• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د خلکو شکایت: د امربالمعروف محتسبان د کورنیو له خبرولوپرته ځوانان په توقیفځایونو کې ساتي

عبدالله همیم
عبدالله همیم

خبریال

۱۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۱:۰۴ GMT+۱تازه شوی: ۱۴ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۵ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۲۱ GMT+۱

د کندهار، هلمند، ارزګان او زابل یو شمېر اوسېدونکي وایي، د طالبانو د امر بالمعروف ریاست محتسبان د ږیرې خرېیلو په تور ځوانان نیسي او له دریو تر شپږو ورځو یې په ناڅرګندو توقیف ځایونو کې بندي ساتي. د دوی په وینا، د نیول شویو کسانو په اړه د هغوی کورنیو ته هېڅ معلومات نه ورکول کېږي.

د سویل لویدیزو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د طالبانو د امربالمعروف محتسبانو له لوري د ځوانانو نیولو او په ورځو ورځو د هغوی د ورکېدو له امله اندېښمن دي.

یاد کسان وايي، محتسبان ځوانان د ږیرو خرېیلو او کمولو په پلمه نیسي او له ځان سره یې بندي کوي او په اړه یې اړوندو کورنیو ته هېڅ راز معلومات نه ورکوي.

د کندهار ښار اوسېدونکی احمد ولي وايي:« ۱۹ کلن ورور مې پنځه ورځې مخکې ورک شو، کورنۍ مو ډېره وارخطا وه، راډیو ته مو اعلان ورکړ، هېڅ نتیجه یې معلومه نه شوه، د هغه له ټولو ملګرو څخه مو پوښتنه وکړه، هغوی یې هم په اړه معلومات نه لرل، شپږمه ورځ وروسته له امربالمعروف څخه زنګ راته ووهل شو، هلته لاړم ضمانت مې وکړ او ورور مې له ځان سره کور ته راوست».

یو شمېر کسان وايي، چې کله یې یې ځوانان لادرکه شي، دوی اړ کېږي چې د موندلو لپاره یې د ټولنیزو رسنیو او راډیوګانو له لارې اعلانونه خپاره کړي.

په ورته وخت کې یو شمېر کورنۍ وايي، چې د خپلو ځوانانو په لټه یې ان هرات، نیمروز او سپین بولدک ته هم سفرونه کړي دي او لومړی یې داسې انګیرله، چې ښايي د کورنۍ غړي یې د هغوی له اجازې پرته له هېواده د وتلو پریکړه کړې وي، خو وروسته خبر شوي، چې دوی د ږیرې کمولو په جرم نیول شوي.

د هلمند یو اوسېدونکی چې نه غواړي نوم یې واخېستل شي، افغانستان انټرنشنل ته وویل:«ورور مې ورک شو، له ملګرو څخه مې یې پوښتنې وکړي، خبر شوم چې یو بل ملګری یې هم ورسره ورک دی، نو فکر مې وکړ چې ښايي ایران ته به په غلا تللی وي».

نوموړی زیاتوي، « زه نیمروز ته لاړم او د هغه بل ځوان ورور هرات ته لاړ څو خپل وروڼه پیدا کړو او د سفر مخه یې ونیسو. خو وروسته یې زما پلار ته زنګ وهلی و چې دوی د امربالمعروف په ریاست کې بندیان دي او بیا په ضمانت خوشې شول».

د ځونانو کورنۍ وايي، د مجبوریت له امله اړ دي چې د امربالمعروف ټول اصول پر ځان ومني، خو د ځوانانو د نیولو پرمهال یې باید کورنۍ په جریان کې واچول شي، څو له بې‌ځایه سرګردانیو خلاص شي.

هغه کسان چې د ږیرو کمولو په تور د امربالمعروف د محتسبانو له لوري نیول شوي، وايي، له دریو تر شپږو ورځو په ریاست کې بندیان وي او په دې لړ کې هغوی ته د اسلامي او شرعي امورو زده کړې ورکوي او اجازه نه ورکول کېږي چې له کورنیو سره یې اړیکه ونیسي.

دوی وايي، چې له نیول کېدو سره سم موبایلونه ترې اخېستل کېږي او د خوشې کېدو پرمهال لیکلي ضمانت ترې اخېستل کېږي چې په راتلونکي کې به ږیره نه کموي.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو له واکمنۍ پنځه کاله وروسته هم افغانان هېواد پرېږدي
۱

د طالبانو له واکمنۍ پنځه کاله وروسته هم افغانان هېواد پرېږدي

۲

پاکستاني پولیسو په اسلام‌اباد کې دوه افغان محصلینې نیولې دي

۳

ملګري ملتونه: په نړۍ کې د دیني لږکیو پر وړاندې تاوتریخوالی زیات شوی

۴

افغان اېواک: د محکمې نوې پرېکړې هم امریکا ته د افغانانو د ننوتلو زمینه نه‌ده برابره کړې

۵

پر ایران د امریکا د احتمالي «سختو بندیزونو» خبرداري افغان سوداګر اندېښمن کړي