• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

حامد کرزي یو ځل بیا د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو غوښتنه وکړه

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۶:۱۵ GMT+۱تازه شوی: ۱۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۷:۳۴ GMT+۱

پخواني ولسمشر حامد کرزي د سږني کانکور په ازموینه کې د لومړیو درېیو مقامونو ګټونکو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ، یو ځل بیا غوښتنه وکړه چې ژر تر ژره دې د نجونو پر مخ هم د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانېستل شي.

حامد کرزي په‌خپلې اېکس پاڼې لیکلي چې د ۱۴۰۵ کال د کانکور په ازموینه کې راشد ته د لومړي، انعام‌ الله ته د دویم او عبدالهادي ته د درېیم مقام د ترلاسه کولو له امله مبارکي وايي. پخواني ولسمشر د دغو ځوانانو ستړیاوې او هڅې چې د دغې بریا لامل شوې دي، د ستاینې وړ بللې او په راتلونکي علمي پړاو کې یې ورته د لا ډېرو بریاوو هیله کړې ده.
نوموړي د نجونو په ګډون د هېواد ټولو ځوانانو د کامیابۍ غوښتنه کړې او یو ځل بیا یې د طالبانو له نوم یادولو پرته په هېواد کې د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونو د پرانېستلو هېله څرګنده کړې ده.

کرزي ویلي، هیله لرم چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونو دروازې ژر تر ژره پرانېستل شي، څو نجونې د هلکانو په څېر خپل ارمانونه پوره کړي او د افغانستان د پرمختګ په لاره کې د خدمت جوګه شي.

ترویج لرونکی

د طالبانو د خوست ځانګړې قطعې قوماندان «په ۱۲۰ میلیونه افغانۍ» ځان ته کور جوړ کړی
۱

د طالبانو د خوست ځانګړې قطعې قوماندان «په ۱۲۰ میلیونه افغانۍ» ځان ته کور جوړ کړی

۲

تاز ورځپاڼه: یو شمېر افغان له جرمي مخینې پرته هم له جرمني څخه د ایستلو له ګواښ سره مخ دي

۳

د هرمز تنګي کړکېچ؛ سنټکام د ایران پر ضد د بریدونو د پیل خبر ورکړی

۴
د جولای ۸مه

اته نور طالب مشران؛ د جرمونو په نړۍواله محکمه کې د افغانستان پرانېستې دوسیه

۵

ډونالډ ټرمپ: ایران د هوکړې غوښتونکی دی خو هر برید ته به یې څو برابره ځواب ورکړو

•
•
•

نور کیسې

ملګرو ملتونو تایید کړه چې په افغانستان کې د یوناما د مشرۍ لپاره رباب فاطمه غوره شوې

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۵:۳۵ GMT+۱
ملګرو ملتونو تایید کړه چې په افغانستان کې د یوناما د مشرۍ لپاره رباب فاطمه غوره شوې
100%

د ملګرو ملتونو یوه چارواکي افغانستان انټرنشنل ته تایید کړه چې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش امنیت شورا ته په یوه لیک کې بنګله دېشۍ ډیپلوماته رباب فاطمه د افغانستان لپاره د خپلې نوې ځانګړې استازې په توګه معرفي کړې ده.

د یادې سرچینې په وینا، د ملګرو ملتونو امنیت شورا تر اوسه په‌دې اړه خپل رسمي ځواب نه دی وړاندې کړی، خو تمه کېږي چې د شورا غړي به په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې خپل نظر څرګند کړي.

د امنیت شورا د پرېکړې په صورت کې به مېرمن فاطمه په افغانستان کې د یوناما مشري پر غاړه واخلي او د روزا اوتونبایوا ځای ناستې به شي.

د اوتونبایوا دنده د تېر کال په وږې میاشت کې پای ته رسېدلې وه. هغې تېر کال د امنیت شورا په ناسته کې د افغانستان پر بشري بحران، د ښځو پر حقونو او د افغانانو پر بیړنینو اړتیاوو ټینګار کړی و او له نړیوالې ټولنې یې د مرستو د زیاتولو او له طالبانو یې د سیاستونو د بدلولو غوښتنه کړې وه.

د راپورونو له‌مخې، د یوناما نوې استازې رباب فاطمه په ډیپلوماټیکو چارو کې اوږده سابقه لري. هغې تر دې وړاندې د یونیسف د اجراییه پلاوي د مشرې، د ملګرو ملتونو د ښځو د برخې د اجراییه پلاوي د مشرې او د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام د مرستیالې په توګه دندې ترسره کړې دي.

د افغانستان لپاره د یوناما نوې مشره داسې مهال ګومارل کېږي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د غبرګولي په ۲۵مه نېټه، د چین له لوري د وړاندې شوي پرېکړه لیک پر بنسټ، په افغانستان کې د یوناما ماموریت په ۱۵ موافقو رایو سره د یوه بل کال لپاره تمدید کړ.

شهباز شریف: په بلوچستان کې د بریدونو لپاره «د افغانستان خاوره» کارول کېږي

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۵:۲۳ GMT+۱
شهباز شریف: په بلوچستان کې د بریدونو لپاره «د افغانستان خاوره» کارول کېږي
100%

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د بلوچستان د امنیتي وضعیت د ارزونې په غونډه کې ویلي چې په بلوچستان کې د وروستیو بریدونو تر شا د هند لاس دی او زیاته کړې یې ده چې هند د دغو بریدونو لپاره د افغانستان خاوره کاروي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف په کوېټه کې د یوې لوړپوړې امنیتي ناستې پرمهال له پولې ها خوا ترهګرۍ په اړه اندیښنې شریکې کړي دي.

نوموړي ویلي، چې د بلوچستان د وروستیو بریدونو تر شا د هند لاس دی او په وینا یې، د پاکستان خلاف د بریدونو د تنظیم لپاره د افغانستان خاوره کارول کېږي.

شریف زیاته کړه:«دښمن د پاکستان د ډیپلوماټیکو لاسته راوړنو د زغملو وړتیا نه لري. موږ باید د فتنه الخوارج شومې موخې شنډې کړو. دا جګړه به په پاکستان کې د وروستي ترهګر تر له منځه وړلو پورې دوام وکړي».

که څه هم تردې مهاله افغان طالبانو او هند د شهباز شریف د یادو تازه ادعاوو په تړاو کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو تردې وړاندې طالبانو او هند تل د پاکستاني چارواکو دغه ډول اعاوې رد کړې دي.

د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف او د دغه هېواد د پوځ مشر فیلډ مارشال عاصم منیر وروسته له هغه د بلوچستان مرکز کوټې ته سفر کړی، چې د تېرو څلورو ورځو په موده کې په دغه ایالت کې څلور لوی خونړي بریدونه شوي دي. پاکستاني چارواکو ویلي، چې په دغو بریدونو کې د څه باندې ۴۰ پاکستاني سرتېرو په ګډون تر ۵۰ ډېر وسله‌وال هم وژل شوي دي.

د قزاقستان د اقتصاد وزیر د افغانستان د خصوصي سکتور له پلاوي سره پر بانکي همکاریو غږېدلی

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۲۹ GMT+۱
د قزاقستان د اقتصاد وزیر د افغانستان د خصوصي سکتور له پلاوي سره پر بانکي همکاریو غږېدلی
100%

د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال او د ملي اقتصاد وزیر سیریک ژومانګارین د افغانستان د خصوصي سکتور له یوه پلاوي سره په کتنه کې د قزاقستان او افغانستان ترمنځ د مالي او بانکي همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.

د قزاقستان د لومړي وزیر دفتر ویلي، چې سیریک ژومانګارین د افغانستان د غضنفر بانک له رییس محمد اسماعیل غضنفر سره په ناسته کې د قزاقستان او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا پر ځانګړی اهمیت ټینګار کړی دی.

د هغه په وینا، د دوه اړخیزې سوداګرۍ د لا ودې لپاره یو مهم شرط دا دی چې د دواړو هېوادونو د اقتصادي بنسټونو ترمنځ د پیسو د راکړې ورکړې لپاره خوندي، شفافه او باوري بانکي زیربنا رامنځته شي.

اوس مهال د قزاقستان له ۲۳ بانکونو څخه دوه بانکونه د افغانستان له بانکونو سره د استازولۍ اړیکې لري.

د ۲۰۲۵ کال تر پایه د دواړو هېوادونو ترمنځ د پولې هاخوا تادیاتو او د پیسو د لېږد حجم ۲۹۸میلیونه امریکايي ډالرو ته رسېدلی، چې د ۲۰۲۴ کال په پرتله ۲۶ سلنه زیاتوالی ښيي. همدارنګه، د توکو او خدماتو د تادیاتو حجم په همدې موده کې پنځه برابره زیات شوی دی.

دواړو لوریو د بانکونو ترمنځ د استازولۍ اړیکو د پراختیا، د مستقیمو بانکي لارو برابرولو، د پولې هاخوا تادیاتو د میکانیزمونو د ښه والي او د بهرنۍ سوداګرۍ د مالي ملاتړ په اړه هم بحث کړی دی. د یاد دفتر په وینا، دمګړۍ یو بل قزاقستانی بانک هم له غضنفر بانک سره د استازولۍ حسابونو د پرانیستلو بهیر بشپړوي.

د افغانستان او قزاقستان ترمنځ سوداګري د پام وړ وده کړې ده. د ۲۰۲۶ کال د جنوري او اپرېل ترمنځ دغه سوداګري ۳۴۲،۴ میلیونه ډالرو ته رسېدلې، چې د ۲۰۲۵ کال د همدې مودې د ۱۵۰،۶ میلیونه ډالرو په پرتله ۲،۳ برابره زیاتوالی ښيي.

د دې ودې لویه برخه د قزاقستان د صادراتو له امله دهه. د دغه هېواد صادرات ۳۳۸،۵ میلیونه ډالرو ته رسېدلي، چې دا هم د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲،۳ برابره زیاتوالی ښيي.

روسیې د افغانستان او ازبکستان پر پوله د روسي سوداګرو لپاره سوداګریز مرکز پرانېستی

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۴:۱۶ GMT+۱
روسیې د افغانستان او ازبکستان پر پوله د روسي سوداګرو لپاره سوداګریز مرکز پرانېستی
100%

د روسیې د تیومن سیمې د سوداګرۍ او صنایعو خونې په همکارۍ د ازبکستان او افغانستان پر پوله د «ایریتوم» نړیوالې ازادې اقتصادي سیمې په قلمرو کې یو نوی سوداګریز مرکز پرانیستل شوی، چې د روسي سوداګرو لپاره افغانستان ته د مستقیمو صادراتو زمینه برابروي.

د تیومن سیمې د حکومت د معلوماتو مرکز په وینا، د دغه نوي سوداګریز مرکز مهمې ګټې له افغان شریکانو سره شفافه بانکي راکړه ورکړه، چمتو لوژستیکي اسانتیاوې، د سړک، اورګاډي او د امو سیند له لارې سمندري لېږد رالېږد، د پېرودونکو په موندلو کې مرسته، د مخکېنۍ تادیې تضمین او د سوداګریزو معاملو قانوني خوندیتوب دي.

د تیومن سیمې د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال ولادیمیر دولګوشین روسي رسنیو ته ویلي چې اوس هر روسی صادروونکی کولای شي د دغه نوي سوداګریز مرکز له لارې په ډاډ سره د افغانستان بازار ته داخل شي.

هغه زیاته کړې، « دا یوازې په سرحد کې یو دفتر نه دی، بلکې له روسیې څخه افغانستان ته یو بشپړ صادراتي دهلېز او لوژستیکي مرکز دی».

مطیع الحق خالص: نړیوالو چاپېریالي موضوعات سیاسي کړي او د افغانستان مالي ملاتړ نه کوي

۱۸ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۹ جولای ۲۰۲۶، ۱۳:۴۲ GMT+۱
مطیع الحق خالص: نړیوالو چاپېریالي موضوعات سیاسي کړي او د افغانستان مالي ملاتړ نه کوي
100%

د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې رییس مطیع الحق خالص په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ له مرستیال بروتو لیمرکویس سره د لیدنې پرمهال ویلي، چې نړیوالو چاپېریالي موضوعات سیاسي کړي او په دې برخه کې یې د افغانستان پر حقوقو سترګې پټې کړي او مالي ملاتړ یې نه کوي.

د طالبانو تر واک لاندې یادې ادارې د پنجشنبې په ورځ وویل، چې مطیع الحق خالص د یوناما له مرستیال سره د لیدنې پرمهال په افغانستان کې د اقليمي بدلون له امله د ګواښونو او زیانونو په اړه خپلې اندېښنې شریکې کړې دي.

خالص ویلي، چې د اقلیمي بدلون له امله طبعي کنګلونه ویلې شوي، نیزونه، بې وخته ورښتونه، د تودوخې درجې لوړوالی، د وچکالۍ له امله داخلي کډوالي هغه ستونزې دي چې افغانان یې زیانمن کړي او له بشري ناورین سره مخ دي.

نوموړي زیاته کړې:«له بده مرغه نړۍوالو چاپېریالي موضوعات سیاسي کړي دي او په دې برخه کې یې د افغانستان په حقوقو سترګې پټې کړي او مالي ملاتړ یې نه کوي؛ په داسې حال کې چې افغانستان د نړیوالو چاپېریالي کنوانسیونونو رسمي غړیتوب هم لري».

همدارنګه د طالبانو د چاپېریال ساتنې ادارې رییس له یوناما څخه غوښتنه کړي، چې د افغانستان د ځنډول شویو چاپېریالي پروژو په بیا پیلولو، په نړیوالو غونډو کې د ګډون، تخنیکي همکاریو او ظرفیت لوړونې په برخه کې د دوی ملاتړ وکړي.

یادې ادارې ویلي، چې د یوناما مرستیال د افغانستان د چاپېریالي ستونزو په اړه د هڅو د دوام ژمنه کړې ده.