• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په بنو او ټانک ولسوالیو کې په دوو وسله‌والو پېښو کې درې پاکستاني پوليس وژل شوي

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۳ جولای ۲۰۲۶، ۱۸:۵۹ GMT+۱تازه شوی: ۲۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۳ جولای ۲۰۲۶، ۲۰:۳۶ GMT+۱

د خيبرپښتونخوا په دوو سويلي ولسواليو، بنو او ټانک کې په یوه وسله‌وال بريد او د پوليسو په موټر د سړک غاړې ماین چاودنې په پېښو کې درې پاکستاني پوليس وژل شوي او دوه نور ټپيان شوي دي.

لومړۍ پېښه د دوشنبې په ورځ د ټانک په ولسوالۍ کې هغه وخت رامنځته شوې، چې د پوليسو موټر د ټانک وزیرستان په لویه لاره امنيتي ګزمه کوله.

د سيمه ييزو سرچينو په وينا، د ټانک - وزیرستان پر لویه لاره د پوځ کاروان وزيرستان ته د تللو پر مهال ګرځبنديز اعلان شوی و، او د چاودنې ښکار شوی موټر په یاد سړک په امنیتي ګزمه کوله.

د سرچينې له مخې، د پوځي کاروان له تېرېدو وروسته د پوليسو یاد موټر بېرته د ستنېدو پر مهال، د ټانک ښار سره نزدې په دوه کلوميټره واټن کې د مشاجان بنګله نومې سيمه کې پرې د سړک غاړې ته ښخ بم چاودنه شوې ده.

د ټانک پوليسو تاييد کړې، په چاودنه کې پولیس افسر فريدالله او سرتېری اختر زمان وژل شوي دي. د سرچينې له مخې، د پېښې پر ضد د ټانک پوليسو اعتراضي لاريون هم کړی دی.

په پوليسو د وسله وال بريد دويمه پېښه هم نن ناوخته د بنو په ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

د پوليسو وياند افغانستان انټرنشنل - ې پښتو ته تاييد کړه، چد ضياالله په نوم پوليس چې له دندې څخه کور ته روان و، د کشفي خېل منډان په سيمه کې د ناپېژانده وسله والو په ډزو کې وژل شوی دی.

د دواړو پېښو مسووليت تراوسه چا نه ده منلی.

د خيبرپښتونخوا سويلي ولسواليو کې په وروستيو کې د ناامنۍ پېښو زور اخيستې او دوه ورځې وړاندې د جمعيت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان ويلي و، چې په جنوبي وسلواليو کې له ماښام وروسته پوليس له خپلو مرکزونو او پوستو بهر نشي وتلی.

ترویج لرونکی

امرالله صالح: په سیمه کې د یوه نوي هېواد د رامنځته کېدو نښې لیدل کېږي
۱

امرالله صالح: په سیمه کې د یوه نوي هېواد د رامنځته کېدو نښې لیدل کېږي

۲
شننه

د جمعه خان فاتح قضیه او د هبت‌الله د ځواک او هیبت ازموینه

۳

د طالبانو د ریاست الوزرا مرستیال د روغتیايي سکتور پر پیاوړتیا او پراختیا ټینګار کړی

۴

د نجونو زده‌کړو پلوی ګوښه شوی چارواکی له ۹ میاشتو وروسته د طالبانو یوې غونډه کې راڅرګند شو

۵

ذبیح الله مجاهد: د شریعت له‌مخې په افغانستان کې د ښځو حقونه خوندي دي

•
•
•

نور کیسې

وړانګه لوڼۍ: پاکستان د خپلې بقا لپاره په بلوچستان کې بېلابېلې جنګې ډلې رامنځته کړې

۲۲ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۳ جولای ۲۰۲۶، ۰۶:۵۲ GMT+۱
100%

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ایالتي مرستیالې وړانګې لوڼۍ په بلوچستان کې پر وروستیو ناامنیو اندېښنه ښودلې ده. هغې زیاته کړې: «ریاست د خپل ځان د بقا او وسایلو راټولولو لپاره په بلوچستان کې په بېلابېلو نومونو جنګي ډلې رامنځته کړې دي».

نوموړې په یوه ویډيويي پیغام کې ویلي، چې له تېرو څو ورځو راهیسې په بلوچستان کې رامنځته شوې ناامني د پاکستان نوې لوبه ده. هغې زیاته کړې: «ریاست نوې لوبه روانه کړې، وسله‌وال خلک او ډلې یې راپورته کړې او زموږ نازولي په وژني».

لوڼۍ وایي، همدا مهال د ترور د زوی له فاتحې راستنه شوې او وسله‌والو په ډېر «وحشت» دغه ځوانان وژلي دي. وړانګې لوڼۍ د بلوچستان په کوټې ښار کې د کویلې پاټک پر سیمه د زیارت ولسوالۍ د وروستۍ خونړۍ پېښې پرضد د پیل شوي اعتراضي پرلت ملاتړ کړی او دغه پرلت یې له ناامنۍ د سیمې د خلاصون یوازېنۍ لاره ګڼلې.

هغې ویلي: «د وطن د خلاصون یوازېنۍ لاره د همدې پرلت د سیاسي او تنظیمي مشرانو په لاس کې ده. په دې حساس وخت کې د سیاسي‌ ګوندونو چې په هره سخته کې درېدلي‌، اوسنی اتحاد یې د ستایلو دی او موږ یې ملاتړ کوو».
د یادونې وړ ده، چې د جولای په ۶مه وسله‌والو د زیارت ولسوالۍ د مانګي ډیم په سیمه کې د پولیسو پر یوې پوستې برید وکړ. په دغه برید کې په لومړي سر کې نهه پولیس سرتېري وژل شوي وو او ۲۱ نور یې وسله‌والو تښتولي وو.

وروسته تښتول شوي ۲۱ پولیس سرتېرو په ډزو وژل شوي مړي موندل شوي او د کوټې سول روغتون ته لېږدول شوي دي. له پېښې وروسته په سیمه کې ځايي خلکو او سیاسي ګوندو پرلت هم کړی.

ټي‌ټي‌پي په بونېر کې د يوه پوليس افسر د وژلو او په سوات کې د ډرون څرخکې راغورځولو ادعا کړې

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۲۱:۵۵ GMT+۱
100%

د پاکستاني طالبانو تحریک (ټي ټي پي) د خيبرپښتونخوا په بونېر ولسوالۍ کې د يوه پوليس افسر د وژلو مسووليت منلی او ادعا یې کړې چې په سوات کې یې د پاکستان امنیتي ځواکونو یوه ډرون څرخکه راغورځولې ده.

د بونېر ولسوالۍ د پوليسو په وينا، ددغه ولسوالۍ د ترهګرۍ پر ضد ځواک يو چارواکی مسکين زاده د يکشنبې په ورځ د طوطالۍ په سيمه کې په وسله وال بريد کې وژل شوی دی.

پوليس چارواکو ويلي، د پېښې وروسته ياده سیمه کلابنده کړل شوې او د بريدګرو د لټون لپاره عمليات پيل کړل شوي دي.

ټي ټي پي د دغه برید مسووليت منلی او ويلي یې دي یاد پوليس چارواکی د دوی پر ضد عملياتو کې ککړ و، ځکه یې په نښه کړی دی.

ټي ټي پي د بر سوات ولسوالۍ په مټه غرنۍ سيمه کې د امنيتي ځواکونو د ډرون څرخکې د راغورځولو ادعا هم کړې او ويلي يې دي چې د پوځ او سي ټي ډي پوليسو د ګډو عملياتو هڅه یې شنډه کړې او د ډرون څرخکې او ورسره مرمۍ ويډيوګانې یې هم خپرې کړې دي.

د پېښې په اړه د سوات او خيبرپښتونخوا پوليسو او ایالتي حکومت تراوسه پورې څه نه دي ويلي، خو دغه ويډيوګانې په ټولنيزو رسنيو خپرې شوي او ويل شوي چې په سوات کې يو ځل بيا وسله وال ښکاره شوي دي.

په دې وروستيو ورځو کې ټي ټي پي په سوات کې د عوامي نشنل ګوند د يو سيمه ييز مشر په کور د برید او له هغې وړاندې د یو بل بريد چې پکې درې تنه وژل شوي، مسووليت منلی و.

په وزیرستان کې پولیس د ډرون څرخکې برید کې د وژل شوي ښوونکي کور ته په ننواتې ورغلي

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۷:۱۱ GMT+۱
100%

په سوېلي وزیرستان کې پولیسو د ډرون څرخکې په برید کې د یوه ښوونکي پر وژل کېدو اعتراف کړی او د وژل شوي کس کور ته په ننواتې ورغلي. دغه برید د یوه ملکي وګړي پر کور شوی و، چې له امله یې ښوونکی محمد نواز خان ووژل شو او دوه ماشومان یې ټپیان شول.

د خیبر پښتونخوا په سوېلي وزیرستان ولسوالۍ کې پولیسو د ډرون څرخکې په برید کې د یوه ځايي ښوونځي د ښوونکي پر وژل کېدو رسمي بښنه غوښتې او یاد کور ته یې په ننواتې جرګه ور لیږلې ده.

ځايي خلک وايي چې د شنبې په ورځ د سوېلي وزیرستان په لدها تحصیل کې د پولیسو د ډرون څرخکې په برید کې د یوه عام وګړي کور په نښه شوی و چې په پایله کې یې د ځايي ښوونځي ښوونکی محمد نواز خان ووژل شو او دوه ماشومان یې ټپیان شول.

په وزیرستان کې یوه ځايي خبریال افغانستان انټرنشنل ته وویل چې د یکشنبې په ورځ د ځايي پولیسو ایس‌ایچ‌او، تحصیلدار او قبایلي مشرانو د قبایلي دود او دستور له مخې د مقتول کور ته د ننواتې په توګه ورغلل او له ځان سره یې څلور وزې هم وړې وې.

د ځايي خبریالانو په وینا، د مقتول د کورنۍ مشرانو، د پولیسو او ولسوالۍ د ادارې ننواتې قبوله کړې ده.

په سویلي او شمالي وزیرستان کې له دې وړاندې هم خلکو پر امنیتي ادارو نیوکې کړې دي، چې په ډرون بریدونو کې یې عام خلک په نښه کیږي.

پر پاکستاني ځواکونو سربېره د تحریک طالبان پاکستان ډله او نورې جنګیالۍ ډلې هم په خپلو عملیاتو او بریدونو کې له ډرون ټکنالوژۍ نه کار اخلي.

مولانا فضل الرحمن: په خیبر پښتونخوا کې پولیس د شپې له خپلو مرکزونو نشي وتلی

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۵۶ GMT+۱
100%

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان ددغه هېواد پر حکومت غږ کړی چې له افغانستان سره ستونزې د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي. هغه ویلي، چې خیبر پښتونخوا او بلوچستان له سختو امنیتي ننګونو سره مخ دي او په پښتونخوا کې پولیس د شپې له خپلو مرکزونو نشي وتلی.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان د خپل هېواد پر فدرالي حکومت غږ کړی چې له افغانستان سره ستونزې د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې حل کړي.

نوموړي ویلي، چې د افغانستان په اړه د نظر اختلاف کېدای شي وي خو د ځواک په کارولو سره هره ستونزه نه شي حل کېدای.

د شنبې په شپه د پنجاب په قصور ښار کې یوې عامه غونډې ته د وینا پر مهال مولانا فضل الرحمان وویل چې پاکستان له بېلابېلو کورنیو او بهرنیو ننګونو سره مخ دی. هغه وویل: «له ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو، سوداګرۍ او ډیپلوماسۍ په اړه ستونزې شته، زما دریځ دا دی چې دا ستونزې په جګړې او تقابل نه شي حل کېدای، بلکې د اغېزناکې ډیپلوماسۍ، خبرو اترو او دوه اړخیز درناوي له لارې حل کېدای شي.»

د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په تړاو د جمعیت علمای پاکستان مشر وویل چې هېواد یې د ویجاړېدو په حال کې دی. هغه زیاته کړه، چې « په خیبر پښتونخوا کې نن ورځ هېڅ حکومت نشته، په لوېدیځ کې د لمر له ډوبېدو وروسته، تر هغه چې سهار لمر راخیژي، پولیس له خپلې تاڼې څخه بهر نه راوځي او کله چې پولیس له تاڼې بهر نه راوځي، نو بیا به سړکونه وسله والو ډلو ته سپارل کېږي او سړکونه او لارې به د غلو په رحم او کرم و».

هغه وویل چې په بلوچستان کې هم د پاکستان د حکومت هېڅ واک نشته.

هغه زیاته کړه، چې دوی په پښتني سیمه کې په دوو دریو ورځو کې له ۵۰ څخه زیات مړي ترلاسه کړي دي.

مولانا فضل الرحمان د پاکستان امنیتي ځواکونو ته له مستقیمې اشارې پرته وویل، چې دوی د همدې لپاره پټۍ تړلې ده او د همدې لپاره معاش اخلي چې د هېواد د امنیت لپاره وجنګېږي.

هغه زیاته کړه، « تاسو پر ما د خپلې وینې څه احسان باروئ؟ تاسو زما د خولې او وینې له مالیې څخه د همدې کار لپاره معاش اخلئ، خو موږ ته وایئ چې لښکر وباسئ او پخپله له وسله والو ډلو سره وجنګېږئ».

د تیرا بې‌ځایه شوې کورنۍ وايي حکومت یې د اکتوبر په سړه میاشت کې خپلو سیمو ته ستنوي

۲۱ چنگاښ ۱۴۰۵ - ۱۲ جولای ۲۰۲۶، ۱۲:۰۹ GMT+۱
100%

د خیبر ولسوالۍ په تیرا دره کې د بې‌ځایه شویو کورنیو د بیرته ستنېدو مهالوېش د اکټوبر ۱۰مه ټاکل شوی، خو یو شمېر اعتراض کوونکو دا پرېکړه رد کړې ده. په باړه کې احتجاج کوونکي وایي چې په سړه هوا کې د کورونو جوړول ستونزمن دي.

د خیبر پښتونخوا د خیبر ولسوالۍ له تیرا درې څخه نږدې پنځه میاشتې وړاندې د بې‌ځایه شویو متاثرینو د بیرته ستنېدو مهالوېش بالاخره وټاکل شو چې له مخې به یې د اکټوبر له لسمې څخه د متاثرینو پړاویز ستنېدل پیل شي.

خو بل لور ته د باړه پریس کلب مخې ته له ۱۵۰ ورځو راهیسې په احتجاج بوختو د تیرا متاثرینو د ستنېدو دغه مهالوېش رد کړی دی.

د تیرا د ملک دین خېل قبيلې یوه مخور قبایلي مشر ملک ډاکټر نوروز خان اپریدي له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل چې دا د تیرا د مشرانو غوښتنه وه چې د متاثرینو سملاسي بیرته ستنېدل باید پیل شي ځکه هلته بیا د ژمي موسم پیلیږي او په سړه هوا کې هلته د بیارغونې کارونه نه شي کېدای.

هغه وویل چې حکومتي چارواکو ډاډ ورکړی چې که په تیرا کې روان پرمختیایي کارونه تر وخت وړاندې بشپړ شي، نو د متاثرینو د بیرته ستنېدو په مهالوېش کې به هم بدلون راوستل شي.

ډاکټر نوروز خان اپریدي زیاته کړه چې حکومت په تیرا دره کې د پرمختیایي کارونو د بشپړولو لپاره سیمه په دریو برخو وېشلې ده چې لومړۍ برخه یې بشپړه شوې، خو پر دویمه او دریمه برخه لا هم کار روان دی. هغه وویل چې د دوی د معلوماتو له مخې، تر اوسه په سیمه کې یوازې امنیتي پوستې او سړکونه جوړ شوي او له دې پرته بل کوم د پام وړ کار نه دی شوی.

قبایلي ملک وویل چې «له تیرا څخه له بې‌ځایه کېدو وړاندې حکومت له قبایلي مشرانو سره رسمي لیکلی تړون کړی و چې پکې ګڼې ژمنې شوې وې، خو په خواشینۍ سره باید وویل شي چې د تړون پر ډېرو مادو بشپړ عمل نه دی شوی».

بل لور ته د باړه پریس کلب مخې ته له ۱۵۰ ورځو راهیسې د تیرا د متاثرینو د تحریک احتجاج کوونکو د بیرته ستنېدو مهالوېش رد کړی دی.

د تیرا د متاثرینو د تحریک ویاند صحبت خان اپریدي له افغانستان انټرنشنل سره په خبرو کې وویل چې د اکټوبر په میاشت کې په تیرا کې ژمی پیل شوی وي او په داسې موسم کې هلته د بیارغونې کارونه نه شي کېدای، نو ځکه باید د ستنېدو پر مهالوېش بیا کتنه وشي.

هغه وویل چې د عملیاتو او بارانونو له امله د جنګ جګړو له کبله د ویجاړو شویو کورونو د بیا جوړولو په برخه کې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کېدای شي. د صحبت خان په وینا، د حکومت له خوا متاثرینو ته د تاوان ورکولو په لړ کې چې کومې ژمنې شوې وې، پر ډېریو یې عمل نه دی شوی چې له امله یې په باړه او پېښور کې مېشت متاثرین له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

د یادولو وړ ده چې د روان کال په پیل کې، د جنوري پر ۲۵مه له تیرا څخه د خلکو بې‌ځایه کېدل پیل شوي وو او د خیبر پښتونخوا حکومت د ټاکل شوي مهالوېش له مخې باید په اپرېل میاشت کې د متاثرینو بیرته ستانه شوي وای، خو اوس داسې ښکاري چې بې ځایه شوي کسان به درې میاشتې نور هم منتظر پاتې کیږي.