افغانان لا هم په جرمني کې د پناه غوښتنې تر ټولو ستره برخه جوړوي

د اروپايي ټولنې د پناه غوښتنې ادارې تازه شمېرې ښيي، چې افغانان لا هم په اروپا کې د پناه غوښتونکو تر ټولو ستره برخه جوړوي. د دغو شمېرو لهمخې، له هرو لسو افغانانو څخه چې د اروپايي ټولنې په غړو هېوادونو کې د پناه غوښتنه کوي، څلور تنه یې جرمني د خپل اصلي مقصد په توګه ټاکي.
