• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ګانیون: افغانستان کې د ۷ او ۱۸ کلونو ترمنځ شاوخوا ۳.۸ مېلیونه نجونې له زده‌کړو بې‌برخې دي

۲۴ غبرگولی ۱۴۰۵ - ۱۴ جون ۲۰۲۶، ۰۷:۳۰ GMT+۱

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) مرستیالې جورجیت ګانیون ویلي، چې په افغانستان کې د ۷ او ۱۸ کلونو ترمنځ شاوخوا ۳.۸ مېلیونه نجونې له زده‌کړو بې‌برخې دي. د هغې په وینا؛ هر کال شاوخوا ۲۵۰زره نجونې د منځنیو زده‌کړو له حقه بې‌برخې کېږي.

هغه وایي: «یو بشپړ نسل او په ځانګړې توګه نجونې د داسې شرایطو په منځ کې د بلوغ مرحلې ته رسېږي، چې فرصتونه په‌کې خورا محدود دي». نوموړې زیاته کړې، چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې محدودیتونه ورځ تر بلې زیاتېږي او دغه وضعیت نه یوازې د ښځو؛ بلکې د ټولې ټولنې پر راتلونکي اوږدمهاله اغېز لري.
همدارنګه د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې؛ په افغانستان کې د مېندو د مړینې کچه لوړه ده او د هرو ۱۰۰زره زېږونونو پرمهال ۵۲۱ ښځې خپل ژوند له لاسه ورکوي، چې دا په منځني ډول هره ورځ د یوې مور د مړینې معادل بلل کېږي.
اغلې ګانیون وایي، په افغانستان کې ښځې له ډېرو دولتي دندو، ښوونیزو ادارو، روغتیايي خدماتو او عامه ځایونو لکه پارکونو، جمنازیمونو او حمامونو منع شوي دي. د بشري حقونو ادارې وایي، چې دغه محدودیتونه د ښځو پر ژوند سیستماتیک او بنسټیز اغېز لري او د ټولنې په اقتصادي او ټولنیز جوړښت کې ژور بدلونونه رامنځته کوي.
یوناما او نورې مرستندویه ادارې خبرداری ورکوي، که دغه وضعیت همداسې دوام وکړي؛ نو افغانستان به له یو داسې نسل سره مخ شي، چې د زده‌کړو، کار او ټولنیز پرمختګ له بنسټیزو فرصتونو بې‌برخې لویېږي، چې پایلې به یې اوږدمهاله وي.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو د بندیزونو له پنځو کلونو وروسته، افغان نجونې د خیاطۍ په پلمه پټې زده‌کړې کوي
۱

د طالبانو د بندیزونو له پنځو کلونو وروسته، افغان نجونې د خیاطۍ په پلمه پټې زده‌کړې کوي

۲

د پاکستان نوې پالیسي؛ بې‌اسناده افغان محصلین باید له هېواده ووځي

۳

د ناټو پخوانۍ سلاکاره: د طالبانو حکومت د هبت‌الله د لیدلوري او شخصي وفادارۍ پر محور راڅرخي

۴

راپورونه: افغانستان کې د نوې کورنۍ جګړې د احتمال په اړه اندېښنې زیاتې شوي

۵

تحلیلي راپور:پاکستان په افغانستان کې د خپلې له لاسه وتلې اغېزې د بېرته ترلاسه کولو هڅه کوي