فایق له افغانستان انټرنشنل سره د مرکې پر مهال وویل، که څه هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا ملاتړ د نوې ځانګړې استازې لپاره مهم دی، خو د هغې د ماموریت بریالیتوب به تر ډېره په دې پورې تړلی وي چې طالبان د افغانستان پر اساسي مسایلو څومره رښتینې همکاري کوي.
هغه زیاته کړه، طالبان باید د بشري حقونو، سیاسي بهیر، سیاسي خبرو اترو، له سیمې سره د تعامل او د ترهګرۍ ضد همکاریو په برخو کې له نوې ځانګړې استازې سره همکاري وکړي، څو د افغانستان د روان بحران د حل او تلپاتې سولې لپاره عملي ګامونه واخیستل شي.
د ملګرو ملتونو یوه چارواکي افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش امنیت شورا ته په یوه لیک کې بنګله دېشۍ ډیپلوماته رباب فاطمه د افغانستان لپاره د خپلې نوې ځانګړې استازې په توګه معرفي کړې ده.
فایق وویل: «تر اوسه د ملګرو ملتونو د سرمنشي له دفتره د اغلې فاطمې ګومارنه په رسمي ډول نه ده اعلان شوې، خو داسې ښکاري چې د هغې د ټاکنې په اړه پراخ اجماع او توافق موجود دی. د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو ګڼو چارواکو او بنسټونو د هغې له ټاکنې هرکلی کړی دی».
فایق همداراز وویل، د ملګرو ملتونو د نوې ځانګړې استازي بریا به د هغې پر رهبرۍ او دې هم متکي وي چې د ملګرو ملتونو د منشور، بېطرفۍ او نړیوالو اصولو په چوکاټ کې خپل ماموریت پر مخ یوسي.
هغه د ملګرو ملتونو له لوري د یوه اسلامي هېواد د یوې ښځینه ډیپلوماټې د غوره کېدو هرکلی وکړ او ویې ویل، دا ټاکنه یو مثبت پیغام لري او ښيي چې ښځې لا هم په نړیواله او سیمهییزه کچه د رهبرۍ او اغېزمن رول وړتیا لري.
فایق څرګنده کړه چې د نوې ځانګړې استازې ډیپلوماتیکه تجربه کولی شي د یوناما د رهبرۍ او د افغانستان د ستونزو د حل په برخه کې مهم رول ولوبوي.