ممتاز حکیمي د ګلانو په پالنه کې شاوخوا څلویښت کلنه تجربه لري.
نوموړی د کابل د ګل پلورنې په مشهوره کوڅه کې د تازه ګلانو یو هټۍ لري. حکیمي د چین شېنهوا اژانس ته ویلي چې د افغانانو بېلابېل نسلونه د ژوند ځانګړې شېبې په ګلانو نمانځي.
حکیمي وايي:«افغانانو تل له ګلانو سره مینه لرلې ده. که واده وي، کوژده، کورني مراسم او یا هم له خپلوانو سره لیدنه، ګلان زموږ د دودونو یوه نه بېلېدونکې برخه ده».
د ګل پلورونکو لپاره د کال تر ټولو بوخت موسم د پسرلي او اوړي میاشتې دي او په همدې موسم کې د هېواد دننه د کرل شویو ګلانو ډولونه ډېر وي، خو حکیمي وايي چې د ژمي په موسم کې د معیاري شنو خونو د کمښت له امله اړ کېږي چې تازه ګلان له ګاونډیو هېوادونو وارد کړي.
نوموړی په دې باور دی چې که په عصري شنو خونو پانګونه شي د کورنیو ګلانو تولید به پیاوړی شي.
حکیمي وايي:«که معیاري شنې خونې مو لرلی، موږ به د کال په هر فصل کې تازه وطني ګلان بازار ته وړاندې کولای شوای. خلک د وطني ګلانو کرلو ته لومړیتوب ورکوي، ځکه تازه وي او ځانګړی فرهنګي ارزښت لري».
ګلان له پیړیو راهیسې د افغانستان په ادبیاتو او شاعرۍ کې ځانګړی ځای لري. ګلاب، لاله، یاسمین، نرګس او نور ګلان په کلاسیکو پښتو او فارسي شعرونو کې د ښکلا، مینې، وفادارۍ او د ژوند د سمبولونو په توګه کارول شوي دي.
تجربه لرونکي افغان ګل پلرونکی ممتاز حکیمي وايي:«کله چې ټول عمر د ګلانو ترمنځ تېروې، د ارامۍ او خوښۍ احساس کوې. ګلان کورونو ته ښکلا او د خلکو زړونو ته خوښي وربښي».
د ګلانو مینه لا هم په افغانستان کې ژوندۍ ده او ګل پلرونکي وايي په دې وروستیو کې د ګلانو کرلو ته د خلکو لېوالتیا ډېره شوې او ګڼې کورنۍ خپل کورونه، انګړونه او باغچې په زینتي بوټو ښکلي کوي.