طالبان وایي په سرپل کې یې نږدې څلور مېلیون جریبه څړځایونه تثبیت کړي

د طالبانو عدلیې وزارت خبر ورکړی، چې د ځمکو د غصب مخنیوي او د غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېسیون لهخوا په سرپل ولایت کې د څړځایونو تر ارزونې وروسته درې مېلیونه، ۹۴۴زره او ۵۶۵ جریبه عامه څړځایونه تثبیت او د ځمکو په بانک کې ثبت شوي دي.
