د روغتیا نړۍوال سازمان: د بودجې د کمښت له امله افغانستان کې ۱۵۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي

د روغتیا نړۍوال سازمان د سیمهییز دفتر مشرې حنان بلخي ویلي، د بودجې د سخت کمښت له امله د ۲۰۲۶کال له جنورۍ راهیسې په افغانستان کې د بشري مرستو له لوري ملاتړ کېدونکي شاوخوا ۱۵۰ روغتیايي مرکزونه تړل شوي او یا یې هم فعالیت ځنډول شوی دی.
