• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د ښځو حقونو بنسټ: اروپايي ټولنه دې له طالبانو سره په تعامل کې د افغان ښځو حقونه شرط کړي

۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۷ جون ۲۰۲۶، ۰۴:۴۲ GMT+۱

د ښځو د حقونو ملاتړې ادارې «فېمېنېسټ مېجورېټي فاونډېشن» په وینا، اروپايي ټولنه نه شي کولای د بشري حقونو د دفاع ادعا وکړي، په داسې حال کې چې له طالبانو سره د افغان ښځو د حقونو له شرط پرته رسمي تعامل ته دوام ورکوي.

د دغه بنسټ په یوه راپور کې ویل شوي چې په بروکسل کې د طالبانو د استازو کوربه‌توب او د هغوی چارواکو ته د ویزو ورکول، په داسې حال کې چې د ښځو او نجونو د حقونو په برخه کې کوم څرګند شرط نه دی وړاندې شوی، د اروپايي ټولنې د بشري حقونو د پالیسۍ اعتبار تر پوښتنې لاندې راولي.
راپور وايي، له ۲۰۲۱ کال راهیسې طالبانو د ښځو او نجونو پر وړاندې له ۱۶۰ څخه ډېر فرمانونه، لارښوونې او قوانین نافذ کړي، چې له مخې یې نجونې له منځنیو او لوړو زده کړو محرومې شوي، د ښځو د کار ډېری فرصتونه تړل شوي، د هغوی د تګ راتګ ازادي محدوده شوې او له ټولنیز او سیاسي ژوند څخه په پراخه کچه ایستل شوې دي.
د راپور لیکوالان ټینګار کوي چې د ملګرو ملتونو کارپوهانو او ګڼو بشري حقونو بنسټونو دا تګلارې د «جنسیتي اپارتاید» او بنسټیز تبعیض بېلګې بللې دي.
راپور زیاتوي، که له طالبانو سره هر ډول ډیپلوماتیک تعامل د بشري حقونو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو، له روښانه او عملي شرطونو پرته ترسره شي، نو دا به د طالبانو رژیم ته د مشروعیت ورکولو او د هغوی د تګلارو د عادي کولو په معنا وي.
د راپور په وینا، د اروپايي ټولنې او طالبانو ترمنځ د کډوالو د بېرته ستنولو په اړه خبرې هم جدي اندېښنې راپاروي، ځکه د هغو چارواکو سره د راستنېدنې هوکړې چې د میلیونونو افغانانو د تېښتې لامل شوي، د بحران اصلي لاملونه له پامه غورځوي.
راپور ټینګار کوي چې افغانستان لا هم د هغو کسانو لپاره خوندي نه دی چې د طالبانو له سیاستونو سره مخالفت لري او هر ډول جبري ستنول کولای شي هغوی د ځورونې، خپل‌سري نیونې او نورو بشري سرغړونو له خطر سره مخ کړي.
د «فېمېنېسټ مېجورېټي فاونډېشن» په باور، اروپايي ټولنه باید له طالبانو سره هر ډول تعامل د ښځو او نجونو د اساسي حقونو د بېرته اعادې، شفافیت او حساب ورکونې له څرګندو شرطونو سره وتړي، څو د طالبانو د واکمنۍ د عادي کېدو مخه ونیول شي.

ترویج لرونکی

افغان سندرغاړي جاوېد امیرخېل په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې
۱

افغان سندرغاړي جاوېد امیرخېل په جرمني کې د پناه غوښتنه کړې

۲
ځانګړی راپور

طالبان د روسیې په مرسته د خپل پوځ د بیا جوړولو په لټه کې دي

۳

برتانوی سیاست‌وال: له لرې واټن څخه د طالبانو د تګلارو په غبرګون فریاد بې‌اغېزې دی

۴

له افغانستان نه وروستی وتلی امریکايی پوځي له دندې ګوښه کېږي

۵

نورالله نوري: په نړۍ کې تر هبت الله په شریعت بل هیڅ بل کس نه وینم

•
•
•

نور کیسې

د بې پولې ډاکټرانو سازمان:د افغانستان په سوېل کې د خوارځواکۍ پېښې ۳۰سلنه زیاتې شوې دي

۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۷ جون ۲۰۲۶، ۰۴:۰۶ GMT+۱
د بې پولې ډاکټرانو سازمان:د افغانستان په سوېل کې د خوارځواکۍ پېښې ۳۰سلنه زیاتې شوې دي
100%

د بې‌پولې ډاکټرانو (MSF) سازمان ویلي، د افغانستان په سوېل کې د خوارځواکو ماشومانو شمېر په څرګند ډول لوړ شوی دی. دوی وایي، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو کې د دوی تر ملاتړ لاندې د تغذیې مرکزونو ته د بستر شويو خوارځواکو ماشومانو شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۳۰ سلنه زیات شوی دی.

د سازمان په وینا، ډېری ماشومان هغه مهال روغتیايي مرکزونو ته رسېږي چې روغتیايي وضعیت یې ډېر خراب شوی وي او تر ډیره یې له یو کال څخه کم عمر لري.

بې‌پولې ډاکټران وایي، افغانستان ته د نړیوالو بشري مرستو کمښت د دې بحران یو مهم لامل دی. د مرستو د کمېدو له امله ګڼ روغتیايي مرکزونه تړل شوي، چې له کبله یې د خوارځواکۍ ژر تشخیص او درملنه ستونزمنه شوې ده. سازمان زیاتوي چې پرله‌پسې وچکالۍ هم وضعیت لا پسې خراب کړی دی.

دغه سازمان خبرداری ورکړی چې که نړیوالې بشري مرستې همداسې کمې پاتې شي، په افغانستان کې به د ماشومانو د خوارځواکۍ بحران لا ژور شي.

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږۍ دفتر (اوچا) په خپل وروستي راپور کې ویلي، چې افغانستان له سخت بشري بحران سره مخ دی او میلیونونه ماشومان په دغه هېواد کې له شدیدي خوارځواکۍ سره مبارزه کوي.

د دغه راپور له مخې، چې د ژنیو له موندنو وروسته خپور شوی، اټکل کېږي چې په ۲۰۲۶ کال کې شاوخوا ۳،۷میلیونه ماشومان په افغانستان کې له شدیدي خوارځواکۍ سره مخ وي.

شهرزاد اکبر: د طالبانو په بند‌خونو او استخباراتي زندانونو کې شکنجه عامه ده

۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۷ جون ۲۰۲۶، ۰۴:۰۴ GMT+۱
شهرزاد اکبر: د طالبانو په بند‌خونو او استخباراتي زندانونو کې شکنجه عامه ده
100%

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشرې شهرزاد اکبر ویلي، د طالبانو تر ادارې لاندې د ازادۍ د سلب په مرکزونو او د استخباراتو تر څار لاندې زندانونو کې شکنجه یوه عامه پدیده ده او قربانیان د خپلو شکایتونو د ثبت او خوندیتوب لپاره اغېزمنو میکانیزمونو ته لاسرسی نه لري.

شهرزاد اکبر په ایکس لیکلي، په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې د بندیانو او توقیف شویو کسانو پر وړاندې د شکنجې موارد پراخ دي او قربانیان د عدالت غوښتنې له جدي خنډونو سره مخ دي.

هغې لیکلي چې د ازادۍ د سلب په مرکزونو، په ځانګړي ډول توقیف‌خونو او د استخباراتو تر نظارت لاندې زندانونو کې شکنجه عامه ده.

اکبر زیاته کړې چې د شکنجې قربانیان د خپلو حقونو د خوندي کولو، شکایتونو ته د رسېدنې او د ساتنې له اغېزمنو میکانیزمونو بې‌برخې دي.

هغې همداراز ادعا کړې چې ډېری هغه کسان چې له بند څخه ازادېږي، د طالبانو له‌خوا له دوامدارو ګواښونو او څارنې سره مخامخ وي.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون پخوانۍ مشرې له دې څرګندونو وړاندې هم یو شمېر نړیوالو بنسټونو او د بشري حقونو سازمانونو په افغانستان کې د بندیانو د وضعیت او د شکنجې د ادعاوو په اړه اندېښنې څرګندې کړې دي.

له افغانستانه تر ایورسټ پورې؛ ذکیه احمد د ښځو د زده‌کړو لپاره د نړیوال ملاتړ غوښتنه وکړه

۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۷ جون ۲۰۲۶، ۰۳:۲۲ GMT+۱
له افغانستانه تر ایورسټ پورې؛ ذکیه احمد د ښځو د زده‌کړو لپاره د نړیوال ملاتړ غوښتنه وکړه
100%

افغانه غر ختونکې زکیه احمد، د نړۍ تر ټولو لوړې څوکې «ماونټ ایورسټ» ته له ختلو وروسته ویلي چې د دې تاریخي بریا تر شا یې اصلي انګېزه د افغانستان هغو ښځو او نجونو ته غږ پورته کول وو چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې له زده‌کړو، کار او بنسټیزو حقونو بې‌برخې شوې دي.

زکیه احمد، چې د «ریور» په نوم هم پېژندل کېږي، لومړنۍ افغانه مېرمن بلل کېږي چې د ایورسټ څوکې ته رسېدلې ده. د هغې دغه لاسته راوړنه د افغانانو په کډواله ټولنه کې له پراخ هرکلي سره مخ شوې او په اسټرالیا کې یې د ستاینې ځانګړي مراسم هم جوړ شوي وو.

نوموړې ویلي، د ایورسټ د سختو شرایطو پر مهال به یې بدن ورته ویل چې نور دوام نه شي ورکولی، خو د افغانستان د ښځو وضعیت به یې په ذهن کې راګرځېده او هم هغې ورته د مبارزې او دوام ځواک ورکاوه.

هغې ویلي: «کله چې به ډېره ستړې وم، یخنۍ به وه او بدن به راته ویل چې نور نه شې کولی، ما به ځان ته ویل چې ته لږ تر لږه د هڅې فرصت لرې، خو په افغانستان کې ښځې او نجونې له همدې فرصته هم محرومې دي.»

زکیې خپله دغه بریا د رواني روغتیا د ملاتړ او د افغانستان د بې‌غږه ښځو د استازیتوب لپاره وقف کړې ده. هغې ویلي، د خپل ورور له ځان‌وژنې وروسته یې د رواني روغتیا موضوع ته ځانګړې پاملرنه زیاته شوه او غوښتل یې چې د هغو ښځو غږ شي چې د خپلو حقونو لپاره د خبرو فرصت نه لري.

زکیه د افغانستان د غزني ولایت کې لویه شوې ده. هغې ویلي، له کوچنیوالي راهیسې یې له زده‌کړو او کتابونو سره ځانګړې مینه لرله او د ښوونځي لپاره به یې هره ورځ اوږده او ستونزمنه لاره وهله.

نوموړې زیاته کړې: «زما تل ښوونځی خوښ وو، ځکه له زده‌کړو او کتابونو سره مې مینه لرله. غوښتل مې ډېر څه ولولم او بېلابېل کارونه ترسره کړم.»

ایورسټ د پورته کېدو لپاره زکیې کلونه سخت تمرینونه کړي دي. نوموړې به په اوونۍ کې پنځه ورځې تمرین کاوه او د سهار له څلورو بجو څخه به یې د اوږدو واټنونو منډې وهلې.

د راپور له مخې، د ایورسټ د ختنې ټول لګښت شاوخوا ۱۱۰ زره امریکايي ډالره و، چې یوه برخه یې د بسپنو، ملاتړو بنسټونو او د افغانانو د ټولنیزو سازمانونو له لارې برابره شوې ده.

زکیه احمد وايي، سره له دې چې افغان ښځې او نجونې له ډېرو حقونو محرومې شوې دي، خو لا هم یې هیلې، خوبونه او د مقاومت روحیه ژوندۍ ده.

نوموړې اوس د نړۍ د غره‌ختنې تر ټولو ستر هدف ته د پورته کېدو کولو لپاره چمتووالی نیسي؛ هغه خطرناک ماموریت چې د تاریخ په اوږدو کې تر اوسه له سلو کم کسانو بشپړ کړی دی.

طالبان: د پاکستان له زندانونو ۳۴۴ افغانان تر خوشې کېدو وروسته هېواد ته راستانه شوي

۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۷ جون ۲۰۲۶، ۰۱:۳۴ GMT+۱
طالبان: د پاکستان له زندانونو ۳۴۴ افغانان تر خوشې کېدو وروسته هېواد ته راستانه شوي
100%

د طالبانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ویلي، د روانې اوونۍ په ترڅ کې ۳۴۴ افغانان چې په پاکستان کې د قانوني استوګنې د اسنادو د نه لرلو له امله نیول شوي وو، له زندانونو تر خوشې کېدو وروسته بېرته افغانستان ته راستانه شوي دي.

د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، له خوشې شویو کسانو څخه ۲۳۲ تنه د تورخم له لارې او ۱۱۲ نور د سپین‌بولدک له لارې هېواد ته داخل شوي دي.

وزارت ویلي، راستنېدونکي کسان له ثبت او راجستر، د لومړنیو مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي مېنو ته د ستنېدو لپاره لېږدول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې په پاکستان کې د قانوني اسنادو نه لرونکو افغان کډوالو د نیولو او ایستلو بهیر لا هم دوام لري او په وروستیو اوونیو کې ګڼ شمېر افغانان له دغه هېواده افغانستان ته ستانه کړل شوي دي.

بل لور ته، ملګرو ملتونو له پاکستان څخه غوښتي چې د افغان پناه غوښتونکو د نیولو او جبري ایستلو لړۍ ودروي او د کډوالو په اړه خپلو نړیوالو ژمنو ته ژمن پاتې شي.

محمد حنیف اتمر: د افغانستان ثبات د ملي یووالي او خبرو اترو له لارې تضمینېدای شي

۶ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۷ جون ۲۰۲۶، ۰۰:۵۳ GMT+۱
محمد حنیف اتمر: د افغانستان ثبات د ملي یووالي او خبرو اترو له لارې تضمینېدای شي
100%

د افغانستان د پخواني جمهوري نظام د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر، د محرم میاشتې او عاشورا د ورځې په مناسبت ویلي چې د افغانستان د ثبات او پرمختګ لپاره ملي یووالی، ګډ کار او د خبرو اترو فرهنګ اړین دی.

هغه د ایکس خواله رسنۍ په یوه خپور کړي پیغام کې ویلي چې د عاشورا تاریخي پېښه د اسلام په تاریخ کې د ایمان، تقوا، عدالت‌غوښتنې، صبر او استقامت تلپاتې ارزښتونه انځوروي او مسلمانانو ته د مسؤلیت‌پذیرۍ او یووالي درس ورکوي.

هغه د حضرت امام حسین او د هغه د یارانو قربانۍ د عزت، ازادۍ، ایثار او انساني او اسلامي ارزښتونو ته د وفادارۍ بېلګه بللې او ویلي یې دي چې د عاشورا پیغام د حق، عدالت او انساني کرامت د ساتنې الهام‌بښونکی دی.

د افغانستان پخواني بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې د هېواد د ټولو وګړو ګډون، د انساني حقونو او کرامت درناوی او د سولې او ملي تفاهم لپاره ګډې هڅې د افغانستان د راتلونکي لپاره حیاتي ارزښت لري.

اتمر زیاته کړې چې د افغانستان باثباته راتلونکی د ملي همغږۍ او ګډو همکاریو پورې تړلی دی او د عاشورا پیغام مسلمانان دې ته رابولي چې د تاوتریخوالي پر ځای د خبرو اترو، عدالت او متقابل تفاهم لاره خپله کړي.

نوموړي په پای کې هیله څرګنده کړې چې افغانستان د یووالي، سولې او سوله‌ییز ګډ ژوند په مټ د تلپاتې ثبات او روښانه راتلونکي پر لور حرکت وکړي.