سرچینې: د بلوچستان ایالت د پشین ولسوالۍ په سرانان کې ډرون بریدونه شوي

افغانستان انټرنشنل – پښتو ته یو شمېر سرچینو ویلي چې د بلوچستان د پښین ولسوالۍ په سرانان سیمه کې دوه ډرون بریدونه ترسره شوي دي. بل لور ته طالبانو ته نږدې رسنۍ «حریت» وایي چې یاد بریدونه د داعـ . ـش او د طالبانو د مخالفو وسلهوالو پر مرکزونو ترسره شوي دي.
ځايي اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل – پښتو ته زیاته کړې چې تر بریدونه وروسته په سرانان سیمه کې د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي. د مالوماتو له مخې، دغه برید د نجونو د یو ښوونځي پر پخوانۍ ودانۍ شوی دی او د وطن دوست، عنایت الله او برات په نومونو درې کسان هم په کې ټپیان دي.
