په ایران کې درې افغان کډوال په سمندر کې ډوب شوي

د ایران د نوشهر ولسوالۍ د ژغورنې د ادارې مشر ویلي چې درې افغان کډوال د چهارشنبې په ورځ د دې ولسوالۍ د سمندر په ساحل کې ډوب شوي او یو بل کس لا هم ورک دی.

د ایران د نوشهر ولسوالۍ د ژغورنې د ادارې مشر ویلي چې درې افغان کډوال د چهارشنبې په ورځ د دې ولسوالۍ د سمندر په ساحل کې ډوب شوي او یو بل کس لا هم ورک دی.
د دغې ادارې مشر، مجتبی شمس، د پنجشنبې په ورځ ویلي چې لږ تر لږه ۱۵ افغان وګړي، سره له دې چې سمندري هوا توپاني او خرابه وه، د نوشهر د ختیځ ساحلي اوبو ته ننوتلي وو.
د هغه په وینا، د ورک شوي کس د موندلو لپاره د ژغورنې او لټون عملیات لا هم دوام لري.
مجتبی شمس ویلي چې د پېښې د قربانیانو عمرونه۱۲، ۱۴ او ۲۵کاله وو.
هغه زیاته کړې چې یاد کسان په داسې ساحلي سیمه کې اوبو ته ورغلي وو چې د خطرناکو سیمو له ډلې شمېرل کېږي او هلته لامبو وهل منع دي.
د ایران د ژغورنې چارواکو له خلکو، په ځانګړي ډول له کډوالو او مسافرو، غوښتي چې د سمندر د خراب وضعیت او د امنیتي سپارښتنو پر مهال له خطرناکو ساحلي سیمو څخه ډډه وکړي، څو د ورته مرګونو پېښو مخه ونیول شي.

د امریکا یوې فدرالي محکمې امر کړی چې د نړۍ شتمن ایلن ماسک به د هغو قضیو په اړه تر قسم لاندې شاهدي ورکړي، چې په کې هغه د ۲۰۲۴کال ولسمشرۍ ټاکنو مخکې د رایهورکوونکو د غولولو او د «یو میلیون ډالرو جایزې» د ناسمو وعدو په تور تورن شوی دی.
د رویټرز د راپور له مخې، قاضي سوزان هایټاور په ټکساس ایالت کې ویلي چې د دې قضیو په اړه باید د ایلن ماسک مستقیمه شاهدي واورېدل شي. دا قضیې هغه ادعاوې څېړي چې ماسک د ټاکنو په مهمو ایالتونو کې رایهورکوونکي د «یوه میلیون ډالرو ورځني قرعهکشي» په نوم ګمراه کړي دي.
مدعیان وایي چې ماسک او د هغه سیاسي ډلې د خلکو څخه غوښتنه کړې وه چې د امریکا د اساسي قانون د ملاتړ لپاره یو عریضه لاسلیک کړي، خو د دوی په وینا خلکو ته ویل شوي وو چې هره ورځ به د یو میلیون ډالرو ګټونکي په «تصادفي ډول» ټاکل کېږي، حال دا چې دا پروسه رښتینې قرعهکشي نه وه.
په دوسیو کې دا هم ادعا شوې چې ګټونکي په حقیقت کې تصادفي نه، بلکې د دې لپاره ټاکل شوي وو چې د ماسک د سیاسي کمپاین لپاره ښه تبلیغ کوونکي شي.
قاضي هایټاور په خپل ابتدایي پرېکړه کې ویلي چې دا لا روښانه نه ده چې ماسک په دې څرګندونو کې بېاحتیاطي کړې که نه، خو دا پوښتنه جدي ده چې ایا خلکو ته د «تصادفي انتخاب» په اړه ورکړل شوې وعده قانوني تخلف ګڼل کېدای شي که نه.
د محکمې د اسنادو له مخې، د ماسک د سیاسي کمپاین یو مسول هم په خپلو څرګندونو کې ویلي چې د ماسک د بیان له لارې «حیران شوی و» او دا موضوع د مخکې له حقوقي مشورو سره سم نه وه طرح شوې.
بل قاضي به وروسته پرېکړه وکړي چې ایا دا قضیه په بشپړ ډول مخته ولاړه شي که نه، او همدارنګه د قضیې د لغوه کولو غوښتنه به هم تر ارزونې لاندې وي.
ایلان ماسک، چې د نړۍ د تر ټولو شتمن کس په توګه پېژندل کېږي، د ټیسلا او سپېسایکس شرکتونو مالک هم دی او د امریکا په ۲۰۲۴ټاکنیز بهیر کې یې سیاسي فعالیتونه پراخ بحثونه راپورته کړي وو.
د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ مشره انالینا بیربوک وایي چې د شخړو مخنیوی او د سولې جوړونه باید له پراخ نړیوال ملاتړ سره پیاوړي شي، ځکه په وینا یې نږدې ۴۰ سلنه له جګړې وتلي هېوادونه په پنځو کلونو کې بېرته د شخړو له ګواښ سره مخ کېږي.
بیربوک په خپله ایکسپاڼه کې لیکلي چې د سولې د جوړونې کمیسیون د راپور د ارزونې پر مهال یې ټینګار وکړ چې د شخړو له رامنځته کېدو وړاندې د مخنیوي هڅې تر ټولو مهم رول لري، خو دا برخه لا هم د نړیوالې پاملرنې او تمویل له کمښت سره مخ ده.
هغې ویلي چې د وروستیو معلوماتو له مخې، د جګړو له پای ته رسېدو وروسته نږدې ۴۰ سلنه هېوادونه په پنځو کلونو کې بېرته شخړو ته ستنېږي، په داسې حال کې چې د بشري مرستو تمویل هم په چټکۍ کم شوی دی.
د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ مشرې زیاته کړې چې له مرکزي اسیا نیولې تر لایبریا، کولمبیا او د مرکزي افریقا جمهوریت پورې، د ملګرو ملتونو د سولې جوړونې هڅې ښيي چې د ډیپلوماسۍ، ملي مالکیت او دوامدارو پانګونو په وسیله مثبتې پایلې ترلاسه کېدای شي.
هغې ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید د سولې جوړونې او د شخړو د مخنیوي هڅو ته لا ډېر تمرکز او ملاتړ ورکړي.
د میدان وردګو پخوانۍ ښاروالې او د ښځو د حقونو فعالې ظریفې غفاري د جرمني پر لومړي وزیر فریدرېښ مېرڅ او د اروپایي کمیسیون پر مشرې اورسلا فون ډیر لاین باندې په نیوکې سره ویلي چې له طالبانو سره هر ډول تخنیکي تعامل د افغان ښځو د اساسي حقونو تر پښو لاندې کول او یو سیاسي انتخاب دی.
مېرمن غفاري ویلي، د جرمني د بهرنیو چارو وزارت او اروپایي کمیسیون طالبانو ته لاسرسی، سټېجونه او سیاسي اهمیت په داسې حال کې ورکوي چې په میلیونونو افغان ښځې له خپلو بنسټیزو حقونو بېبرخې دي.
نوموړې پر اېکس پاڼه لیکلي: «دا یوه تخنیکي نه بلکې سیاسي پرېکړه ده». هغې زیاته کړې، ډېری افغانان داسې انګېري چې د اروپا لپاره له روسیې او چین سره جیوپولیټیکې ګټې او ستراتیژیکه سیالي د بشري حقونو او انساني کرامت له دفاع څخه ډېر ارزښت لري.
د دغې افغان فعالې په وینا، د دغو جیوپولیټیکو محاسبو اصلي قربانیانې افغان ښځې او نجونې دي. هغې روښانه کړې چې د هغو افغانانو او په ځانګړې توګه د ښځو لپاره چې پر اروپا یې د بشري حقونو د مدافع په توګه باور کړی و، دا پرېکړې د یوه ژور خیانت په مانا دي.
مېرمن غفاري خبرداری ورکړی چې تاریخ به د دغو پرېکړو د توجیه کولو لپاره کارول شوې ډیپلوماټیکه ژبه هېره کړي، خو دا به په یاد وساتي چې چا د مظلومانو تر څنګ ودرېدل غوره کړل او چا د اصولو پر ځای ګټو ته لومړیتوب ورکړ. هغې پر اېکس لیکلي چې اوس د دې انګېرنې پټول ګران دي چې د کډوالۍ اندېښنې او جیوپولیټیک لومړیتوبونه د میلیونونو تر ظلم لاندې خلکو پر حقونو او ازادۍ غالب شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د جرمني لومړي وزیر فریدریښ مېرڅ تېره ورځ وویل چې د طالبانو عادي سازي نه کوي، خو د کډوالو د شړلو لپاره ورسره تخنیکي خبرې لري.
د ملګرو ملتونو په جنیوا کې د افغانستان د دایمي استازولۍ استازی نصیر احمد اندېشه وایي، چې په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د سولهییزو غونډو پر ګډونوالو سیستماتیک فشارونه، نیونې او ان د تاوتریخوالي پېښې ثبت شوې دي او دا وضعیت د نړیوالو ژمنو ښکاره نقض بلل کېږي.
اندېشه په خپله ایکسپاڼه کې د یوې ناستې په اړه ویلي چې د غونډو د ازادۍ په تړاو په ترسره شوې غونډه کې یې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د سولهییزو غونډو د ځپلو وضعیت تشریح کړی دی.
هغه ویلي چې په افغانستان کې هغه کسان چې د غونډو او لاریونونو له حق څخه استفاده کوي، له وېرولو، خپلسرې نیونې او حتا د مرګ له ګواښونو سره مخ کېږي.
د هغه په وینا، ټکنالوژي هم د خلکو د کنټرول د یوې وسیلې په توګه کارول کېږي او خبریالان او مدني فعالان د څارنې، ګواښونو او غچ اخیستنې له داسې فشارونو سره مخ دي چې تر کورنیو پورې یې اغېز رسېږي.
اندېشه زیاته کړې چې د غونډو، ټولنو او بیان د ازادۍ نقض د ملي او نړیوالو ژمنو ښکاره سرغړونه ده او باید د حقوقي چوکاټ له مخې ورسره چلند وشي.
په همدې موضوع کې د «افغانستان په جنیوا کې» استازولۍ هم ویلي چې په هرات کې وروستي لاریونونه د سولهییزو غونډو د ځپلو یوه بېلګه ده، چې پکې د ګډونوالو د وېرولو، خپلسرو نیونو او تاوتریخوالي راپورونه ورکړل شوي دي.
د افغانستان د شیعه علماوو شورا په یوې اعلامیه کې د طالبانو د عدلیې وزارت له لوري د محرم د مراسمو اړوند وروستیو محدودیتونو او د ځینو دیني او رسنیزو مرکزونو د فعالیتونو د درولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
په اعلامیه کې راغلي چې په وروستیو ورځو کې له ځینو جوماتونو او حسینیو څخه د عاشورا د بیرغونو او نښانو راټولول، د جوماتونو او تکیهخانو د یو شمېر مسؤلانو نیول، د عاشورا د مراسمو په درشل کې د تمدن ټلوېزیون د خپرونو درول او د خاتمالنبیین علمي حوزې تړل هغه اقدامات دي چې ترسره شوي دي.
شورا ویلي چې دغو اقداماتو د شیعه ټولنې ترمنځ پراخه اندېښنه رامنځته کړې او اړتیا ده چې د طالبانو لوړپوړي چارواکي ورته جدي پاملرنه وکړي.
د اعلامیې له مخې، د پخوانیو هوکړو پر بنسټ د محرم مراسم په تېرو کلونو او همدارنګه سږ کال په ارامه او منظم فضا کې ترسره شوي او تمه کېږي چې پر هماغو هوکړه شویو چوکاټونو عمل دوام ومومي.
د افغانستان د شیعه علماوو شورا له طالبانو غوښتي چې د خاتمالنبیین علمي حوزې د بېرته پرانیستلو او د تمدن ټلوېزیون د فعالیت د بیا پیل لپاره بېړني ګامونه پورته کړي.
په اعلامیه کې راغلي چې د یادو موضوعاتو اړوند اسناد او شواهد به د عاشورا له ورځو وروسته د طالبانو له لوړپوړو چارواکو سره شریک شي.
شورا همداراز له علماوو او خطیبانو غوښتي چې د تاسوعا او عاشورا په مراسمو کې خلک له اوسني وضعیت څخه خبر کړي او د ملي یووالي، عامه نظم او د رسمي لارو چارو له لارې د غوښتنو پر تعقیب ټینګار وکړي.
د افغانستان د شیعه علماوو شورا ویلي چې د ستونزو د حل غوره لاره خبرې اترې او رسمي مراجعو ته مراجعه ده، او هیله یې څرګنده کړې چې د مسؤلینو په تدبیر سره به د باور، همغږۍ او ملي یووالي فضا لا پیاوړې شي.