عبدالسلام حنفي د روغتیا په تړاو نړۍوالو غونډو کې طالبانو ته د بلنې د ورکړې غوښتنه کړې

د طالبانو د رييسالوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د ختیځې مدیترانې لپاره د روغتیا نړیوال سازمان د مشرې ډاکترې حنان حسن بلخي په مشرۍ مل پلاوي سره په کتنه له هغې غوښتي، چې د روغتیایي مسایلو په تړاو په جوړېدونکو نړیوالو غونډو کې دې طالبانو ته هم د ګډون بلنه ورکړي.
