په ازاد کشمير کې پولیسو د ولسي ګډې کاري کمېټې مشر نيولی دی

د پاکستان تر ولکې لاندې په کشمير کې د ولسي ګډې کاري کمېټې مشر شوکت نواز میر د پولیسو له لوري نیول شوی دی. کشميري چارواکو او ولسي ګډې کاري کمېټې هم د هغه نيول تاييد کړي دي.

د پاکستان تر ولکې لاندې په کشمير کې د ولسي ګډې کاري کمېټې مشر شوکت نواز میر د پولیسو له لوري نیول شوی دی. کشميري چارواکو او ولسي ګډې کاري کمېټې هم د هغه نيول تاييد کړي دي.
ولسي ګډې کاري کمېټې وويل، «شوکت نواز مير ونيول شو خو غورځنګ نه دی درېدلی». یادې کمېټې زياته کړې، «له بده مرغه داسې ښکاري چې پرلت ته د رسېدو د هڅې پر مهال د جاسوسۍ یا د پولیسو او نورو ادارو د چاڼیزو عملیاتو له امله هغه نیول شوی دی».
کمېټې په اېکس وويل، «ولسي تحریکونه د کوم یو کس په تکیه نه چلیږي، دا نه یوازې د شوکت نواز میر تحریک دی او نه هم یوازې د مرکزي کمېټې د غړو، دا د ټول ولس تحریک دی او د کوم یو کس په نیول کېدو نه باید هیلې مړاوې شي او نه باید ګامونه ودرېږي.
په کشمیر کې وضعیت لا هم کړکېچن دی او دغه ډله خپل پرلت ته دوام ورکوي او ژمنه یې کړې چې تر هغه به خپل احتجاج جاري وساتي ترڅو چې د دوی «قانوني غوښتنې» پوره شوې نه وي.

د پاکستان د لاهور ښار د کاهنه سیمې د زده کړو په یوه خصوصي مرکز کې د چت د ناڅاپي پرېوتو له امله لږ تر لږه ۱۴ ماشومان مړه شوي دي. د روغتون مسوولینو تایید کړې چې د پېښې له ځایه ۱۹ ماشومان روغتون ته لېږدول شوي، چې له دې ډلې ۱۴ تنه مړه شوي او پاتې پنځه ماشومان ټپیان دي.
د ژغورنې ټیمونو د معلوماتو له مخې، دغه چت پر ۴ بجو او ۴۵ دقیقو هغه مهال راونړېد چې د زده کړو په دې مرکز کې له ۳۰ څخه زیات ماشومان په زدهکړو بوخت وو.
د ژغورنې ټیم ویاند، محمد فاروق، ویلي چې ژغورونکو تر ۲۰ زیات کسان ژوندي راایستلي، خو د ډېرو ماشومانو روغتیایي وضعیت نازک دی. د هغه په وینا، د راایستل شویو ماشومانو له درېیمې برخې څخه په زیاتو کې د ژوند نښې نه دي پاتې.
د پاکستان د لاهور پولیسو د معلوماتو له مخې، له دې پېښې وروسته د ودانۍ د مالک په ګډون ۱۲ کسان نیول شوي دي.
چارواکو ویلي، د ژغورنې عملیات نږدې بشپړ شوي او د پېښې د اصلي لامل د معلومولو لپاره هراړخیزې پلټنې پیل شوې دي.
د بلوچستان په مرکز کوټه کې د بلوڅ یووالي کمېټې د مشرې ماهرنګ بلوڅ او صبغتالله شاه بلوڅ ته د عمري بند سزا پر ضد د اعتراضونو پر دوام پولیسو د احتجاج پرمهال یوشمېر نور معترضان هم نیولي دي.
د معترضانو د کورنیو په وینا؛ ټاکل شوې وه چې د برما هوټل په سیمه سریاب کې سولهییز احتجاج ترسره شي، خو د اعتراض له پیلېدو مخکې پولیس او امنیتي ځواکونه سیمې ته رسېدلي وو.
د دوی په خبره؛ د احتجاج له پیل سره سم امنیتي ځواکونو د معترضانو د خورولو هڅه وکړه او له دې سره سم یوشمېر د بلوڅ یووالي کمیټې غړي يې ونيول. تر نیولو وروسته معترضانو د بشیر څلور لاره وتړله او خپل احتجاجي پرلت يې پیل کړ.
هغوی ویلي، تر هغه چې ټول نیول شوي کسان خوشې نهشي پرلت به دوام ولري. معترضانو د کوټې له اوسېدونکو، د بشري حقونو له بنسټونو، وکیلانو، سیاسي فعالانو او مدني ټولنې غوښتي، چې له دوی سره یوځای شي او د عدالت، اساسي حقونو او د قانون حاکمیت ملاتړ وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ نادیه بلوڅ او یوشمېر نورو سیاسي فعالانو د کوټې پرېس کلب مخې ته د ورکو کسانو په احتجاجي کمپ کې یوه مطبوعاتي غونډه وکړه.
د غونډې پرمهال ناديه بلوڅ د ماهرنګ بلوڅ او صبغتالله شاه بلوڅ د عمري بند سزا د عدالت له بنسټیزو اصولو سره په ټکر کې وبلله او ادعا یې وکړه، چې بلوچستان کې د سیاسي فعالانو، د بشري حقونو د مدافعینو او نیوکه کوونکو غږونو د ځپلو لپاره منظمه تګلاره روانه ده.
د همدې خبري غونډې له پای ته رسېدو وروسته پولیسو د پښتون ژغورنې غورځنګ د مرکزي کمېټې غړی زبیر شاه اغا هم ونيوه او نامعلوم ځای ته یې ولېږداوه.
د پښتون ژغورنې غورځنګ (پيټياېم) د خپلو څو هغو مخکښو غړو لپاره کمپاين پيل کړی، چې ځينې یې د غورځنګ په وينا، له يوې مودې راهيسې لادرکه او ځينې یې له کلونو راهيسې د پاکستان په زندانونو کې دي.
ياد کمپاين ته «د استعمار پر وړاندې په کلکه ولاړ، د وخت تر ټولو پیاوړي او ستر مبارزين» نوم ورکړل شوی دی.
د خيال محمد نورزي په نوم يو تن چې ځان د پيټياېم غړی معرفي کوي، د غورځنګ د زنداني او لادرکه مبارزينو په اړه خپرو کړو جزيیاتو کې وويل: «علي وزير له ۶۹۶ ورځو، حاجي صمد له ۵۴۸ ورځو او عثمان زيارمل له ۲۵ راهيسې په زندانونو کې دي. نورالله ترين او حنیف پشتين له ۲۳۰، ۲۳۰ ورځو، فريد اپريدی له ۴۱ ورځو او زبېر شاه اغا له دوو ورځو راهيسې لادرکه دي».
د کمپاين په اعلاميه کې زياته کړل شوې: «دا هغه شخصیتونه دي، چې د اشغال، ظلم او بهرني تسلط پر وړاندې په پوره زړورتیا او ثبات ولاړ دي. دوی د خپل ملت د ازادۍ، ځواکمنۍ او عزت لپاره هر ډول قربانۍ ته چمتو دي او له سختو فشارونو، ګواښونو او ستونزو سره سره له خپلې لارې نه اوړي».
په اعلامیه کې راغلی، چې د دوی دریځ، مبارزه او مقاومت د میلیونونو خلکو لپاره د الهام سرچینه ګرځېدلې او دا ثابتوي چې د ازادۍ غوښتنه په زور او جبر نه شي چوپ کېدای او زیاتوي، همدا د حق، مقاومت او نه ماتېدونکي هوډ ژوندي سمبولونه دي.
پيټياېم د جبري لادرکه کېدنو سمدستي پای ته رسولو، د ټولو لادرکه شویو کسانو د سمدستي خوشې کولو، د جعلي نښتو د مخنیوي، د بشري سرغړونو او د پښتنو په سيمه کې د امنیت او عدالت يقيني کولو غوښتنې وړاندې کړي دي.
د يادونې وړ ده، چې د پيټياېم د مبارزينو پر ضد اکثر د پاکستان پر وړاندې د خاينتوب، د پاکستاني ادارو پر ضد د خلکو راپارولو او دې ته ورته نورو تورونو قضيې ثبت شوي، خو پيټياېم د خپلو مبارزينو پر ضد جوړې قضيې جعلي بولي.
د پاکستان حکومت د کال ۲۰۲۴م د اکتوبر میاشتې له شپږمې راهیسې پښتون ژغورنې غورځنګ ناقانونه ډله ګرځولې ده.
د بلوچ یووالي کمېټې ویلي، چې تېره شپه په کوټې ښار کې د دغې کمېټې د مرکزي غړې سمي دین بلوچ پر کور د پولیسو او استخباراتي ادارو له لوري چاپه وهل شوې، چې په ترڅ کې یې د کور دروازې ماتې او وسایل یې تلاشي شوي او همداراز قیمتي توکي او کتابونه یې وړل شوي دي.
دغې کمېټې د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۸مه) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې په دې عملیاتو کې ځایي اوسېدونکي هم ځورول شوي او همداراز دغه اقدام یې د وېرې خپرولو او د سیاسي فعالانو د غلي کولو هڅه بللې ده.
د دوی په وینا، سمي دین بلوچ د جبري بېدرکۍ له یوې اغېزمنې کورنۍ سره تړاو لري او له کلونو راهیسې د خپل پلار د لادرکه کېدو د قضیې لپاره مبارزه کوي.
بلوچ یووالي کمېټې زیاته کړې، چې دا یوازې د یوې فعالې پر کور چاپه نه، بلکې د دوی په وینا د بلوچستان د ټولو مدني او سیاسي فعالانو پر وړاندې د دولتي فشارونو د لړۍ یوه برخه ده.
کمېټې څرګنده کړې، چې د دې غورځنګ مشران له نیونو، چاپو او روانو فشارونو سره مخ دي، چې موخه یې د هغو غږونو غلي کول دي، چې د دوی په وینا، په بلوچستان کې د بشري حقونو سرغړونې او جبري بېدرکۍ نړیوالو ته رسوي.
په اعلامیه کې راغلي، چې سمي دین بلوچ له تېرو ۱۷ کلونو راهیسې د خپل پلار د موندلو لپاره مبارزه کوي او د جبري بېدرکیو د قربانیانو د کورنیو لپاره د مقاومت او هیلې په نښه بدله شوې ده.
بلوچ یووالي کمېټې ټینګار کړی، چې دا ډول اقدامات د وېرې د خپرولو لپاره ترسره کېږي، خو په وینا یې دا ډول فشارونه د خلکو د غږ د چوپولو پر ځای د ستونزې ریښې لا روښانه کوي.
کمېټې په پای کې په ډاګه کړې، چې دا وضعیت د مدني ازادیو، د شخصي ژوند د خوندیتوب او د بشري حقونو په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي او اړوندې ادارې باید دې پوښتنو ته ځواب ووايي.
د پاکستان اړوندو ادارو او په ځانګړې توګه د بلوچستان ځايي چارواکو لا تر اوسه په دې تړاو څه سپیناوی نهدی کړی.
هند پر افغانستان د پاکستان بریدونه په کلکه غندلي او څرګنده کړې یې ده، چې په دې بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون یو شمېر ملکي وګړو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د هند د بهرنيو چارو وزارت وياند رندهير جېسوال د دوشنبې په ورځ (د چنګاښ ۸مه) په خپله اېکسپاڼه ویلي: «د پاکستان دا ښکاره تېری د افغانستان پر ملي حاکمیت برید او د سیمې سولې او ثبات ته مستقیم ګواښ دی».
هغه زیاته کړې: «دا د پاکستان د بېباکه چلند دوامداره بېلګه او د خپلو پولو هاخوا د تاوتریخوالي د ناهیلوونکو اقداماتو له لارې د کورنیو ناکامیو د بهرني کولو بېګټې هڅه منعکسوي».
هند د پاکستان د هوايي بريدونو له امله زیانمنو کورنيو سره ته تسليت ویلی او زياته کړې یې ده: « هند د افغانستان له ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا څخه خپل پرېکنده ملاتړ یو ځل بیا تکراروي».
د طالبانو مرستيال وياند حمدالله فطرت ویلي: «په پکتیا، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې د پاکستان متجاوز پوځي رژیم د تېرې شپې په بمباریو کې تر دې مهاله ټول ۳۶ تنه عام ولسي وګړي چې ماشومان او ښځې هم پهکې دي شهیدان او ١٦٣ تنه ټپیان شوي دي».
پاکستان تېره شپه د ډېورنډ کرښې په اوږدو او په يادو سيمو کې د پاکستاني طالبانو تحريک او جماعت الاحرار پر ضد ځمکني او هوايي بريدونو کړي او ادعا یې کړې، چې په دې بریدونو کې یې ۲۹ وسله وال وژلي دي.
طالبانو ياد بريد «جنایت او یرغل» بللی او ويلي یې دي: «موږ دغه بزدلانه عمل او تجاوز غندو او یو جنایت او وحشت یې بولو».