طالبان د حجاب په تړاو د زورزیاتي د توجیه لپاره؛ په نړۍ کې هر دولت پر وګړو محدودیتونه لګوي

د طالبانو د امربالمعروف وزارت ویاند سیفالاسلام خیبر په هرات کې له یو شمېر ښځو سره د حجاب په پلمه د دوه اونۍ مخکې زورزیاتیو د توجیه لپاره ویلي: «په نړۍ کې هر دولت پر وګړو محدودیتونه لګوي» او زیاتوي یې، که نړیواله ټولنه د تنوع خبره کوي، نو باید دا اصل د اسلامي ټولنو لپاره هم ومني.
