر ۱۱مې پېښو وروسته امریکا خپلې قواوې افغانستان ته ولېږلې کومې چې شل کاله په افغانستان کې پاتې کېدو نه وروسته د امریکا او طالبانو ترمنځ د دوحې تړون پربنسټ بېرته امریکا ته ولاړې، په افغانستان کې جمهوریت وپرځېده او طالبانو واک په خپل لاس کې واخیست؛ خو په افغانستان او سیمه کې د امریکا غیرمستقیم نفوذ په خپل ځای پاتې دی. دغه خبره هم د یادونې وړ ده، چې په تېرو دوه نیمو لسیزو کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په مشرۍ روسیې یو ځل بیا په یوروشیا کې د خپل سیاسي او ستراتیژیک نفوذ د ژوندي ساتلو هلې ځلې پیل کړې دي. روسیه مرکزي اسیا د خپل نفوذ طبیعي سیمه ګڼي، روسیې د دوحې تړون مخالفت ځکه وکړ، چې د روسیې لپاره د افغانستان نه د امریکایي قواوو اخراج تر هر څه ډېر اهمیت لاره او بیا یې له طالبانو سره ښې اړیکې ځکه وساتلې چې د اوکراین په جګړه د بوختیا له امله هغه په مرکزي اسیا کې د نوې جبهې د پرانیستلو لپاره وخت او وس نه‌لري؛ خو د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په افغانستان کې د ترهګرو ډلو حضور د روسیې پوځي محافل د ځان لپاره ګواښ ګڼي. روسیه په دې اړه دوه مخې چلند کوي، له یوې خوا د روسیې جنرالان له دغه ګواښونو سترګې نه پټوي او له بلې خوا د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په اوسني وخت کې له طالبانو سره د اړیکو خړپړتیا د روسیې په ګټه نه بولي. 

خو په نزدې وختونو کې د سیمې په سیاست کې راتلونکي څو بدلونونو د روسیې اندېښنه زیاته کړې، له دې ډلې نه په مهمو عواملو کې په سیمه کې د داعش مخ په زیاتېدونکی فعالیت، د مرکزي اسیا ثبات ته ورپېښې ننګونې او له امریکا سره د پاکستان نزدې‌والی دی، چې کله داعش په طالبانو بریدونه کوي او پاکستان هم د ټي‌ټي‌پي د فعالیت د مخنیوي په پلمه د افغانستان پر مهمو ښارونو بمبار کوي؛ نو طالبان ډېر منزوی ښکاري او له روسیې سره اندېښنه پیدا کېږي، چې پر طالبانو لوېدیځ ته د پوځي اډو د ورکړې لپاره فشار مخ په سوا کېدو دی؛ نو که څه هم د روسیې او طالبانو ترمنځ اوسنی تخنیکي او پوځي تړون کوم ستراتیژیک پوځي تړون نه‌دی او تش له زړو وسلو کارونې پورې محدود دی؛ خو بیاهم دغه تړون ځانګړی اهمیت لري، ځکه روسیه د افغانستان په داخلي سیاست کې چندان نفوذ نه‌لري؛ نو هغوی په افغانستان کې د رژیم د بدلولو داسې لوبې نه تاییدوي، چې ګټه یې تشه لوېدیځو هېوادونو یا په سیمه کې د هغوی متحدینو ته رسېږي. بله خبره د مرکزي اسیا د پنځو جمهوریتنو پر دولتونو د افغانستان د وضعیت د اغېزې هم ده، د روسیې لپاره دا خبره ډېره مهمه ده چې د مرکزي اسیا دولتونه دا فکر ونه کړي چې روسیې د افغانستان وضعیت ته شا کړې او مرکزي اسیا یې د دغه وضعیت سره د مقابلې لپاره یوازې پرېښې ده؛ نو د طالبانو ادارې په رسمیت پېژندلو او د روسي وسلو د ترمیم د تخنیکي او پوځي تړون غوندې سمبولیکو ګامونو پرمټ روسیه مرکزي اسیا ته ډاډ ورکوي، چې ګنې روسیه له هغې لوبې په بشپړه توګه نه‌ده وتلې چې له افغانستان سره تړاو لري.

د « غدیر خُم » روایت او د علي (رض) امامت

۱۵ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۵ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۴۲ GMT+۱
•
ولي الله ملکزی
د « غدیر خُم » روایت او د علي (رض) امامت
100%

غدیر خُم د اسلامي تاریخ یوه مهمه پېښه ده چې د هجرت په لسم کال د حجةُ الوداع څخه د راستنېدو پر مهال په کې رسول الله د حضرت علي کرم الله وجهه په اړه وویل: «د چا چې زه مولا یم، علي یې هم مولا دی». ددې پېښې اصل د مسلمانانو ترمنځ منل شوی، خو د «مولا» د کلمې په تفسیر کې اختلاف شته.

غدیر خم چې د اسلامي تاریخ په اکثرو متونو کې ځانګړی ځای لري، د مکې مکرمې شمال ته د ۱۸۳ کیلو مترو په واټن پروت دی او د شام حاجیان خپل اِحرام همدلته تړي. پخوا دا ځای د کاروانونو پنډغالی او مهمه څلورلارې وه؛ حاجیانو، سوداګرو او مسافرو به دمه کوله او بیا به خپلو سیمو ته روانېدل. د «غدیر» کلمه په عربي ژبې کې د اوبو هغه ډنډ ته ویل کېږي چې د باران یا سیلاب اوبه په کې راټولې شي او «خُم» د هماغې سیمې نوم وو.

د هجرت په لسم کال، رسول الله د خپل یوازیني حج «حَجةُ الوِداع» له مراسمو وروسته د ذالحجې په اتلسمې نېټې مدینې منورې ته په لارې،‌ غدیر خُم کې تم شو او خپلو یارانو ته یې وینا وکړه. د خبرو په ترڅ کې یې د علي کرم الله وجهه په اړه چې تازه له پریمانه غنیمتونو سره له یمن څخه راستون شوې وو، داسې وویل: «مَنْ كُنْتُ مَوْلَاهُ فَعَلِيٌّ مَوْلَاهُ - د چا چې زه مولا یم، علي یې هم مولا دی». د غدیر خُم دې مهمې پېښې ته په بخاري او مسلم کې اشارې شوېدي، خو د نورو سني او شیعه تاریخي سرچینو په شان یې د حدیث دغه الفاظ نه دي روایت کړي.

دلته اختلاف د پېښې په تفسیر او د «مولا» د کلمې په معنا کې دی. اهل سنت چې د دوه میلیارده مسلمانانو غوڅ اکثریت یعنې ۸۹ سلنه جوړوي، په دې باور دي چې د رسول الله د وینا مطلب د علي مقام، فضیلت او د مسلمانانو له خوا د هغه د ملاتړ څرګندونه ده. د دوئ په تفسیر کې د «مولا» کلمه د دوست، منلي او ملاتړ کوونکي په معنا ده، نه د ځای ناستي او وارث په توګه. سني عُلَما استدلال کوي چې که د رسول موخه د راتلونکي خلیفه ټاکل وای، نو ولی یې دومره بنسټیزه موضوع یوه اونۍ وړاندې د عرفات په غونډۍ کې چې له یولک څخه زیات اصحاب ورته غوږ غوږ وو، اعلان نه کړه؟ بیا یې مازې د اتیا یا نوي تنو اصحابو په وړاندې، د خلیفه په ځای ولی د مولا په نوم یاد کړ؟ له همدې امله سنیان دا حدیث د علي د فضیلت دلیل ګڼي او د خلافت د نص په توګه یې نه تفسیروي.

د اهل سنت له نظره، د رسول الله له وفات وروسته د سَقِيفَه بَني سَاعِدة په جریان کې مخکښو اصحابو د خلافت مسئله د شورا له لارې حل کړه او که دوئ د غدیر خم وینا د صریح نص په توګه منله، نو د سقيفې بحث به نه رامنځته کېده. همدا شان، حضرت علي بیا د حضرت ابوبکر او حضرت عمر فاروق سره بېعت وکړ، د قاضي القضات او مشارو په صفت یې ورسره کار وکړ او ډېره جالبه دا چې علي بن ابي طالب خپله لور، ام كلثوم عمر (رض) ته په نکاح ورکړه چې د قناعت معنا لري.

خو اهل تشیع چې د دې ستر امت ۱۱ سلنه ده؛ باور لري چې د غدیر خُم پېښه د علي بن ابي طالب د امامت او رهبرۍ رسمي اعلان وو. د دوی په اند د «مولا» کلمه د مشر، سرپرست او د واک د خاوند په معنا کارول شوې او دا پېښه د امامت د عقیدې له بنسټیزو دلایلو څخه ګڼي. شیعه مسلمانان په سقیفه بني ساعده کې له ابوبکر (رض) سره بېعت او د هغه د رهبرۍ مشروعیت تر پوښتنې لاندې راولي. همدا شان دوئ عقیده لري چې د رسول الله (ص) د وفات په ورځ علي بن ابي طالب او د کورنۍ نور مهم غړي یې د تجهیز او تدفین په چارو بوخت وو او په دغې مهمې پرېکړې کې د دوئ شتون، ناشوني وو.

د ډېرو محدثینو او مؤرخینو د روایت له مخې، رسول الله له حَجةُ الوِداع څه وخت وړاندې حضرت علي یمن ته د دعوت، زکات او ځُمس د راټولو لپاره استولی وو. کله چې هغه بېرته له یمن څخه راستون شو نو د مدینې په ځای سیده د حج په مراسمو کې د ګډون لپاره د رسول الله خوا ته لاړ. د فریضې له اداء وروسته، د هغه د ملګري لښکر څو تنو د علي بن ابي طالب څخه شکایتونه درلودل او د هغه په ځینو پرېکړو یې نیوکې کولې چې بالآخره د رسول ترمقام ورسېدلی. له همدې امله، د غدیر خُم په تم ځای کې رسول الله د حضرت علي څرګند ملاتړ وکړ ترڅو رامنځته شوې ناخوښي او بدګوماني لېرې کړي.

بالمقابل، شیعه علما باور لري چې د حضرت پېغمبر (ص) دا وینا یوازې د شکایتونو د رفع کولو لپاره نه وه، بلکې د حضرت علي د امامت او رهبرۍ اعلان وو؛ نو ځکه هرکال د ذوالحجې اتلسم د هغه د امامت د جشن په توګه نمانځي. شک نه شته چې غدیر خُم د اسلامي روایاتو د فکري او کلامي تاریخ له مهمو موضوعاتو څخه شمېرل کېږي چې خپلمنځي واټن یې کله ناکله د سمندر د دوو غاړو په څېر وي چې هېڅکله نه یوځای کېږي. سقیفه او غدیر خم د مسلمانانو د شفاهي تاریخ د بدلون خورا مهم ټکی دی چې د معنا او تعبیر په هکله یې دواړه اړخونه جلا جلا تفسیرونه لري. د دې موضوع بشپړ عقیدوي حل د اسلامي تاریخ په اوږدو کې نه دی شوی او هر مذهب خپل دلایل او علمي میراث لري.

د اختلاف د مدیریت او مذهبي کړکېچ د مخنیوي په خاطر، باید چې یو د بل مقدساتو او شخصیتونو ته درناوی وشي او سرې کرښې وګڼل شي. د تاریخي او عقیدوي سرچینو عادلانه مطالعه، له تکفیر او سپکاوي څخه ډډه کول او د مفاهمت فرهنګ پیاوړی کول؛ زموږ د پوهانو او اغېزمنو سټو دیني وجیبه ده. د یوې پاېلې په توګه ویلای شو چې د غدیر خم اړوند اختلاف د پېښې پر اصل نه، بلکې د هغې پر تفسیر دی. د عقیدتمندو انسانانو ترمنځ د یووالي لپاره تر ټولو عملي لاره دا ده چې په اختلافي مسایلو کې یو بل وزغمي او په ګډو ارزښتونو (توحید، نبوت، قرآن او اخلاقو) تمرکز وکړي؛ ترڅو د مذهبي شخړو لمبې تتې او د نه ختمېدونکې کرکې رنګ، کمرنګه شي.

الله مې دې زاړه ایمان ته خېر کړي!

د جمعي فعالیتونو د مهارت تشه

۱۲ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۲ جون ۲۰۲۶، ۱۴:۳۱ GMT+۱
•
شاه محمود میاخېل
د جمعي فعالیتونو د مهارت تشه
100%

د افغانانو اکثره تعلیم یافته قشر، په خپل تصور کې د خپلو روانونو د تسکین لپاره، د ځمکني واقعیتونو خلاف، مدینه فاضله په خپلو مغزو کې جوړه کړی ده. د دوی وخت، انرژي او مالي منابع په خپلو منځو کې د یو بل په غندلو او نفې کولو مصرف کیږي.

د همدغه خیالي تصور له امله، تعلیمیافته قشر، په خپلو منځو کې او هم د افغانانو په منځ کې د جمعي فعالیتونو زمینه او امکانات کم او یا له منځه وړي دي.

تر څو چې تعلیمیافته نسل د جمعي (Collective Action) مهارتونو ظرفیت په خپلو منځو کې پیدا نه کړي، د دوی فعالیتونه به ملموسه نتیجه ونه لري.

د افغانستان سیاست او قدرت به د هغه ډلې او ګروپ په انحصار کې وي چې د جمعي فکر او فعالیتونو مهارت لري. د همدې جمعي مهارتونو په وسیله طالبان قدرت ته ورسیدل یا ورسول شول، او په مقابل کې تعلیمیافته قشر د ټولو امکاناتو، ولسي او نړیوال حمایت سره سره وپاشل شو ځکه چې دوی د جمعي فکر مدیریت او په خپلو منځو کې د تعهد جمعي مهارتونه نه درلودل.

د جمهوریت د سقوط نه وروسته اکثره تعلیمیافته قشر نورهم سره په فکري لحاظ پاشل شوي او د جمعي کار او فکر مهارت یې نور هم د لاسه ورکړېدی. زیات یې د بیکارې له امله په رواني مرضونو اخته او نه پوهیږي چې ځانونه څنګه او په څه مصروف وساتي.

همدې سر درګمي، له دوی نه «ګوسفندي ژورنالستان، ګوسفندي مدني فعالان، ګوسفندي سیاسیون او ګوسفندي لیکوالان» جوړ کړیدي. د ګوسفندي تیوري په هکله مې پخوا یوه لیکنه کړې وه. هغه کسان چې خپل فکر، تولید او تګلاره ونه لري، یا د نورو تقلید کوي او همیشه د نورو په فعالیتونو نیوکې او هغه نفې کوي، خو د ټولنې د اصلاح لپاره څه نه لري، هغوي د ګوسفندي ډلو په قطار کې محسوبیږي.

تاسې که دا ډول ژورنالیزم، لیکوالانو، سیاسیونو او مدني فعالانو او په خاصه توګه د ټولینزو رسنیو اکثره کارونوکو ته نظر واچوئ، دوی د یو بل سره جوړ نه راځي او خپله انرژي د یو بل په ضد او په ماضي خبرو مصرفوي. دوی د اوس او راتلونکې لپاره هیڅ د حل لار نه لري ځکه چې دوی د جمعي فعالیتونو مهارتونه او ظرفیتونه په خپلو منځو کې نه لري. هره ورځ په ورځیني سوژو چې زیاتره د استخباراتي کړیو له خوا مطرح کیږي، دوی عکس العملي غبرګونونه ښیي او اوږدمهاله تګلاره نه لري. دوی غواړي چې ټولنه هم د خپلو ځانونو غوندي په تاویلو ماویلو مصروفه او په رواني مرضونو اخته کړي.

که د افغانانو تعلیمیافته قشر واقعا غواړي چې مثبت رول ولوبوي، باید د جمعي فعالبتونو مهارتونه په خپلو منځو کې پیدا کړي. که نه، همداسې به سر ګردانه وي او د دوی د سرنوشت په هکله به هغه کسان پریکړې کوي څوک چې د جمعي فعالیتونو مهارتونه لري ولو کې د دوی نه یې د تعلیم کچه ټیټه او یا د ښه بیګروند څښتنان نه وي.

که د جمهوریت شل کلن دور ته نظر واچول شي، قدرت د هغه کسانو سره و چې د جمعي فعالیتونو مهارتونه یې درلود که نه د اکثره کسانو بیکرونډ ښه نه و او د تعلیم کچه یې هم ټیټه وه. هغو ډلو چې د جمعي فعالیتونو لپاره مدني ګروپونه او سياسي تنظیمونه درلودل، په ټولو سیاسي او تصمیم نیونکو پریکړو کې مطرح و او تعلیمیافته قشر نظر مهم نه و.

اوس هم د هیواد نه بهر، د هغه کسانو اوازونه اوچت دي چې د جمعي فعالیتونو مهارتونه په خپلو منځو کې لري. که نه، نه د دوی سابقه سمه ده او نه کومه ښه کاري تجربه، پوهه او د راتلونکې لپاره تګلاره لري.

له بده مرغه، د افغانستان تعلیم یافته قشر «د فیل په غوږ کې ویده» دی. یوازې تعلیم، د انسان نه روښانفکره نه جوړوي بلکې تعلیم د روښانفکرې لپاره زمینه مساعدوي. که تعلیم د انسان فکر روښانه نه کړي او د جمعي فعالیتونو د مهارتونو کمال په ځانونو کې پیدا نه کړي، بیا علم او پوهه د شیطان د پوهې غوندې وي چې نور ګمراه کوي، ولس د یو بل په مقابل کې په ټکر کې راولي او په فکري لحاظ یې وژني.