په کابل کې د ټکسي چلونې یوه شرکت ۲۴ ساعته انلاین خدمات پیل کړل

په کابل کې د «افغان انلاین ټکسي» په نامه د ټکسي چلونې یوه شرکت فعالیت پیل کړی. دغه شرکت ویلي، چې د ځانګړي اپلیکیشن له لارې ۲۴ ساعته خدمات وړاندې کوي.

په کابل کې د «افغان انلاین ټکسي» په نامه د ټکسي چلونې یوه شرکت فعالیت پیل کړی. دغه شرکت ویلي، چې د ځانګړي اپلیکیشن له لارې ۲۴ ساعته خدمات وړاندې کوي.
د طالبانو د ترانسپورت او هوانوردۍ وزارت د «افغان ټکسي انلاین» په نوم یوه شرکت د فعالیدو د ستاینې تر څنګ ویلي، چې د کابل ښاریانو لپاره د اسانتیا او د ټکسي د بیو د کنټرول په موخه یې دغه شرکت ته د فعالیت جواز ورکړی دی.
د «افغان ټکسي انلاین» شرکت د یوه ځانګړي اپلیکیشن له لارې ۲۴ ساعته خدمات وړاندې کوي.
د یاد شرکت ریس داوود عليزاده وایي، هڅه کوي د عصري ټکنالوژۍ په مرسته د هېوادوالو د ښاري ټرانسپورت ستونزې راکمې کړي.
بلخوا، د کابل یو شمېر ښاریانو هم د افغان انلاین ټکسي شرکت د فعالیت له پیل څخه خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې له امنیتي او اقتصادي پلوه دا یو ښه ګام دی.
انلاین ټکسي په افغانستان کې یوه نوې تجربه ګڼل کېږي، خو د منظمې ښاري نقشې نشتوالی او په ډېرو سیمو کې د کوڅو د نښو او پتو کمښت یې له مهمو ننګونو څخه بلل کېږي.

د جرمني د هېسن ایالت د هاناو ښار محکمه د دوشنبې په ورځ د هغه ۸۰ کلن افغان په اړه پرېکړه کوي، چې په کندهار کې د خپل ورو په وژنه تورن دی. څارنوالۍ هغه د عمربند سزا غوښتې ده.
په دې قضیه کې د ۷۰ کلن افغان صدر پر ضد څارنوالۍ د قتل تور لګولی او د هغه لپاره یې د عمر قید سزا غوښتې ده.
د وژل شوي د کورنۍ استازي هم د سختې سزا غوښتنه کوي، خو د تورن وکیلان بیا د بشپړ برائت غوښتنه لري.
د څارنوالۍ په وینا، تورن د ۲۰۱۵ کال د اکتوبر پر ۲۶مه په کندهار کې خپل ورور له نږدې واټن څخه په ډزو وژلی دی. د دوی د ادعا له مخې، د دې پېښې تر شا د کورنۍ د ملکیتونو پر سر اوږدمهاله شخړې موجودې وې چې کلونه یې دوام کړی و.
په دې قضیه کې تر ټولو مهم ثبوت د وژل شوي د زوی شاهدي بلل شوې، چې ویلي یې دي هغه مهال یې خپل تره د پېښې ځای ته د ننوتلو پرمهال لیدلی و. څارنوالۍ دا شاهدي کلیدي ګڼي او وایي چې د همدې پر بنسټ تورن د قتل مسوول دی.
خو د دفاع لوری دا تورونه ردوي او ټینګار کوي چې تورن د پېښې پر مهال په پاکستان کې و.
مدافع وکیلان همدارنګه د شاهدۍ د اعتبار په اړه شک څرګندوي او وایي چې د وخت تېرېدو او کورنۍ شخړو له امله ممکن روایتونه اغېزمن شوي وي. دوی پاکستان ته په قتل د تورن کس د داخلېدو مهر هم د خپل موکل د بېګناهۍ په ملاتړ وړاندې کړی دی.
مدافع وکیل استدلال کوي چې په دې دوسیه کې کره او قاطع شواهد نشته او له همدې امله باید تورن برائت ترلاسه کړي.
محکمه به د دوشنبې په ورځ خپله وروستۍ پرېکړه اعلان کړي چې ایا تورن به په عمر قید محکومېږي او که به د شواهدو د کمزورۍ له امله خوشې کېږي.
د طالبانو د کانونو وزارت مرستیال د چین د بهرنیو چارو وزارت د اسیايي چارو له جنرال کونسل، په کابل کې د چین له سفیر او د عینک د مسو پروژې د قراردادي شرکت له مسوولانو سره په کتنه کې د یادې پرژوې د عملي چارو پر سملاسي پیلولو ټینګار کړی دی.
دغه وزارت د یکشنبې په ورځ، د غبرګولي پر ۲۴مه ویلي، چې د چین د بهرنیو چارو وزارت استازي او په کابل کې د چین سفیر او د عینک د مسو پروژې قراردادي شرکت مسوولانو د طالبانو د کانونو وزارت د پالیسۍ او برنامو له مرستیال عبدالرحمن قانت سره په لیدنه کې د عینک مسو پروژې د چارو د پرمختګ په اړه خبرې کړې دي.
طالبانو ویلي چې چینايي چارواکو د یادې پروژې د پرمختګونو، ستونزو، وړاندیزونو او اړتیاوو په اړه هم معلومات شریک کړې دي، خو طالبانو د یادې پروژې پر وړاندې د خنډونو په اړه جزییات نه دي ورکړي.
طالبانو ویلي چې عبدالرحمن قانت د عینک مسو پروژې د عملي کار پر ژر پیلېدا ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې د پروژې د بشپړ پیل پر وړاندې هېڅ ډول ستونزه نشته.
طالبانو ویلي چې قراردادي شرکت دې د یادې پروژې په اړه خپلو ژمنو ته رسیده ګي وکړي.
د لوګر د عینک د مسو پروژه له شاوخوا دوو لسیزو راهیسې د چینايي شرکتونو د فعالیت په تمه ده. چینايي شرکت دغه قرارداد د ۳۰ کلونو لپاره د ۳،۴ میلیارده ډالرو په پانګونې ترلاسه کړی دی.
د تېر جمهوري حکومت پرمهال د امنیتي ستونزو، له افغان حکومت سره د قراردادي د اختلافاتو او په سیمه کې د لرغونو اثارو د زیانمنېدو د اندېښنو له امله د پروژې عملي چارې ځنډېدلې وې.
طالبانو تمه درلوده، چې د قرارداد چارې به زر پیل شي او عواید به یې ددوی پر بودجه مثبت اغیز پرېباسي.
د ۲۰۲۴ کال په جولای کې چینايي ډیپلوماتانو او طالبانو ددې پروژې د پیل اعلان وکړ او د کان د استخراج لپاره ۲۰۲۶ کال هدف ټاکل شوی و، خو د چین له سفیر او د چینايي شرکتونو له رییسانو سره د طالبانو له پرله پسې ناستو ښکاري، چې دغه شرکت تراوسه هم د قرارداد د بشپړ عملي کولو په برخه کې پاتې راغلی دی.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر د روان کال د غويي پر ۱۶مه هم د چین له سفیر، د اېم سي سي ټي شرکت له عمومي رییس، د عینک مسو کان د قراردادي شرکت اېم جې اې ایم له رییس او مل پلاوي سره په کتنه کې د عینک مسو کان د کان کیندنې قرارداد د د ژمنو او مکلفیتونو د نه عملي کېدو او د پروژې د پرمختګ په اړه غږېدلی و.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر د ۱۴۰۴ کال په لیندي میاشت کې هم د عینک مسو پروژې له چینايي قراردادیانو سره په کتنه کې د یادې پروژې د چارو پر چټکتیا ټینګار کړی و. د طالبانو د کانونو وزارت هغه مهال وویل، چې د عینک د مسو پروژې قراردادي شرکت د تړون لهمخې د ژمنو د عملي کولو ډاډ ورکړی و.
اټکل کېږي چې د عینک مسو کان کې شاوخوا ۱۱،۵ میلیونه ټنه مس خوندي دي او کولی شي هر کال له ۲۵۰ څخه تر ۳۰۰ میلیونه ډالرو پورې عواید ولري. د قرارداد په اوږدو کې شاوخوا ۸۰۰ میلیونه ډالره نور عواید هم اټکل شوي، چې زرګونه مستقیم او لسګونه زره غیر مستقیم کاري فرصتونه به رامنځته کړي.
د افغانستان د وینې بانک د غیر رسمي ډیجیټل شبکې وروستي ارقام ښيي چې خوست د ۲۹ ثبت شویو وینه ورکونکو په درلودلو سره لومړی ځای لري، وروسته کابل په۲۷، پکتیا په ۱۹، ننګرهار په۱۶ او پکتیکا په ۱۲ چمتو ډونرانو سره په درېیم، څلورم، پنځم او شپږم ځای کې دي.
د افغان وینې بانک په نوم داوطلبانه ډیجیټل سیستم، چې په انلاین ډول د وینې رضاکارانه فعالیت پرمخ وړي، هڅه کوي د وینې ورکونکو او ناروغانو ترمنځ فاصله راکمه کړي.
دا پلیټفارم ادعا کوي چې اوس مهال په ۱۸ ولایتونو کې ۱۷۳ فعال ډونران ثبت شوي او تر اوسه یې د ۵۴ کسانو د ژوندپه ژغورلو کې مرسته کړې، په داسې حال کې چې ۱۶ ولایتونه لا هم د دې شبکې له مستقیم پوښښ څخه بهر دي.
د هرات، بلخ، کندهار په څېر نور ګڼ نفوسه ولایتونه هم په تېرو کلونو کې د وینې ورکولو په رضاکارانه کمپاین کې مخکښ پاتې شوي.
د وینې ډولونو په ویش کې هم نابرابري څرګنده ده. د عامو ډولونو لکه A+ او O+ هر یو شاوخوا ۴۲ ډونران لري، خو نادر ډولونه لکه AB- یوازې ۳ ډونران لري.
د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) د معلوماتو له مخې، افغانستان شاوخوا ۶۷د وینې بانکونه لري چې په ټول هېواد کې فعالیت کوي او په میاشتني ډول په ۳۴ ولایتونو کې نږدې ۳۰ زره او ۵۰۰ د وینې کڅوړېوېشل کېږي.
خو له دې سره سره، د وینې سیستم لا هم تر ډېره د کورنۍ د بدیل ډونرانو پر بنسټ ولاړ دی، چې شاوخوا ۵۶،۹ سلنه وینه له همدې لارې برابرېږي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د معالجوي طب رییس ډاکټر وحدت الکوزي د یکشنبې په ورځ، د وینې نړیوالې ورځې په مناسبت غونډه کې ادعا وکړه، چې افغانستان دا مهال د وینې د زېرمه کولو په برخه کې د ځان بسیاینې پړاو ته نږدې شوی او یاد وزارت په تېر کال کې په ټول هېواد کې ۲۲۷ زره یونټه وینه راټوله کړې چې له دې څخه ۲۱۰ زره یونټه ناروغانو ته وېشل شوې ده.
د طالبانو د عامې روغتیا د سرچینو په وینا، دا مهال ۸۵ سلنه وینه په داوطلبانه ډول راټولېږي او د ۱۴۰۴ کال په ترڅ کې د وینې په مرکزي بانک او د ولایتونو د وینې په بانکونو کې د ۶۹۹ زره او ۳۰۴ کسانو د وینې ګروپونه هم تثبیت شوي دي.
یاد وزارت په جغرافیايي لحاظ د رضاکارانه وینې ورکولو سیمې نه دي مشخصې کړې او نه یې هم د فعالو وینه ورکوونکو شمېر په ډاګه کړی دی.
د افغانستان د وینې ورکولو د وضعیت په اړه نړیوالو روغتیايي او اکادمیکو سرچینو تایید کړې چې په هېواد کې شاوخوا ۲۷ زره منظم ثبت شوي وینه ورکوونکي دي. د روغتیا نړیوال سازمان او اکادمیکې څېړنې ښيي چې له دې ډلې نږدې ۹۶ سلنه نارینه دي او یوازې یوه کوچنۍ برخه ښځې دي.
دا شمېر د افغانستان د وینې د رسمي سیسټم د محدود ظرفیت ښکارندوی دی، په داسې حال کې چې د نفوس او طبي اړتیاوو په پرتله دا شمېر لا هم کم ګڼل کېږي.
په هېواد کې د تلسیمیا ناروغان هم د وینې پر سیستم سخت فشار واردوي.
د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۱۱ زره ناروغان ثبت دي چې له دې ډلې نږدې ۵ زره او ۹۰۰ماشومان دي او دوامداره وینې ته اړتیا لري. خو د سیستم په عملي برخه کې ستونزې لا هم جدي دي.
په کابل او نورو ښارونو کې خلک وایي چې د وینې ترلاسه کول اکثره د رسمي میکانیزم پر ځای د ټولنیزو رسنیو، شخصي اړیکو او واټساپ ګروپونو له لارې ترسره کېږي. ځینې ناروغان حتا اړ وي چې خپله وینه ورکوونکي ومومي.
عبدالرحیم، چې دوه ماشومان یې په تلسیمیا اخته دي، هره درېیمه میاشت د خپلو ماشومانو د ژوند د ژغورلو لپاره وینه لټوي. هغه د رسمي روغتیايي سیستم پرځای وینه د ملګرو او ټولنیزو رسنیو له لارې پیدا کوي.
نوموړي افغانستان انټرنشنل ته وویل، « ماته مسوولان وایي چې لومړی باید خپله داوطلب وینه ورکوونکی ومومم، ځکه د وینې بانک یوازې هغه وخت وینه ور کوي چې د ناروغ لپاره بل ډونر پیدا نه شي، یا حالت شدید اضطراري وي».
خو ځینې وخت نادره وینې په سختۍ پیدا کیږي او په دې صورت کې یوازې د وینې بانک مرسته کولی شي.
ډاکټران وایي چې د نادره وینې ډولونو کمښت، د زېرمه کولو محدود امکانات او د مدیریت کمزوری سیستم د دې لامل شوی چې د وینې بانکونه په بېړنیو حالاتو کې تل اغیزناک ځواب ونه لري.
د افغان وینې بانک په څېر ډیجیټل پلیټفارمونه هڅه کوي دا تشه ډکه کړي، خو متخصصین ټینګار کوي چې یوازې ټکنالوژي او انلاین هڅې کافي نه دي. د هغوی په وینا، تر ټولو مهمه اړتیا د داوطلبانه وینې ورکولو فرهنګ پراخول، رسمي ملي ډیټابېس جوړول او د روغتونونو ترمنځ اغیزناکه همغږي ده.
د طالبانو د کډالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې په تېرو څه باندې دوو میاشتو کې له پاکستان، ایران او ترکیې څخه ۴۹۵ زره او ۳۹۸ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي. طالبانو ویلي، په دې موده کې تر ټولو ډېر کډوال له پاکستان نه راستانه شوي دي.
د طالبانو د کډوالو وزارت ویاند عبدالمطلب حقاني وايي چې له دغه شمېر کډوالو څخه ۲۸۹ زره او ۲۲۸ تنه له پاکستان، ۱۹۹ زره او ۲۱۳ تنه له ایران او ۳۰۳۶ تنه له ترکیې څخه راستانه شوي دي.
د طالبانو د کډوالو وزارت ویاند ویلي، چې په همدې موده کې ۳۹۲۱ افغان بندیان د پاکستان له زندانونو راخوشې شوي او افغانستان ته انتقال شوي دي.
طالبانو ویلي، چې له ټولو راستنو شویو کډوالو سره یې په بېلابېلو برخو کې مرستې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په خپل وروستي راپور کې ویلي، افغانستان د هغو هېوادونو له ډلې دی چې د بېرته ستنېدونکو کډوالو لوړه کچه پکې ثبت شوې او یوازې په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۲،۹ میلیونه افغانان بېرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
ملګرو ملتونو ویلي، ډېری بېرته ستنېدونکي افغانان د بې کارۍ، ناامنۍ او بسټیزو خدمتونو ته د نه لاسرسي په ګډون له سختو ستونزو سره مخ دي.
د هرات د جبریل سیمې دیني عالمانو او قومي مشرانو د حجاب په ملاتړ او په دې سیمه کې د شوي لاریون د وضاحت په اړه په یوه رسنیز کنفرانس کې د حجاب پر پلي کېدو ټینګار کړی او پر ځوانانو یې غږ کړی چې د ستونزو د حل لپاره دې د خبرو اترو او تفاهم لاره غوره کړي.
په هرات کې د طالبانو له لوري د حجاب په پلمه د ګڼو ښځو د نیولو په غبرګون کې د هرات د اوسېدونکو تر لاریونونو وروسته، نن د یکشنبې په ورځ په جبریل سیمه کې شیعه دیني عالمانو او قومي مشرانو د حجاب په ملاتړ او د لاریون په تړاو رسنیز کنفرانس ورکړی دی.
د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس د یاد کنفرانس په اړه راپور کې ویلي، چې یادو دیني عالمانو او قومي مشرانو ټینګار کړی چې حجاب یو اسلامي امر دی او ټولنه کې یې رعایتول اړین دي.
دیني عالم محمد مطهري ویلي:« اسلام د انسانانو د عزت او کرامت د ساتلو غوښتونکی دی او د دې کرامت د خوندیتوب یو له اصلي عواملو څخه د حجاب رعایتول دي.»
نوموړي زیاته کړې چې د اسلامي احکامو پلي کول په ټولنه کې د اخلاقي امنیت د ټینګښت لامل ګرځي.
د محمد اکبري په نوم یوه دیني عالم خبرداری ورکړی چې په کور دننه او بهر ځینې کړۍ هڅه کوي د حجاب له موضوع څخه په ګټې اخیستنې د شیعه مېشتو سیمو پر ضد توطیې جوړې کړي.
محمد اکبري له هېوادوالو وغوښتل چې په دې برخه کې له پوره هوښیارۍ کار واخلي او د ناوړه ګټه اخیستونکو په دام کې ښکیل نه شي.
د هرات د جبریل سیمې دغو مشرانو او عالمانو همداراز پر ځوانانو غږ کړی چې د ستونزو د هوارولو او د حل لارې موندلو لپاره تل د خبرو اترو او تفاهم لاره خپله کړي. یادو دیني عالمانو او قومي مشرانو د جبریل د المهدي ښارګوټي د وروستۍ پېښې په اړه یو پریکړه لیک هم صادر کړی، خو په دې اړه یې نور جزییات نه دي ورکړل شوي.
دغه وضاحت او رسنیز کنفرانس داسې مهال دی، چې د خلکو په وینا، طالبانو د هرات له لاریون وروسته خبریالان ګواښلي او دیني عالمان او قومي مخور یې اړ اېستي، چې ددوی د حجاب د پالیسۍ ملاتړ وکړي.