• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د قزاقستان د اقتصاد وزیر د افغانستان د خصوصي سکتور له پلاوي سره پر بانکي همکاریو غږېدلی

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۲۹ GMT+۱

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د ملي اقتصاد وزیر سیریک ژومانګارین د افغانستان د خصوصي سکتور له یوه پلاوي سره په کتنه کې د قزاقستان او افغانستان ترمنځ د مالي او بانکي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

د قزاقستان د لومړي وزیر دفتر ویلي، چې سیریک ژومانګارین د افغانستان د غضنفر بانک له رییس محمد اسماعیل غضنفر سره په ناسته کې د قزاقستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا پر ځانګړی اهمیت ټینګار کړی دی.

د هغه په وینا، د دوه اړخیزې سوداګرۍ د لا ودې لپاره یو مهم شرط دا دی چې د دواړو هېوادونو د اقتصادي بنسټونو ترمنځ د پیسو د راکړې ورکړې لپاره خوندي، شفافه او باوري بانکي زیربنا رامنځته شي.

اوس مهال د قزاقستان له ۲۳ بانکونو څخه دوه بانکونه د افغانستان له بانکونو سره د استازولۍ اړیکې لري.

د ۲۰۲۵ کال تر پایه د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولې هاخوا تادیاتو او د پیسو د لېږد حجم ۲۹۸میلیونه امریکايي ډالرو ته رسېدلی، چې د ۲۰۲۴ کال په پرتله ۲۶ سلنه زیاتوالی ښيي. همدارنګه، د توکو او خدماتو د تادیاتو حجم په همدې موده کې پنځه برابره زیات شوی دی.

دواړو لوریو د بانکونو ترمنځ د استازولۍ اړیکو د پراختیا، د مستقیمو بانکي لارو برابرولو، د پولې هاخوا تادیاتو د میکانیزمونو د ښه والي او د بهرنۍ سوداګرۍ د مالي ملاتړ په اړه هم بحث کړی دی. د یاد دفتر په وینا، دمګړۍ یو بل قزاقستانی بانک هم له غضنفر بانک سره د استازولۍ حسابونو د پرانیستلو بهیر بشپړوي.

د افغانستان او قزاقستان ترمنځ سوداګري د پام وړ وده کړې ده. د ۲۰۲۶ کال د جنوري او اپرېل ترمنځ دغه سوداګري ۳۴۲،۴ میلیونه ډالرو ته رسېدلې، چې د ۲۰۲۵ کال د همدې مودې د ۱۵۰،۶ میلیونه ډالرو په پرتله ۲،۳ برابره زیاتوالی ښيي.

د دې ودې لویه برخه د قزاقستان د صادراتو له امله دهه. د دغه هېواد صادرات ۳۳۸،۵ میلیونه ډالرو ته رسېدلي، چې دا هم د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲،۳ برابره زیاتوالی ښيي.

ترویج لرونکی

د طالبانو د خوست ځانګړې قطعې قوماندان «په ۱۲۰ میلیونه افغانۍ» ځان ته کور جوړ کړی
۱

د طالبانو د خوست ځانګړې قطعې قوماندان «په ۱۲۰ میلیونه افغانۍ» ځان ته کور جوړ کړی

۲

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي

۳

د هرمز تنګي کړکېچ؛ سنټکام د ایران پر ضد د بریدونو د پیل خبر ورکړی

۴
د جولای ۸مه

اته نور طالب مشران؛ د جرمونو په نړۍواله محکمه کې د افغانستان پرانېستې دوسیه

۵

ډونالډ ټرمپ: ایران د هوکړې غوښتونکی دی خو هر برید ته به یې څو برابره ځواب ورکړو

•
•
•

نور کیسې

روسیې د افغانستان او ازبکستان پر پوله د روسي سوداګرو لپاره سوداګریز مرکز پرانېستی

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۱۶ GMT+۱
روسیې د افغانستان او ازبکستان پر پوله د روسي سوداګرو لپاره سوداګریز مرکز پرانېستی
100%

د روسیې د تیومن سیمې د سوداګرۍ او صنایعو خونې په همکارۍ د ازبکستان او افغانستان پر پوله د «ایریتوم» نړیوالې ازادې اقتصادي سیمې په قلمرو کې یو نوی سوداګریز مرکز پرانیستل شوی، چې د روسي سوداګرو لپاره افغانستان ته د مستقیمو صادراتو زمینه برابروي.

د تیومن سیمې د حکومت د معلوماتو مرکز په وینا، د دغه نوي سوداګریز مرکز مهمې ګټې له افغان شریکانو سره شفافه بانکي راکړه ورکړه، چمتو لوژستیکي اسانتیاوې، د سړک، اورګاډي او د امو سیند له لارې سمندري لېږد رالېږد، د پېرودونکو په موندلو کې مرسته، د مخکېنۍ تادیې تضمین او د سوداګریزو معاملو قانوني خوندیتوب دي.

د تیومن سیمې د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال ولادیمیر دولګوشین روسي رسنیو ته ویلي چې اوس هر روسی صادروونکی کولای شي د دغه نوي سوداګریز مرکز له لارې په ډاډ سره د افغانستان بازار ته داخل شي.

هغه زیاته کړې، « دا یوازې په سرحد کې یو دفتر نه دی، بلکې له روسیې څخه افغانستان ته یو بشپړ صادراتي دهلېز او لوژستیکي مرکز دی».

مطیع الحق خالص: نړیوالو چاپېریالي موضوعات سیاسي کړي او د افغانستان مالي ملاتړ نه کوي

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۴۲ GMT+۱
مطیع الحق خالص: نړیوالو چاپېریالي موضوعات سیاسي کړي او د افغانستان مالي ملاتړ نه کوي
100%

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې رییس مطیع الحق خالص په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ له مرستیال بروتو لیمرکویس سره د لیدنې پرمهال ویلي، چې نړیوالو چاپېریالي موضوعات سیاسي کړي او په دې برخه کې یې د افغانستان پر حقوقو سترګې پټې کړي او مالي ملاتړ یې نه کوي.

د طالبانو تر واک لاندې یادې ادارې د پنجشنبې په ورځ وویل، چې مطیع الحق خالص د یوناما له مرستیال سره د لیدنې پرمهال په افغانستان کې د اقليمي بدلون له امله د ګواښونو او زیانونو په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې دي.

خالص ویلي، چې د اقلیمي بدلون له امله طبعي کنګلونه ویلې شوي، نیزونه، بې وخته ورښتونه، د تودوخې درجې لوړوالی، د وچکالۍ له امله داخلي کډوالي هغه ستونزې دي چې افغانان یې زیانمن کړي او له بشري ناورین سره مخ دي.

نوموړي زیاته کړې:«له بده مرغه نړۍوالو چاپېریالي موضوعات سیاسي کړي دي او په دې برخه کې یې د افغانستان په حقوقو سترګې پټې کړي او مالي ملاتړ یې نه کوي؛ په داسې حال کې چې افغانستان د نړیوالو چاپېریالي کنوانسیونونو رسمي غړیتوب هم لري».

همدارنګه د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې رییس له یوناما څخه غوښتنه کړي، چې د افغانستان د ځنډول شویو چاپېریالي پروژو په بیا پیلولو، په نړیوالو غونډو کې د ګډون، تخنیکي همکاریو او ظرفیت لوړونې په برخه کې د دوی ملاتړ وکړي.

یادې ادارې ویلي، چې د یوناما مرستیال د افغانستان د چاپېریالي ستونزو په اړه د هڅو د دوام ژمنه کړې ده.

د شاپور ځدراڼ پلار: په کابل کې د کرېکټ جوړېدونکی لوبغالی دې د شاپور ځدراڼ په نوم ونومول شي

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۱۱ GMT+۱
د شاپور ځدراڼ پلار: په کابل کې د کرېکټ جوړېدونکی لوبغالی دې د شاپور ځدراڼ په نوم ونومول شي
100%

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې پخواني تیز توپ اچوونکي شاپور ځدراڼ پلار د خپل زوی د جنازې په مراسمو کې د افغانستان له کرېکټ بورډ څخه غوښتنه وکړه، چې په کابل کې د کرېکټ جوړېدونکی لوبغالی د شاپور ځدراڼ په نوم ونوموي.

د افغانستان د کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی شاپور ځدران چې له اوږدې ناروغی وروسته په هند کې ومړ، د پنجشنبې په ورځ په کابل کې خاورو ته وسپارل شو.

د نوموړي د جنازې په مراسمو کې د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبغاړو ترڅنګ د هغه زرګونو مینه‌والو ګډون کړی و.

د شاپور ځدراڼ د جنازې پرمهال د هغه پلار له افغان کرېکټ بورډ څخه غوښتنه وکړه چې د شاپور د خدمتونو د یاد په موخه دې په کابل کې د کرېکټ جوړیدونکی لوبغالی د هغه په نوم ونومول شي.

شاپور ځدراڼ د پکتیا ولایت اوسېدونکی و او د افغانستان د کرېکټ د لومړي نسل لوبغاړو څخه شمېرل کېده.

نوموړي د افغانستان لپاره لومړۍ شل اوریزه نړۍواله لوبه په ۲۰۱۰ کې او وروستۍ په ۲۰۲۰ کې ولوبوله او همدارنګه لومړۍ پنځوس اوریزه نړۍواله لوبه یې په ۲۰۰۹ کې او وروستۍ یې په ۲۰۱۹ کې وکړه.

شاپور ځدراڼ د افغانستان لپاره ۴۳ یو ورځنۍ او ۳۲ شل اوریزې لوبې کړې دي.

پاکستان یوځل بیا «افغانستان مېشتې وسله والې ډلې» د خپل امنیت لپاره دوامدار ګواښ وباله

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۵۳ GMT+۱
پاکستان یوځل بیا «افغانستان مېشتې وسله والې ډلې» د خپل امنیت لپاره دوامدار ګواښ وباله
100%

د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار یو ځل بیا ویلي، چې «په افغانستان کې مېشتې وسله والې ډلې» د پاکستان د امنیت لپاره دوامدار ګواښ دي او نړیواله ټولنه باید د ترهګرۍ پر ضد خپلې ګډې هڅې لا ګړندۍ کړي.

اسحاق ډار د پنجشنبې په ورځ له خپل کرویشیايي سیال سره په اسلام اباد کې په یوه خبري غونډه کې وویل، چې په افغانستان کې دده په وینا، موجودې وسله ډلې باید د هېڅ هېواد، په ځانګړي ډول د پاکستان، پر ضد ونه کاریږي.

هغه ادعا وکړه چې دغه ډلې د پاکستان امنیت ته پرله پسې ګواښ پېښوي او د دې ستونزې د حل لپاره یې د نړیوالې ټولنې د همغږو اقداماتو غوښتنه وکړه.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د خبرو په بله برخه کې وویل، چې د هند له لوري د سند د اوبو تړون یو اړخیز ځنډول او اوبه د فشار د وسیلې په توګه کارول د نړیوالو قوانینو او تړونونو خلاف دي.

اسحاق ډار همداراز پاکستان ته د کرویشیا د بهرنیو چارو وزیر د سفر هرکلی وکړ او ویې ویل، چې دغه سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پراختیا لپاره یو مهم ګام دی. د هغه په وینا، اسلام اباد هیله لري چې کرویشیا به د پاکستان د پانګونې له فرصتونو ګټه واخلي.

په همدې خبري غونډه کې د کرویشیا د بهرنیو چارو وزیر پاکستان ته خپل سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو په پیاوړتیا کې هیله منوونکې بللی دی.

ملا برادر: د افغانستان اقتصاد له وارداتو څخه تولید او صادراتو ته اړوو

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۲۲ GMT+۱
ملا برادر: د افغانستان اقتصاد له وارداتو څخه تولید او صادراتو ته اړوو
100%

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي، د دوی اقتصادي تګلاره دا ده چې د افغانستان اقتصاد له وارداتو څخه تولید او صادراتو ته واړوي.

ملا برادر د جبل السراج د سمنټو فابریکې د دویم تولیدي واحد د عملي کار د پرانیستې په مراسمو کې وویل، چې افغانستان د طبیعي سرچینو، بشري ظرفیتونو او مناسب جغرافیایي موقعیت له امله د صنعت د ودې او پراختیا لپاره پراخ امکانات لري او اداره یې هڅه کوي له دغو ظرفیتونو د اقتصادي ودې لپاره ګټه واخلي.

هغه صنعت د هر هېواد د اقتصادي ځواک له مهمو بنسټونو وباله او په وینا یې، هغه هېوادونه چې خپلې صنعتي زیربناوې یې پیاوړې کړې، د اقتصادي ثبات، د بېکارۍ د کمېدو، د صادراتو د زیاتوالي او د خلکو د ژوند د کچې د لوړوالي په برخو کې یې د پام وړ پرمختګ کړی دی.

د طالبانو اقتصادي مرستیال زیاته کړه، چې د کورني سمنټو د تولید په زیاتېدو سره به وارداتو ته اړتیا کمه شي، د هېواد د اسعارو د وتلو مخه به ونیول شي، زرګونو کسانو ته به د کار زمینه برابره شي، ملي عواید به لوړ شي او اقتصادي فعالیتونه به لا چټک شي.

د دې کارخونې د سمنټو د تولید ظرفیت په ۲۴ ساعتونو کې ۵زره ټنه ښودل شوی.

د طالبانو د کانونو وزارت د معلوماتو له مخې، دمګړۍ په افغانستان کې د سمنټو د تولیدي کارخونو شمېر ۹ ته رسېدلی او په فعالیت سره به یې په ورځني ډول ۳۰ زره ټنه سمنټ تولید شي.

افغانستان دمګړۍ خپله ستره برخه سمنټ له ایران نه واردوي، خو له دې وړاندې یوه برخه سمنټ له پاکستان نه هم واردېدل.