امریکا له کانګو ډیموکراتیک جمهوریت څخه پر مستقیم سفر بندیز ولګاوه

د اېبولا ناروغۍ د چټک خپرېدا له امله د امریکا حکومت اعلان کړی، چې امریکايي وګړي نهشي کولی له کانګو ډیموکراتیک جمهوریت څخه په مستقیمو سوداګریزو الوتنو کې امریکا ته سفر وکړي.
د دغه بندیز له مخې؛ ټول هغه امریکایي وګړي چې له دغه هېواده امریکا ته د سفر کولو هوډ لري، باید ۲۱ ورځې په بل هېواد کې تېرې کړي. رویټرز خبري اژانس ویلي، چې د امریکا حکومت دغه پرېکړه د اېبولا ناروغۍ د چټک خپرېدا ګواښ د مخنیوي په موخه کړې.
د ټرانسپورټ د قانون له مخې؛ هغه امریکايي وګړي چې په کانګو کې دي یا تازه ترې وتلي، په لنډمهالي ډول هغه نوملړ کې شاملېږي چې د سفر اجازه نهلري او تر ۲۱ ورځو قرنطین مودې وروسته به د امریکا پر لور د سفر اجازه ترلاسه کړي.
د کانګو په ډیموکراتیک جمهوریت کې د اېبولا د خپرېدو له امله تر دې دمه ۱۹۲۶ مثبتې پېښې ثبت شوې او ۷۰۲ کسان مړه شوي دي. د امریکا د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز (CDC) هم تایید کړې، چې په کانګو کې د یوې بشري مرستندویه ادارې یو امریکايي کارکوونکی په اېبولا ناروغۍ اخته شوی دی. د چارواکو په وینا؛ هغه امریکايي وګړي چې د یادې پرېکړې له امله اغېزمن شوي، د انتظار په موده کې به د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ملاتړ ترلاسه کړي.
