نتنیاهو: جګړه لا په بشپړه توګه پای ته رسېدلې نه ده

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي چې د اسراییل جګړه لا په بشپړه توګه پای ته نه ده رسېدلې او هېواد یې باید نویو ننګونو ته چمتووالی ونیسي.

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو ویلي چې د اسراییل جګړه لا په بشپړه توګه پای ته نه ده رسېدلې او هېواد یې باید نویو ننګونو ته چمتووالی ونیسي.
نتنیاهو په خپلو وروستیو څرګندونو کې وویل: «کله چې د سپاه پاسداران او د ایران حکومت پورته اسمان ته ګوري، د الوتکو په دواړو خواوو کې یوازې دوه شیان ویني؛ د امریکا د متحده ایالاتو د بیرغ ستوري او د اسراییل د داوود ستوری.»
هغه زیاته کړه چې د اسراییل هوايي ځواک د وروستیو عملیاتو په لړ کې مهم رول درلود؛ د رفح عملیات، د فیلادلفیا محور کنټرول، د حماس د لوړپوړو چارواکو له منځه وړل، د حزبالله د مشر حسن نصرالله وژل او د لبنان د حزبالله د زرګونو توغندیو او راکټونو ویجاړول یې د بېلګې په توګه یاد کړل.
نتنیاهو وویل چې د ایران د «اسلامي جمهوریت محور» اوس تر بل هر وخت کمزوری شوی، په داسې حال کې چې اسراییل تر بل هر وخت پیاوړی شوی دی.
هغه وویل: «موږ یوازې د منځني ختیځ څېره نه ده بدله کړې، بلکې خپل ځان مو هم بدل کړی دی. موږ نوښت وکړ، برید مو وکړ او ثابته مو کړه چې د اسراییل د هوايي ځواک اوږد لاس هر ځای ته رسېږي؛ له یمنه تر ایرانه.»