• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

محمود خان اڅکزی: افغانستان خپلواک هېواد دی، د پاکستان «پنځم ولایت» نه شي کېدای

۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۸ جون ۲۰۲۶، ۰۸:۲۳ GMT+۱تازه شوی: ۷ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۲۸ جون ۲۰۲۶، ۱۰:۱۰ GMT+۱

د پاکستان ملي شورا کې د اپوزیسیون مشر محمود خان اڅکزي د شورا په غونډه کې ویلي چې افغانستان یو خپلواک هېواد دی او د پاکستان د «پنځم ولایت» په توګه یې یادول نه د ده او نه د پاکستان د هېڅ پښتون لپاره د منلو وړ دي او دوی به د دې ډول نظر مخالفت ته دوام ورکړي.

اڅکزي وویل چې ځینې کړۍ لا هم هڅه کوي افغانستان د پاکستان د پنځم ولایت په سترګه وګوري، خو ټینګار یې وکړ چې دی او د هغه ګوند د دې فکر په کلکه مخالفت کوي.

هغه ادعا وکړه چې د پاکستان پخواني ولسمشر غلام اسحاق خان یو وخت د بودیجې د بحث پر مهال له مشاهد حسین سید څخه پوښتنه کړې وه چې ایا د افغانستان لپاره په بودیجه کې پیسې ځانګړې شوې دي که نه.
اڅکزي وویل چې وروسته دا موضوع مشاهد حسین له ده سره هم شریکه کړې وه او د هغه په وینا مشاهد حسین لومړی ویلي وو چې ښايي دا یې «ژبنۍ تېروتنه» وي، خو وروسته غلام اسحاق خان ويلي وو: «له نن وروسته به افغانستان ته د پاکستان د پنځم ولایت حیثیت ورکړو.»
هغه زیاته کړه چې دا موضوع باید له مشاهد حسین څخه وپوښتل شي ځکه هغه ژوندی دی او وضاحت کولی شي.
اڅکزي بیا ټینګار وکړ: «افغانستان یو خپلواک هېواد دی. تاسې څنګه کولی شئ هغه د پاکستان پنځم ولایت وبولئ؟»
هغه همداراز وویل چې افغانستان، هند او چین د پاکستان ګاونډیان دي او ګاونډیان نه بدلېږي، نو پاکستان باید له خپلو ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د درناوي او متقابل تفاهم پر بنسټ اړیکې وساتي

ډېر لیدل شوي

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله د سوداګریزو جوازونو د ورکړې په برخه کې ۸ شرطونه لغو کړل
۱

د طالبانو مشر ملا هبت‌الله د سوداګریزو جوازونو د ورکړې په برخه کې ۸ شرطونه لغو کړل

۲

نېشن‌سول موسسې د افغان ښځو د حقونو فعالې زرقه یفتلي ته د «ممکن راتلونکي» جایزه ورکړې

۳

کېت کېلوګ: امریکا باید د طالبانو د واکمنۍ د بدیل لپاره افغان سیاسي جریانونه وارزوي

۴

د افغانستان له جګړې تر مکسیکو؛ د سي‌ای‌اې دوو وژل شوواجنټانو پټه کیسه

۵

ملګري ملتونه: په افغانستان او ۱۱ اسیايي هېوادونو کې د واورین پړانګانو ژوند ګواښل کېږي