• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د شنونکو شبکه:د طالبانو دودیزو دیني تګلارو له امله د خپلواکو دیني مبلغینو نفوذ زیات شوی

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۱۱ GMT+۱تازه شوی: ۲۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۵:۳۶ GMT+۱

د افغانستان د شنونکو شبکې ویلي، د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، سره له دې چې حکومت د دیني ویناوو د انحصار هڅه کړې، د خپلواکو دیني مبلغینو نفوذ پراخ شوی دی. راپور وایي، د دې اصلي لامل دا دی چې طالبان په خپلو دیني ویناوو کې تر ډېره پر دودیزو محدودیتونو، منع او سزاوو تمرکز کوي.

د راپور له مخې، د طالبانو رسمي دیني ویناوې ډېری وخت د خلکو پر هغو کړنو راڅرخي چې باید ترسره نه شي، د ښځو د حجاب، موسیقۍ، لوېدیځو رسنیو او د ګناه د سزا په څېر موضوعاتو ته ځانګړې پاملرنه کوي. په مقابل کې، خپلواک انلاین مبلغین د ورځني ژوند هغو ستونزو ته مخه کړې چې ځوانان او کورنۍ ورسره مخ دي.

راپور زیاتوي، دغه مبلغین د غوسې د کنټرول، د مېړه او مېرمنې د اړیکو، د ماشومانو د روزنې، رواني ستونزو، خپګان او ځان‌سمونې په اړه خبرې کوي او د خلکو پوښتنو ته په نرم، هڅوونکي او مثبت لحن ځواب وایي، نه د ملامتولو او وېرولو له لارې.

راپور زیاتوي، چې د دغو مبلغینو بڼه هم له دودیزو دیني عالمانو سره توپیر لري. دوی د ښاري او مسلکي کسانو په څېر جامې اغوندي او خپلې دیني سپارښتنې د ټولنیزو رسنیو له لارې په لنډو ویډیوګانو کې خپروي، چې همدې چارې د ځوانانو او ښځو ترمنځ د دوی د پراخ نفوذ لامل شوې ده.

د افغانستان د شنونکو شبکې د راپور له مخې، دغو څلورو کسانو د دودیزو مدرسو بشپړه دیني زده‌کړه نه ده کړې، له همدې امله د طالبانو اړوند دیني عالمان او محافظه‌کارې مذهبي کړۍ هغوی د اسلام د تفسیر او تبلیغ لپاره مناسب نه بولي، خو له دې سره سره یې ټولنیز محبوبیت په پرله‌پسې ډول مخ په زیاتېدو دی.

د افغانستان د شنونکو شبکې د ارزونې له مخې، د رسمي دیني ویناوو او د خلکو د ورځنیو اړتیاوو ترمنځ رامنځته شوې تشه د دې لامل شوې چې خپلواک انلاین مبلغین د خلکو، په ځانګړي ډول د ځوان نسل، پام ځان ته واړوي او په افغانستان کې د دیني نفوذ یوه نوې بڼه رامنځته کړي.

ترویج لرونکی

ټي‌ټي‌پي د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ د برید نوې ویډیو خپره کړه
۱

ټي‌ټي‌پي د بلوچستان د زیارت ولسوالۍ د برید نوې ویډیو خپره کړه

۲

محمودخان اڅکزی: تر هغې چې د پوځ او حکومت واکونه جلا نه‌شي، د پاکستان ستونزې به حل نه‌شي

۳

سوداګر: د افغانستان تازه میوې اوس عربي هېوادونو، مرکزي اسیا او اروپا ته صادرېږي

۴
د محبوب شاه محبوب لیکنه

د سقوط او بقا جګړه؛ ایا د ایران رژیم د رژېدو پر لور روان دی؟

۵

له پاکستان څخه د کډوالو د جبري اېستنې پرېکړې افغانان اندېښمن کړي

•
•
•

نور کیسې

په ځيرک مبایلونو بندیز؛ روغتیايي خدمتونه، زده‌کړې او اړیکې له ستونزو سره مخ شوي

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۴:۰۸ GMT+۱
په ځيرک مبایلونو بندیز؛ روغتیايي خدمتونه، زده‌کړې او اړیکې له ستونزو سره مخ شوي
100%

په افغانستان کې د طالبانو له خوا، ځيرک مبایلونو د کارولو له محدودولو وروسته، روغتیايي کارکوونکي، محصلان او عام وګړي وايي چې دغه پرېکړې د دوی د کار، زده‌کړو او له کورنیو سره د اړیکو بهیر سخت اغېزمن کړی دی.

د «ان پي ار» د راپور له مخې، د طالبانو له خوا د ځیرک مبایلونو د کارولو بندیز د جون له ۱۶مې نېټې عملي شوی او له سرغړوونکو سره د موبایل د ضبط، ماتولو او نامعلومو «قانوني او شرعي سزاوو» ګواښ شوی دی.

راپور وايي، د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده له شفاهي امر وروسته دا پرېکړه په رسمي ډول د پوځي محکمې له لارې د هېواد پوځي او ملکي ادارو ته لېږل شوې ده. په دې لارښود کې ویل شوي چې یوازې هغه کسان کولای شي د ځيرک مبایل له کارولو معاف شي چې د اخوندزاده له خوا ورته ځانګړې لیکلې اجازه ورکړل شوې وي.

د طالبانو له خوا د ځيرک مبایل پر ځای د عادي موبایلونو (هغه موبایلونه چې یوازې د زنګ او پیغام اسانتیا لري) کارول اجازه لري.

د روغتیايي خدمتونو لپاره ستونزې

په غزني ولایت کې قابله فرزانه، چې په لسو کلیو کې له میندو سره مرسته کوي، وايي مخکې به ښځو د خپلو ناروغو ماشومانو یا د پوستکي ستونزو لرونکو نویو زېږېدلو ماشومانو عکسونه ورته لېږل، څو پرېکړه وکړي چې کومه قضیه بیړنۍ پاملرنې ته اړتیا لري.

هغې ویلي: «زه په یو وخت کې هر ځای ته نه شم تللی. کله ناکله یو عکس یا پیغام له ما سره مرسته کوي چې پوه شم کومه مور یا نوی زېږېدلی ماشوم بیړنۍ مرستې ته اړتیا لري.»

خو په ځيرک مبایل له بندیز وروسته نوموړې وايي، له وېرې یې د خپل ځيرک مبایل کارول بند کړي او اوس یوازې د عادي ټیلیفون له لارې اړیکه ورسره نیول کېږي، چې په افغانستان کې د ډېرو خلکو لپاره ګران تمامېږي.

فرزانه زیاته کړې: «دغه بندیز دا ستونزمنوي چې په هر کلي کې هرې ښځې ته پر وخت ورسېږم.»

پوهنتونونه هم د بندیز تر اغېز لاندې دي

د راپور له مخې، د ځیرک مبایلونو بندیز د افغانستان د زده‌کړې پر بهیر هم اغېز کړی دی. په کابل پوهنتون کې د استادانو، کارکوونکو او محصلانو لپاره د ځيرک مبایلونو بشپړ بندیز د جون له ۲۱مې عملي شوی دی.

په هرات پوهنتون کې د پوهنتون دروازې ته خبرتیاوې لګېدلې چې له مخې یې هېڅوک له ځيرک مبایل سره دننه نشي تللی، او دغه محدودیت د محصلانو لیلیو ته هم غځول شوی، چې ورسره د وای‌فای خدمتونه هم درول شوي دي.

د کابل پوهنتون یوه محصل ویلي چې دغه پرېکړه د زده‌کوونکو د کورنیو سره اړیکې هم ستونزمنې کړې دي.

هغه ویلي: «که څه پېښه شي، زموږ کورنۍ باید پوه شي چې موږ خوندي یو که نه. له موبایل پرته موږ له هغوی پرې کېږو.»

راپور زیاتوي چې د ډېرو محصلانو لپاره ځيرک مبایلونه یوازې د اړیکو وسیله نه ده، بلکې د ټولګي، کتابتون او زده‌کړې یوه وسیله هم ده. محصلان له دې لارې د درسونو عکسونه اخلي، کتابونه ترلاسه کوي، علمي مطالب لټوي او له استادانو سره اړیکه نیسي.

طالبان: ځيرک مبایلونه د راتلونکې نسل لپاره ګواښ دي

د کندهار د پوهنې ریاست ویلي چې پر محصلانو او ښوونکو د ځیرک مبایلونو بندیز د «شریعت له نظره» دی او خبرداری یې ورکړی چې ځيرک مبایلونه د «راتلونکي نسل د تباهۍ» لامل کېدای شي.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر مخکې ځيرک مبایلونه د مسلمانانو له «درېیو اصلي دښمنانو» څخه بللي او د تېر کال په اکتوبر کې یې په پوهنتونونو کې د دغو وسایلو کارول یوازې لوړپوړو چارواکو ته محدود کړي وو.

د بندیز تر شا احتمالي لامل

راپور وايي، د دې پرېکړې وخت په هرات کې د جون په لومړیو کې له هغو اعتراضونو سره سمون لري چې وروسته له هغې رامنځته شول چې طالبانو یو شمېر ښځې او نجونې د «نامناسب حجاب» په تور ونیولې.

د راپور له مخې، د اعتراضونو پر مهال د طالبانو ځواکونو پر لاریونوالو ډزې وکړې او لږ تر لږه یو کس پکې ووژل شو. د دغې پېښې ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې.

طالبانو د دې راپور په اړه د تبصرې غوښتنې ته ځواب نه دی ورکړی.

موبایل؛ د خلکو د غږ وسیله

د راپور له مخې، له ۲۰۲۱ کال راهیسې چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، د موبایل کمرې په افغانستان کې د اعتراضونو، نیونو، عامه سزاوو او د روغتیايي مرکزونو د ستونزو ګڼ انځورونه ثبت کړي دي.

د دایکندي ولایت اوسېدونکی عصمت خان امیري وايي، کله چې د هغه پلار په کندهار کې څو ځله د عملیاتو لپاره روغتون ته یووړل شو، خو عملیات یې ونه شول، ده د پېښې ویډیو په ټولنیزو رسنیو کې خپره کړه.

هغه ویلي: «ما نه ځواک درلود، نه پیسې او نه اړیکې؛ خو موبایل مې درلود. ما غوښتل خلک پوه شي چې څه روان دي.»

امیري وايي، د ویډیو له خپرېدو وروسته پر روغتون فشار زیات شو او بالاخره یې د پلار عملیات ترسره کړل.

هغه زیاته کړې: «ځيرک مبایل یوازې د ساعتېرۍ یا اړیکو وسیله نه ده؛ د هغو خلکو لپاره چې له پامه غورځول کېږي، غږ یې چوپ کېږي یا له تبعیض سره مخ دي، دا د غږ وسیله ګرځېدلی شي.»

د معلوماتو د کنټرول هڅه؟

د راپور په وینا، ځيرک مبایلونه طالبانو ته ځکه هم اندېښمنوونکي دي چې له لارې یې معلومات له رسمي کنټرول څخه بهر خپرېږي، له یوه کلي، ښوونځي یا روغتون څخه د خلکو تر پراخې ټولنې رسېږي.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د روغتیا، زده‌کړو او عامه خدمتونو ستونزې دوام لري، په ځيرک مبایلونو بندیز د ډېرو افغانانو لپاره د مرستې، اړیکو او معلوماتو د ترلاسه کولو یوه مهمه لاره محدوده کوي.

د ګوزڼ مخنیوي څاڅکي؛ په کونړ او نورستان کې به نن د ماشومانو د واکسینولو کمپاین پیل شي

۲۰ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۱ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۲۴ GMT+۱
د ګوزڼ مخنیوي څاڅکي؛ په کونړ او نورستان کې به نن د ماشومانو د واکسینولو کمپاین پیل شي
100%

له پولیو پاک افغانستان ادارې اعلان کړی، چې د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین کمپاین به نن د شنبې له ورځې (د چنګاښ ۲۰مه) د کونړ او نورستان ولایتونو په پنځو ولسوالیو کې پیل شي.

دې ادارې ویلي، چې پر شرایطو برابر ماشومان به په یوه وخت کې هم د پولیو د ستنې واکسین او هم د پولیو څاڅکي واکسین ترلاسه کړي.

یادې ادارې له کورنیو غوښتي، چې له روغتیايي ډلو سره همکاري وکړي او د خپلو ماشومانو د واکسین کولو زمینه برابره کړي.

تر دې مخکې، د طالبانو د عامې روغتیا وزارت د روان کال د وري میاشتې په وروستیو کې اعلان کړی وو، چې د نړیوالو ادارو په همکارۍ د ماشومانو د ګوزڼ ضد واکسین ملي کمپاین پیل شوی او په ټول هېواد کې به له پنځو کلونو کم عمره شاوخوا ۱۲ میلیونه ماشومان واکسین شي.

افغانستان او پاکستان لا هم د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي، چې د پولیو ویروس په‌کې په بشپړه توګه له منځه نه‌دی تللی.

د رسمي شمېرو له مخې، تېر کال په افغانستان کې د ماشومانو د ګوزڼ ۹ او په پاکستان کې ۳۰ مثبتې پېښې ثبت شوې وې. همدارنګه، د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې تر اوسه په کندهار او هلمند ولایتونو کې د پولیو درې مثبتې پېښې هم ثبت شوې دي.

د ختیځې مدیترانې لپاره د روغتیا نړیوال سازمان مشرې ډاکترې حنان حسن بلخي د تېرې یکشنبې په ورځ د چنګاښ ۱۴مه، د طالبانو د رييس الوزرا له اداري مرستیال عبدالسلام حنفي سره په کتنه په افغانستان کې د پولیو په تړاو وویل، که ورسره همکاري وشي، نو په راتلونکي کال کې به په افغانستان کې د پولیسو ویروس په بشپړ ډول له‌منځه یوسي او همداراز یې زیاته کړه: «که د پولیو د محوې لپاره همغږي زیاته شي، توقع شته چې په راتلونکو ۱۲ میاشتو کې په افغانستان کې پولیو ویروس په بشپړ ډول لمنځه یوسو».

ظاهر قدیر د وسلو او نشه‌يي توکو د قاچاق په تور امریکا ته وسپارل شو

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۰ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۳۹ GMT+۱
ظاهر قدیر د وسلو او نشه‌يي توکو د قاچاق په تور امریکا ته وسپارل شو
100%

د افغانستان د پخوانۍ ولسي جرګې لومړی مرستیال او متقاعد جنرال ظاهر قدیر د نشه‌يي توکو او وسلو د قاچاق په تور امریکا ته وسپارل شو. د امریکا د عدلیې وزارت اعلان وکړ، چې نوموړی په کینیا کې تر نیول کېدو وروسته نیویارک ته لېږدول شوی دی.

پر ظاهر قدیر تور دی، چې امریکا ته یې د سلګونه کیلوګرامه هیرویینو او میتامفیتامین د قاچاق هڅه کوله. همدارنګه نوموړی د مخدرو توکو د معاملو د خوندیتوب لپاره د درنو وسلو په چمتو کولو هم تورن شوی دی. د امریکا څارنوالانو ویلي، چې قدیر به په نیویارک کې محاکمه شي.

د امریکا د عدليې وزارت د معلوماتو له‌مخې، ظاهر قدیر د ۲۰۲۵ کال د اپرېل په ۱۵مه په نایروبي کې د امریکا د نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې (ډي‌ای‌اې) له مامورینو سره تر یوې ناستې وروسته د کینیا د پولیسو له‌خوا نیول شوی و.

د امریکا سرپرست لوی څارنوال ټوډ بلانچ په دې اړه وویل، چې قدیر د یوه سیاسي رهبر په توګه د ځان ښودلو تر څنګ، یوه جنایتکاره شبکه رهبري کوله، چې د خطرناکو مخدره توکو او درنو وسلو په قاچاق کې ښکېله وه.

د نیویارک فدرالي څارنوال جې کلیټن بیا ویلي، چې دغه پخواني افغان چارواکي په نړیواله کچه د نشه‌يي توکو او وسلو د قاچاقبر په توګه دوه ګونی رول درلود.

د امریکايي ادارو له لوري د ورکړل شویو معلوماتو پر بنسټ، ظاهر قدیر د ۲۰۲۴ کال په نومبر کې له یوه داسې کس سره خبرې اترې پیل کړې وې، چې فکر یې کاوه د نشه‌يي توکو د یوې نړیوالې شبکې غړی دی، خو په حقیقت کې هغه د امریکا د ډي‌ای‌اې پټ همکار و. قدیر د ۲۰۲۴ کال د ډسمبر په ۱۰مه د لومړني ګام په توګه د دوه کیلوګرامه میتامفیتامین نمونه د سویلي افریقا په جوهانسبرګ کې یاد پټ همکار ملګري ته د ۱۴ زره امریکايي ډالرو په بدل کې وسپارله. له هغه وروسته، نوموړي د سلګونو کیلوګرامه هیرویینو او میتامفیتامین د پلورلو تر څنګ د درنو ماشیندارو، راکټ لانچرونو، سنایپر ټوپکونو او بمونو پر چمتو کولو هم هوکړه کړې وه.

ظاهر قدیر چې په ۲۰۱۲ کال کې د افغانستان د ملي شورا د ولسي جرګې لومړی مرستیال ټاکل شوی و او تر دې وړاندې یې په تخار کې د سرحدي ځواکونو د اتم کنډک قومانداني کوله، اوس په امریکا کې د نشه‌يي توکو د قاچاق د دسیسې او د ناقانونه وسلو د کارولو په تورونو محاکمې ته وړاندې کېږي.

د ډي‌ای‌اې مشر ټیرنس کول ویلي، چې د قدیر په محاکمه کېدو سره به نړۍ خوندي شي، ځکه هغه د خپل هېواد د پولو د ساتلو د دندې پر ځای، له خپل موقف څخه د نشه‌يي توکو او وسلو د قاچاق لپاره ناوړه ګټه پورته کوله.

د دغو تورونو په ثابتېدو سره نوموړی له لږ تر لږه ۳۰ کلونو څخه تر عمري بند پورې له سزاګانو سره مخ کېدای شي.

سمیع سادات: د طالبانو ماتول او د افغانستان د ازادۍ یوازینۍ لاره «جګړه» ده

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۰ جولای ۲۰۲۶، ۲۲:۳۳ GMT+۱
سمیع سادات: د طالبانو ماتول او د افغانستان د ازادۍ یوازینۍ لاره «جګړه» ده
100%

د افغانستان د متحدې جبهې مشر سمیع سادات ویلي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغان ولس له بې‌ساري ظلم او کړاوونو سره مخ دی. د هغه په وینا، د هېواد د ژغورنې او ازادۍ لپاره له مبارزې او جګړې پرته بله لاره پاتې نه‌ده.

سمیع سادات د جمعې ورځې په ناوخته (د چنګاښ ۱۹مه) په خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې طالبانو د افغان نارینه‌وو، ښځو، ماشومانو او سپین‌ږیرو ژوند تریخ او له محکومیت سره مخ کړی دی.

هغه زیاته کړې، داسې هېڅ ډول ظلم نه‌شته چې طالبانو دې پر افغان ولس نه وي تجربه کړی او په وینا یې، افغان ملت د دغې ډلې تر واک لاندې د له‌منځه تلو په حال کې دی.

د متحدې جبهې مشر د افغانستان تاریخ او ویاړونو ته په اشارې سره ویلي، هغه ملت چې یو وخت یې تاریخ، ویاړ او عظمت درلود، اوس د طالبانو تر واکمنۍ لاندې په «عصري غلامۍ» کې راګیر شوی دی. نوموړي ټینګار کړی، چې د دغه وضعیت د پای ته رسولو لپاره د طالبانو پر وړاندې درېدل او هغوی ته ماتې ورکول یوازینۍ لاره ده.

سمیع سادات ژمنه کړې، چې د طالبانو تر بشپړې ماتې او د یوه داسې افغانستان تر جوړېدو پورې به خپلې مبارزې ته دوام ورکړي، چې په هغه کې ټولو وګړو ته عدالت، مدني ازادۍ، امنیت او اقتصادي فرصتونه برابر وي.

هغه زیاته کړې، چې طالبان به مات شي او د افغانستان پخوانی ویاړ به بېرته راژوندی شي.

سهیل شاهین د ملګرو ملتونو چارواکي سره پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو پر وضعیت خبرې کړي

۱۹ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۰ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۵۳ GMT+۱
سهیل شاهین د ملګرو ملتونو چارواکي سره پاکستان او ایران کې د افغان کډوالو پر وضعیت خبرې کړي
100%

په قطر کې د طالبانو سفیر سهیل شاهین دوحه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ له استازي براهام صالح سره له پاکستان او ایران څخه د راستنېدونکو افغان کډوالو پر ستونزو خبرې کړې دي. دغه کتنه داسې حال کې ده، چې پاکستان په جمعې ورځ له دغه هېواده د افغانانو د اېستنې بل بهیر پیل کړ.

په دوحه کې د طالبانو سفارت د جمعې په ورځ (د چنګاښ ۱۹مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، دې لیدنه کې د راستنو شویو افغانانو پر وضعیت او هغوی ته د مرستو رسولو پر لارو چارو بحث شوی دی.

خبرپاڼه وایي، په دې کتنه کې دواړو لورو له پاکستان او ایران څخه د راستنو شویو افغان کډوالو لپاره د سرپناه د چمتو کولو، روغتیایي او ښوونیزو خدمتونو د وړاندې کولو او د هغوی لپاره د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په اړه خبرې اترې کړې دي. د طالبانو استازي په دغو برخو کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې د لا زیاتې همکارۍ غوښتنه وکړه.

د خبرپاڼې له مخې، له دې سربېره، په دغې کتنه کې د هغو شکایتونو او ستونزو په اړه هم بحث وشو چې له مخې یې له راستنېدونکو افغان کډوالو څخه په کوربه هېوادونو کې په غیرقانوني او جبري توګه د هغوی شتمنۍ او املاک اخیستل شوي دي. په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا شتمنۍ او ملکیتونه باید بېرته خپلو اصلي مالکانو ته وسپارل شي.

خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ استازي ډاکټر براهام صالح له قوله لیکل شوي، چې د افغان کډوالو له ټولو ستونزو او ننګونو څخه په بشپړه توګه خبر دی. نوموړي ډاډ ورکړ، چې د یادو ستونزو د حل او کډوالو ته د اسانتیاوو د برابرولو لپاره به خپلې هڅې جاري وساتي.

هم‌مهاله پاکستان د جمعې په ورځ د جولای ۱۰مه په بېلابېلو ایالتونو کې د افغان کډوالو د نیولو او اېستل کېدو لپاره د پراخو عملیاتو یوه نوې څپه پیل کړې ده.