• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ملګري ملتونه: زرګونه راستنېدونکي افغانان لا هم د کور او ژوند د بیارغونې مرستو ته اړتیا لري

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۳ جولای ۲۰۲۶، ۰۰:۲۹ GMT+۱

د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام ویلي، چې په افغانستان کې زرګونه راستنېدونکي لا هم د خپلو کورونو او ژوند د بیارغونې لپاره بشري ملاتړ ته اړتیا لري.

دې ادارې د یکشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۲۱مه، په ایکس خواله رسنۍ کې لیکلي چې د راستنېدونکو لپاره د اماني صندوق په مالي ملاتړ، په کندز او بغلان ولایتونو کې له راستنېدونکو کورنیو سره د هغوی د ژوند د بیا رغونې په برخه کې مرسته کوي.

د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرامټینګار کړی چې کور ته ستنېدل باید د راستنېدونکو کورنیو لپاره د نوي ژوند پیل وي، نه دا چې له نویو ستونزو او کړاوونو سره د مخ کېدو سبب شي.

یادې ادارې زیاته کړې، سره له دې چې د ملاتړ پروګرامونه روان دي، د راستنېدونکو اړتیاوې لا هم پراخې دي او ګڼ شمېر کورنۍ لا هم د مرستو ترلاسه کولو په تمه دي.

یادې ادارې تر دې وړاندې هم خبرداری ورکړی و چې افغانستان ته راستنېدونکي کډوال له جدي ستونزو سره مخ دي. د مناسب سرپناه نشتوالی، د کار محدود فرصتونه او لومړنیو خدماتو ته د لاسرسي کمښت د هغو مهمو ننګونو له ډلې دي چې دغه کورنۍ ورسره مخامخ دي.

ترویج لرونکی

هند د افغانانو لپاره د ۱۰۰۰ انلاین تحصیلي بورسونو نوملیکنه پیلوي
۱

هند د افغانانو لپاره د ۱۰۰۰ انلاین تحصیلي بورسونو نوملیکنه پیلوي

۲

جمعه‌خان فاتح له طالبانو سره د وفادارۍ تر اعلان وروسته درواز ته ستون شو

۳

طالبانو د شرکتونو، روغتونونو او افرادو پر عوایدو د مالیاتو کمولو اعلان کړی

۴

خالد حنفي ادعا: پخواني حکومت دیني ارزښتونه بدنامول او په بګرام کې یې ښځې بندیانې کړې وې

۵

په هرات کې د طالبانو محدودیتونو بازارونه او اقتصادي فعالیتونه ساړه کړي

•
•
•

نور کیسې

د نجونو زده‌کړو پلوی ګوښه شوی چارواکی له ۹ میاشتو وروسته د طالبانو یوې غونډه کې راڅرګند شو

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۲۳:۴۲ GMT+۱
د نجونو زده‌کړو پلوی ګوښه شوی چارواکی له ۹ میاشتو وروسته د طالبانو یوې غونډه کې راڅرګند شو
100%

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت پخوانی سلاکار فاروق اعظم چې د نجونو د زده‌ کړو د پلوۍ له امله بندي او بیا له خوشې کېدو وروسته له دندې ګوښه شوی وو، شاوخوا ۹ میاشتې وروسته یو ځل بیا د زده‌کړو په تړاو د طالبانو په یوې غونډه کې راڅرګند شو.

د طالبانو د ازموینو ادارې د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۱مه) د حکومت د رسنیو په مرکز کې د ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور او دیني مدارسو ازموینو د لسو مخکښو بریالیو زده‌کوونکو د ستاینې لپاره ځانګړي مراسم جوړ کړي وو او له نورو طالب چارواکو سربېره د دغې ډلې د اوبو او انرژۍ وارت پخوانی ستر سلاکار فاروق اعظم چې د نجونو د زده‌کړو د پلولۍ له امله خپله څوکۍ قرباني کړې وه هم بلل شوی وو.

نوموړي ته د غونډې په لومړي کتار کې د طالبانو د رييس‌الوزرا د اداري مرستیال، د اطلاعاتو او کلتور وزیر او د ازموینو ادارې د رييس تر څنګ ځای ورکړل شوی وو.

100%

د دغې ادارې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې داسې ښکاري چې فاروق اعظم ته د وینا موقع هم ورکړل شوې او په خبر پاڼه کې یې له قوله راغلي: «د مخکښو زده‌کوونکو ستاینه د علم د ارزښت او د راتلونکي نسل د هڅونې څرګندونه کوي».

فاروق اعظم چې د لندن له پوهنتون څخه د اوبو سرچینو په برخه کې د دوکتورا تر کچې زده‌کړې کړي او د طالبانو په حاکمیت کې د اوبو او انرژۍ وزارت ستر سلاکار و، د ۱۴۰۴ کال د وږي په ۲۴مه د نجونو د زده کړو د پلوۍ له امله د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده په امر په کابل کې ونیول شو او بیا مخامخ د کابل نظارت خونې ته ولېږدول شو.

فاروق اعظم د کونړ زلزلې پرمهال او تر نیول کېدو مخکې د نجونو د زده‌کړو د ګټو په تړاو ویلي وو: «ښځینه روغتیاپالانې دې کونړ ته ورشي څو هغو طالبانو ته یو درس شي، چې د مېرمنو تعلیم ګټور نه بولي او دا به په ټولنه کې د ښځې د تعلیم د اهمیت عملي ښه بېلګه هم وي».

نوموړي په هغه وخت کې همداراز د پوښتنې په ډول په خپل فېسبوک کې لیکلي وو: «ایا زموږ تعلیم یافته ښځې په ټولنه کی د خپل مقام د تثبیت لپاره ابتکار او قرباني ورکولای شي؟ که ځواب هو وي نو دا یې وخت دی».

په هغه وخت کې سرچینو افغانستان انټرنشنل- پښتو ته ویلي وو، چې د فاروق اعظم دوسیه د کابل نظامي محکمې ته لېږل شوې وه او زیاته کړې یې وه: « نوموړي په دې وروستیو کې لیکنې کولې او په شخصي مجلسونو کې یې د امارت د پالیسۍ خلاف څرګندونې کولې نو له همدې امله نیول شوی دی».

د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت سلاکار فاروق اعظم د نیول کېدو په لومړۍ ورځ (دوشنبه د ۱۴۰۴ کال د وږي ۲۴مه) خپل زوی ته په یوه لیک کې لیکلي وو، چې طالبانو د ښځو زده کړو، عصري زده کړو او د امر بالمعروف د کمزوریو د په ګوته کولو له امله زندان ته اچولی او زیاته کړې یې وه: « دا هغه څه دي، چې زه تر دغه سخت چلند ته تیار یم.»

خپل زوی ته د فاروق اعظم لیک
100%
خپل زوی ته د فاروق اعظم لیک

د فاروق اعظم له نیول کېدو ۶ ورځې وروسته (شنبه د ۱۴۰۴ کال د وږي ۲۹مه) طالبانو له هغه غوښتي وو، چې د نجونو د زده کړو په تړاو پر خپلو وروستیو څرګندونو پښېماني وښيي او د طالبانو له مشر څخه بښنه وغواړي، خو هغه د طالبانو دغه غوښتنه رد کړې وه.

طالبانو یوه اونۍ وروسته (دوشنبه د ۱۴۰۴ کال د تلې ۷مه) فاروق اعظم د کابل له نظارت خونې د کابل نظامي محکمې ته ولېږداوه. هلته بیا ځينې طالب سرپرست وزیرانو او د هبت‌الله اخوندزاده ځينو استازو له فاروق اعظم سره په کتنه له هغه یو ځل بیا غوښتي وو، چې له هبت‌الله بښنه وغواړي، خو بیا ځلي یې انکار وکړ او یادو سرپرست وزیرانو ورته ویلي وو، چې د ملاهبت‌الله په امر نیول شوی او دوی یې د ازادولو واک نه‌لري.

طالبانو بیا له هېڅ ډول جزییاتو ورکړې پرته فاروق اعظم ۲ ورځې وروسته (چهارشنبه د ۱۴۰۴ کال تلې ۹مه) له زندان څخه خوشې کړ.

فاروق اعظم چې پخوا په خواله رسنیو کې ډېر فعال وو، خو له خوشې کېدو وروسته (د ۱۴۰۴ کال د تلې له ۹مې د ۱۴۰۵ کال د چنګاښ تر ۲۱مې) په خپل فېسبوک کې یوازې ۱۴ پوسټونه کړي دي.

هغه له ازادېدو او د دندې له لاسه ورکولو وروسته په خپله فېسبوک‌پاڼه کې د خپل انفکاک له جزییاتو ورکړې پرته په داسې حال کې چې په شاوخوا ۸۰ کلنۍ عمر کې د هېواد خدمت پر ځان «قرض» بللی زیاته کړې: «په وزارت کی د دوستانو سره د خپل څلور کلن ګتور رسمي خدمت د پای خدای په اماني وکړه او وعده می وکړه چی زه به خپله علمی او مسلکی پوهه له وزارت او امارته نه سپوم. دوستان هر وخت پر ما ږغ کولای سي؛ د وطن خدمت په هرځای کی چی یم پر ځان قرض بولم.»

طالبانو له دندې د فاروق اعظم د ګوښه کېدو په تړاو هېڅ جزییات نه دي ورکړي.

ډاکټر فاروق اعظم په ۲۰۱۱ او ۲۰۱۳ کلونو کې د افغانستان د سوله ییز بدلون غورځنګ مشري کړې او له دې وړاندې د افغانستان د ملي اسلامي جبهې مرستیال وو. له ۱۹۸۹ نه تر ۱۹۹۱ کال پورې د پوهنې او وروسته د کډوالو چارو وزیر وو. هغه د افغانستان د مطالعاتو فورم مشري کړې او په ۲۰۲۲ کال کې یې د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت د سلاکار په توګه چارې پیل کړې.

اعظم په کندهار کې زیږېدلی او له کابل پوهنتون څخه یې د اقتصاد لیسانس، د بیروت له امریکایي پوهنتون څخه یې د کرنې اقتصاد ماسټري او له لندن پوهنتون څخه یې د اوبو سرچینو په برخه کې دوکتورا اخېستې ده.

نوموړی د جمهوري نظام پر مهال د نظام منتقد وو او د طالبانو نږدې خواخوږی ګڼل کیږي.

له دې وړاندې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ویلي وو، چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړلو پرېکړه په شریعت کې هېڅ بنسټ نه لري او نوموړي د نجونو او ښځو پر زده کړو بندیز یوازې د طالبانو د مشر هبت‌الله اخوندزاده شخصي نظر بللی وو.

د عباسي ستانکزي له دې څرګندونو وروسته ملاهبت الله د نوموړي د نیولو امر صادر کړ، خو ستانکزی دوبۍ ته وتښتېد او له شاوخوا دوه کلونو راهیسې بېرته افغانستان ته نه‌دی راګرځېدلی.

عبدالسلام حنفي: د هېواد ابادي د افغانانو مسوولیت دی او هېڅ بهرنی یې نه‌جوړوي

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۳۹ GMT+۱
عبدالسلام حنفي: د هېواد ابادي د افغانانو مسوولیت دی او هېڅ بهرنی یې نه‌جوړوي
100%

د طالبانو د رييس الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور او دیني مدارسو د ازموینو د لسو مخکښ بریالیو زده‌کوونکو په ستاینغونډه کې وویل، د هېواد د ابادۍ او پرمختګ مسوولیت د افغانانو پر اوږو دی او هېڅ بهرنی یې نه‌جوړوي.

د طالبانو د ازموینو ادارې د حکومت د رسنیو په مرکز کې د ۱۴۰۵ کال عمومي کانکور او دیني مدارسو ازموینو د لسو مخکښو بریالیو د ستاینې لپاره ځانګړي مراسم جوړ کړي وو.

په دې مراسمو کې د طالبانو د رييس‌الوزرا اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د هېواد په ابادۍ او پرمختګ کې د نجونو رول ته د هېڅ ډول اشارې پرته وویل: «د هېواد د ابادۍ او پرمختګ مسوولیت د افغانانو پر اوږو دی او هېڅوک به له بهر څخه را نه‌شي چې افغانستان جوړ کړي».

عبدالسلام حنفي همداراز له ټولو ځوانانو وغوښتل، چې له خپل دين او وطن سره د خدمت او وفادارۍ ژمنه وکړي او د خپلې پوهې، وړتیا او تخصص پر مټ د افغانستان د ابادۍ، پرمختګ او سوکالۍ لپاره کار وکړي.

د طالبانو د ازموینو ادارې رییس عبدالباقي حقاني وویل، چې دغه بریالي د کوم ځانګړي مقام یا نفوذ له مخې نه، بلکې د خپلو کورنیو د کلونو هڅو، زحمتونو او د خپلو شخصي هڅو په پایله کې دې مقام ته رسېدلي دي.

حقاني هم د نجونو د لوړو زده‌کړو ته له هېڅ ډول اشارې پرته زیاته کړه: «ځوانان باید د دیني او عصري علومو په زده کړه د هېواد د پرمختګ، ځان‌بسیاینې او ابادۍ لپاره کار وکړي او خپل علم د اسلامي او افغاني ارزښتونو په چوکاټ کې د ولس د خدمت وسیله وګرځوي».

د طالبانو د ازموینې ادارې په وینا، سږکال په کانکور ازموینه کې ۱۲۰ زره زده‌کوونکو کډون کړی وو، چې له دې ډلې به ۷۴ زره او ۵۰۰ د لوړو زده‌کړو موسساتو ته جذب شي. دا په داسې حال کې ده، چې د څلورم پرله‌پسې کال لپاره طالبانو له نجونو پرته د کانکور ازموینه واخیسته.

طالبانو اوس‌مهال نږدې د زده‌کړو له ټولو بهیرونو نجونې منع کړي او یوازې تر شپږم ټولګي پورې نجونې ښوونځیو ته د تګ اجازه لري.

د ښځو یو شمېر ټولنو او شبکو د ۱۴۰۵ کال د کانکور ازموینې د پایلو له اعلان وروسته ویلي وو، هغه کانکور چې د پرله‌پسې څلورم کال لپاره د نجونو له ګډون پرته ترسره کېږي، د جنسیتي اپارتاید او د افغانستان د ښځو د سیستماتیک حذف «رسمي سند» دی.

په هرات کې د خپلې مېرمنې د نیولو پر ضد اعتراض کوونکی وترنر د طالبانو لــه لـوري زنداني شوی

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۰۵ GMT+۱
په هرات کې د خپلې مېرمنې د نیولو پر ضد اعتراض کوونکی وترنر د طالبانو لــه لـوري زنداني شوی
100%

سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې طالبانو په هرات ولایت کې مشهور وترنر ډاکټر محراب‌الدین احمدي، د خپلې مېرمنې د نیولو پر ضد د اعتراض له امله سخت وهلی، شکنجه کړی او وروسته یې «طالبانو ته د سپکاوي» په تور زنداني کړی دی.

د هرات له یوه روغتون څخه یوې سرچینې ویلي، د طبي اسنادو له مخې ډاکټر احمدي د بدن د بېلابېلو برخو د سختو ټپونو ترڅنګ، د یوې پښتۍ له ماتېدو، د پښې د بند له بې‌ځایه کېدو او د بدن له پراخ شینوالي او پړسوب سره مخ شوی دی.

د هغه د مېرمنې نیول

د سرچینو په وینا، د ډاکټر احمدي مېرمن تېره چهارشنبه له خپل پلار سره د درملو اخیستو لپاره د هرات د پخواني قول اردو سیمې ته روانه وه. ویل کېږي هغې مانتو (هراتي حجاب) اغوستې وه، چې په هرات کې دودیز لباس ګڼل کېږي.

د سرچینو په خبره، یو طالب غړي چې ملکي جامې یې اغوستې وې، هغوی درولي او وروسته یې د امر بالمعروف ادارې ته انتقال کړي دي. ویل کېږي دغه کس د طالبانو د امر بالمعروف غړی و.

سرچینې زیاتوي، کله چې ډاکټر احمدي له پېښې خبر شو، د خپلې مېرمنې لپاره یې څادر یووړ او د امر بالمعروف ادارې ته ولاړ.

د سرچینو په وینا، هغه هلته ولیدل چې لسګونه محتسبان د ده د مېرمنې شاوخوا ولاړ دي. نوموړي اعتراض وکړ او ویې ویل چې هېڅوک حق نه لري د ده مېرمنې ته لاس وروړي او د یوې ښځې حضور د ګڼو نارینه‌وو ترمنځ یې ناسم وباله.

هغه له طالبانو وغوښتل چې مېرمن یې خوشې کړي او که اړتیا وي، دی دې پر ځای یې ونیول شي.

د وهلو او شکنجې ادعا

د سرچینو په وینا، د لفظي شخړې له رامنځته کېدو وروسته، شاوخوا ۱۵ طالب غړو ډاکټر احمدي یوه کانټینر ته بوت او د هغه د وهلو پرېکړه یې وکړه.

سرچینې ادعا کوي چې وروسته هغه د ودانۍ یوه پوړ ته انتقال شو، سر ته یې د ټوکر کڅوړه ور واغوستل شوه او لاسونه او پښې یې وتړل شول. د ادعا له مخې، هغه د سوک، لغتو، څنګلو، د ټوپک د قنداق او لمدو لرګیو په وسیله وهل شوی او په یوه پړاو کې یې سر هم په اوبو کې ډوب کړای شوی.

یو ډاکټر چې د احمدي طبي اسناد یې لیدلي، افغانستان انټرنشنل ته ویلي چې د نوموړي یوه پښتۍ ماته شوې، د پښې بند یې بې‌ځایه شوی او د بدن په بېلابېلو برخو کې سخت ټپونه او پړسوبونه لري. د هغه په وینا، د ټپونو شدت دومره و چې احمدي له شکنجې وروسته د تګ توان نه درلود.

سرچینې وايي طالبانو هغه له روغتون څخه بېرته زندان ته انتقال کړی دی.

د شکنجې د پټولو ادعا

سرچینې ادعا کوي چې طالبانو له احمدي غوښتي وو یو سند لاسلیک کړي چې ګواکې په ټرافیکي پېښه کې ټپي شوی دی، خو هغه څو ځله له لاسلیک کولو ډډه کړې ده.

د سرچینو په وینا، طالبانو له هغه څخه د فشار لاندې یوه ویډیو هم ثبت کړې، څو که د شکنجې خبر خپور شي، هغه د ټرافیکي پېښې د اعتراف په توګه خپره کړي، خو تر اوسه دا ویډیو نه ده خپره شوې.

ویل کېږي وروسته طالبانو ډاکټر احمدي، د هغه مېرمن او خسر د هرات مرکزي زندان ته انتقال کړل. د احمدي مېرمن او خسر یوه ورځ وروسته خوشې شول، خو نوموړی لا هم په بند کې دی.

سرچینې وايي، طالبانو هغه د «طالبانو غړو ته د سپکاوي» په تور محکمې ته معرفي کړی او د هغه ملګري د سختې سزا له صادرېدو اندېښنه لري.

په هرات کې د ښځو د نیولو دوام

د سرچینو په وینا، د ډاکټر احمدي د مېرمنې نیول په هرات کې د طالبانو د هغې کمپاین یوه برخه ده چې د جوزا له نیمایي راهیسې د ښځو د لباس له امله پیل شوی دی.

دوی وايي، د امر بالمعروف محتسبانو ته سپارښتنه شوې چې هغه ښځې ونیسي چې مانتو (هراتي حجاب) اغوندي او مخ نه پټوي.

که څه هم د طالبانو د هرات والي او د امر بالمعروف وزارت د لباس له امله د ښځو نیول رد کړي، خو سرچینې ادعا کوي چې یوازې په یوه اوونۍ کې له ۵۰ څخه زیاتې ښځې په هرات کې نیول شوې دي. افغانستان انټرنشنل دا شمېر په خپلواکه توګه نه دی تایید کړی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي تېر کال هم راپور ورکړی و چې د طالبانو په توقیف ځایونو کې د شکنجې او ناوړه چلند پېښې پراخې دي، چې په کې وهل ټکول، خفه کول، برېښنايي شاک، جنسي تاوتریخوالی، له خوبه محرومول او نمایشي اعدامونه شامل دي.

طالبان: موږ د خلکو اړتیاوې درک کوو نو مرستندویان باید لــه موږ سره همغږي وکړي

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۳۴ GMT+۱
طالبان: موږ د خلکو اړتیاوې درک کوو نو مرستندویان باید لــه موږ سره همغږي وکړي
100%

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي مشر د کډوالۍ نړیوال سازمان د خطرونو د کمولو برخې له مسوول سره کتنه کې وویل، د افغانانو اړتیاوې او لومړیتوبونه تر بل هر چا په ښه توګه درک کوي، نو له همدې امله اړینه ده، چې د پروژو د پلي کولو پر مهال له دې ادارې سره همغږي او مشوره وشي.

د طالبانو له پېښو سره د مبارزې چمتووالي د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ ۲۱مه) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د دغې ادارې رييس نورالدین ترابي د کډوالۍ نړیوال سازمان د خطرونو د کمولو برخې له مسوول اشرف سره په کتنه کې وویل: «موږ له خلکو سره نږدې او مستقیمې اړیکې لرو، د هغوی اړتیاوې او لومړیتوبونه تر بل هر چا په ښه توګه درک کوو؛ له همدې امله اړینه ده، چې [مرستندویان] د پروژو د پلي کولو پر مهال له دې ادارې سره بشپړه همغږي او مشوره وشي».

نوموړي همداراز د پېښو په مدیریت کې د رضاکارانو رول مهم او بنسټیز وباله او ویې ویل، چې د رضاکارانو د جذب بهیر د هېواد په ډېریو ولایتونو کې بشپړ شوی او «له تاسو څخه هم غوښتنه کوو چې د رضاکارانو د جذب، روزنې او تجهیز په برخه کې خپلې ټولې هڅې ترسره کړئ او ځانګړې شوې بودجه په دقیق او اغېزناک ډول ولګوئ، څو اعظمي ګټه ترې ترلاسه شي».

د کډوالۍ نړیوال سازمان د خطرونو د کمولو برخې مسوول وویل: «موږ د ازمایښتي پروګرام په توګه د رضاکارانو د جذب، روزنې او تجهیز پروګرام پیل کړی او دا پروګرام به له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ادارې په بشپړې همغږۍ مخته یوسو».

هغه زیاته کړه، د دې پروګرام له مخې به په کابل، کندهار او بلخ ولایتونو کې په هر ولایت کې د کلیو په کچه ۹۰ شپږ یا اووه کسیزې رضاکاره کمېټې جوړې شي، چې غړي به یې له روزنې وروسته پر اړینو تجهیزاتو سمبال شي، څو د پېښو د رامنځته کېدو پر مهال د ځواب وینې او همکارۍ بشپړ چمتووالی ولري.

محمود خان اڅکزی پاکستان ته؛ له افغانستان سره په بدۍ کولو نه خلاصېږئ

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۲۸ GMT+۱
محمود خان اڅکزی پاکستان ته؛ له افغانستان سره په بدۍ کولو نه خلاصېږئ
100%

د پاکستان په ملي پارلمان کې د اپوزېسيون مشر محمود خان اڅکزي پاکستان ته په خطاب سره ويلي، چې که له افغانستان سره بدي کوئ نو په بدۍ نه خلاصيږي، تاسې د افغانستان په مسله کې د ملګرو ملتونو په مشرۍ د ګاونډيو هېوادونو غونډه راوبلي.

اڅکزي د يکشنې په ماښام د کوېټې په کوله پاټک سيمه کې د زيارت د پېښې پر ضد د اعتراضي پرلت غونډې ته په وينا کې پاکستان ته په خطاب سره وويل، د افغانستان سره په بدۍ کولو نه خلاصېږې.

هغه وويل: «موږ وړانديز کوو پاکستان دې د ملګرو ملتونو په مشرۍ کې د خپلو ګاونډيو هېوادونو غونډه راوبلي، مولوي فضل الرحمان به طالبان راولي، دلته به سره کښېنو، ازبکستان، تاجکستان، چين، ايران، پاکستان او افغانستان».

هغه زياته کړه چې که طالبانو رښتيا هم لېونتوب کاوه لکه ته (پاکستان) چې وایې چې طالبان ترهګري کوي که تا پر طالبانو ثابته کړله او موږ ستا ملګرتیا ونه کړله بيا موږ سم پاکستانيان نه يو.

اڅکزي وويل: «خو که افغانستان وویل چې زما د خپلواکۍ خيال به ساتې ستا د ازادۍ خیال ساتم زما مدعي به نه ساتې ستا مدعي نه ساتم».

نوموړي زياته کړه، د ملګري ملتونو او امنیتي شورا په منځګړيتوب دې غونډه وشي، «بیا که چا هم د بل په چارو کې لاسوهنه کوله هغه لاس دې ووهل شي».

په پښتنو سيمو کې د روانې ناامنۍ په اړه هغه وويل، پښتانه به ټول سره راټولیږي او د دې ناامنۍ او د وطن د زېرمو د لوټلو د مخنيوي لپاره به يو موټی کيږي.

نوموړي په حکومتونو او امنیتي ادارو نيوکې وکړې چې د امنیت پر ځای کولو کې پاتې راغلي دي.