فوکس انلاین وايي، سره له دې چې شواهد ډېر درانه دي، د سونهبرګ د «اوسپنې میلې بریدګر» خپل لاسلیک شوی اعتراف رد کړ او په دې سره یې پر وړاندې روانه جزايي محاکمه څو میاشتې وځنډوله. له همدې امله، ۳۳ کلن افغان امیرالدین تر اوسه له جرمني نه د شړلو له حکمه خوندي پاتې شوی.
د نوموړي محاکمه چې د ۲۰۲۶ کال د جون په ۳مه ودرول شوه، د اکتوبر په ۶مه بیا پیلېږي او ښايي تر ټولو ژر د نومبر په ۱۷مه پای ته ورسېږي. د سونهبرګ د محکمې رییس یورګ فان رایمرسدال دا موضوع تایید کړې ده. په دې توګه، احتمالي محکومیت به د اصلي پلان په پرتله شاوخوا پنځه میاشتې وروسته صادر شي.
امیرالدین چې په ۱۹۹۳ کال کې د افغانستان په وردګو ولایت کې زېږېدلی، په ۲۰۲۲ کال کې جرمني ته داخل شوی و او د پناه غوښتنه یې کړې وه، خو غوښتنه یې رد شوې وه. سره له دې، د جرمني د کډوالۍ او مهاجرت فدرالي ادارې د هغه د شړلو مخنیوی منلی و او د ۲۰۲۶ کال د سپټمبر تر ۷مې یې د استوګنې لنډمهاله اجازه ورکړې وه.
د فوکوس انلاین د ځانګړو معلوماتو له مخې، بمف تېره اونۍ د هغه د شړلو بندیز لغوه کړ. دغه پرېکړه د جون په ۳۰مه شوې وه. د سونهبرګ سیمهییزې ادارې ته هم خبر ورکړل شوی او تمه ده چې امیرالدین هم له دې پرېکړې خبر شوی وي.
اټکل کېږي چې نوموړی به دبمف پر پرېکړه اعتراض وکړي او قضیه به اداري محکمې ته ولاړه شي.
امیرالدین د ګڼو جرمونو له امله محاکمه کېږي، چې پکې غلا، د شتمنیو زیانمنول، وهلټکول، درغلي، ګواښ او پر دولتي مامورینو برید شامل دي.
د تورونو تر ټولو مهمه برخه د ۲۰۲۶ کال د اپرېل په ۱۰مه د اوسپنې میلې برید دی. هغه په یوه ویډیو کې، چې پر فیسبوک او یوټیوب خپره شوې، د سونهبرګ ښار په منځ کې له ۷۰ سانتيمتره اوږدې او ۲،۷سانتيمتره پنډې اوسپنې میلې سره لیدل کیږي او پر پولیسو وار کوي.
هغه د یوه درملتون ښیښې ماتې کړې چې شاوخوا ۳۰ زره یورو زیان یې اړولی و او وروسته یې پر پولیسو برید کړی و.
د سیمې اوسېدونکو د خپلو موبایلونو له لارې د تاوتریخوالي صحنې ثبت کړې وې، چې د هغه نیول هم پکې شامل دي.
له قانوني پلوه د اعتراف بېرته اخیستل د تورن حق دی. په جرمني کې هر تورن کس کولی شي خپل پخوانی اعتراف بېرته واخلي.
د اعتراف له بېرته اخیستلو وروسته باید ټوله قضیه له سره وڅېړل شي. د دې قضیې په اړه د سونهبرګ محکمه باید اوس هر تور جلا جلا وارزوي او ټولټال ۳۵ شاهدان او متخصصین واوري.
نوموړی تورن دی، چې له یوه پولیس نه یې مخابره اخېستې، د بل پولیس پر زنګون یې غاښ لګولی، بل یې پرمخ په څپېړه وهلی او د یوه بل پولیس مرمۍ ضد واسکټ یې کش کړی و.
طالبانو له واک ته رسېدو وروسته یو پراخ کمپاین پیل کړی چې د افغانستان ځوانان د طالباني تفکر پر لور جذب کړي، خو دې هڅو سره له دې چې د هېواد ستونزې نه دي اوارې کړي بلکې وضعیت یې لا نور ترینګلی کړی دی.
په تېرو دریو کلونو کې د دیني مدرسو شمېر د تېرو شلو کلونو پرتله پنځه برابره زیات شوی، چې اوس یې شمېر نږدې ۷۰۰۰ ته رسېدلی او لا هم زیاتېږي. افغانان اړ دي چې خپل اولادونه ښوونځي ته ولېږي، آن که دا ښوونځی مدرسه هم وي.
د طالبانو د پوهنې وزارت د مدرسو او دارالحفاظونو مشر عبدالرزاق صدیق رسنیو ته ویلي و: «افغانستان یوه مذهبي ټولنه ده او هر کس باید لومړنۍ او د لوړې کچې دیني زدهکړې ولري. له همدې امله موږ د دیني مدرسو وده ضروري بولو».
خو دا فکر آن د طالبانو دننه هم پراخ ملاتړ نه لري. ځینې طالب چارواکي وایي چې افغانستان یوازې طالب او ملا ته اړتیا نه لري بلکې انجینرانو او ډاکټرانو ته هم اړتیا ده. دا وضعیت نړۍ ته یو انزوا طلبه او افراطي افغانستان معرفي کوي چې نه یوازې کولتوري ستونزې لري، بلکې سیمه او نړۍ ته قوي امنیتي ګواښ هم پېښولی شي.
که څه هم افراطي فکرونه پراخېږي، خو ټکنالوژي دا وړتیا لري چې له افراطیت سره مبارزه وکړي. انټرنټ او رسنۍ هغه څه دي چې په اوسني عصر کې ورسره ځوانان په بېلابېلو ډولونو نښلول شوي دي. د شمېرو له مخې، د افغانستان ۶۷ سلنه وګړي لږ تر لږه میاشت کې یو ځل ټلوېزیون ګوري، چې دا ۱۲ میلیونه ماشومان او ۱۴ میلیونه ځوانان رانغاړي.
نجیب پیکان زیاتوي، چې تر ټولو مهمه مسئله له دې ځوانانو سره د اړیکو جوړول دي: «افغان ځوانان په دوو برخو وېشل کېدای شي. لومړی، تحصیلکرده او ناراضه ځوانان دي چې په میدان یوازې پرېښودل شوي او د بدلون ځواک یې له لاسه ورکړی. دا هغه ځوانان دي، چې که څه هم ناهیلې دي، خو د ځان ژغورلو یوازینۍ لاره د آزادې نړۍ سره همکاري ګڼي.دویم، هغه ځوانان دي چې د طالبانو په اداره کې دي؛ هغوی افراطي شوي. هر کال نیم میلیون طالبان له مدرسو فارغېږي او د افراطیت پر لور ګام اخلي.»
د حالاتو د بدلون لپاره باید له دواړو ډلو سره کار وشي. تر ټولو مهمه لاره دا ده چې د رسنیو، خبرو اترو، کنفرانسونو او مشورو له لارې د ځوانانو ترمنځ پل جوړ شي، ترڅو هغوی انتقادي فکر ته وهڅول شي او خپل بحثونه له دین او آخرت څخه ور هاخوا هم وغځوي.
دا ځوانان کار غواړي، او د کار موندلو لپاره اړیکو ته اړتیا لري. له هغو هېوادونو درس اخیستل کېدای شي، چې د ځوانانو کچه پکې لوړه ده، او دغه ځوانان د سمې لارې پر لور هڅول کېدای شي.